د خدای د وليانو په ژوندون کښې له هغو څخه مرسته غوښتل

د خدای د وليانو په ژوندون کښې له هغو څخه مرسته غوښتل

 

1 ـ  لکه دا چې له ژوندي سړي وغواړو چې د کور په جوړولو کښې زما مرسته وکړي يا د اوبو له هغه لوښي نه چې د هغۀ په څنګ کښې دے مونږ ته اوبۀ راکړي.

2 ـ له ژوندې کس نه وغواړو چې زمونږ لپاره دعا وکړي او زمونږ لپاره له خدايه د ګناهونو بخښنه وغواړي. دواړه قسمونه په دې شي کښې شريک دي چې غوښتنه له سړي شوې ده له هغه نه مونږ داسې يو کار غواړو چې سل فېصده د هغۀ په واک کښې دے خو فرق دا دے چې وړومبۍ غوښتنه دنياوي چارو سره تړل ده او دويمه له ديني او  اخروي چارو سره تړلې ده.

3 ـ له ژوندي سړي وغواړو چې له عادي او مادي سببونو نه بغېر څه کار تر سره کړي مثلا بې له درملو ناروغه ته شفا ورکړي، يا ورک شوے کس پېدا کړي يا زمونږ قرض ادا کړي او په نورو ټکو کښې به داسې ووايو چې دا ترې وغواړو چې معجزې او کرامت سره بې له څه مادي او عادي سببونو زمونږ حاجت پوره کړي.

4 ـ مسؤول او هغه کس چې ترې درخواست کوو هغه ژوندے نۀ دے خو دا عقيده لرو چې په بل جهان کښې ژوندے دے او روزي خوري، له داسې کس څخه غواړو چې زمونږ لپاره دعا وکړي.

5 ـ له داسې کس نه درخواست کوو چې د هغه معنوي طاقت په وسيله چې خداے پاک هغه ته ورکړے دے زمونږ مريض او بيمار ته شفا ورکړي يا ورک شوے کس پېدا کړي وغېره

دغه دوه صورتونه د دويم او دريم صورتونو په شان له ژوندي کس نه حاجت غوښتل دي خو فرق يې دا دے چې په دويم او دريم صورت کښې مسوول او چې له چا درخواست کيږي هغه ژوندے دے خوپه دې مادي جهان کښې او په دغو اخيري دوو صورتونو کښې په ظاهره خو مړۀ دي خو په بل جهان کښې ژوندي دي.

له داسې کس نه بالکل درخواست نه کيږي کوم کس چې د حاجت پوره کولو لپاره له مادي او عادي سببونو استفاده کوي ځکه چې مونږ دا فرض کړے دے چې هغه له دې دنيا تلے دے او له عادي او ظاهري سببونو يې لاس لڼد شوے دے پس په دې صورت کښې ټول قسمونه پنځه دي چې په دريو صورتونو کښې درخواست له داسې کس دے چې په دې مادي جهان کښې موجود دے او ژوندے دے او دوه صورتونه داسې کسانو سره تړلي دي چې هغوي ژوندي دي خو په بل جهان کښې دي.

مونږ په دې جهان کښې موجود له ژوندي کس نه د درخواست او غوښتنې حکم په دې برخه کښې بيانوو او د خداے پاک له اولياؤ څخه د مرستې غوښتلو حکم (هغه اولياء چې په بل جهان کښې ژوندي دي) په بلې برخې کې بيانوو.

 

اوس د وړومبۍ برخې د هر درې واړو حکمونو بيان:

 

وړومبے صورت

له يو ژوندي  کس نه د مرستې غوښتل په داسې چارو کښې، چې طبيعي او عادي اسباب لري، د انسان د تمدن اساس دے ځکه چې په دې خاکې جهان کښې د انسان ژوند په تعاون او همکارۍ سره پياوړے دے او د دنيا ټول عاقلان د ژوند په مختلفو چارو کښې له يو بل مرسته او مدد اخلي او د دې صورت حکم خو داسې څرګند او واضح دے چې هيڅوک هم په دې کښې شک او شبهه نۀ لري او لپاره د دې چې زمونږ بحث قراني او حديثي دے د يو ايت په نقلولو بسنه کوو:

