د سيد رضی رحمة الله عليه مور

د سيد رضی رحمة الله عليه مور: فاطمه

فاطمه چې د سيد رضی (د نهج البلاغې ليکوال) او سيد مرتضی، چې دواړه د شيعو لوي پوهاند وو، مور ده. هغه يوه پاکه او عبادت کوونکې ښځه وه. چې په ګرمو ورځو کښې به يې روژې ساتلې او په تورو شپو کښې به يې د خداي عبادت کاوۀ.

مرحوم شيخ مفيد رحمة الله عليه، چې د شيعو له لويو عالمانو څخه دے او ټولو وروستنو عالمانو له هغوي نه ګټه اخستې ده، يوه شپه يې په خوب کښې وليدل چی فاطمه زهراء سلام الله عليها امام حسن او امام حسين عليه السلام د لاسونو نه نيولي دي او جمات ته راغله او شيخ مفيد ته يې وفرمايل: دا دواړه بچي مې قبول کړه او دوي ته د فقې علم وښايه!.

شيخ مفيد له خوبه پاڅيدۀ او ځان سره يې فکر کاوۀ چې دا څه خبره ده؟

د درس وخت شو او شيخ مفيد د نورو ورځو په شان د خپل درس ځاي ته لاړ.

د درس په لومړيو کښې ؤ چې يوې ښځې دوه بچي د لاسه نيولي دي او جمات ته راغله او شيخ مفيد ته نزدې راغله.

هغې مور، استاد ته وويل: زما زامن قبول کړه او دوي ته د فقې درس ورکړه.

شيخ مفيد چې د خپل خوب په تعبير پوه شوے ؤ نو د هغې دوو بچو په تعليم بوخت شو او اخر دا چې هغه دوه ماشومان د شيعو له لويو عالمانو څخه شول چې دواړو لوي فقهي، علمي او تفسيري کتابونه له ځانه وروسته په ميراث کښې پريښودل.

او دا ټول ارزښتونه د هغوي د پاکې مور فاطمه بي بي د اخلاص او ايمان نتيجه وه.

سيد رضي د خپلې مور په هکله فرمايي: که ټولې ميندې د هغې غوندې ښې، پاکې او خپله ذمه واري

پيژندونکې وې نو زامنو ته بيا د پلار  ضرورت نه ؤ.