اسلام نه مخکښې د نړۍ او د عربو حالت

اسلام نه مخکښې د نړۍ او د عربو حالت

 

د اسلام تر ظهوره مخکښې د ټولې نړۍ د خلقو حالت د عقائدو، افکارو او اجتماعي نظره ډير بد ؤ. که څه هم د نړې د ټولو سيمو حالت يو شان نه ؤ خو ويلي شو چې نړۍ ټول خلق په فکري بې لاريو، وهمي خيالونو، غلطو ټولنيزو دودونو، چټياتو او اخلاقي او اجتماعي افسانو او ستونزو کې شريک ؤ.

د اسلام نه تر څرګنديدو مخکښې يهوديانو د حضرت موسی(عليه السلام) دين بدل کړو او د هغه سم اصول يې په وچو او جامدو اصولو بدل کړي وو. د خلقو په ژوند کې ماده توب او ماده ګروهنه زياته شوې وه او د افسوس خبره داده چې مسيحيت او عيسائيت هم چې د خلقو د سمولو او له ککړتياؤ څخه د خلقو د پاکولو له د حصرت عيسي (عليه السلام) په ذريعه راغلی ؤ د روحاني پلارانو او او پاپانو لخوا بدل شوی ؤ او عيسايي پاپانو اوروحاني پلارانو ورځنې د خپلې ګټې لپاره دوکان جوړ کړی ؤ. او له دې امله چې د اجتماعي سيسټم لپاره يې بشپړ قوانين نه لرل د خلقو د هر اړخيزې لارښوونې او ژغورنې عاجز ؤ. د همدغو حالاتو له امله خلق په بې لاريو، وهمي دودونو، خيالاتو، جټيانو او افسانو کې په ګډه ښکيل وو. د تباهۍ او فساد اور بل ؤ، وهمونه او غلط تصورات دمذهب په نامه په خلقو تپل شوي وو. خلقو د دوو يا درو خدايانو عبادت کوو او اکثرو يې بتانو، ستورو، اور يا غوا ته سجدې کولې. او تر ټولو شرموونکې دا چې ځينو کسانو د ښځو او سړو د تناسلې الو عبادت کوو[1]. په ټوله نړۍ کې اخلاقي او معنوي بې لاريتوب ؤ او د ورور وژنې، ظلم او زياتي بازار ګرم ؤ او په حقيقت کې انسانيت د يو لوي ګړنګ په غاړه ؤ.

عربستان چې په هغه وخت کې يې ورته سوزيدلې زمکه ويله، عجيبه حالت درلوده. عربستان د يوې داسې سيمې نوم ؤ چرته چې نه اوبه وې او نه شين بوټی، کيکرو او نورو تيزو ازغو ته به يې واښه ويل.که ددغې سيمې کورونو ته يې کورونه ويل نو غلطه وه بلکه دا کورونه داسې جونګړې وې چې د انسان په نامه يو موجود ته پکې لوغړيدۀ او په خړو اوبو او کجورو سره به يې د خيټې اور مړ کوو. جنګ او د قبيلو نښتې د عربستان د خلقو د ټولنيز نظام بنيادي اصل ؤ. مکه يوه بتکده وه او استوګن يې هغه سوداګر او سود خواره وو چې انسانان به يې په درهمو او دينارو اخستل.

د کوچيانو او شپنو کوچي ژوند د ملکۍ او خانۍ يا فيوډل ازم په سسټم سره ډير ګران شوی ؤ، د طبقاتي زبيښناک او سود خورو په وجه رامنځته شوي اقتصادي کړکيچ د انسان د ژوند مفهوم بدل کړی ؤ. او ټولنيزه نيکمرغي يې له تورتم سره مخامخ کړې وه. د عربو قبيلې د خپلې نادانۍ او ناپوهۍ په وجه د بتانو په عبادت لګيا وې او له کعبې يې يو بت ځاي جوړ کړی ؤ.

په عربو کې دا غلط تصور دود ؤ چې يوازې هغه کسان لوړ او معتبر دي چې عرب دي او عربي وينه لري. په عربو کې دننه هم د زياتو شتو او اولادونو په وجه بيلابيل او وهمي وياړونه رامنځته شوي وو او هرې قبيلې به په ډيرو ځوانانو او شتو وياړ کوو.

لوټ مار، وحشيتوب، تيری، يرغل او جنايت د عربو لوي صفتونه وو، سړي وژنه د هغوي لپاره د فخر او وياړ خبره وه او له دې امله چې لوڼه به يې د ځان لپاره شرم ګڼلې يا به يې له خرچې ويريدل هغوي به يې ژوندۍ ښخولې او که يو عرب خبر شوې چې لور يې شوې ده نو رنګ به يې له غصې سور شو او ځان سره به يې ويل چې اوس په دې شرم څه وکړم؟ کله کله خو به په ټولې کورنۍ کې يوه ښځه شرم ګڼل کيده.

په دا ډول عرب د فساد او تباهۍ په يوې جبې کې ډوب وو، د شاته پاتې والي او ناپوهۍ په وجه وحشيان او فساديان شوي وو. اود نړې د نورو خلقو په شان يې د مذهب په نامه د چټياتو او وهمونو عبادت کوو. څرګنده خبره ده چې د داسې ټولنې د سمولو لپاره يو بنيادي انقلاب او هر اړخيز بدلون ته ضرورت ؤ، خو ضروري وه چې د داسې انقلاب او پاڅون مشر او لارښود يو اسماني او خدائي کس وی چې د هر ډول تيري، زياتي او بت مننې بچ پاتې شي او د شخصي ګټو او فائدو لپاره خپل مخالفان د تصفيې په نامه ختم نه کړي. بلکه هغه اصلاح وکړي او يوزاې د خداي په  لار کې د خلقو د حالت د سمولو او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي. ځکه چې هغه لارښود چې پخپله معنويات او اخلاق نه لري او په هغه کې لوي انساني اخلاق او ځانګړتياوې موجودې نه وي، د ټولنې اصلاح نشي کولی. دا يوازې اسمانې لارښودونکي او مشران دي چې د خداي پاک په الهام سره د خلقو ژوند په ټولو اجتماعي او فردي اړخونو کې بدلون راولي، نو راځئ چې وګورو د دې نړيوال انقلاب مشر څنګه ؤ او په نړۍ کې يې څه بدلونونه راوستل.

[1] . تاريخ ويل ډورانټ ج1 ص65، ص301، ج4 ص304، ج7 ص95.