«ذوالقرنين» د ياجوج او ماجوج د تېري او تجاوز په مقابل کښې د مانع او خنډ جوړولو لپاره د سيمې خلقو ته مخه  کړه او ورته يې وويل:

«فَأَعِينُوني بِقُوَّة اَجْعَلْ بَيْنَکُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْماً»[1]

«کوم طاقت چې د ستاسو په اختيار کښې دے، له هغۀ سره زما مرسته وکړئ چې ستاسو او د هغوي په مينځ کښې څه ديوال او خنډ جوړ کړم»

دويم صورت

په مادي جهان کښې ژوندي کسانو نه د ګناهونو د مغفرت يا د خېر دعا غوښتل او خواست کول، له ژوندو کسانو څخه د داسې درخواست ټينګتيا او سموالے د قران شريف له ضرورياتو څخه دي اوکوم يو کس چې د قران شريف په حقله لږه شان اشنايې هم لري پوهيږي چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم طريقه او روش هم دا ؤ چې د خپل امت په حقله يې د بخښنې خواست کوۀ او يا امت په خپله له پيغمبرانو داسې درخواست کوۀ. اوس هغه ټول ايتونه چې په دې اړه راغلي دي دلته يې راوړو:

1 ـ کله کله خداے پاک خپل پېغمبر ته داسې حکم ورکوي چې د امت لپاره د بخښنې سوال او خواست وکړه، لکه:

«فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشاوِرْهُمْ فِي الأَمْر»[2]

«هغوي (امتيان) وبخښه اود هغوي لپاره د ګناهونو مغفرت وغواړه او په خپلو چارو کښې له هغو سره سلا مشوره  وکړه.»

«فَبايِعْهُنَّ وَاَسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اِنَّ اللهَ غَفُورٌ رَحيمٌ»[3]

«ښځو سره بيعت وکړه او د هغوي لپاره له خداے پاک نه بخښنه وغواړه،بې شکه چې خداے پاک بخښوونکے،  رحيم او مهربان دے»

«خُذْ مِنْ اَمْوالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَّکيهِمْ وَصَلِّ عَلَيْهِمْ اِنَّ صَلاتَکَ سَکَنٌ لَهُمْ وَاللهُ سَميعٌ عَليمٌ»[4]

«د هغوي له مالونو څخه صدقه واخله او هغوي په دې عمل سره پاک کړه د هغوي په حق کښې دعا وکړه ځکه چې د هغوي په حقله ستا دعا د هغوي د ارامښت سبب ده او خداے اووريدونکے او پوهېدونکے دے.»

په دې مبارک ايت کښې، خداے پاک خپل رسول ته حکم ورکوي چې د هغوي لپاره دعا وکړه او د پېغمبراکرم صلی الله عليه واله وسلم د دعا اثر دومره زر دے چې د پيغمبر اکرم دعا نه پس خلق په باطن او زړونو کښې د ارامښت او خوشالۍ احساس کوي.

 

2 ـ کله به داسې وو چې پېغمبرانو به په خپله ګناه ګارانو ته ژمنه او وعده ورکوله چې په مخصوص وخت کښې به د هغوي لپاره د ګناهونو د بخښنې  دعا کوي ؛ لکه دا چې فرمايې :

«اِلاّ قَوْلَ اِبْراهيمَ لأَبيهِ لأَسْتَغْفِرَنَّ لَکَ»[5]

«خو دا چې ابراهيم خپل پلار (يعني خپل ترۀ) ته د بخښنې وعده ورکړې وه.»

«سَأَسْتَغْفِرُ لَکَ رَبّي اِنَّهُ کانَ بي حَفِيّاً»[6]

«(حضرت ابراهيم عليه السلام وفرمايل) زۀ به ډير زر ستا لپاره مغفرت وغواړم ځکه چې زمونږ خداے ډېر نېک کار کوونکے دے.»

