عبدالقادر جيلانې او حضرت امام موسی کاظم

عبدالقادر جيلانې او حضرت امام موسی کاظم

د سحر ناشته نه پس مونږ ” حرم الشيخ “ زيارت ته راشو ـ د ډيرې خوشحالۍ نه زه په ځان نه پوهيدم په منډا منډا روان ووم د زيارت ليدلو په شوق کښې مې هسه ته نه کتل او داسې مې محسوسه کوله  لکه  د شيخ دلطف او په عاطفت په سورې کښې يم منعم به هم زما پسې راروان وو او چې کمخوا چې به تلم هغه به راراسره وو ـ

زه د زائرينو په رش کښې ورننه وتم کم چې د خانه کعبه د حاجيانو غوندې خواروو ـ ما څه خلق وليده چې خواګه تقسيمه وې او خلق پې ورمات دې ما هم ترې نه خواګه راواغستل چې څه مې ترينه د تبرک په طور اوخوړه او څه مې ديادګار په طور جيب کښې کيخودل ـ

چې سانه نمونځونه مې کولې شو هغه مې وکړل دعاګانې مې وکړې ابودارنګ څکلې لکه د زمزم ابووې ـ ما د منعم نه درخواست وکړو چې هغه زما لګ نور انتظار وکړې چې زه دوستانو له پوسټ کارډ واخلم چې پې د عبدالقادر جيلانې دروضےشين ګنبد جوړ دې او د کارډونه زه تيونس ته خپل ملګروته وليګم ـ ما د غوښتل چې خپل دوستانو او کور والو ته اوويم چې زه دې مرتبه ته ورسيدم ( يعنی د شيخ د روضے زيارت کولو ما شرف حاصل کړو ) چې هغې تر وڅه دې زې ته ندې رارسيدلې ـ

له دې نه پس مونږ په يو هوټل کښې د غرمې ډوډې وخوړه د بغداد په مينځ کښې آباد دې ـ له دې نه پس منعم ټکسې وکړه او کاظمين ته لاړو ـ ما د نوم اول ذلې هم د دنه ووريدو ـ چې د ټکسې نه کوذ شو نو ما بيا د خلقو يو سمندر وليدو او چې کمخوا مونږ روان وو هغه خوا واړه ، زاړه ، نر ښځه ټول رواندې ما چې د خلقو د رش ووليدو نو يو ذلې راته بيا حج راپه زړه شو ـ لاتر وڅه زه نوم خبر چې کمخوا روان يو او بيا د سرو ګنبد او مينارې راخکاره شوې ـ چې يې سترګې بريخولې ما د فکر کولو چې دا د شيعو جماعت دې ځکه چې ما مخکښې اوريدلې وو چې شيعه خپل جماعتوپه سروزرو اوپه چاندې آراسته کوې چې په اسلام کښې حرام دې ـ  له دې خيال راتلو سره ما زړه غوښتل چې زه دننه لاړ نه شم خو د خپل ملګرې زړه مې نه ماتواو په زړه ماتې هغه سره روان ووم ـ

په لومبې ور چې ورننه وتو نو زما خيال شو چې بوډاګان بوډاګان په ور لاس راکاګې او خکله وې ـ په يو بورډ مې نظر پريوته چې په لکل کړې وو ” د بې حجابه ښځو راتګ منع دې “ او د امام علی يو نه يې يو روايت لکلې وو چې امام علی فرمائې : يوه زمانه به داسې راشې چې ښځه به بې حجابه د کورو نه راوځې ـ

چې مونږ حرم ته راورسيدو نو منعم اذن دخول شروع لوستل شروع کړل او ما دروازې ته کتل چې قرانې آياتونه يې پې کنده کړې وو چې د کتو وو ـ چې منعم حرم ته داخل شو نو زه هم ورپسې ووم او زما په ذهن کښې دکتابونو هغه خبرې راياديدے چې په کومو کښې شيعو د کفر فتوې ورکړې وې ـ په ديوالونو ما هغه نقش کارې هغه د شيشه کارې او ليکل وليدل چې ما يې مخکښې تصور هم نشو کولې ـ او چې کله ما ځان په دې غير مانوس او غير معروف ماحول کښې وليدو نو پريشانه شوم ـ ما به دې خلقو ته ډير په بد نظر کتل چې کومو به د زيارت جنګلا نيولا او چپه ولااو جړا بايې کوله بعضو خو د زيارت په خوا کښې نمونځونه کول چې ما ته پې د حضرت رسول الله صلی الله عليه واله وسلم هغه حديث راياد شو ” الله لعنت دې وې په يهوديانو او نصاری چې د خپل اولياء قبرونو نه يې جماعتونه جوړ کړل “  ـ

