ځوانان او د کورنۍ مشري

ځوانان او د کورنۍ مشري

ليکوال: مهري زينهارى

 

اوولس کلن يم. کله کله راته ځان ډېر سپک ښکاره شي او ځان بريالې نه وينم ځکه چې مور او پلار راسره لکه د ماشومانو کار کوي او زما خبرو ته څه اهميت نه ورکوي او زما رواني او

او د مينې اړتياوې نه پوره کوي هغه اړتياوې چې هر ځوان لپاره ضروري دي زما دا خوښه ده چې د لږ وخت لپاره ملګرو سره کينم او هغوي ته د زړه درد بيان کړم خپلو کښې خبرې وکړو او وخاندو! کله چې په مدرسه کښې د تربيت کوونکو، استاذانو نصيحتونه واورم نو ځان هيله من کړم خو څنګه چې کور ته ورسيږم او د مور پلار يو بل سره او ځان سره غصې اوينم، نو په ټولو هيلو او اميدونو مې اوبه توې شي. ستا نه غواړم چې غم مې وکړې او ماته څه لار وښيې.

* * *

دا د داسې ډېرو ځوانانو د زړه خبرې دي چې د مور پلار د روزنې د طريقې نه د ناپوهۍ په وجه په دې مسئلو کښې راګېر شوي دي.

له همدې وجې مونږ دا غوره وګڼله چې د دې خبرو ځواب او لارښود سره سره د ميندو او پلارانو لپاره هم څو تربيتي خبرې وکړو چې هغوي د زامنو د مينې او رواني اړتياؤ ته په پام سره او د هغوي پوره پيژندنې سره د خپلو ځوانانو، صحيح روحي او بدني روزنه وکړي.

د ماشوموالي ختميدو سره او د بالغيدو سره ځواني شورو کيږي چې د سړي د ژوند له ټولو ارزښتمن وخت دے او ځوانان نوي اړتياوو او مشکلاتو سره مخامخ کوي لکه: د عزت احساس، د مذهب ضرورت، استقلال او ځان غوښتل او داسې نورې روحي مسئلې چې ځوانان ګډ وډ کوي. د ځوانانو د تربيت او روزنې لپاره د ټولو نه مشکل شې هغه ته صحيح او علمي تربيت احساس ورکول دي. له همدې وجې هغه مور پلار په يوه لويه ناپوهۍ او غلطۍ کښې پراته دي چې د ځوانانو د مشکلاتو ټول سبب د هغه مدرسه او استاذان ګڼي او هغه سره د خپلو کړو وړو نه غافل او بې خبره دي هغوي لکه د شمشتۍ خپل خول کښې خپل سر وردننه کړے دے او ځوانانو سره د خپل بد رفتار او بدو کړو وړو غافل او بې خبره دي.

بې شکه چې په وړوکوالي کښې تربيت هم د سړي د ځوانې لپاره بنسټ وي. کوم ماشومان چې هوښيار مور پلار لري نو هغوي يوې ښې کورنۍ کښې تربيت شوي او روزل شوي دي، نو په ټولنه کښې هم ډېر زر نورو سره ځان سموي او زر ترې يو شخصيت جوړيدې شي. د هغه خلکو په اپوټه چې په وړوکوالي کښې له صحيح تربيته محروم وو او د مور پلار د ناپوهۍ او د فاسد او ناکاره کورنۍ لرلو له وجې بد تربيت شوي وي، هغوي په ځوانې کښې خلکو سره ښه ژوند نه شي کولې او خپله ټولنيزه ذمه واري ښه نه شي ترسره کولې.[1]

لايق او تکړه تربيت کوونکې هغه څوک دے چې يو ښه او حساب شوي پروګرام سره د ځوانانو مينه او خوښه بدله کړي هغه منظمه کړي، له يو اړخه د هغوي احساسات په ښې طريقې سره خړوب کړي او له بل اړخه هغوي د طغيان او د حد نه د وتلو نه منعې کړي.

په کومو کورونو کښې چې پلار ځوانانو سره په مينه او کښيناستلو سره او مور د هغوي سره په مينه او د زامنو او پلار تر مينځ د يو بل په پوهولو (تفاهم) سره ځوانانو ته هيله ورکړي، د ژوند او د کور په پيښو کښې د هغوي له ليدتوګو او نظراتو نه ګټه واخلي، د هغوي په ارادې، ايمان او دورانديشۍ کښې کوښښ وکړي، داسې کورنۍ د خپل اولاد ډېر لوي خدمت کړے دے.

د اسلام خوږ پيغمبر(ص) فرمايي: اُوصيكُم بِالْسبّانِ خيرا فَاِنَّهم اَرَقُّ أَفْئِدَةً

تاسو ته دا نصيحت کوم چې ځوانانو سره نيکي وکړئ ځکه چې د هغوي زړونه نازک (نرم) دي او ډېر زر خفه کيږي.