«وَما کانَ اسْتِغْفارُ اِبْراهيمَ لاَِبِيهِ إِلاّ عَنْ مَوْعِدَة وَعَدَها اِيَّاهُ»[7]

«خپل پلار (يعني ترۀ) لپاره د ابراهيم د مغفرت غوښتل، د هغې وعدې او ژمنې په وجه وو چې ابراهيم ورته ورکړې وه»

دا ايتونه د دې خبرې څرګندونه کوي چې پېغمبرانو به ګناه کارو کسانو ته د استغفار زيرے ورکوۀ ان تر دې چې ابراهيم عليه السلام هم خپل ترۀ آذر ته داسې زيرے وکړے ؤ خو کله چې يې هغه په بت پرستۍ کښې پياوړے وليد، نو د هغۀ له مغفرت غوښتلو يې لاس واخېست؛ ځکه چې د دعا د قبلېدو په شرطونو کښې يو شرط دا هم دے چې کوم کس لپاره دعا کيږي هغه بايد موحد (د يو خداے منوونکے) وي نه دا چې مشرک وي.

3 ـ خداي پاک دا حکم کوي چې هغه ايمانداره کسان چې ګناهکاره دي د خداے تعالی د مغفرت حاصلولولپاره دپېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم درګاه ته لاړ شي او له هغه حضرت وغواړي چې ورله مغفرت وغواړي او که پېغمبر اکرم (ص) د هغوي لپاره د بخښنې او مغفرت سوال او خواست وکړي نو خداے به د هغوي ګناهونه وبخښي. لکه دا ايت:

وَلَوْ أَنَّهُمْ اِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جاءوُکَ فَاسْتَغْفَروُا اللهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللهَ تَوّاباً رَحيماً.[8]

«که هغو خلقو چې کله يې په خپلو ځانونو باندې ظلم وکړ(يعني ګناه يې وکړه) تا ته راغلي وې او له خدايه يې بخښنه غوښتي وې او رسول هم د دوي لپاره بخښنه غوښتې وې نو هغوي به خداے توبه قبلوونکے او مهربان موندۀ.»

ايا له دې نه بل روښانه ايت کېدې شي چې خداے پاک ګناه ګار امت ته حکم ورکوي چې د خپلو ګناهونو د بخښني لپاره د پېغمبر اکرم لمنه ونيسئ او له هغه وغواړئ چې ستاسو د ګناهونو د مغفرت دعا وکړي؟ د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم درګاه ته رسېدل او د استغفار کولو غوښتنه دوه روښانه فايدې او ګټې لري:

 

الف: د خداے د ګران رسول (ص) څخه د استغفار خواست په ګناه ګار کښې د پيروۍ او اطاعت روح ژوندے کوي او د دې سبب کيږي چې هغه د پېغمبراکرم (ص) د مقام په خاطر چې د ګناهونو د بخښنې سبب شوے (شفيع) دے د هغۀ د لا زياتې پيروي سبب  وګرځي او په هغۀ باندې د ايمان د پخلي سبب هم ګرځې په نتيجه کښې د پيغمبر په نسبت د انسان د خشوع او د خضوع سبب هم جوړيږي او انسان دې ته جوړوي او تياروي چې په «اَطيعُوا اللهَ وَاَطيعُوا الرَّسُولَ»[9] ايت باندې د زړۀ له کومي عمل وکړي.

 

ب: دا کار د امت د خلقو په ذهنونو کښې د پېغمبراکرم صلی الله عليه واله وسلم مقام او منزلت په ښۀ توګه روښانه کوي او دا خبره ثابتوي چې هماغه شان لکه چې مادي فيوضات له خاصو اسبابو په وسيله د خداے پاک بندګانو ته رسي، معنوي فېض هم چې هماغه د خداے تعالی مغفرت دے له مقرر او معينو اسبابو په وسيله، لکه د پيغمبر اکرم (ص) د دعا او يا د خداے پاک د نورو اولياؤ د دعاګانو په ذريعه، انسانانو ته رسي.

 

که د اسمان نمر، د ګرمۍ، توديدو او د انرجۍ باعث او سبب دے او دا فيض خلقو ته د نمر په وسيله رسي نو همدا رنګ د معنوي فېض او د خداے لطف وسيله هم د رسالت نمر (پېغمبر) دے او د هغۀ په وسيله د خداے پاک بندګانو ته د خداے لطف او مهرباني رسي او دا جهان په دواړو مرحلو کښې د سبب او مسبباتو جهان دے (يعنې بې سببه څۀ کار نه کيږي) او د خداے پاک مادي او معنوي لطف او فېض په  دواړو جهانو کښې په سبب سره انسان ته رسي او بې سببه نه .

