منطق المظفر

منطق المظفر: منطق ته ولې اړتيا لرو؟

ژباړه: عبدالرحيم دراني

 

خداى )ج( انسان فطرتاً غږېدونكى پيدا كړى او خوله يې ورته د خبرو وسيله ګرځولې ده، سره له دې هم هغه داسې قوانينو او وسايلو
ته اړتيا لري، چې سم غږېدل ورته وروښيي. لكه د الفاظو، توريو او كلماتو د څرګندولو له مخې خپلې خبرې سمې او په تول پوره
وكړي. همداراز داسې يو قانون او معيار ته اړ دى، چې هغه پرې په خبرو كښې له تېروتنو وژغوري.

پورتنۍ دنده د صرف و نحوې، ګرامر او نورو علومو ده. همدغه شان پاك رب انسان فطرتاً د فكر او عقل څښتن پنځولاى او داسې
قوه يې وركړې، چې ورسره فكر وكړي او پر همدې وړتيا سره يې له ځناورو او جماداتو بېل كړ. بيا هم مونږ ګورو، چې بنيادم په فكر
كولو كښې ډېرې غلطۍ كوي. د ساري په توګه كوم څيز، چې علت نه وي، دى يې علت انګيري او كوم شى، چې د ده د افكارو پايله نه
وي، دى ورته پايله وايي. يا كوم څيز، چې دليل نه وي، دى يې دليل بولي يا د يو څيز لپاره باطلې او غلطې مقدمې جوړې كړي؛
ناسمه او باطله پايله يې راوباسي او داسې نور.
اوس؛ نو مونږ يوې داسې وسيلې ته اړتيا لرو، چې زمونږ افكار او سوچونه صحيح كړي، سمې پايلې اخستنې ته مو لارښوونه وكړي
او د افكارو د سمولو او انډولولو مشق راكړي. د منطق علم هغه وسيله يا اّله ده، چې له انسان سره مرسته كوي، څو د فكر په كولو
كښې يې له خطا او تېروتنې وساتي او سمو افكارو ته يې ورسوي. البته لكه څنګه، چې صرف و نحو او ګرامر بنيادم ته د خبرو كول
نه ښيي، بلكې د سمو خبرو كول ورزده كوي، همداراز منطق هم انسان ته فكر كول نه ورزده كوي، بلكې د فكر كولو سمه لاره ورښيي
او د فكر د لارو چارو سمولو ته يې هدايتوي.

د دې تعريف په رڼا كښې مونږ د خپلو افكارو د سمولو لپاره منطق ته اړتيا لرو.
دلته كېداى شي، يو څوك دا اعتراض وكړي: هغه خلك، چې د منطق عالمان وي؛ نو بيا ولې په فكر كولو كښې خطا كوي. دوى ته
بايد ووايو، چې خلك، خو صرف و نحو او ګرامر هم زده كوي، خو بيا يې هم خبرې له غلطيو ډكې وي. د دې مطلب دا دى، چې يا، خو
دغه كسان نوموړي علوم سم او پوره نه زده كوي. يا يې د خبرو او فكر پر وخت خيال نه ساتي.
دغو ټولو خبرو ته پر پام مونږ د منطق علم بشپړ تعريف داسې كولاى شو: “منطق هغه قانوني وسيله يا اّله ده، چې د هغې خيال ساتل
انسان په فكر كولو كښې له تېروتنې ساتي”. د خيال ساتلو شرط؛ ځكه اړين دى، چې يواځې د منطق زده كول كافي نه دي، بلكې د
فكر پر وخت يې بايد د اصولو خيال وساتل شي.
د منطق په تعريف كښې، چې يو بل څيز د پام وړ دى، هغه د اّلې يا وسيلې كارول دي. ومو ويل، چې منطق هغه اّله ده، چې له دې پته
لګي، چې منطق پخپله غايه او هدف نه دى، بلكې يوې موخې ته د سمې رسېدنې او پر هغې د سم فكر كولو اّله او وسيله هم ده او
هغه لارې چارې بيانوي، چې انسان ورسره مجهولو او پټو حقيقتونو ته رسيږي. لكه: د الجبر علم، چې د هغو معادلو د حلولو هڅه
كوي، چې انسان ورسره د حساب مجهولو او پټو چارو ته رسېږي.
بله ژبه منطق مونږ ته د سم فكر كولو قاعدې راښيي، چې د دنيا په ټولو علومو كښې بايد له عقلي لارې فكر او سوچ وكړو. داسې،
چې زمونږ فكري ترتيب پرې له حاضرو څيزونو څخه پټو او نامعلومو څيزونو ته رسيدلاى شي.
له همدې كبله، دې علم ته “ميزان”، “معيار” او تله هم وايي او ځينو كسانو پرې خادم العلوم يعنې د علومو خدمتګار نوم هم ايښى
دى.

