دټول عمر بربادي

دټول عمر بربادي

محمد شفيق

 

يو وخت يو سړي چې ښۀ علم يې  حاصل کړے ؤ په تېره بيا  د صرف اونحوې په علم كښې ماهر ؤ يوه ورځ د سيند بلې غاړې ته د پورې وتو په نيت په کشتۍ کښې سور شو. کله چې کشتۍ روانه شوه نو د د کشتۍ له ماڼګي څخه پوښتنه وکړه  څنګه يې ماڼګي ماما د صرف او نحوې په علم پوهېږې که نه؟

هغۀ ورته وويل : صاحبه زۀ بې تعليمه يم. نۀ ليکل کولې شم او نۀ لوستل، زما دغه هنر زده دے چې خلق له سيند څخه يوې غاړې ته او بلې غاړې ته پورې باسم.

دۀ ورته وويل څومره د افسوس خبره ده چې تا خپل نيم عمر برباد کړے دے.

ماڼګي ماما چې دا خبره واورېده نو عاجز سر يې وخوزوۀ او غلے پاتے شو. د خداے کارونه وو چې کشتۍ د اوبو منځ ته شوه نو له سختو چپو سره مخامخ شوه او بالاخره اپوټه شوه او ماڼګے او د صرف او نحوې عالم دواړه اوبو ته ارتاو شول او په اوبو کښې يې غوټې وهلې. دغه وخت ماڼګي ماما له دغه عالم نه پوښتنه وکړه چې څنګه صاحبه! لامبو دې زده ده کۀ نه؟

عالم ورته وويل چې نه ماما زما خو لامبو نۀ ده زده ما ټول عمر په سبقونو کښې تېر کړے دے. ماڼګي ورته وويل: نو ستا په خيال خو ما د صرف او نحوې د علم په نۀ زده کولو نيم عمر برباد کړ خو دا دے ځان د اوبو له هلاکت نه بچ کولې شم او تا د لامبو په نۀ زده کولو خپل ټول عمر برباد کړ او دا دے هلاکېږې. او دغه شان د صرف او نحوې عالم په سيند لاهو شو او ماڼګي ځان په لامبو سره بلې غاړې ته ورسوۀ.

نتيجه: له دې قيصې څخه مونږ داسې څه زده کولې شو.

١- پکار دي په خپل علم او هنر باندې غاوېره نۀ شو او بل انسان له ځانه کم و نه ګڼو. په تېره بيا هنر پېشه خلقو لکه ترکاڼ، کولال ، نائي، لوهار، جولا وغېره ته سپک ونه ګورو لکه څنګه چې په پښتنو کښې دا بيماري ده چې هنر پېشه خلقو ته په سپک نظر ګوري چې د خداے پاک مخلوقاتو ته په سپک نظر کتلو سره خداے پاک ډېر په غضب کيږي.

٢- په دې پوه شو چې علم يوازې زده کول او د علمي معلوماتو حاصلول نۀ دي بلکې د عمل نوم هم دے او نۀ علم په يو صرف او نحو کښې رالنډيږي بلکې پکار دي انسان  له مذهبي علم حاصلولو سره سره څه هنر هم زده کړي چې هغه يې د معاش پېدا کولو يوه ذريعه وي او په معاشره باندې بوج جوړ نۀ شي..او دغه شان هنر پېشه کسانو ته هم پکار دي چې د خپل حق حلال رزق له ګټلو او د خداے پاک د عبادت کولو په ترڅ کښې که په ليک لوست نه پوهيږي پکار دي چې لږ لږ يې زده کړي ځکه چې تعليم حاصلول يوه رڼا ده.

٣- په خپل هنر سره حق حلال رزق ګټل  عېن عبادت دے او عبادت فقط د کتاب علم حاصلول او نمونځ روژه کښې نۀ رالنډيږي. لکه نن سبا زيات داسې کسان شته چې د اسلام او د دين د تبليغ په نامه هنر پېشه خلق له کار او کسب نه وباسي او ورته وائي چې خپل عمر دې برباد کړے دے راشه اوس د الله په لار کښې وخت ولګوه او حتی بې تعليمه او جاهل کسان د خپل مسلک ( نه د دين ) تبليغ کولو ته هڅوي او د اسلام نوم پرې بدناموي حال دا چې اسلام يو مکمل ضابطه حيات دے او د دين تبليغ د انبياؤ، اولياؤ او کاملو انسانانو او د لوے درجې عالمانو کار دے.