د تاريخ پند

خدای پاک څه خوښوي؟

شيخ الطايفه ابو جعفر طوسي رضوان الله عليه له حضرت امام صادقه (ع) نقلوي چې…

خداي پاک دوه فرښتې د يو کلي د مرګ او تباهې لپاره واستولې، کله چې دې کلي ته راورسيدې، نو يو سړے يې وليد چې په توره شپه کښې يې د خداي درګاه ته لاس اوچت کړي دي او په عبادت او وير ژړا لګيا دے.

له هغې دوو فرښتو يوې بلې ته وويل: ښه به دا وي چې د دې سړي په حقله پوښته وکړو چې هغه هم له نورو سره مړ کړو؟ دويمې فرښتې وويل: زۀ خپل کار سر ته رسوم او په دې حقله هيڅ پوښتنه ونه کړم. لومړۍ فرښتې له خدايه د هغې سړي په حقله وپوښتل. خداي پاک هغې فرښتې ته چې پوښتنه يې ونه کړه وحي وکړه چې هغه سړے دې هم له نورو سره مړ کړي (فقد حل به معهم سخطى ان هذا لم يتغير وجهه قط عضباً) په هغۀ باندې هم د نورو کسانو غوندې غصه يم، ځکه چې هغه هيڅکله د خلکو د ګناهانو په ليدو غصه نه دې شوې چې مخ يې له خفګانه بدل شوې وي. او هغه فرښتې چې له خدايه يې پوښتنه کړې وه خداي پاک پر هغې غصه شو او يوې جزيرې ته يې واچولو اوس هم ژوندې ده او د خداي تر غصې لاندې ده(1)

محمد بن يعقوب كليني رضوان الله عليه له حضرت امام باقر (ع) نقلوي چې هغوي وفرمايل: خداي پاک حضرت شعيب (ع) ته وحي وکړه زۀ به ستا له قومه سل زره کسان عذاب کړم سلويښت زره کسان له هغوي کناهګار او بدکارې دي او شپيته زره کسان به ښه کسانو څخه وي. حضرت شعيب (ع) عرض وکړ: پروردګارا! بد کسان خو د هغوي له بدعملې په سبب عذابوې، خو د دې ښه او نيکو کسانو څه ګناه ده؟ فاوحى الله عزوجل اليه داهنوا اهل المعاصى و لم يغضبوالغضبي خداي پاک حضرت شعيب (ع) ته وحي وکړه: ځکه چې هغوي له ګناهګارانو سره سره روان وو او په هغه ګناهانو باندې چې زه پرې غصه کيدم غصه نه شوم.(2)

1.اکلنی 1  ټوک 310 مخ

2. فروغ كافى پينځم ټوک 56 مخ