په محب کښې د محبوب اثر کول

په محب کښې د محبوب اثر کول

 

انسان د دوستۍ، معاشرت او ملګرتيا په مرحله کښې، کله چې د يو داسې محبوب د محبت دايرې ته ننوځي چې اصلي ارزښتونه او معنوي ښکلا لري، نو داسې نه ده چې هغه له خپل محبوبه اثر اخلي بلکه دا محبوب دے چې د محبت په وسيله چې د محب او محبوب تر مينځ اړيکه ده،

خپل وجودي اثار او معنوي ارزښتونه او باطني ښکلا خپل محب ته اړوي او منتقل کوي او ورو ورو محب د خپل ځان لپاره يو دويم وجود ګرځوي او له خپل محبه د هغه د وجود او ظرفيت او وړتيا تر حده يو بل محبوب جوړوي.

له لومړي معشوقه عشق کله څرګند شي       خپل عاشق ته يوه نوي ښکلا ورکړي

که عاشق يي قابلـــيت ورله ضـــرور دے        که حق غواړي حقيقت ورله ضرور دے

انسان چې کله د معرفت او خبرتيا په وسيله، مهربان خدای خپل محبوب وټاکي او زړه د هغه په عشق وتړي، نو د خدای له خوا د هغه د وجود د وړتيا او ګنجايش په اندازه معنوي حقيقتونه او کمالات د هغه په وجود کښې څرګنديږي.

په دې مرحلې کښې همدا خير او برکت و چې ادم له جنته ووتلو ځکه چې کمالات او د هغه وجود کښې څرګند شول او د توبې لوړ مقام او د خدای له خوا د هغې د قبليدو مقام ته ورسيد.

او همدې ځای کښې دي چې ايوب عليه السلام د بلاګانو او ازميښتونو له موجونو په صبر او استقامت سره تېر شو او د خدای ستايلے شوے بنده وګرځيد او د تل لپاره د صبر او استقامت بيلګه وګرځيد.

او په همدې ځای کښې دي چې ابراهيم او اسماعيل د تسليم مرتبې ته رسي چې پلار چې د خپل محبوب په حکم دې ته حاضر شي چې خپل زوې اسماعيل د محبوب په حکم قرباني کړي او له دې ويره نه لري چې د خپل محبوب په خاطر هغه په منجنيق کښې وتړي او لمبه وهونکي اور ته يې وغورځوي.

او په همدې مرحلې کې دي چې يوسف ته د کنعان د کوهي په ويخ کښې د خپل ملګري لطف او کرم ورورسي او کوهي په تيرو کښې د خپل محبوب له نوره خپل زړه او روح روښانه کړي او د هغه حضرت د نعمتونو په هيلې سره خپل ارامښت وساتي او اخر دا چې د مصر د عزير په توګه په تخت څرګند شي.

او همدارنګ معنوي نقطه ده چې هغه ګډبه چې فرعونيانو له وېرې په ناشناسه تقريبا لس کاله د شعيب بيزې او رمې په صحراګانو کښې وڅرولې او مصرته د بيرته ستنيدو په لار کښې د سينا په وادۍ کښې قدم ږدي او د خپل محبوب د نور يو پړق او بريښنا ويني او خپل معشوق سره د خبرو کولو افتخار ترلاسه کوي او په اخر کښې د کليم اللهۍ مقام ته رسي.

او هم دلته بايد ووايو: چې مثبت محبوب او زړه سواندي معشوق سره ملګرتيا او د هغه حريم سره اشنايي، په عاشق کښې د معشوق د کمالاتو د څرګنديدو سريزې برابروي او له عاشق د معشوق په نزد يو بل وجود جوړوي او داسې کار کوي چې هر کله يو کتونکے د عاشق تماشه وکړي  نو د عاشق ليدلو سره لکه چې معشوق ليدلے وي.

د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه واله) له هماغه لومړي وخته د خدای پاک په محبوبيت او عاشقۍ او معرفت تکيه وکړه او محبوب يې وټاکه او د عمر يې تر اخر پورې يې هغه سره په مينه او دوستۍ کښې تېر کړ او محبوب په خپل خاص توفيق سره د محب په وجود کښې ارزښتونه او کمالات څرګند کړل تر دې حده ورسيد چې ويې فرمايل:

«مَنْ رَآنى فَقَدْ رَأىَ الْحَقَّ» 8) .

چه چې زه وليدم نو بې له شکه چې حق (خدای) يې ليدلےدے.

هغه حضرت د دې معنوي اړيکو او باطني دوستۍ اوملګرتيا سره هغه مقام ته ورسيد چې خدای پاک د لمانځه په تشهد کښې د هغه نامه يادول خپل نوم سره يو ځای واجب کړه او د مشرک او د کافر مسلمانيدل يې د توحيد په خوا کښې د هغه د رسالت اقرار سره يوځای کړل.