پیغمبران، د خدای فرمانبرداره بندګان دي

پیغمبران، د خدای فرمانبرداره بندګان دي

 

شیعه عقيده لري چې : د الهي پيغمبرانو او رسولانو تر ټولو لوي وياړ دا و چې د خدای مطيع او فرمانبرداره بنده وي، له همدې امله هره ورځ په خپلو لمنځونو کې د اسلام د پيغمبر(ص) په باره کې دا جمله تکراروو:

«و اشهد ان محمد عبده و رسوله؛ ګواهي ورکوم چې محمد(ص) د خدای بنده او رسول دے»

شیعه عقيده لري چې هيڅ يو الهي پيغمبر د اولوهيت (خدایۍ) ادعا نه ده کړې او خلک يې خپل عبادت ته نه دي بللي: مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ؛ له هيڅ يو بشر سره نه ښايي چې خدای تعالی هغه ته آسماني کتاب او د نبوت حکم ورکړي، بيا هغه خلکو ته ووايي: له خدایه پرته زما عبادت کوئ»[1]

حتی حضرت عيسی هم خلک هيڅ کله د ځان عبادت ته نه دي بللي، او تل يې ځان د خدای مخلوق بنده او استازي ګاڼه «لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلا الْمَلائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ؛ مسيح(ع) هيڅ کله په دې ابا (شرم) نه احساسوه چې د خدای بنده دې وي، او نه د خدای مقربې پرښتې، (په  دې شرم محسوسوي چې ځانونه د خدای بندګان وګڼي)[2]

د مسيحيت ننني تاريخونه هم ګواهي ورکوي چې د «تثليث» (په دريو خدایانو د عقيدې) مسئله د مسحيت په لومړيو پيړيو کې نه وه موجوده، او دا تفکر وروسته پيدا شوے دے.

 

[1] . ال عمران سوره ۷۹ آيت.

[2] . نساء سوره ۱۷۲ ايت.