4 ـ له ځينې ايتونو څخه دا استفاد کيږي چې مسلمانان به تل د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم خدمت ته  ورتلل او د دعا کولو خواست به يې ترې کوۀ او کله چې به مسلمانانو هم دغه وړانديز منافقاتو ته وړاندې کوۀ نو هغوي به دې وړانديز ته پام نه کوۀ او مخ بې يې ترې اړوۀ لکه په دې ايت کښې چې فرمائي:

«وَاذا قيلَ لَهُمْ تَعالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَکُمْ رَسُولُ اللهِ لَوَّوْا رُؤُسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَکْبِرونَ»[10]

«کله چې هغوي ته ووئيلې شي چې راشئ چې د خداے پاک ګران پېغمبر ستاسو لپاره د ګناهونو مغفرت وغواړي، نو خپل سرونه (د نخرې په توګه) اړوي، او تاسو هغه ګورئ چې په تکبر سره د (حق په لار کښې) خنډکيږي.»

 

5 ـ ځينې ايتونه په دې خبرې ګواهي ورکوي چې پخپله خلق هم د خپل پاک فطرت لخوا په دې پوهيدل چې د خداے پاک په بارګاه کښې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم دعا د هغو په حق کښې يو خاص اثر لري او خامخوا او سل فېصده قبليږي له همدې امله به هغه حضرت ته ورتلل او د خپل ځان د مغفرت غوښتنه به يې له هغه څخه کوله چې هغه له خدايه وغواړي چې زمونږ ګناهونه معاف کړي اومونږ وبخښي.

د انسان سپېڅلے او پاک فطرت د هغه لپاره د دې الهام ورکوونکے دے چې الهي فېض د پېغمبرانو عليهم السلام په لاس عامو خلقو ته رسي، هماغه شان لکه چې د خداے پاک هدايت هم د پېغمبرانو عليهم السلام په لاس دے، له همدې امله به پېغمبرانو عليهم السلام ته ورتلل او له هغوي څخه به يې د دعا خواست کوۀ چې زمونږ لپاره له خداے پاک څخه ، د ګناهونو د مغفرت غوښتنه وکړي.

 

اوس د دې برخې ځينې ايتونه وړاندې  کوو

«قالُوا يا أَبانَا اسْتَغْفِرْلَنا ذُنُوبَنا اِنّا کُنّا خاطِئينَ قالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَکُمْ رَبّي اِنَّهُ هُو الْغَفُورُ الرَّحِيمُ»[11]

«د يعقوب عليه السلام زامنو وويل: اے زمونږ پلاره، مونږ چې کوم ګناهونه لرو د هغه د بخښنې خواست له خداے څخه وکړه ځکه چې مونږ ډېر خطا کار وو (پلار يې) وويل:  ډېر زر به زۀ ستاسو لپاره له خپل رب څخه د مغفرت غوښتنه وکړم او هغه ډېر بخښوونکے او رحيم دے.»

 

6 ـ ځينې ايتونه پېغمبراکرم (ص) ته دا خبردارے ورکوي چې د منافقانو او ځينې هغو خلقو لپاره د مغفرت غوښتنې څخه ځان وساتي چې کوم اوس هم په بت پرستۍ باندې باقي پاتې دي، او (اے پيغمبره) که هغو لپاره دې دعا وکړه نو قبليږي به نه او دا ايتونه يو ډول استثنا دي له وړاندې ايتونو څخه او لازمه يې دا ده چې دې مورد نه علاوه د پېغمبر اکرم دعا يو خاص اثر لري لکه دلته فرمايې:

«اِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللهُ لَهُمْ»[12]

«که د هغوي په باره کښې اويا (70) ځل د مغفرت غوښتنه وکړی (يعنې استغفار وکړې) نو بيا هم خداے هغوي نۀ بخښې»

«سَواءٌ عَلَيْهِمْ اَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ اَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللهُ لَهُمْ»[13]