دغه راز كه يو څوك غواړي، چې په افكارو كښې يې څوك ونه غولوي او خپله هم ونه غوليږي او له موجودو څيزونو څخه سمه پايله
راوباسي، بايد د فكر پر وخت د منطق د قواعدو خيال وساتي.
🙂 علم ) 1
ومو ويل، چې پاك پروردګار بنيادم ته د فكر كولو طاقت وركړاى، چې خپل فكر پر كار واچوي او د نويو څيزونو علم ترلاسه كړي.
دې ته په پام سره بده نه ده، چې لومړى پر علم يو څه وغږېږو او له علم سره د منطق پر رابطې خبرې وكړو:
1. كله، چې انسان دنيا ته سترګې رڼې كړي؛ نو د هغه ذهن له هر راز فعلي تفكره )موجود علمه( بې برخې وي او يواځې د علم د
حاصلولو فطري استعداد لري. كله، چې دنيا ته راشي؛ نو اوري، ګوري، خواوشا څيزونه لمسوي او له چاپېرياله اغېزه اخلي. اوس؛
نو د هغه نفس او فكر، چې له هر څه بې برخې وي د دغو حواسو په وسيله يو ځانګړى حالت پيدا كړي او يو څه زده كړي. دغې زده كړې
ته علم وايي، چې يواځې پر خپلو پنځو حواسو ورته حاصليږي. دغه حواس دا دي: )باصره )كتونكى(، )سامعه اوريدونكى(، –
)شامه بويوونكى(، )ذايقه پر ژبې خوند اخستونكى( او )لامسه لمسوونكى(. – –
اوس؛ نو دا د علم لومړى پړاو دى او دا د انسان د وروستيو ټولو علومو پانګه او سرمايه ده. په دې پانګه كښې ټول هغه حيوانات هم
شامل دي، چې ځينې يا ټول دغه حواس لري.

2. له دې لومړي پړاوه وروسته بيا علم يو څه پرمختګ كوي او ذهن په حاصل شويو انځورونو او علم كښې يو څه لاس وهنه كوي او
ذهن ځينې انځورونه له ځينو نورو سره پرتله كوي. مثلاً پلانكى تر پلانكي لوى دى يا دا څيز تر هغه روڼ دى او داسې نور.
ځنې څيزونه له ځينو نورو سره يوځاى كوي او داسې څيزونه ترې جوړوي، چې په حقيقتي بڼه بهر كښې وجود نه لري. لكه يو كلى،
چې اوريدلى يې وي، خو ليدلاى يې نه وي، په ذهن كښې انځوروي او پر خپل خيال او فكري وس راز راز څيزونه انځوروي، دې ته
خيالي علم وايي، چې انسان يې د خيال پر مټ لاسته راوړي. البته په دې ځواكمنتيا كښې ورسره ځينې حيوانات هم شريك دي.
3. په درېيم پړاو كښې بنيادم تر محسوساتو لږ وړاندې ځي. يو څه نور پرمختګ كوي او داسې جزوي معناوې هم درك كوي، چې
ماده او مقدار )اندازه( نه لري. لكه له والدينو او ښځې سره مينه، له دښمن سره ميرڅى، وېره او خوښي. دې ته “وهمي” علم وايي،
چې انسان ته د ځينو حيواناتو په شان حاصليږي او همدا هغه پړاو دى، چې د انسان او حيوان بريد دى. دلته؛ نو انسان حيوان شا ته
پرېږدي؛ ځكه، چې حيوان يواځې تر ټاكلي بريده وهمي قوت لري.
4. بيا يواځې انسان په دې لاره شكي مخكې ځي او خپل فكر او عقل داسې كاروي، چې حد او پاى نه لري.
انسان په دې څلورم پړاو كښې خپل حسي، خيالي او وهمي ادراكات رايوځاى كوي، شني يې، سم له غلطو بېلوي او له پوه شويو او
ادراك كړيو جزئياتو كليات راوباسي، فكر كوي ځينې له ځينو سره مقايسه او پرتله كوي او له يو معلوم څيزه بل معلوم ته ځان
رسوي، يوه پايله ترې راوباسي، حكم كوي او، چې څومره يې زړه غواړي له خپل فكري او عقلي ځواك څخه كار اخلي او دا “علم”،
چې انسان يې له دې لارې حاصلوي هماغه كامل او بشپړ علم دى، چې انسان ورسره انسان كيږي او له حيوانه يې درجه لوړيږي. د دغه
علم پر ودې، بشپړتيا او تكامل نور نور فنونه جوړ كړي او له همدې ځايه د انسانانو پرګڼې او پړاونه سره بېليږي او علوم څانګې
پيدا كوي.