زه د منعم نه هم لرې شوم هغه راننه وتو سره بی اختياره جړاکوله ما هغه د نمانځ په حالت کښې پريخوده او زه هغې بورډ ويلوته نزدې شوم چې کوم د ريارت په جنګلا اويزان وو ـ  خو په هغې څه داسې نومنه وو چې زه پې ډير پوهې نه شوم  ـ بيا زه يو ګټ ته ودريدم او فاتحه مې ولوسته او دعامې وکړه ”خدايا! که د مړې د مسلمانانو نه وې نو ته يې وبخې ته د هر چا پا حال خبر يې “ ـ

منعم ماته رانزدې شو او راته يې وويل : مونږ دې ته باب الحوائج وايو که څه مراد دې وې نو خدايې نه يې وغواړه ـ زه د خدائی نه د مغفرت طلب ګار يم ـ ما د هغه خبرې له اهميت ورنکړو ـ زما هغه بوډاګانو ته خيال وو چې کومو توری او سپينې پټکی په سر کړې وې او په تتدې باندې د سجدی  نښې وې د دې د شخصيت په لوی والې کښې د دې لويولويو ګيرو اضافه کوله هغې تيزو او بارعبه سترګو سره باکتل کول او خوشبويانې ترې ختلې او د دې نه به چې څوک حرم ته راننه وتل نو په سروسترګو به يې جړا کوله ـ دي سره  زما په ذهن کښې د سوال راوچت شو چې آيا د اوخکی د دروغو دې دا مشران ټول په غلطه دې ؟

دا هر څه ليدلو نه پس زه ډير حيران شوم اوهم په دې سوچونو کښې زه منعم سره راروان شوم منعم په  شاشا راروان وو چې قبر ته يې شا نشې هغه دا د ادب او احترام د پاره کول ـ

ما ترې تپوس وکړو : دا د  چا  زيارت دې ؟

منعم وويل : د امام موسی کاظم ـ

زه : امام موسی کاظم څوک دې ـ

منعم : سبحان الله ! تاسو اهلسنت وروڼوميوه پريخوده او د هغې پوستکې مو واغستو ـ

زه : خفګان سره مې ورته وويل دا ته څه وائي ؟مونږ څنګه ميوه پريخوده او پوستکې په سې يو ؟

منعم : ( دلاسی سره ) وروره ته چې کله نه عراق ته راغلې يې برابر د عبد القادر جيلانی ذکر کوې آخر د عبدالقادرجيلانی څوک دې چې ته يې دانه ذکر کوې ـ

زه : ( په ډير فخر سره ) دا د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم د اولاد نه دې او که د رسول الله  صلی الله عليه واله وسلم نه پس بل رسول راتلې نو هغه به عبدالقادر جيلانی وو ـ

منعم : سماوی وروره ! ته د تاريخ اسلام سره آشنايې لرې ؟

زه : آو لرم ! خو حقيقت دا وو چې زه د تاريخ د الف ب نه هم نه وم خبر ځکه چې مونږ به استاد د تاريخ لوستلو نه منعې کولو او راته به يې ويل : تاريخ اسلام له يو تورې تيره غوندې دې او د دې لوستل فائده نه لرې ـ

ما ته يادشي چې کومو ورځو کښې زمونږ د بلاغت استاد مونږ ته د بلاغت درس راکولو نو يو ورځ  يې خطبه شقشقيه خودل شروع کړل چې کومه د حضرت علی نه په نهج البلاغه کښې نقل شوې ده ـ د نورو طلبه غوندې زه هم ډيرحيرانه شوم او ما د تپوس کولو جرأت وکړو: آيا دا خطبه په ريښتيوسره دحضرت علی نه نقل شوی ده ؟

استاد وويل : د علی نه سوا بل څوک دې چې په دانه بلاغت او فصاحت کښې خبرې وکړې ـ او که دا خطبه د حضرت علی نه نوې نو يقينا د مصر مفتی اعظم شيخ محمد عبده غودې لوې عالم به د دې شرح له دانه اهميت نه ورکولې ـ

ما استاد ته  وويل : په دې کښې خو حضرت علی حضرت ابوبکر او حضرت عمر ملامته کوې چې د خلافت په معامله کښې دې  زماحق خلافت  غصب کړے دې ـ

په دې د استاد مخ د غصےنه سور شو او ما ته غصه شو چې بس کړه او راته يې وويل که بل زلې دې داسې تپوس وکړونو د کلاسه به دې وباسم ـ