«برابره ده چې د هغو په حقله دعا وکړې يا يې ونۀ کړې، خداے  هغوي نۀ بخښي»

«وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُقالُوا يا مُوسَي ادْعُ لَنا رَبَّکَ بِما عَهِدَ عِنْدَکَ لَئِنْ کَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَکَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَکَ بَني اِسْرائيلَ»[14]

«او کله چې په هغوي عذاب راغے نو وې ويل: اے موسی! خداے ته زمونږ لپاره دعا وکړه په هغې وعدې سره چې له تا سره يې لري (چې دعا دې قبلوي)که زمونږ نه دې دا عذاب لرې کړ نو خامخا به په تا ايمان راوړو او خامخا به درسره بني اسرائيل وليږو»

دلته ځينې ګناه ګار کسان له حضرت موسی بن عمران عليه السلام څخه د دعا درخواست کوي او د دې جملې

«بِما عَهِدَ عِنْدَکَ» په ګواهۍ سره هغوي پوهيدل چې خداے پاک موسی عليه السلام سره دا رنګ عهد لري.

که د «اُدْعُ لَنا رَبَّکَ» جمله دا بيانوي چې هغوي له موسی عليه السلام  غوښتل چې عذاب برطرف او لرې کړي او هغه يې د دې کار وړ ګڼۀ نو په دې صورت کښې دا ايت د دريم قسم ( چې ايا دا صحيح ده چې له پيغمبرانوڅخه د غېر عادي کار يا معجزې خواست او غوښتنه وشي چې د خداے په اذن سره تر سره کړي يا نه صحيح نه ده) له دليلونو څخه دے خو د «اُدْعُ لَنا رَبَّکَ» جمله دا احتمال ډېر کمزورے دے؛ ځکه چې د دې جملې ظاهره معنا او مفهوم دا دے چې د موسی عليه السلام کار «دعا کول» وو او بس، نه دا چې د جهان په چارو کښې يا د عذاب په لرې کولو کښې لاس ووهي،  له همدې امله دا ايت هم له دې قسم سره تعلق لري. هو، په دې مبارک ايت کښې دا خبره څرګنده شوې ده چې: د حضرت ابراهيم کليم الله عليه السلام د مشرکانو په حق کښې دعا قبليږي نه، بلکې داسې نور ايتونه هم شته چې په دې خبرې ګواهي ورکوي.

 

7 ـ د قران پاک له ځينو ايتونو څخه دا استفاده کيږي چې يوې ايماندارې ډلې، تل د يوې بلې ډلې لپاره دعا کوله، هلته چې فرمايې:

«وَالَّذينَ جاءوُا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنا اغْفِرْ لَنا وَلاِ خْوانِنَا الَّذِيْنَ سَبَقُونا بِالاْيمانِ.»[15]

«هغه ټولے چې له هغوي وروسته راغے، ويل يې: اے زمونږ ربه! مونږ او زمونږ هغه وروڼه چې په ايمان راوړلو کښې له مونږ څخه مخکښې اووړومبي وو، وبخښې»

 

8 ـ دا ټولې يوازې ايماندارو کسانو لپاره دعا نه کوي بلکې د عرش حاملان او هغه ډلې چې د عرش څنګ ته دي هغوي هم د ايماندارو کسانو لپاره د ګناهونو د مغفرت دعا کوي لکه چې فرمايې:

«اَلَّذينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنا وَسِعْتَ کُلَّ شَيْء رَحْمَةً وَعِلْماً فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَکَ وَقِهِمْ عَذابَ الْجَحيمِ»[16]

« يوه ډله چې د عرش حاملان دي او هغه کسان چې د هغۀ په خواوشا کښې شتون لري، د خداے په ستائېنې سره هغه له عېب او نيمګړتيا څخه پاک بيانوي ، او د ايماندارو کسانو لپاره  بخښنه غواړي (او وائي) زمونږ ربه ! ستا رحمت او علم په هر ځاے کښې خپور دے نو بس هغه کسان چې توبه يې وېستې ده او ستا د لارې پېروي کوي وبخښې او د دوزخ له اور څخه يې وساتې. »

 

له همدې امله څومره ښه خبره ده چې مونږ هم د خداے پاک د خوښې لارې پيروي وکړو او ايماندارو کسانو لپاره تل د مغفرت دعا وکړو.

