د دوستانو اقسام

د دوستانو اقسام

د دوستانو او وروڼو د ډولونو په هکله، له اهلبيتو(ع) څخه ډېر روايتونه نقل شوي دي او د دې لپاره چې انسان په پوهې سره په دې لاره کښې قدم اوچت کړي،

پکښې د هر ډول ملګرو او دوستانو بيلګې په روښانه توګه ذکر شوي دي.

هغه کوم يو کس دے چې په خپل ژوند کښې يې ډول ډول ملګري نه وي ليدلے؟

په هغو ملګرو کښې داسې کسان هم موجود وو چې په هغوي به دې باور او اطمينان کاوه، او د هغوي سره له ملاويدو به خوشحاليدلې. او هم دا رنګ داسې ملګري هم شته چې تا له يې د غمونو نه پرته بل څه نه دي درکړې، داسې کسان په ظاهر کښې ملګري او پټه دښمنان دي. چې خپل مکر او چالاکي د خپل ملګري لپاره په زړه کښې پټه ساتي او غواړي چې ملګري ته يې څه نه څه بدي ورپيښه شي.

له هم دې وجې ډېره ويره پکار ده چې هسې نه وي چې انسان د داسې تالي سټو په خبرو کښې ګېر شي ځکه چې داسې کسان له هغه دښمنانو نه زيات خطرناک دي چې کوم په ظاهره دښمني کوي.

اُولئِكَ شَرّ مَكَاناً وَاَضَلّ سَبِيْلاً او يو شاعر په عربۍ کښې داسې ويلي دي:

و صاحب لى كداء البطن صحبته —– يودنى كوداد الذئب للراعى

يثنى على جزاه اللّه مكرمة —– ثناء هند على روح بن زنباع

اوس د دې لپاره چې خبره لا زياته روښانه شي د اهلبيتو(ع) څخه د ملګرو د ډولونو په هکله راغلي لانديني حديثونه لوستونکو ته بيانوو:

اميرالمؤمنين حضرت علی عليه السلام فرمايي:

ملګري په دوه ډوله دي: يو هغه ملګري چې د باور او اعتماد وړ وي، او دويم هغه ملګري چې خنده مخي وي،

هغه ملګري چې د باور وړ وي لکه تلي، وزرې، کورنۍ او مال، نو هر کله چې په خپل ملګري باور لرې نو خپل مال او وخت د هغه لپاره ولګوه، د هغه ملګرو سره ملګرې شه او د هغه له دښمنانو سره دښمن شه د هغه رازونه او پټې خبرې پټې وساته او د هغه مرستيال اوسه او د هغه ښې خبرې څرګندې کړه ځکه چې داسې ملګري ډېر کم پيدا کيږي.

او هغه دوستان چې خنده رو وي له هغوي نه تاسو ته خوند او خوشحالي رسيږي نو دا ملګرتيا هغوي سره مه پريږده او د دې زيات له هغوي نه تمه مه لره او لکه څومره چې تا سره ښه او په خوشحالۍ ملاويږي ته هم ورسره هم داسې ملاويږه.

د شهيدانو سردار او مشر حضرت حسين بن علی(ع) فرمايلي دي: وروڼه په څلور ډوله دي: يو هغه ورور چې ستا لپاره دے او ته هم د هغه لپاره يې، بل هغه ورور چې ستا لپاره دے، بل هغه ورور چې ستا پر خلاف دے  او بل هغه ورور چې نه هغه ستا لپاره دے او نه ته د هغه لپاره يې.

له هغه حضرته د دې خبرې د معنې په هکله پوښتنه وشوه نو ويې فرمايل: هغه ورور چې ستا لپاره دے او د ځان لپاره دے هغه ورور دے چې خپلې ملګرتيا سره ستا د رورولۍ د باقي پاتې شونې غوښتونکې دے او خپلې ملګرتيا سره د خپل ورور د مرګ غوښتونکې نه دے. او دا ستا لپاره دے او د خپلې ګتې لپاره هم دے او چې هر کله دا ورورولي يې پوره شي د دواړو ژوند به خوشحال او خوږ شي. او هر کله چې ورورولي له يو اړخه وي او پکښې تناقض او برخلافي وي د دواړو اړخه ورورولي به ناروغه او نيمګرې وي.

هغه ورور چې ستا لپاره دے هغه کس دے چې ځان يې له تمې ژغورلې دے او ستا اړخ ته يې رغبت او ميل پيدا کړے دے له همدې وجې کله يې چې ورورولۍ ته مينه وشي نو پکښې تمه نه وي نو داسې ملګرې ټول وجود سره ستا لپاره دے.

هغه ورور چې ستا په خلاف دے هغه کس دے چې ستا لپاره د ناخوښو پيښو په تمه دے او ستا پټې خبرې څرګنده وي او په کورنۍ کښې تا پسې دروغ تړي او د حسد په نظر تا ته ګوري او د خداي پاک لعنت دې وي پر هغه باندې.

هغه ورور چې نه ستا لپاره دے او نه ته د هغه لپاره يې، هغه کس دے چې خداي پاک هغه له حماقته او کم عقلې ډک کړې دے او د خپل رحمته يې لرې کړے دے او ته به هغه ګورې چې ځان په تا باندې وړاندې کوي او د خپل حرص او تمې له وجې هغه څه چې ته يې لري ځان له يې غواړي.

امام جعفر صادق(ع) فرمايلي دي:

ملګري په درې ډوله دي: يو هغه ملګري دي چې د ډوډۍ او خوراک په شان دي او هر وخت تۀ هغوي ته اړتيا لرې او هغه هوښيار ملګري دي.

دويم د دړد په شان دے او هغه احمق او کم عقل ملګرې دے.

دريم د دارو په شان دے او هغه هوښيار او چالاک ملګرې دے.

او هم دا رنګ يې وفرمايل: ملګري په درې ډوله دي: يو هغه ملګري چې ستا لپاره له ځانه تېر وي او تا سره مرسته او ياري کوي، دويم هغه ملګرې چې د خپل مال په وسيله تا سره مرسته او ياري کوي، دريم هغه چې د ځان لپاره هم ستا نه غواړي تا يوازې د ځينې خوندونو لپاره پکار راولي نو دې ته په پام سره پکار نه ده چې هغه د باور کوونکو ملګرو څخه وشمارې.