د منطق علم برخه په دغو علومو كښې دا ده، چې په دغو ټولو علومو كښې د فكر كولو او يوې پايلې ته د رسيدلو سمې قاعدې ور پر
ګوته كړي، چې بنده، د وهم او خيال په كږليچونو كښې ګېر نه شي يا په فكر كښې له سمې لارې سر ونه غړوي.
د علم تعريف:
دلته دا پوښتنه پيدا كيږي، چې دغه ادراكات او پوهنه انسان ته څنګه حاصليږي. البته مونږ مخكې وويل، چې پر پنځو حواسو دا
څيزونه لاسته راځي، خو د زياتې توضيح لپاره به ووايو، چې كه تاسو يو څيز ته ښه وګورئ او بيا سترګې پټې كړئ وبه وينئ، چې د
هغه تصوير يو څو شيبې ستاسو په سترګو كښې موجود دى. همدا شان كه د ګړۍ )ساعت( ټك ټك واورئ او بيا پر غوږونو ګوټې
كېږدئ؛ نو يو څو شيبې مو په غوږ كښې كړنګهارى احساسيږي، نور حواس هم داسې درواخلئ. كله، چې انسان دغو څيزونو ته ښه
ځير شي نو د علم تعريف ورته اسانيږي او پوهېږي، چې ادراك او علم په نفس او ذهن كښې د يو څيز د تصوير انځورېدل او
حاضرېدل دي. لكه څنګه، چې په هېنداره كښې تصويرونه راځي. له همدې كبله د منطق پوهان د علم تعريف داسې كوي، چې:

“عقل ته د يو څيز د صورت حاضرېدل” يا “په ذهن كښې د يو څيز انځورېدل” علم دى.
تصور او تصديق :
كله، چې بنيادم يو مثلث جوړ كړي د هغه په ذهن كښې د دغه مثلث يو صورت پيدا كيږي. همدغه صورت او شك بڼې ته پر دغه
مثلث علم پيدا كيدل وايي، چې دې علم ته تصور وايي. البته دا يواځې تصور دى او هيڅ نسبت او باور په كښې وجود نه لري. كه
څوك ددغه مثلث زاويو ته ځير شي؛ نو بيا يې هم په ذهن كښې يو تصور او علم پيدا كېږي. دا هم يواځې يو تصور دى او بس.
كه انسان يوه افقي كرښه راكاږي او لپاسه پرې عمودي كرښه وكاږي؛ نو له دغو دوه كرښو دوه قايمې زاويې جوړېږي. دلته هم د هغه
په ذهن كښې د دوه كرښو او زاويو انځور راځي. دا هم يواځې يو تصور دى او كه وغواړي، چې د دوه قايمو زاويو يا د مثلث د ټولو
زاويو پرتله وكړي، نو له ځان سره وايي آيا دا دوه زاويې مساوي دي؟ د دې په برابروالي او تساوي كښې شك كوي بيا هم د هغو د
تساوي يو نسبت ذهن ته ورځي. دا هم يواځې يو تصور دى، خو كه د دغو زاويو د برابروالي او تساوي لپاره دليل راوړي، نو د هغه په
ذهن كښې له مخكنيو حالتونو سره يو متفاوت اوبېل حالت وده كوي او دا حالت هغه ادراك او پوهه ده، چې له واقع او حقيقت سره
ددې نسبت په تطبيق، باور او اعتماد پيدا كوي او همدې حالت ته يعنې په ذهن كښې د هغه صورت او حالت حاصلېدل، چې له واقع
سره مطابق او سم وي، تصديق وايي؛ ځكه، چې دا يو داسې ادراك دى، چې له واقع سره د هغه سمون اړين او رښتينى دى. د دې
رښتينولۍ او حقيقت په وجه ورته تصديق وايي. غرض دا، چې د مثلث د زاويو، قايمو زاويو او د هغو ترمنځ د ورته والي نسبت
ذهن ته راوستل او ادراك ټول يواځې تصورات دي، چې كوم حكم او تصديق نه لري، خو په دې خبره پوهيدل چې دا ورته والى سم دى
او له واقع او خارج سره سمون لري، تصديق گڼل كيږي.

