په کومو ځايونو کې تقيه حرامه ده

په کومو ځايونو کې تقيه حرامه ده

 

مونږ عقيده لرو چې: د دغو ناوړه تفاهمونو اصلي وجه د شيعه وو له عقيدې  د کافي آګاهۍ نيشتوالی دی او

يا دا چې د شيعوو عقايد د هغوی له دښمنانو اخستل شوي دي، او زمونږ په خيال کوم وضاحت چې پورته وشو په هغې سره مسئله پوره روښانه شوي وي.

البته د دې خبرې انکار نه شي کيدی  چې په ځينو ځايونو کې تقيه حرامه ده او هغه په هغه ځای  کې چې د  دين، اسلام او قرآن  او يا اسلامي نظامونو اساس او بنياد ته خطر پيښ وي.په داسې موقعو کې بايد خپل عقايد ښکاره کړی شي که څه هم انسان د عقيدې د اظهار په وجه قربان شی، او باوري يو چې په کربلا کې او دعاشورا په  ورځ د امام حسين پاڅون بلکل د همدې مقصد لپاره و، ځکه چې د بنی اميه وو واکمنانو داسلام اساس ته خطر پيښ کړی و، او دامام حسين پاڅون د هغوي له کارونو پرده پورته کړه.او د خطر مخه يې ونيوله .