الهي عدل

ليکوال: حضرت آية الله مکارم شيرازي

 

په همدې وجه)د حسن و قبح عقلی له امله) مونږ په الهي عدل عقيده لرو او وايو چې محاله او ناشوونې ده چې خداى تعالى په خپلو بندګانو ظلم وکړي، بې دليله چاته سزا ورکړي او..

يا يې بې دليله وبخښي، محاله او ناممکنه ده، چې خداى تعالى په خپلو وعدو عمل ونه کړي او محاله ده چې يو ناصالح او خطاکاره کس له خپل لوري په نبوت او رسالت مبعوث کړي او هغه ته يو لړ معجزې ورکړي.

او همدا راز محاله ناممکنه ده چې خپل بندګان چې د نيکمرغۍ او سعادت پر لارې د تللو لپاره يې پيدا کړي دي بې له لارښود او رهبره پريږدي، ځکه چې دا ټول کارونه بد سپک او قبيح  دي، او خداى تعالى ته سپک او قبيح کارونه روا نه دي. (يعنې خدای دغه کارونه نه کوي)

مونږ په الهي عدل باور لرو او يقين لرو چې خداى تعالى هيڅ کله په خپل کوم بنده ظلم نه کوي، ځکه چې ظلم بد او سپک کار دى او د خداى پاک ذات له دغه ډول کاره سپيڅلى او پاک دى «وَلا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا؛ ستا رب په هيچا ظلم نه کوی»[4]

که  په دې دنيا کې ځينې انسانان سزا ويني سبب يې هغوي پخپله دی «فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ؛ خدای تعالی په  هغوي (تيرو قومونو چې په عذاب اخته شول) ظلم ونه کړ بلکه هغوي پخپله په ځان ظلم کاوه»[5]

نه يوازې په انسان بلکه په دې دنيا کې په هيڅ مخلوق د خداي لخوا ظلم نه کيږي «وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ؛ خدای تعالی هيڅ کله په نړيوالو ظلم نه غواړي»[6] ـ البته دا ټول ايتونه د عقل د حکم په لور ټينګار او لارښوونې دي.

د تکليف مالا يطاق نفی

په همدې وجه مونږ عقيده لرو چې خدای تعالی هيڅکله تکليف مالا يطاق نه کوی (تر وسه زيات په چا کار نه اچوي) لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا.

ځکه چې عادل دی، ظالم نه دی.

یاداښتونه

[4]. کهف سوره ۴۹ آيت
[5]. توبه سوره ۷۰ آيت