يادونه: له تېر تعريفه پوهېږو، چې تصور، ادراك او علم ټول يوه معنا لري او هغه په عقل او ذهن كښې د يو څيز راتلل دي، خو له دې
لامله، چې په هغه كښې يو ډول حكم، باور او عقيده هم موجوده ده تصديق بلل كېږي.
د تصور او تصديق د كارونې اړخونه :
تصديق يواځې يو د كارونې اړخ لري او هغه په خبري جمله كښې نسبت او حكم كول او له واقع سره د دغه حكم په مطابقت يا نه
مطابقت د علم او باور ترلاسه كول دي. د بېلې په توگه : خوشحال راغى؛ نو كه مونږ د خوشحال په راتللو يا نه راتللو علم او باور
حاصل كړو، دا تصديق دى.
تصور د كارونې څلور اړخونه لري :
1 مفرد ) واحد(، چې يا )نوم( اسم وي او يا كړ )فعل( يا )تورى( حرف.
2 په خبر كښې نسبت : دغه نسبت د شك يا توهم له مخې وي. لكه كه مونږ ته پته وي يا نه، چې په مريخ كښې استوگنه شته او كه
نه،خو ووايو، چې په مريخ كښې استوگنه شته.
3 ) په انشا كښې نسبت( لكه په امر، نهې، استفهام، تمنا يا داسې نورو انشايي څيزونو كښې، چې په بهر كښې پرته له خبرو واقع
ونه لري، نو له دې لامله، چې له خبرو بهر په دغه څيز كښې كوم واقع او حقيقت نشته؛ نو تصديق او باور هم نه لري.
4 )نيمگړى مركب( لكه مضاف، مضاف اليه، صفت او موصوف، خو د شرطيه جملې يو اړخ يا داسې نور ناقص مركبات، چې
تصور يې مونږ تصديق او باور ته نه رسوي. لكه كه مونږ ووايو )كه تاسو د خداى نعمتونه وشمېرې حسابولى يې نه شئ( دلته يواځې
“كه د خداى نعمتونه وشمېرئ” يو تصور دى. همدا راز هم يو تصور دى؛ ځكه، چې دواړه د شرطيه جملې دوه برخې دي، خو بېل بېل
تصور گڼل كېږي. د “خداى نعمتونه” هم يواځې تصور دى؛ خو، چې دا دواړه برخې سره يوځاى شي او يوه پوره شرطيه جمله ترې
جوړه شي؛ نو تصديق دى.د تصديق ډولونه :
تصديق دوه ډوله دى : يو يقين او بل ظن؛ ځكه، چې تصديق د خبر په دوه اړخونو يعنې پېښېدو او يا نه پېښېدو كښې يو لوري ته
ترجيح وركول دي. اوس فرق نه كوي، چې د خبر د دوه يم اړخ د پېښېدا او وقوع احتمال وي او كه نه وي؛ نو كه د خبر په دوه اړخونو
كښې يو اړخ پوره ترجېح ولري او د بل اړخ احتمال وي او كه نه وي؛ نو كه د خبر په دوه اړخونو كښې يو اړخ پوره ترجيح ولري او د بل
اړخ احتمال صفر وي، دې ته يقين وايي او كه نه د بل اړخ هم لږ شان احتمال وي؛ نو بيا دې ته ظن ويل كيږي.
سپړنه: كله، چې تاته يو څوك څه خبر راوړي؛ نو ستا ذهن څلور احتماله وركوى شي او دا خبر له دغو څلورو حالتونو څخه نه شي
وتلى. يو دا، چې ته يواځې يو اړخ جايز او رښتيا گڼې او د بل بيخي احتمال نه مني، بلكې په وقوع يا نه وقوع دې پوره باور وي دې ته
يقين وايي. لكه “خوشحال راغى” او تا ته سل په سلو كښې باور وي، چې خوشحال راغلى دى يا نه.
دا د دواړو اړخونو يعنې وقوع او لا وقوع احتمال وركوي. دا درې ډوله تصورولى شو:
لومړى دا چې د دغې پېښې د كېدو او نه كېدو احتمال برابر وي، دې ته )شك( وايي.

