د پيغمبرانو د شفاعت مقام

د پيغمبرانو د شفاعت مقام

شیعه عقيده لرو چې: الهي پيغمبران او تر ټولو لوړ د اسلام پيغمبر(ص) د شفاعت مقام لري او د ځينو ګناهکارانو به د خدای په نزد شفاعت کوي، خو هغه هم د خدای په اذن او اجازه: مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ؛

  1. هيڅ شفاعت کوونکي نيشته مګر د خدای له اجازې او اذنه وروسته»[1]

«مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلا بِإِذْنِهِ؛  څوک دي چې د هغه په نزد شفاعت وکړي بې د هغه له امره»[2]

او که د قرآن په ځينو  ايتونو کې په مطلق ډول د شفاعت نفي ته اشاره شوې ده او فرمايي: «مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لا بَيْعٌ فِيهِ وَلا خُلَّةٌ وَلا شَفَاعَةٌ؛ انفاق وکړئ مخکې له دې چې هغه ورځ راورسيږي چې په هغه ورځ نه بيع شته (چې څوک د ځان لپاره سعادت او نجات واخلي) او نه دوستي (او معمولي ملګرتياوې او رفاقتونه  څه ګټه لري) او نه شفاعت»[3]

دلته مطلب استقلالي او خپلواکه او بې د خدای له امره شفاعت دی، يا د هغو کسانو په هکله دي چې د شفاعت قابليت نه لري، ځکه چې مخکې مو څو څو ځله وويل چې د قرآن ايتونه د يو بل تفسير کوي.

شیعه عقیده لري چې: د شفاعت مسئله يوه مهمه  وسيله ده د انسانانو د تربيت او سمې لارې ته د ګناهکارانو د ستنولو لپاره او پاکۍ او تقوا ته د هڅولو او د ګناهکارانو په زړه کې د هيلې د ژوندي کولو، ځکه چې د شفاعت مسئله بې حساب او کتابه نه ده يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې لياقت يې ولري، يعنې د هغوي ککړتيا په دې حد کې نه وي چې له شفيعانو سره يې خپلې اړيکي بلکل شلولي وي، نو د شفاعت مسئله  ګناهکارانو ته خبر داري ورکوي چې په ځان پسې ټول پلونه مه خرابوي او د ځان لپاره د ستنيدو لاره پريږدي او د شفاعت وړتيا له لاسه  مه ورکوي.

 

 

[1] . يونس سوره۳ ايت.

[2] . بقره سوره ۲۵۵ ايت.

[3] . بقره سوره ۲۵۴ آيت.