اثر کول او اثر قبلول

اثر کول او اثر قبلول

 

د معاشرت د اثر کولو مسله، په بيله توګه هغه وخت چې معاشر سره زړه تړون پيدا شي او د مينې او محبت خبره تر مينځ شي، يو داسې حقيقت دے که چرې اسلام هغه نه وې بيان کړې بيا هم د ټولو لپاره روښانه وه خو اسلام چې د دې واقعيت ټول اړخونه بيان کړي دي او په دې هکله يې هيڅ څيز نه دے پريښې،

دا د دې مسلې د انسان په ژوند کښې په اهميت او لوی والي باندې دليل دے.

انسان د معاشرت په وسيله – که غواړي که نه غواړي  – اثر قبلوي او هيڅ کله دا طاقت نه لري چې خپل اثر قبلول او اثر کول ختم کړي او که داسې نه وې نو په ژوند کښې به دا رنګ منفي او مثبت اثار نه ظاهريدل.

کله چې انسان – لکه چې ومو ويل – طبيعتا ډېر اثر قبلوونکےدے، قران مجيد ستمکارانو سره او هغه کسانو سره چې اسلام ادابو سره مؤدب کيدل نه غواړي، ناسته پاسته منعې کوي او فرمايي: له دې وروسته چې حقيقتونه درته بيان شول او د خدای له ايتونو خبر شوئ او د حق د هدايت نمر ستاسو له وجوده راوخاته او ستاسو يې صراط مستقيم ته لارښوونه وکړه نو کوم کسان چې د خدای له حدونو تيريږي هغوي سره معاشرت مه کوئ،

. . . فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ.

…له ياد او تذکره وروسته په بيړې سره بهر وځه او ستمکارانو سره مه کښينه.

د طبيعت اثر قبلول دومره شديد او په بيړې دي چې قران په دې هکله فرمايي:

. . . إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِى حَدِيث غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذاً مِثْلُهُمْ . . . .

… کله چې واورې چې د خدای له ايتونو انکار کيږي او مسخرې ورپورې کيږي نو هغو سره مه کښينئ تر دې چې په بلې خبرې لګيا شي او که چرې کښيناستئ نو تاسو به هم د هغوي په شان شئ (يعنې انکار او استهزا کښې به هغوي سره شامل شئ)

له کومو عناصرو چې زمونږ وجود جوړ دے، هغه هم د دې موجود جهان عناصر دي، لکه څنګه چې ازاد عناصر، اثر کوونکي او اثر قبلوونکي دي، مونږ هم چې د دې جهان عناصر يو، اثر کوونکي او اثر قبلوونکي موجودات يو او هميشه به د دې قانون د حکم لاندې وو.

مونږ له هغه ټولو څيزونو اثر اخلو چې مونږ سره اړيکې لري او په ډېرو څيزونو هم مونږ اثر کوو.

کله چې مونږ له جسمي او بدني نظره اثر کوونکي او اثر قبلوونکي يو نو په يقين سره په روح او روان او نفس او جان کښې هم لطافت او رقت او نرمي لرو، نو په دې هکله به اثر قبلول او اثر کول ډېر زيات وي.

تاسو يوازې د يو کس خپل ځانته بيلا بيل نظرونه ته په غور سره وګورئ، تاسو به وګورئ چې د هغه هر ډول نظر ستاسو به روح، روان او زړه باندې اثر لري.

د غصې يو نظر يو رنګ اثر لري او عام نظر بل رنګ او د مينې او محبت د خوشحالۍ اثر لرونکے او حيرانتيا سره د کتلو يو خاص اثر دے او د پوښتنې په نظر سره د کتلو يو خاص اثر دے.

بيلا بيل غږونه او طريقې او بيلا بيلې غوښتې په انسان باندې بيلا بيل اثرونه لري.

د معاشرت کيسه، د دوه زړونو يو بل سره د پيوند او تړون کيسه ده او د دوو روحونو يو بل سره د مينې په اړيکو سره د يوځای کيدو کيسه ده چې د اثر کولو له مخې ډېره زياته قوي ده.

کوم کس چې چا سره مينه کوي او دوستۍ او ملګرتيا سره هغه سره مينه لري که هغه بل طرف يې مثبت وي که منفي وي، دا کس غواړي چې په ټولو کړو وړو کښې د هغه په شان څرګند شي چې د دې تړون د زياتې مزبوتۍ لپاره د هغه رضا په لاس راوړي.

په نورو ټکو، کله چې يو انسان بل انسان سره دوستي وکړي او د زړه اړيکې ورسره ترسره کړي او د هغه د کشش او راکښلو په سبب د هغه په سيطرې او قدرت لاندې راځي او څه وخت وروسته د هغه دويم کس لپاره دې يو دويم وجود جوړيږي تر دې حده چې خلک کله هغه وويني نو د هغه له کړو وړو ورته د هغه ملګرې ورياديږي – که په ظاهري چارو کښې وي يا په اخلاقي او عملي چارو کښې – او وايي: داسې معلوميږ ي چې دا کس هماغه کس دے!

په دې رابطې او اثر اخستلو کښې، دا ضروري نه ده چې د انسان د محبوب فيزيکي وجود موجود وي، کله کله انسان له مثبت صفتونو او پاکو انساني طريقو د مطالعې او له نورو د اوريدو په وسيله خبريږي او په زړه کښې يې د هغه مينه پيدا کيږي او د دې مينې په وسيله د خپل محبوب په شان کيده غواړي او د هغه په لور ځي تر دې حده چې په خپل وجود کښې د محبوب يو دويم وجود احساسوي.