د اسلام تل پاتې والی او د پيغمبر(ص) خاتميت

د اسلام تل پاتې والی او د پيغمبر(ص) خاتميت

 

د ګران رسول(ص) او د وروستي پيغمبروالي مسئله د خداي د يووالي په شان د ټولو مسلمانو فرقو په نزد ثابته او څرګنده ده او يوه داسې مسئله ده چې ټول پرې متفق دي. د اسلام دين تل تازه دی او څومره چې بصيرتونه او علم زياتيږي دا لا جامع کيږي.

اوس به د دې اعتقاد مسئلې حقيقت وجاجوم نو لومړی د يو دين د بل پاتې والي د مهمو سببونو وضاحت کوم او بيا به په همدې حقله د اسلام په باره کې وضاحت وکړم.

1 . د يو مذهب فطري والی د هغې د بقا او پاتي والي تر ټولو مهم عامل دی. د کوم دين د تعليماتو بنياد چې د انساني فطرت او طبيعت په ستنو ولاړ وي تل له وخت سره سم ترقي کوي او هيڅ کله زړيږي او فنا کيږي نه.

2 . داسې اوامر او حکمونه چې له کوم خاص وخت او ځاي سره يې تعلق نه وي، له هرې ترقې او پرمختګ سره سمون خوري او وخت تيريدا يې نه شي ختمولی او په اپوټه هغه قانون چې د يو خاص وخت او ځاي لپاره وي په هره زمانه کې د بشر اړتياوې نشي پوره کولی. مثلاً که څوک ووايي چې په خلقو فرض دي چې په مسافرتونو او تګ راتګونو کې له طبيعي وسائلو مثلاً اس او خر کار واخلي، دا قانون باقي نشي پاتې کيدی او خپل پخپله ختميږي ځکه چې نوي ضرورتونه نوو وسائلو ته ضرورت لري. د پخوانيو او زړو دينونو د نه پاتې کيدو اصلي وجه همدا ده چې د يوې خاصې زمانې او خلقو لپاره وو.

3 . جامعيت يا بشپړوالی: پکار ده تل پاتې دين هر اړخيز او جامع وي او د بشر د ټولو مسئلو او اړتياؤ حل ولري. د انسان تږی روح د ډوډۍ او شرابو د خواراک څښاک او د صليب لګولو په څير په غلطو او نمايشي کارونو نه خړوبيږي بلکې داسې هر اړخيزړ قوانينو او اوامرو ته ضرورت لري چې په ټول ژوند کې د هغو لارښود او رهنما وي او د هغه ټولنيز مشکلات هوار کړي.

4 . د خنډونو او ستونزو په وخت راهنماي: عام اصول او قوانين په ځينو ځايونو کې د تضاد په وجه يا د ناچارۍ او ضرورت له امله انسان ته مشکلات ورپيښ کړي او له هغه لاره ورکه کړي نو ابدي او تل پاتې دين بايدله عامو قوانينو سره سره داسې نور قانونونه هم ولري چې د ضرورت او مشکلاتو په بڼه کې انسان ته لاره پرانيزي که دا خصوصيت پکې وي نو له هر زمان او مکان سره خوړلی او د هر وخت لپاره ګټه ور کيدی شي.

دا څلور خبرې هغه مهم پوائنټونه دي چې د يو تل پاتې دين لپاره ضروري دي نو راځئ چې وګورو په اسلام کې دا ځانګړتياوې شته او که نه؟

1 . اسلام د خپل قانون په سسټم کې د انسان فطرت ته (چې هميشه نه بدليدونکی دی) پاملرنه کړې او د هغه ضرورياتو ته يې مثبت ځواب ويلی دی. اسلامي احکام او پلانونه داسې جوړ شوي دي چې د انسان ټولې غريزې او جذبې انډولوي مثلاً د شهوت د غريزې لپاره بيلا بيلې او ساده لارې لري چې د انسان شهوت پوره کولی شي او له بلې خوا د شهوت له بې حده ازادۍ او فحاشۍ انسان منع کوي چې نورې ټولنې ته يې فساد او بدبختي ونۀ رسيږي.

2 . د اسلام اصلي قوانين د يوې خاصې زمانې لپاره نه دي چې د وخت او ځاي په بدليدو او د موجوداتو په تکامل سره پکې د بدلون ضرورت پيښ شي بلکې له هر وخت او ځاي سره غږملتيا لري او د ټولنې د ټولو اړتياوو ځواب ويلی شي.

د اسلامي جهاد په پروګرامونو کې د هغه وخت د جنګ په موجودو وسائلو مثلاً تورې او نيزې بسنه نه ده شوې بلکې په کلي ډول يې حکم ورکړی دی. د دښمنانو په وړاندې قوت او طاقت حاصل کړئ چې د خپلو حقوقو دفاع وکړی شئ او د دښمنانو بري شئ. دا يو بشپړ او جامع اصل دی چې له هرې برقۍ سره سمون خوري او په هر وخت پکار راتللی شي که هغه د ټينکونو زمانه وي او که د ايټم بم.

3 . اسلام د دندونونو او ضرورتونو لپاره د اضطرار، لاحرج او لاضرر[1] په شان قانونونه لري چې هره ستونزه هرارولی شي. په دې سربېره امام، د پيغمبر(ص) ځاي ناستی او د تقليد مراجع په اجتماع مسئلو کې بشپړه حل لاره لري.

4 . د اسلام د پروګرامونو او احکامو لمن د نورو ټولو مکتبونو او مذهبونو له لمنو پراخه ده. په اسلام کې حقوقي، اقتصادي، فوځي، اخلاقي او داسې نور مسائل په ډيره ښه توګه مطرح شوي دي او په دغو زمينو کې د اسلامي علومو پوهانو په زرګونو کتابونه ليکلي دي.

د غو خبرو ته په پام سره عاقل پويږي چې اسلام بشپړ دين دی چې تل انساني اړتياوو ته ځواب ويلی شي او په داسې حالت کې نوي دين او پيغمبر ته حاجت نشته.

[1]  . د اخطرار قانون، د مجبورۍ په مورد کې، د لاحرج قانون د مشقت او سخت خفګان په مورد کې او د لاضرر قانون د ضرر په مورد کې جاري کيږي البته د هغې شرائط او خصوصيات د فقې او اصول په کتابونو کې بيان شوي دي.