دې ځاے پورې مو له خداے پاک نه علاوه له بل چا نه د حاجت غوښتلو د پنځو صورتونو نه دوه صورتونه د قران پاک د ايتونو په رڼا کښې روښانه کړل او له ژونديو کسانو سره تړليو درې صورتونو څخه يو صورت باقي پاتې کيږي چې اوس يې دلته څېړو

 

دريم صورت

اوس له هغه کس څخه چې په غېرعادي او خارق العاده کارونوباندې قدرت لري مرسته غواړو چې يو کار په غېر عادي طريقې سره تر سره کړي لکه دا چې په معجزې سره يو بيمار ته شفا ورکړي او ناروغه روغ کړي يا دا چې وچه چينه بيا ژوندۍ کړي او اوبۀ پکښې راولي وغېره …..

ځينې مسلمانو ليکوالانو دا رنګ غوښتنه له دويم صورت سره تړلې ده او داسې وائي: چې مراد دا دے چې له خدايه وغواړي چې خداے تعالی دا بيمار او ناروغه روغ او شفا ياب کړي يا د چا پور ادا کړي او داسی نورکارونه… ځکه چې دا ډول کارونه د خداے پاک کارونه دي خو په دې وجه چې وسيله يې د پېغمبراکرم (ص) يا د معصوم امام دعا ګرځي نو له همدې امله په مجازي توګه د دې کار نسبت دعا کوونکي ته ورکولے شي.[17]

خو د قران شريف ايتونه په ډاګه ددې ګواهي ورکوي چې د داسې حاجت غوښتنه له پېغمبرانو څخه صحيح ده او مجاز ګوئي نه ده يعنې له  زړۀ سره دا غواړو چې معصوم دې دا کرامت وکړي او يا له معجزې کار واخلي او او لا علاجه بيمار دې د خداے په طاقت سره شفاياب کړي.

که څه هم قران شريف شفا ورکولو نسبت خداے تعالی ته ورکوي او داسي فرمايې:

«وَاذا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفينِ»[18]

«کله چې زۀ  ناروغه شم نو هغه (خداے) ما ته شفا راکوي.»

خو ځينې نور ايتونه شته چې د شفا نسبت «شاتو» او «قرآن پاک» ته ورکوي او داسې فرمائي:

«يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِها شَرابٌ مَخْتَلِفٌ أَلْوانُهُ فيهِ شِفاءٌ لِلنّاسِ»[19]

«د شاتو د مچيو له ګېډوڅخه يوه مائعه په مختلفو رنګونو سره بهر راځي  چې پکښې د خلقو لپاره شفا ده.»

«وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرآنِ ما هُوَ شِفاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنينَ.»[20]

«له قران څخه يو څه نازلوم چې د ايماندارو کسانو لپاره شفا او رحمت دے.»

«قَدْ جائَتْکُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّکُمْ وَشِفاءٌ لِما في الصُّدُورِ»[21]

«د خداے لخوا ستاسو د پروردګار لخو ستاسو په لور يوه موعظه راغله  او شفا ده د هغه څه لپاره چې ستاسو په سينو کښې دي.»

ددغو دوه قسمونو ايتونو (چې ځينې ايتونه د شفا نسبت خداےپاک ته ورکوي او ځينې ايتونه د شفا نسبت قران پاک او شاتو او د خداے پاک نصيحتونو ته ورکوي) حل دا دے چې خداے تعالی په استقلال او خپلواکۍ سره په دغو څيزونو کښې موثر دے او په اثر اچولو کښې په بل چا اعتماد نه کوي خوچې کوم دغه نور سببونه يا عوامل دي دا هم د خداے تعالی په اجازې سره سبب جوړيږي او اصلی اثر اچوونکے خداے پاک دے.

