يوازې اسلام خدای ته قبول دين دے

يوازې اسلام خدای ته قبول دين دے

 

هغه يوازينې کلتور چې انسان ته په ټولو ډګرونو مادي او معنوي کښې عادلانه پرمختګ ورکړي او د انسانيت بنسټ او بنياد جوړوي او له هغه د کمالاتو او برکتونو سرچينه جوړوي، هغه اسلام دے.

اسلام چې د خدای په وړاندې د تسليم حالت او د حق د ټولو حکمونو په ځای راوړل دي، په دنيا کښې د انسان ژوند په يو حيات طيبه او ښه ژوند بدلوي او په اخرت کښې يې په «عيشة راضيه» بدلوي او له دې امله چې يو کلتور هم د جوړښت له مخې د اسلام په شان جامعيت او توان نه لري، خدای پاک اسلام د دين او ايين په توګه د انسان لپاره خوښ کړے دے او د دې نه علاوه يې نور کلتورونه مردود ګڼلي دي.

مهربان خدای لکه څنګه چې په دنيا کښې اسلام د انسانانو لپاره خوښ کړے دين ګرځولے دے، نو په قيامت کښې به هم بې له هغه دينه له خپلو بندګانو نه قبولوي.

خدای پاک د خپل خوښ کلتور په هکله په دنيا کښې فرمايي:

….رَضِيتُ لَكُمُ الاِْسْلاَمَ دِيناً (8).

… اسلام مو ستاسو لپاره د دين په توګه خوښ کړ.

او په اخرت کښې اسلام ته د پاملرنې په هکله فرمايي:

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الاِْسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (9) .

او هر څوک چې بې له اسلامه بل دين ولټوي، هيڅکله له هغه نه قبليږي او هغه به په اخرت کښې له زيانکارانو وي.