له ايت الله خوئى سره خبرې اترې

مناظره: له ايت الله خوئى سره خبرې اترې

ډاكټر تيجانى وائى: تازه نجف اشرف ته تلی وم او د خپل دوست په ذريعه مرحـوم ايت الله العظمى سيدابوالقاسم خوئى ته لاړو دوست مې د سيد په غوږكې يوڅه وويل او بيا يې راته اشاره وكـړه چي د ايت الله خوئى په خوا كې كينه. دوست مې ټينګار وكړچې د شيعه ؤ په باب خپل نظر او د تيونس د خلكو خيالات بيان كړه۔۔

 

ما وويل: زمونږ په نزد شيعه له يهودو او نصاراؤ هم بـدتر دى؛ ځكه چې يهوديان اوعيسائيان د خداے عبادت كوى او په حضرت موسى (ع) او حضرت عيسى (ع) عقيده لـرى ، خـو هـغوى د حضرت على (ع) عبادت كوى او له هغه نه مرسته او مدد غواړى او په شيعه ؤ كى داسې يوه ډله هم شته چې د خداے عبادت كوى؛ خو د حضرت على (ع) درجه پيغمبراكرم (ص) ته رسوى ان تردې چې وائى: حضرت جبرئيل (ع) ته ويل شوى وو چې قـران كـريم حضرت على (ع) ته يوسه؛ خو هغه خيانت وكړ او پيغمبر اكرم (ص) ته يې راوړو (او وا ئى چې جبرئيل امين (ع) خائن دے)۔

ايت الله خوئى يوه شيبه سر ښكته ونيوۀ او بيا يې وويل: مونږ ګواهى وركوو چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد د الله رسول (ص) دے او درود دې وې په هغۀ او د هغۀ په ال بانـدې او ګـواهى وركوو چې حضرت على (ع) د خداے پاک لـه بندګانـو يـو بنده دے بيا يي هلته ناستو خلكو ته وكتل او پداسې حال كى چـې زما طرف ته يې اشاره كوله وويل:

دا بې چاره ګان وګورئى، چې څنګه د دروغو په اوازو او تـورونو دوكه او تير ايستل شوى دى.دا څه د حيراني خبره نده، ځكه چې له دې نه مې بدترې خبرې له نورونه اوريدلى دى. “لا حول و لا قوه الا بالله العلى العظيم” بيايې ماته مخ راوګر ځوۀ او وې ويل

قران مجيد دې لوستی دے؟

ما وويل: زۀ لا د لسو كالو نه وم چي قران مې ياد كړے ؤ۔

هغۀ وويل: ټول اسلامى مذاهب د قران مجيد په حقانيت يوه خوله دى او كوم قران مجيد چې له مونږ سره دے همـاغـه هـم لـه تاسو سره دے۔

ما وويل: هو، پوهيږم

هغه وويل: ايا دا ايت دې لوستی دے چې فرمائى:

و ما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل

“او محمد ندے مګر يو رسول چې مخكى ترې هم پيغمبران راغلى وو (سوره ال عمران ايت 44)

او دا چې فرمائى :

محمد رسول الله والذين معه اشداء على الكفار۔۔۔۔

“محمد د خداے رسول دے او هغه كسان چې ورسره دې په كافرانو سخت زړى دى” (سوره فتح ايت 29)

او همدارنګ فرمائى :

ما كان محمد ابا احد من رجالكم و لكن رسول الله و خاتم النبيين

“محمد ستاسوسړيوكى د هيچا پلار نه ؤ خو د خداے رسول او د نبيانو خاتم دے” (سوره احزاب ايت 40)

ايا دا ايتونه دى لوستى دى

ما وويل: هو

هغه وويل: “نو ښه ده پدې ايتونو كې على (ع) چيرته دے (وګوره چې دلته د پيغمبراكرم (ع) د رسالت خبره شوې ده نه د على (ع) او مونږ او تاسو دواړه قران منو) نو څنګه چې په مونږ تور لګوئ، چې مونږ حضرت على (ع) د پيغمبراكرم (ص) تر درجې پورې اوچت خيژوو؟

زۀ غلی شوم او ځواب مې ورنكړ.؟

هغه زياته كړه: “د حضرت جبرئيل (ع) د خيانت په باب به درته ووايم، چې دا تور له وړومبى تور نه ډير درون دے كله چې حضرت جبرئيل (ع) رسول الله (ص) ته (د بعثت په پيل كې ) وحى راوړه نو د حضرت على (ع) عمر له لسو كـالو كـم ؤ، نو څنګه جبرئيل(ع) تيروځى او د حضرت محمـد مصطفی (ص) او حضرت على (ع) تر مينځ فرق نه شى كولې؟”

زۀ غلی شوم او په سوچ كـې پريوتم زۀ د ايت الله العظمى خوئى په منطقى خبرو ورسيدم۔

بيايې وويل: “د دى خبرو په ترڅ كې بـه درته دا ووايم چې پـه حقيقت كې په ټولواسلامى ډلوكې شيعه يوه داسې ډله ده چې د الهى پيغمبرانو او امامانو په عصمت او پاكلمنۍ باندې عقيده لـرى او په  قطعى  توګه حضرت جبرييل (ع) چې”روح الامين”دے له هرې تيروتنې او غلطۍ نه پاك ګڼى”

ما وويل: نوبيا دا اوازې د څۀ دى ؟

هغۀ وويل:دا تورونه د مسلمانانوترمينح د بې اتفـاقۍ لـپاره جوړ شوى دى؛ د خداے پاک شكردے چې تـه يو عقلمن انسان يې او مسائل ښه تشخيصولې شي، همدا اوس په  شيعه ؤْكې وګرځه او د شيعه ؤ علمى مدرسې له نزدې وګوره  او ښه ورته ځير شه چې ايا دا ډول خبرې او تورونه پكې شته”؟

زۀ په نجف اشرف كې وم چې په يولړڅيزونو پوه  شوم  او په  هغو تورونو هم پوه شوم چې په شيعه ؤ باندې لګول كيږى. (وګورئ: ثم اهتديت ص 76-78)