د نړۍ کتنې په اسلامي او فلسفي تعليماتو کښې ټول عوامل او کارکوونکي د خداے تعالی کارونه دي او علتونه له خپلې خوا هيڅ خپلواکي او استقلال نه لري نوبس له همدې امله د قران د ايتونو او د عقل له نظره هيڅ منعې نشته چې هماغه خداے پاک چې شاتو ته يې د شفا قدرت ورکړے دے او نورو دارو او درملو او کيمياوي څيزونو ته يې د شفاورکولو طاقت ورکړے دے نو هماغه طاقت او قدرت پېغمبرانو او امامانو ته هم ورکړے دے، لکه څرنګه چې مرتاضان او جوګيان په خپل رياضت او چېلو سره لوې لوې روحي طاقتونه تر لاسه کړي نو په داسې حال کښې څه فرق کوي که الله تعالی په خپل فضل او کرم سره يا د بنده لخوا د بندګۍ په وجه هغه مومن ته داسې قدرت او طاقت ورکړي چې هغه په خاصو حالاتو کښې عقل حيرانوونکي کارونه تر سره کړي او بې د څرګندو سببونو غير عادي کارونه وکړي ايا داسې نۀ شي کېدې؟ بالکل کېدې شي د خداے پاک لپاره دا ګران کار نۀ دے.[22]

د پيغمبراکرم (ص) ، معصوم امام (ع) يا د خداے تعالی د خاصو وليانو شفا ورکول او ياد غير عادي کارونو کول له دې خبرې سره تضاد نۀ لري چې حقيقي شافي او شفا ورکوونکے د الله تعالی ذات دے چې هغۀ دغو عواملو ته قدرت اوطاقت ورکړے دے او د هغۀ په اذن سره د ځينو مصلحتونو له امله د نړۍ په کارونو کښې لاس وهي.

بلکې د قران پاک ايتونه په څرګنده د دې خبرې ګواهې ورکوي چې خلقو به دا ډول کارونه له پيغمبرانوعليهم السلام او کله کله به يې له نورو کسانو غوښتل. اوس ځينو تاريخې پېښو ته اشاره کوم:

لاندې بيان شوي ايت څخه دا خبره په ډاګه معلوميږي چې بنې اسرائيلو په اوچکلۍ کښې له خپل پيغمبره اوبۀ غوښتې دي هغه هم له عادې لارې نه بلکې وې غوښتل  چې په معجزې سره اوبۀ  راوړي اودا يې هم ورته ونۀ ويل چې له خدايه دعا وکړه چې خداے پاک زمونږ لپاره اوبۀ راوليږي بلکې وې ويل چې مونږ  په اوبو سره خړوب کړه او زمونږ لپاره اوبۀ راوړه لکه چې قران پاک داسې نقلوي:

«وَأَوْحَيْنا اِلي مُوسي اِذِاسْتَسْقاهُ قَوْمُهُ اَنِ اضْرِبْ بِعَصاکَ الْحَجَرَ »[23]

«او کله چې ترې قوم اوبه وغوښتې نو موسی ته مو وحي وکړه چې امسا دې په کاڼي ووهه نو له هغې دولس چينې راوخوټکېدلې، هرې يوې قبيلې خپل د اوبو څښلو ځاي وپيژنده»

له دې ايته روښانه ايت دا دے چې حضرت سلېمان (ع) له حاضرو کسانو غوښتنه وکړه چې د بلقيس ملکې تخت چې په سلګونو فرسخه او په سلګونو خنډونه يې لرل، دلته راوړي او داسې يې وفرمايل:

«أَيُّکُمْ يَأْتِيني بِعَرْشِها قَبْلَ اَنْ يَأْتُونِي مُسْلِمينَ »[24]

«له تاسو څخه کوم يو کس به له  دې مخکښې چې زما په خدمت کښې د تسليم په حالت کښې راشي تخت  حاضر کړي؟ »

له دې کاره يې مقصد دا ؤ چې د بلقيس تخت په غير عادي طريقې سره راوړي، لکه دا خبره د «عفريت» او «آصف برخيا» د ځوابونو نه هم څرګنديږي چې د سوره نمل په 39 او 40 ايتونو کښې راغلي دي .

اصلی خبره دا ده چې ځينې خلق دا سوچ کوي چې اسان او عادي کارونه د خلقو په لاس کښې دي يعني غير الهي دي او غير عادي او ګران کارونه چې د انسان له طاقت نه بهر دي د خداے تعالی کارونه دي.