د پيغمبر(ص) په خبرو باندې عمل په دا رنګ دے چې د هغوي مشروعې او روا اړتياوې پوره کړو او د هغوي روح خړوب کړو، او دا لازمه خبره ده چې د هغوي اړتياوې پوره کول د هغوي روحيات (عادتونه او خواهشونه) پيژندلو ته اړتيا لري.

له ټولو نه زيات چې ځوانان ورسره بې لارې کيږي او اخر کښې هم تباه و برباد شي هغه دوه څيزونه دي: يا خو د هغوي فطري غوښتې پوره شوي نه دي او هغوي پرې ملامته شوي دي او يا دا چې د هغه د ځينې غوښتو په پوره کيدو کښې زياتې شوې دے او له حد نه زياته ورته پاملرنه شوې ده.[2]

د ځوانانو د شخصيت درناوې

د ځوانانو د روحي اړتياوو څخه يو په هغوي کښې د شخصيت د احساس ويښيدل دي او د هغې شخصيت د ساتلو سره د هغه مينه کول دي. يو ځوان دا خوښوي چې د هغه دې احترام او درناوۍ وشي او دا شې د ځان لپاره د ټولنې د پاملرنې نښه ګڼي او له دې کاره خوند اخلي، هغه دا خوښوي چې په خپلو همزولو کښې دې عزت او درناوې ولري او په کورنۍ کښې دې هم يو څوک وګڼل شي.

د کوم يو ځوان نظر او ليدتوګه چې د کور په کارونو کښې پکار راوستل شي، د هغه خبره واوريدل شي، پلار او مور ورسره لکه د يو خوږ ملګري اوسي او هر وخت يې احترام او درناوۍ کوي، هغه دا کوښښ کوي چې ځان له بدو وساتي له داسې کارونو ځان وساتي د کومو په سبب چې د هغه مقام او مرتبه کميږي.

امام صادق(ع) فرمايي: “عَليكَ بالاَحْداثِ فَانَّهم اَسْرَعُ اِلى كُلِّ خَيرٍ[3]”

تاسو باندې لازمه ده چې ځوانانو ته پاملرنه وکړئ ځکه چې د خېر په کار کښې هغوي له نورو نه زيات وړاندې دي.

کله چې پيغمبر(ص) په مکه کښې د خپل رسالت اعلان وکړ، د هغه اړخ ته له ټولو زيات تلونکي، ځوانان وو چې خپل نرم او لطيف روح سره، او خپل ميړنتوب سره، په ډېره مينه او عشق سره يې د پيغمبر(ص) خبرې واوريدې او په حکمونو يې عمل وکړ او همدا خبره د قريشو د لويانو د غصې سبب شوه، پيغمبر(ص) به خپل ډېر کارونه د دې ځوانانو په سبب کول او په خپلو بيلا بيلو او مناسبو طريقو سره به يې هغوي خپلې لارې ته هيله من کول او د هغوي له نظريو او ليدتوګو به يې ګټه اخستله.

د هغه ځوان په اپوټه چې مور پلار سره يې قدر نه وي او په کارونو پورې يې مسخره کوي او هر وخت پرې اعتراض کوي او د وړې وړې غلطۍ په وجه ملامته کيږي او هره ورځ سختو او بې ځايه غصو سره مخامخ وي او مور پلار يې ملامته کوي، داسې ځوان ځان سره د حقارت او سپکاوي احساس کوي او د دې روحي حالت نه تل خفه وي او اخر دا چې بې لارۍ ته مخه کړي.

امام صادق عليه السلام د شرارت او بې لارۍ وجه حقارت او پستي او سپکاوې ګڼي، فرمايي: مَنْ هانَتْ عَلَيه نَفْسهُ فَلا تَأْمَنْ شَرَّه[4]

کوم يو کس چې د هغه نفس او ځان هغه سپک ګڼي د هغه د شر او بدۍ نه په امان نه پاتی کیږی.

هغه انسانان چې په زړه کښې غُټې لري او بد کسان دي هغوي د خپلو روحي اړتياوو پوره کولو لپاره او ځان ته د نورو پام راړولو لپاره، بدو او ناخوښو کارونو ته لاس اچوي او ځان د قانونونو، ادبونو، او ټولنيزو رسمونو پر خلاف معرفي کوي او خلکو ته يې ښايي.

غصه نه، مينه

ځوان د ګل د هغه ښاخ غوندې دے چې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري، هغه د مناسب بدني خوراک نه علاوه، مناسب روحي خوراک ته هم اړتيا لري. کله چې ترې يوه خطا او غلطي وشي نو پکار دي چې د ملګرو او موجودو کسانو په وړاندې هغه داسې ملامته نه کړې شي چې هغه په خپل غلط کار لازيات ټينګ شي.