دوه يم دا، چې د يو اړخ احتمال يې تر بل قوي او پياوړى وي؛ نو كه د كېدا احتمال پياوړى وي دې ته ظن وايي، چې د تصديق يو ډول
دى، خو كه دنه كېدا احتمال پياوړى وي دې ته وهم وايي، چې د جهل يو ډول دى او د ظن اپوټه )نسكوره( بڼه ده؛ نو دا د تصديق
څلور ډولونه دي، چې پنځم نه لري.
1 يقين: د يو خبر په مضمون د صدق حاصلېدل او د دروغو احتمال بيخي نه وركول يا د يو كار په نه پېښېدا د يقين حاصلېدل او د – –
پېښېدا احتمال نه وركول دا د تصديق لوړه درجه ده.
2 ظن: د خبر د مضمون په يو د ترجېح حاصلېدل، خو چې د بل اړخ احتمال يې هم وي دا د تصديق ټيټه درجه ده. –
3 وهم : د يو خبر د پېښېدا يا نه پېښېدا احتمال وركول؛ خو، چې مقابل اړخ يې ترجيح ولري. –
4 شك: د يو خبر واقع كېدا او نه كېدا د احتمال برابروالى) يادونه اړينه ده، چې وهم او شك د تصديق ډولونه نه دي، بلكې د جهل –
ډولونه دي(.
ناپوهي او د ناپوهۍ ډولونه :
ناپوهي )جهل( دې ته وايي، چې يو څوك د علم او پر يو څيز د پوهېدا استعداد لري او له هغه څيزه برخه من كيداى شي، خو برخه نه
وي. مطلب دا، چې جماداتو ته عالم يا جاهل ويلى نه شو؛ ځكه، چې هغوى بيخي د علم استعداد او وړتيا نه لري يا ورته ړانده ويلى
نه شو؛ ځكه، چې هغوى د لېدلو استعداد نه لري. ددغه استعداد نه لرلو ته )عدم ملكه( وايي او لرلو ته يې )ملكه( وايي. لكه انسان،
چې د لېدلو ملكه لري، خو په جماداتو كښې دا ملكه نشته.

د علم په شان جهل هم دوه ډوله دى : تصوري جهل او تصديقي جهل. جهل او ناپوهي دوه نور ډولونه هم لري، چې يو بسيط جهل او بل
مركب جهل دى :
1 بسيط جهل )ساده ناپوهي( : كله، چې يو انسان په يو څيز نه پوهېږي او په دې هم خبر وي، چې نه پرې پوهېږي دې ته بسيط او –
“يو” جهل وايي. لكه مونږ، چې نه يو خبر، چې په مريخ كښې څوك اوسېږي او كه نه.
2 مركب جهل )غبرگه ناپوهي( : كله، چې يو انسان په يو څيز نه پوهېږي او خپلې ناپوهۍ ته هم متوجې نه وي، بلكې گومان كوي، –
چې په هغه څيز پوه وي. لكه فاسدې او غلطې عقېدې او گروهې يا نور داسې څيزونه، چې خلك فكر كوي پر هغو پوهېږي او خبر
پرې دي، خو په حقيقت كښې يې خيال او عقيده ناسمه وي. دې ته؛ ځكه مركب جهل وايي، چې جهالتونه په كښې دوه وي. يو؛ خو
دا، چې انسان پر حقيقت نه وي خبر، بل دا، چې له خپل جهله هم ناخبره وي او په دې هم نه پوهېږي، چې نه پوهېږي. دا د جهل تر ټولو
بد ډول دى. بد؛ ځكه دى، چې ځينې خلك ورته په تېروتنه تصديق وايي. حال دا، چې دا د تصديق علم نه دى، بلكې جهل او په جهل
ټيڼار دى.
ضروري)څرگند( او نظري علم
د علم دواړه ډولونه يعنې هم تصوري او هم تصديقي بيا دوه ډوله دى:

ضروري : چې بديهي )څرگند، ښكاره، جوت( هم ورته وايي. دا هغه علم دى، چې په حاصلولو كښې يې مونږ فكر او سوچ ته اړتيا –
نه لرو او په خپله بې سوچه او بې ځنډه حاصلېږي. لكه د وجود او عدم )دهست او ننيست( شتون او نا شتون تصور، د شي او څيز
تصور يا دا، چې كل تر جز لوى وي، متضاد څيزونه سره نه جمع كېږي، لمر ځلاند دى او يو د دوه نيمايي دى.
2 نظري : هغه علم دى، چې په لاسته راوړلو كښې يې بنيادم سوچ او فكر ته ضرورت لري. لكه د روح د حقيقت په باب سوچ كول يا –
پيريان يا دا، چې ځمكه ولاړه ده كه روانه او له لمره تاوېږي.
سپړنه:په نړۍ كښې ځينې چارې داسې دي، چې په هغو د پوهېدلو لپاره سوچ او فكر ته اړتيا نه وي او يواځې په ظاهري حواسو له
پوهېدلو او پاملرنې څخه وروسته سمدستي څرگندېږي؛ ځكه، نو ورته بديهي يعنې جوت او ښكاره وايي ځينې داسې دي، چې
سمدستي لاسته نه راځي، بلكې د حاصلولو لپاره يې بايد فكري او عقلي عمليات ترسره شي. لكه د رياضي او الجبر پوښتنې، چې د
ځينو معادلو او حساب كتاب له ترسره كولو وروسته مونږ له معلوماتو مجهولاتو ته رسوي. يعنې تر مخې، چې معلوم او موجود
څيزونه په سمه او صحيح طريقه منظم او سرڅڼه نه شي او خپل قانوني پړاونه په سم ډول كچ نه كړي، مونږ په مجهولاتو پوهېدا ته نه
رسوي. همدا لامل دى، چې دغه ټول پړاونه بايد كچ كړاى شي دې ته نظري او كسبي علم وايي.

يادښت : ومو ويل، چې ضروري او بديهي علم فكر او سوچ ته اړتيا نه لري او بايد انسان ورته د توجو او پاملرنې پر اسبابونو متوجې
شي؛ كله كله يو څيز ډېر بديهي او ښكاره وي، خو انسان ته نه معلومېږي. د دې سبب دادى، چې مونږ هغه څيز ته پوره متوجې نه يو.
د توجو او پاملرنې اسباب كېدى شي دا څلور وي:
1 انتباه : )پام اوړېدل( دا سبب په ټولو بديهياتو كښې اړين دى؛ ځكه چې غافل كس ته هيڅ څيز ډېر ښكاره هم وي نه معلوميږي. –
2 د ذهن سلامتيا : دا هم اړينه ده؛ ځكه، چې لېونى او له ذهني اړخه نيمگړى كس ډېرو ښكاره او څرگندو چارو ته هم نه متوجې –
كېږي. د ذهن شنډوالى او خرابتيا كيداى شي د رنځ په وجه وي يا د ناوړه روزنې يا داسې نورو په وجه.
3 د حواسو سلامتيا : دا شرط په هغو بديهياتو كښې اړين دى، چې پر پنځو حواسو درك كيدى شي او دې ته محسوسات وايي. –
ړوند يا كوڼ پر ډېرو څيزونو نه پوهېږي او څوك، چې د ذايقې حس ونه لري په ډېرو خوندونو يې سر نه خلاصېږي.
4 د شبهې نشتوالى: شبهه دې ته وايي، چې انسان ته په ذهن كښې داسې فاسد دليلونه ورواچول شي، چې ډېر بديهي او څرگند –
څيزونه يې هم له سترگو پټ كړي او بنيادم پوه نه شي، چې په دې چاره كښې له مغالطې كار اخستل شوى؛ نو د يوې څرگندې چارې
په وجود يا نشتوالي كښې شك كوي. دا كارونه زياتره فلسفيان، سياستوال او جدليان له نورو سره كوي د بېلې په توگه دا يوه
بديهي او څرگنده چاره ده، چې دوه متناقص او متضاد څيزونه په يو ځاى نه جمع كېږي، خو سياستوال او جدليان څه داسې مغالطې
له بنيادم سره وكړي، چې ان په دې چارې كښې يې له تېروتنې سر مخ كړي.