عالم برزخ

عالم برزخ

 

شیعه عقيده لری چې د دې دنيا او داخرت په منځ کې يو ه دريمه نړۍ  شته چې برزخ نوميږي چې د ټولو انسانانو روحونه  له مرګه وروسته د قيامت  تر ورځې پورې هلته وي .

«وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ؛ او له هغه (مرګه) وروسته برزخ دى د قيامت تر ورځې پورې»[1]

البته دهغه نړۍ له جزيياتو هم ډير نه يو خبر او نه شو خبريداى دومره پوهيږو چې د نيکانو او صالحانو ارواوې چې په  لوړو درجو کې دي (لکه د شهيدانو اوراوې) په هغه نړۍ کې به په ډيرو نعمتونو کې وي :

«وَلا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ؛ هيڅ کله ګمان مه کوئ  هغه کسان چې دخداى په لاره کې وژل شوي دي مړه دي بلکه هغوي ژوندي دي او دخپل رب په نزد رزق خوري»[2]

او همداراز د ظالمانو طاغوتيانو او د هغوي د ملاتړو ارواوې به په هغه  نړۍ کې په عذاب کې وي، لکه څرنګه چې قرآن د فرعون او ال فرعون په هکله فرمايي: «النّارُ يُعْرَضُوْنَ عَلَيهَا غَدواً وَغَشِياً وَ يَوْمَ تَقُوْمُ الساعةُ اَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ اَشَدّ العَذَابْ؛ د هغوي عذاب (په برزخ کې) د (دوزخ) اوردى چې هر سهار او ماښام پکې هغوي سوزول کيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (فرمايي) د فرعون آل په سختو عذابونو کې داخل کړئ»[3]

خو دريمه ډله چې کمې ګناهانې يې کړي دي نه د دې ډلې برخه دي او نه دهغه ډلې، او هيڅ عذاب او سزا نه لري،ته وا  د برزخ په نړۍ کې داسې دي لکه  چې خوب وړي وي او د قيامت په ورځ بيداريږي «وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالإيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ؛ او په هغه ورځ چې قيامت شي ګناهکاران قسم خوري  له يو څو شيبو زيات  په برزخ کې نه وو …. خو هغه کسان  چې علم او ايمان ورته ورکړل شوى دى (مجرمانو ته په خطاب کې) وايي :تاسو د خدای  په امر د قيامت  تر ورځې (په عالم برزخ کې) وئ. او اوس د قيامت ورځ ده خو تاسو نه پوهيدئ»[4]

ه اسلامي روايتونو کې هم له رسول الله مبارکه راغلي دي  چې وې فرمايل: (القبر روضة من رياض الجنة او حفرة من حفر النيران؛ قبر يا د جنت د باغونو يو باغ دى او يا د دوزخ له کندو يوه کنده)[5]

 

[1] . مومنون سوره ١٠٠ آيت .

[2] . آل عمران سوره،١٦٩..

[3] . مومن سوره ٤٦ آيت .

[4] . روم سوره ٥٦ آيت.

[5] . صحيح ترمذي، څلورم ټوک کتاب صفه القيامه ٢٦ باب ٢٤٦٠ حديث، په شيعه منابعو کې دا حديث کله له امير المومنين علي(ع) او کله له امام علي ابن الحسين (ع) نقل شوى دى (بحار الانوار، ٦ ټوک ٢١٤ او ٢١٨ مخونه).