له بوډا سره دامام زين العابدين (عليه السلام) مناظره

له بوډا سره دامام زين العابدين (عليه السلام) مناظره

كله چې د كربلا په پيښه كى يې امام سجاد زين العابدين (عليه السلام) سره د ملګرو د اسير په توګه دمشق ته بوتلونود شام يوبوډا سړى امام زين العابدين (عليه السلام) او د هغه ملګرو تـه رانـزدے شـو او ورته يـې وويل:”الحمد لله چې تاسو يې ووژلئ او ستاسو ښارونه يې ستاسو له  نارينوو خالى كړل او اميرالمومنين (يزيد) يې په تاسو برلاس او مسلط كړ.

امام زين العابدين (عليه السلام) له  هغه بوډا  سره (چې له اسلامه ناخبره ؤ) داسې مناظره وكړه:

امام (عليه السلام): اے بوډا! ايا قران مجيد دې لوستے دے ؟

بوډا: هو ولې نه.

امام (ع ): ايا د دې ايت په مطلب ښه پوه شوے يې چې خداے پاك فرمائي:

قل لا اسْلكم عليه اجرا الا الموده فىالقربى”(اے رسوله دوي ته ) ووايه چې زهْ له تاسود خپل رسالت اجر نه غواړم خو دا چې له خپلوانو سره مې مينه وكړئ.[1]

بوډا: هو دا ايت مى لوستے دے؟

امام (عليه السلام): نو په دى ايت كى د رسول اكرم نزدې خپلوان مونږ يو، اے بوډا ايا په سوره اسرا كى دې دا اّيت (ايت26) لوستے دے ؟

و اُتِ ذالقربى حقه [2] او خپلوانو ته دى خپل حق وركړه.

بوډا: هو لوستے مې دے.

امام (عليه السلام): نو مونږ د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله و سلم خپلوان يو.

او اے بوډا! ايا دا ايت دې لوستے دے؟

واعلموا انما غنمتم من شيى فان لله خمسه و للرسول و لذالقربى..[3]

“او پوه شئ چې كه هر أول غنيمت درته تر لاسه شي نو خمس (پنځمه برخه) يې د رسول او خپلوانو…….. لپاره دے.

بوډا: لوستے مې دے.

امام (عليه السلام): په دې ايت كى د پيغمبراكرم صلی الله عليه و اله و سلم نزدې خپلوان مونږ يو.

او اے بوډا! ايا دا ايت دې لوستےدے؟

“انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا[4]

“خداے پاك دا غواړى چې اې اهلبيتو! له تاسو نه هر ډول چټلى او بليدى لرې وساتى او تاسو داسې پاك او صاف ولرى لكه څنګه چې د پاكۍ حق دے.

بوډا: هو دامې هم لوستے دے.

امام (عليه السلام): نواهلبيت مونږ يو، چى خداے پاك دا ايت زمونږ په باره كى نازل كړے دے.

بوډا غلے شو او چې په حقيقت پوهـ شو نو څه يي چې ويلى وو د پيښمانۍ نښې نښانې يې په مخ ښكاره شوې او يوه شيبه وروستو يې امام زين العابدين (عليه السلام) ته وويل: “ستا دې پـه خداے قسم وي چې تاسو هماغه څوک يئ چې دې وويل؟

امام (عليه السلام) :”په خداے او د خپل نيكه صلی الله عليه و اله و سلم په حق مې قسم چې مونږ هماغه كورنۍ يو.

بوډا د دې خبرې په اوريدو يومخي واوړيد او منقلب شواو ډير يې وژړل لاسونه ئې اسمان ته اوچت كړل او وې ويل: “اے پاكه ربه ! مونږ د ال محمد صلی الله عليه و اله و سلم له دښمنانو كه پيريان دى  يا انسانان  بيزار يو. او بيا يې د امام زين العابدين (عليه السلام) په وړاندې توبه وكړه.

د بوډا د توبې په پيښه چې يزيد خبر شو نو سم له لاسه يې د پانسۍ او اعدام حكم ورباندے وكړ او بوډا يې شهيد كړ، هغه بوډا چې حق ته يې غاړه كيښوده.[5]

[1] . (سوره شورى- 23 اّيت)
[2] . اسرا ايت 26
[3] . (سوره انفال 41 ايت)
[4] . (سوره احزاب  -ايت33)
[5] . (وګورئ: سيد بن طاوس لهوف 177-1888 مخونه)