وفادار ملګرے

وفادار ملګرے

 

يوه ورځ ابو امامه د معاويه خوا ته ورغلو معاويه هغه کس و چې د اميرالمؤمين علی (عليه السلام) او د حقو له ټولو سخت دښمن و او د هيواد له ټولو لويه خزانه او دولت ورسره په لاس کښې و.

معاويه هغه ځانته وغوښت او ځان سره يې څنګ کښې کښيناوۀ او حکم يې ورکړ چې ډوډۍ ورله راوړئ او بيا يې په خپل لاس سره په عطرو سره د هغه ګيره او سر خوشبودار کړل او حکم يې ورکړ چې د سرو زرو د سکو ډکه کڅوړه ورله راوړئ، بيا يې ابو امامه ته وکتل، او ويې ويل: ستا دې په خدای قسم وي چې زۀ ښه يم که اميرالمؤمنين علی (عليه السلام)؟

ابو امامه وويل: هيچا ته، نه خدای ته او نه د خدای مخلوق ته دروغ نه وايم، يو پوښتنه دې وکړه چې رښتيا يې درته ويم، په خدای قسم چې امير المؤمنين علی (عليه السلام) له ته ښه او د کرامت خاوند او په اسلام راوړلو کښې له تا وړاندې او پيغمبر (صلى الله عليه وآله) سره له تا زيات نږدے دے او د اسلام لپاره يې له ټولو زيات غمونه زغملي دي. د خدای د رسول (صلی الله عليه و اله) د ترۀ زوې، د بي بي زهرا (سلام الله عليها) خاوند، د جنت د د ځوانانو د سردارانو  (عليهما السلام) پلار، د حمزه بزرګوار ورارۀ او د جعفر ورور دے، ته چرته او هغه چرته، تا دا خيال کوې چې کومې پيسې ما ته راکوې په هغې سره زۀ تا تر هغۀ وړاندې وګڼم؟ ته دا سوچ کوې چې زۀ ستا خوا له مؤمن راغلم او کافر درنه ستون شم، خپل نفس درته فريب درکړې دے.

هغه وخت د معاويه له خوا پاڅيد او په ډېر خفګان او غمجن حالت سره د هغه له درباره ووت، معاويه د سرو زرو د دينارو ډکه کڅوړه هغه ته وروليږله خو ابوامامه په داسې حال کښې چې ډېر حاجتمن و، يو دينار يې هم له هغې وانه خيست.2)