خالي او فارغ وختونه

خالي او فارغ وختونه

 

د ځوانې وختونه به په بيړې سره تير شي او بيا بيرته نه راځي.

ځوانان، پکار دي د ژوند لپاره داسې پروګرام جوړ کړي چې له خالي وختونو نه د خپل روحي او رواني ژوند په ګټه کار واخلي او په راتلوونکي وخت کښې د خپل تعليم د جاري ساتلو او د ښه کار په لاس راوړلو لپاره ځان چمتو کړي.

پکار دے د ځوانې د خالي او ارزښمن وختونو قدر وکړي او هغه وختونه هسې له لاسه ور نه کړي.

حضرت علی(ع) فرمايي: له دې وړاندې چې د بُډا والي او ضعيفۍ وخت دې راورسيږي له خپلې ځوانۍ ګټه واخله.

او همدارنګ فرمايي: کوم يو کس چې خپل وخت په سستۍ او فضول تېر کړي هيڅکله خوشحالۍ او خوشبختۍ ته نه رسيږي.

ځوانان پکار ده چې ژوند کښې نظم او پروګرام ولري چې وختونه يې د شيطان د وسوسو د څرند ځاي جوړ نه شي.

هغه پکار ده تفريح او ورزش وکړي چې بدن او روح يې روغ وروزل شي، روغ تفريح او سيل کول انسان د ژوند د يو رنګ کارونو نه ژغوروي او ستړې ته يې نه پريږدي.

حضرت علی(ع) فرمايي: خوشحالي او شادماني د انسان د روح د روزنې سبب ګرځي.

له بده مرغه زمونږ ځينې ځوانان په دې نه پوهيږي چې له خالي وختونو څنګه ګټه واخلي.کله کله د رخصتۍ په خالي وختونو کښې ترې نه ګناه وشي، او نامشروع کارونو ته لاس اچوي او په نتيجه کښې د ځان او د نوور د سستۍ او پښيمانۍ سبب جوړ شي.

دې ته په پام سره، يو ځوان داسې کولې شي چې د زده کړې او لوستلو نه پس ځينې خالي وختونه د ښو ملګرو په مرسته د بدني او هنري کارونو نه ډک کړي. له همدې وجې خالي وختونو لپاره لانديني کارونه تاسو ته وړاندې کوو:

نرمش او ځينې سپک روزشونه، هره  ورځ او يا په اونۍ کښې څو ځله درون ورزش کول لکه په غره ختل، لامبو وهل، واليبال، فوټبال او نور… خو پکار نه ده چې ټول خالي وختونه دې له همدې ورزشونو ډک شي بلکه يو ښه پروګرام سره پکار دي له خالي وختونو ښه ګټه واخستل شي.

هر ځوان له پکار دي چې خپل خوښ هنر او کار معلوم کړي هغې له مناسب وخت ورکړي چې هغه فن زده کړي لکه: نقاشي، عکاسي، خطاطي، شعر، مکينکي، اليکټرونک او نور… له دې وروسته چې له مطالعې ستړے شي نو کوم وخت چې ورسره خالي پاتې وي هغې کښې دې دا کارونه کوي چې په دې کارونو کښې يې هم تجربه وشي. په خالي وختونو کښې هغه ذوقي او د زړه خوښې کارونه اهميت لري چې:

لومړۍ هغه کار چې د ستا طاقت او توان زياتوي.

دويم هغه کار چې د روح د خوند سبب ګرځي او ژوند د وچ والي او بې روحۍ نه وباسي او انسان په څوڅو څېزونو کښې ماهره  وي او څو ډوله ژوند کولې شي.

په مطالعې کښې پکار دي د درسي کتابونو پرته نور ګټه ور کتابونه لکه: اعتقادي، اخلاقي، تاريخي، سياسي، د عامو معلوماتو کتابونه هم مطالعه کړي له دې پرته پکار ده تجويد او د قران قرائت او نورې ژبې لکه عربي، فارسي، انګريزي او نورې هم زده کړي او په بيلا بيلو ډګرونو کښې خپل معلومات زيات کړي چې په ليدتوګه کښې يې وسعت او خپرتيا پيدا شي.

ځينې عملي مهارتونو او فنونو ته هم په ژوند کښې اړتيا پيدا کيږي او پکار ده چې د ځوانۍ په وخت کښې خالي وختونو کښې هغه زده کړې شي لکه: مکينکي او برقي (د بجلۍ) څيزونه جوړول، چې راتلونکې ژوند کښې پکار راځي.

نو پکار ده چې هر اړخ ته فکر وکړې شي او هر اړخيزه پروګرام جوړ کړې شي او د خپل فکري، ذوقي، هنري او علمي استعدادونو روزنه وکړې شي چې يو ريښتونې ليد، او يو هر اړخيز شخصيت په لاس راوړې شي او انساني کمال ته نزدې شي.