استاد ووې : زمونږ د بلاغت سره کار دې تاريخ سره نه چې صفحات يې د مسمانو تر ميځه فتنه او فساد او د مسمانانو په وينو لړې دې ـ او څنګه چې زمونږ لاسونه دهغې د وينو نه پاکې دې د رنګ زمونږ فرض دې چې خپلې ژبې هم هغې ته د بدويلو نه پاکې وساتو ـ

په حقيقت کښې په دغه ورځ زما تسلې ونشوه او استاد ته مې غصه راغله چې دې څه رنګ مونږ ته بې معنی بلاغت خايې ـ ما څوذله د تاريخ لوستلو کوشش او اراده وکړه خو ما ته به د تاريخ کتابونه نه ملاويدل اونه به راته د دې سهولت وو ځکه چې ما کله ندې کتلې چې زمونږ علماء د دې د اهميت قائل وې ـ لکه چې دې ټولو د فيصله کړې وې چې دا دې حير کړلې شې او د دې مطالعه نه کولو باندې يې اجماع کړې وې ـ او هم دغه وجه ده چې تاسو ته به په دې ملک کښې داسې يو کس هم ملو نشې چې په تاريخ مکمل عبور لرې ـ

لذا چې کله منعم سوال وکړو : چې ته د تاريخ نه خبر يې ؟ نو ما هم هغه سره بحث شروع کړو ذکه ما ورته وويل : او ! خو په زړه کښې مې ويلې چې ماته پته د دا يو تاريک او بی فائده بحث دې چې په کښې فتنې ، کينې  او فساد نه علاوه بل څه نشته ـ

هغه وويل : ته خبر لرې چې شيخ عبدالقادرجيلانی  کله پيدا شوې او کم دور کښې تير شوې ؟

ما ورته وويل : په ظاهره کښې شپګمه يا اوممه  صدی کښې ـ

هغه وويل : د هغه او د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم ترمينځه څونه فاصله ده ؟

ما ورته وويل :د شپګ صديانو ـ

هغه وويل : که هر صدی کښې کم ازکم دوه نسله تير وې  نو  رسول الله  صلی الله عليه واله وسلم سره د عبدالقادرجيلانی نسبت دولسم نسل کښې راضی ـ

ما ورته وويل : هم داسې ده ـ

هغه وويل : خو  دا موسی بن جعفر بن محمد بن علی بن الحسين بن فاطمه صرف څلور پيړے بعد رسول الله  صلی الله عليه واله وسلم سره ملاوې ګې ـ يا نور واضح الفاظو کښې درته اويم چې دې په دويمه صدی کښې پيدا شوې وو ـ  اوس رسول الله  صلی الله عليه واله وسلم ته سوک نزدې شو حضرت موسی کاظم که جيلانی ؟

ما څه سوچه ورته ووې : موسی کاظم ! خو بيا مونګ دې ولې نه پيجنو او ددې ذکر نه اوورو ؟

هغه وويل : هم د خو زمونږ  د خبرو موضوع دې ـ او ځکه خو ما درته معذرت سره د ووې چې تاسو مغز پريخه او پوستکې مو واغستو ـ

خبری مو کولې او روان  وو کله کله به ودريدو ـ اوهم دارنګ مونږ دبغداد يونيورسټی ته راورسيدو او ورته راننه وتلو ـ د يونيورسټی په لان کښې طلبه او استاذان موجود وو ـ او د يو بل سره په علمی بحث کښې مشغول وو ـ مونږ چې ورسيدو نو ما ته داسې خکاره شوه چې د منعم سترګې څوک لټه وې لکه چې چا سره يې دا راتګ وعده کړې وا ـ په دې کښې يو کس مونږ ته سلام وکړو ـ زه پوهې شوم چې د په يونيورسټی کښې د منعم ملګرې دې منعم د هغه نه د يو پروفيسر تپوس وکړو هغه ورته وويل چې هغه اوس راضې ـ

دهغه د راتلو نه مخ کښې منعم ما ته وويل : ما ته دلته  ځکه راوستی چې خپل يو ملګرې سره ستا پيژنګلې وکړم ـ هغه په تاريخ کښې پی ايچ ډی کړې  هغه  د  ډاکټريټ  مقاله  په عبدالقادرجيلانی لکلې ـ او که الله اوغوښته هغه سره به ستا ملاقات مفيد وې ځکه چې زه په تاريخ کښې دانه وارد نه يم ـ

مونږ دواړو د خبرې کولې چې په دې کښې هغه پروفيسر راغلو ما هغه ته سلام وکړو منعم زما هغه سره پيژنګلې وکړو او هغه ته يې درخواست وکړو چې هغه د عبدالقادرجيلانی باره کښې ما سره خبرې وکړې بيا هغه د تګ اجازت وغسته چې پاتې کارونو ته ورسې ـ

