د پيغمبر او اهلبيتو عليهم السلامو اثر کول

د پيغمبر او اهلبيتو عليهم السلامو اثر کول

 

انسان که چرې د پيغمبر (صلی الله عليه واله) پيژنګلو تر لاسه کړي او هغه سره دوستي وکړي او هغه سره د هغه صحيح حق پيژندلو سره دوستي وکړي او مينه وال يې شي نو د هغه حضرت له خوا په هغه انسان باندې د هغه حضرت کمال او ارزښتونه داسې اثر کوي چې له خپل لومړني وجوده او د روان پوهانو په قول له خپل طبيعي زۀ خلاص شي او څومره وړتيا او قابليت چې لري د پيغمبر (صلی الله عليه او اله) لپاره دويم وجود جوړ شي،

هغه حقيقت چې کوم د امير المؤمنين علی (عليه السلام) په وجود مبارک کښې څرګند شو تر دې حده چېپيغمبر (صلى الله عليه وآله) د هغه په حق کښې وفرمايل:

«لَحْمُكَ لَحمِى ، وَدَمُكَ دَمِى ، وَسِلْمُكَ سِلْمِى ، وَحَرْبُكَ حَربِى» 9) .

ستا خوښه زما خوښه او ستا وينه زما وينا او ستا صلحه زما صلحه ده او ستا جنګ زما جنګ دے.

د اوښانو څروونکي اويس چې کله پيغمبر (صلى الله عليه وآله) سره په عالم معنی کښې اشنا شو او دوست يې نه و شوے، نو د اوښانو څروونکې اويس و. خو کله چې د معرفت او پيژنګلو په عالم کښې او په باطن کښې د هغه حضرت ملګرې او دوست شو او خپل مثبت محبوب سره يې مينه شوه، نو د پيغمبر (صلى الله عليه وآله) اثر کولو هغه دې حد ته ورساوۀ چې د توحيد د ګلستان يو خوشبويه ګل شو او پيغمبر (صلى الله عليه وآله) به د يمن له خوا په مدينه کښې له اويسه د خدای بوی حس کاوۀ.

ويلو احمد چې د خدای بوي له يمن ماته راځي.

سلمان د دې دوستۍ او معاشرت او عشق او محبت په برکت هغه ځای ته ورسيد چې پيغمبر (صلى الله عليه وآله) خپل کمالات او وجودي ارزښتونه د سلمن په وجود کښې څرګند کړ او هغه يې د « سَلْمَانُ مِنَّا أَهْلَ الْبَيْتِ » 0) . مقام ته ورساوۀ.

کله چې انسان د اهلبيتو او معصومو امامانو (عليهم السلام) په د مينې په هيواد کښې راشي نو د هغه بزرګوارانو کمالات او ارزښتونه د انسان له وجوده څرګنديږي او د هغوي دويم ترې جوړيږي.

په هر يو حال کښې دا معشوق دے چې د يو محکمې اړيکې لکه عشق په وسيله د عاشق په وجود اثر کوي او د هغه ظاهري وجود او طبيعي “زۀ” ختموي او د هغه لپاره لکه د معشوق يو دويم وجود جوړي. حقيقي مينه وال په حقيقت کښې هم هغه محبوب دے خو په يو بل قالب کښې او حقيقي عاشق هماغه معشوق دے خو په يو بل رخ کښې.

مثبت محبوبان نه يوازې په دنيا کښې وجودي اثار، کمالات او ارزښتونه انسان ته منتقلوي او په سړي  کښې خپل عجيبه اثرات پريږدي بلکه په اخرت کښي خو هغه محکمې جاذبې او شديد کشش سره چې د خپلو محبانو په نسبت يې لري، خپلو محبانو ته د قيامت له ويرې ترخي نجات ورکوي او خپل ځان سره يې عنبرين جنت ته بيايي او هلته به د مينې او دوستۍ په ماحول کښې د يو بل په خوا کښې تر ابده اوسيږي.

وَحَسُنَ أُولئِكَ رَفِيقاً  1) .

او ډېر ښه ملګري دي.

په عاشق کښې د معشوق مثبته جلوه، د عاشق روح معشوق سره يو کوي او زړه او ځان يې د معشوق زړه او ځان سره يوځای کوي تر دې حده چې عاشق د سختو بلاګانو په طوفان او د اور په سختو شغلو کښې هغه وخت چې د ژوند چارې يې له معشوقه علاوه د بل چا په لاس کښې دي او بل څوک هغه له بلاګانو ساتلی شي،  له خپل معشوقه نه جدا کيږي او جدا کيدې هم نه شي.