پلاران او ميندې پکار ده چې په دې خبره پوه شي چې د ځوان ناروغه روحي حالت يو طبيعي شې دے او د دې لپاره چې ځان له ماشوموالي وباسي او د ځوانۍ وخت کښې قدم کيږدي نو د روحي مشکلاتو سره مخامخ کيږي او د ناپوهۍ له وجې ترې ځينې غلطۍ او خطاګانې کيږي، پکار دی دا غلطۍ په صبر، ظرافت او پوهې سره ناليدلې وګڼې او په ماهرانه طريقې سره يې لرې کړې له همدې وجې اميرالمؤمنين علی(ع) فرمايي: جَهْلُ الشباب معذورٌ[5]

ځوان د نه پوهيدو عذر او معافی غوښتل، قبليږي.

له همدې وجې ميندې او پلاران پکار دي خپلې تربيتي خبرې داسې بيان کړي چې د ځوانانو د ملامتۍ سبب ونه ګرځي، نو د تربيت او متوجه کولو د ټولو نه ښه شکل او طريقه د داسې جملو او ټکو استعمالول دي چې کنايه او شاره وي او دا کار به ډېر اثر هم لري.

حضرت امام علي(ع) فرمايي: تلويحُ زَلّةِ العاقِل لَهُ اَمَضّ مِن عِتابِه[6]

عاقل سړے کنايې سره متوجې کول د هغه لپاره د (مخامخ) ملامته کولو (سزا ورکولو) نه زيات اثر لري.

له بده مرغه ځينې پلاران او ميندې د خپلو ځوانانو د اصلاح او تربيت په نيت خپل ملامته وونکي ټکي بيا بيا وايي او هغه د خلقو په وړاندې ملامته کوي، له دې نه غافل وي چې د ملامتۍ تکرار او بيا بيا ويل اپوټه اثر لري.

امام علی(ع) فرمايي: اَلاِفراطَ فى المَلامَةِ يَشُبُّ نيرانَ اللّجاج[7]

په ملامتۍ کښې زياتې کول، د دښمنۍ او لجاجت اور لا زياتوي.

د تربيتي خبرو او د مطلب د بيانولو له ټولو نه ښه طريقه د داسې جملو او الفاظو استعمالول دي چې له مينې او ادب نه ډک وي.[8]

که ځوان په دې خبره پوه شي چې د پلار او مور نصيحتونه يې د زړه سواندي او د هغه د راتلونکي ښه وخت د غوښتلو لپاره دي نو د هغوي خبرو ته غوږ نيسي او مني يې، خو که دا محسوسه کړي چې دا خبرې هغوي د خود خواهۍ(ځان غوښتې)، غرور، او استبداد له وجې دي، نو اپوټه کيږي او د هغوي په وړاندې مقابله کښې ودريږي. په اخر کښې د اميرالمؤمنين حضرت علی(ع) يو بل روايت ته اشاره کوو چې فرمايي: وَلَدُك ريحانتك سَبْعا و خلوتك سَبْعا ثم هو عدوّك اَو صديقُك[9]
ستا زوې تر اوو کالو پورې ستا د لاس ګل دے چې ستا په اختيار کښې دے، او د ژوند په دويمو اوو کالو کښې ستا خدمتکار او مطيع (خبره منونکې) دے، (بيا په ځوانۍ کښې) يا ستا دښمن دے يا دې ملګرې دے.

دا روښانه ده چې په وړوکوالي کښې د مور پلار او د استاذانو د تربيت طريقې په ځوانې کښې اثر لري، هغه پلار يا مور چې په صحيح بنسټ صحيح طريقه يې خپل ځوان تربيت کړے او روزلے وي او د هغه احترام او درناوې يې کړې وي نو زوے هم د هغه دوست او ملګرې وي. او د دې په اپوټه که په غلطې طريقې يې لوي کړې وي او د خپل ځوان جائزو غوښتو ته يې پام نه وي کړې نو هغه د ځان لپاره يو کينه کښ دښمن تربيت کړے دے.

یاداښتونه

[1] . “بزرگسال و جوان”، علامه فلسفى،   2ټوک، 3657مخ. 
[2] . “جوان”، علامه فلسفى، 1ټوک، 334 مخ. 
[3] . وسايل الشيعه، 11ټوک، 448مخ، ح1 
[4] . تحف‏العقول، ترجمه شوې، 512 مخ. 
[5] . غررالحكم، 372 مخ. 
[6]  . غررالحكم، 348 مخ. 
[7] . بحارالانوار، 23ټوک، 114مخ. 
[8] . لکه څنګه چې لقمان پيغمبر خپل زوي ته د ښو کارونو لکه مونځ، د ښو کارونو حکم کول او له بدو نه منعې کولو، د عبادت او نورو، د وصيت په وخت د “يابُنَیّ، اې زويه” ټکي پکار راولي. سوره لقمان آيه 16
[9] . د نهج‏ البلاغې، ابن ‏ابي ‏الحديد شرح، 20ټوک، 343 مخ.