پروفيسر ما له او ځان له يخ  را وغوښتل  او ما نه يې زما د مشغلې تپوس وکړو بيا هغه ما نه تپوس وکړو چې په تيونس کښې د عبدالقادرجيلانی باره کښې څه کسې مشهورې دې ؟

ماهم غه څه چې د هغه باره کښې رتته معلومات وو بيان کړل تر دې پورې مې ورته وويل: تيونس کښې  خلق عقيده لرې چې رسول الله صلی الله عيه وآله وسلم د معراج په شپه د عبدالقادر په ولو سور وو او چې کله جبرائيل  د سوزيدو د لاڅه د تګ نه انکار وکړو ـ نورسول الله عبدالقادر ته وويل :

” زما خپه ستا په ولو او ستا خپه تر قيامته د ټولو اولياء په ولو باندې دا “

پروفيسر چې د خبره ووريده نو ډير يې وخندل زه د پوهي نه شوم چې هغه په دې خبره خندل او که د تيونس په دې استاد چې د هغه مخامخ ناست وو ـ

هغه د اولياؤ باره کښې لګ بحث نه پس ووې : پاکستان ، ترکی ، مصر ، انګلينډ او نورو  مقاماتو کښې چې د عبدالقادر جيلانی نه منسوب خطوط او ليک موجود وو ما د اووه کالو په ستر سفر کښې د هغې مطالعه وکړه خو د يو ځې نه هم د ثابته نه شوه چې عبدالقادر جيلانی د رسول الله سره شجره ملاوګې ـ يواځې يو ثبوت چې يو شعر دې او هغه هم د عبدالقادر د نمسونه دۍ چې هغې کښې هغه دعوی کړې ده چې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم د هغه نيکه دې ـ علماء د قول  په دې شان منې چې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم وائې :

” اَ نَا جَدُّ کُلِّ تَقِیٍّ  “

” زه د هر پرهيزګارجد يم “

هغه نور ويلې چې ما ته د ثابته شوې د چې عبدالقادر جيلانی ايرانی وو او د عبدالقادر نسبت د جيلان (ګيلان) علاقه سره دې ځکه هغه ته جيلانی ووائې هغه بلکل عرب نه ووهغه بغداد ته هجرت کړې وو او د هجرت وجه يې علم حاصلول وو ـ بيا چې هغه د تدريس آغاز وکړو نو د هغه وخت معاشره د اخلاقی بدو نه  ډکه  وا ـ  او هغه يو زاهد او پرهيزګاره سړې ووـ  نو خلقو د هغه سره مينه شروع کړه او د هغه د مرګ نه پس يې د ”الطريقه القادريه“ بنياد کې خوده چې هغه سره منسوب شوا لکه څنګه چې د نورو صوفيا پيرو کوې ـ د اصل واقعه ده ـ خو د عربو په حالت په دې سلسله کښې ډير افسوس کوم ـ

په دې ځې کښې زما د وهابيت رګ راوچت شو او ما پروفيسر ته وويل : دې مطلب دا شو چې ته هم وهابی فکر لرې ځکه چې هغې هم  د اولياؤ د وجود قائل نه دې ـ

هغه وويل : زه بلکلم وهابی فکر نه لرم دا د افسوس خبره د چې مسلمانان يا د افراط قائل دې يا د تفريط نه کار اخلې ـ يا خو به په داسې خرافاتو يقين لرې چې نه به  يې عقل منې او نه به يې نقل او يا به د هر څه نه منکر وې تر دې پورې چې د انبياؤ او  رسول الله صلی الله عليه واله وسلم د معجزاتو نه هم انکار وکړې د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم د حديثونو نه انکاری شې ځکه چې هغې کم دين او عقيده ځان لره جوړه کړې وې هغه د هغې سره سمون  نوخرې يا د هغې خلاف وې هم دا وجه د چې يو مشرق وائې نو بل مغرب ـ

صوفی عقيده خلق وائې چې شيخ عبدالقادر  په يو وخت کښې په بغداد او په تيونس دواړو ځينو کښې ممکن دې او هم په يو وخت په تيونس کښې که يو مريض له شفا ورکوې نو هم په هغه وخت ممکنه د چې په دجله  کښې د ډوبيدونه  بل کس بچ کړې ـ د افراط دې

وهابيان د دې بلکل خلاف دې هر څه نه منکر دې تر دې حده چې که څوک رسول الله صلی الله عليه واله وسلم وسيله کوې نو هغې ته هم شرک وائې د تفريط دې ـ