حال دا چې د خدائي کار او غېر خدايي کار معيار استقلال (خپلواکي) او غير استقلال دے د خداے تعالی کارونه دا دي چې فاعل (کار کوونکے) د نورو له لاسوهنې، ملاتړ  او له بل چا نه د مرستې له غوښتلو نه بغېر يو کار وکړي، په نورو ټکو کښې داسې ويلې شو چې د خداے پاک کارونه هغه دي چې کار کوونکے (فاعل) د هغه کار په تر سره کولو کښې مکمل او پوره پوره خپلواک او مستقل وي او له ځانه بغېر بل چا ته اړمن نه وي.

خو غير خدائي کارونه که هغه اسان کارونه وي او که هغه سخت، که هغه عادي کارونه وي او که غېر عادي او مشکل دا دي چې فاعل (کار کوونکے) د دې کار په تر سره کولو کښې مستقل او خپلواک نه وي بلکې دا کار د بل طاقت او خپلواک فاعل په ملاتړ سره وکړي.

نو بس له همدې امله هيڅ باک نه لري چې خداے تعالی خپلو اولياؤ ته د غېر عادي يا مشکلو کارونو کولو چې د انسان  له قدرت نه بهر دي، قدرت ورکړي او مونږ بيا له هغوي وغواړو چې دا ډول کارونه وکړي.

قران پاک په پوره پوره وضاحت سره حضرت عيسی عليه السلام ته فرمايې:

«وَتُبْرِئُ اْلأَکْمَهَ وَالأبْرَصَ بِاِذْنِي وَاِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتي بِاذْنِي»[25]

«(اے عيسی) ته، زما په اجازې سره ړندو او د برص بيمارانو ته شفا ورکوې او هم زما په اجازې سره مړي ژوندي کوې»

دا ټول ايتونه په دې خبرې ګواه دي چې د خداے پاک خاصو اولياؤ دا قدرت او طاقت لرۀ او له هغوي څخه د غېر عادي کارونو غوښتنه د معمول خبره وه  او قران پاک هم د داسې غوښتنو په سموالې ګواهې ورکوي.

دلته پورې مو له ژوندو نه د غوښتنې د درې واړو صورتونو حکم د قران پاک له نظره روښانه کړ او وموليدل چې د قران پاک ايتونه دا کار صحيح بولي.

اوس د هغو دوو قسمونو وخت رارسيدلے دے چې دواړه له دې سره متعلق دي چې له پاکو ارواګانو څخه درخواست او له هغوي نه مدد او مرسته غوښتل د قران پاک او حديث له نظره روښانه کړو او دا خبره به راتلونکي باب کښې بيان کړو.

 

[1] . سوره کهف : 95 ايت

[2] . سوره آل عمران : 159 ايت

[3] . سوره ممتحنه : 12 ايت

[4] . سوره توبه : 103 ايت

[5] . سوره ممتحنه : 4 ايت

[6] . سوره مريم : 47 ايت

[7] . سوره توبه : 14 ايت

[8] . سوره نساء : 64 ايت

[9] . سوره نساء : 59 ايت

[10] . سوره منافقون : 5 ايت

[11] . سوره يوسف : 98-97 ايتونه

[12] . سوره توبه : 19 ايت

[13] . سوره منافقون : 6 ايت

[14] . سوره اعراف : 134 ايت

[15] . سوره حشر : 10 ايت

[16] . سوره مؤمن : 7 ايت

[17] . کشف الارتياب ، 274 مخ

[18] . سوره شعراء : 80 ايت

[19] . سوره نحل : 69 ايت

[20] . سوره بني اسرائيل 82 ايت

[21] . سوره يونس : 57 ايت

[22] . د دې برخه له زيات تفصيل لپاره او له قران پاک ايتونو نه د استفادې لپاره د حقير بنده (جعفر سبحاني) ليکلے کتاب ((نيروي معنوي پيامبران))) ته مراجعه وکړئ.په دې کتاب کښې د هغوي د روحي طاقت دليلونه د قران له ايتونو څخه بيان شوي دي.

[23] . سوره اعراف : 160 ايت

[24] . سوره نمل : 388 ايت

[25] . سوره مائده : 110 ايت