فهيمه

فهيمه

ژباړه: محمدرحيم درانی

 

فهيمه باباييان پور, هغه بيلګه ښځه ده چې په تقوا، پرده، احسان او ميړنتوب کښې په عامو خاصو کښې مشهوره ده.

هغه د څوارلسو کالو وه چې په ايران کښې انقلاب شورو شو او فهيمې د هغه وينو او پاڅون په ټولنو کښې ښه ګډون وکړ خپل ټول وجود يې د امام خمينی(ره) خدمت ته وسپارل.

د انقلاب د کاميابيدو او تحميلي جنګ د شورو کيدو وروسته هم، هغې همدارنګ د دې انقلاب په هکله سوچونه کول، تر دې چې د 1360کال د ابان په مياشتې کښې غلام رضا صادق زاده د هغې غوښتلو له راغے او فهيمه ورته په ځواب کښې هو! وکړل هغه کس چې له هغه پرته يې بل څوک د ځان لپاره دوست او همسفر نه ليدۀ. هغه ته يې هو! وکړل او د داسې کس مينه يې په زړه کښې واچوله چې د هغې په کامل او پوره انسان جوړيدو کښې مرسته وکړي.

هغې د خپلې غوښتې نه يوه ورځ وړاندې خوب ليدلې ؤ چې غلام رضا په ډېرو بمونو کښې شهيديږي، او د دې لپاسه دا غوښته قبول د دې څرګندونه کوي چې هغې له دنيا زړه پرې کړې ؤ او خداي ته رسيدلې ښځه وه.

د ابان د مياشتې په ديارلسم تاريخ د هغې نکاح وشوله او غلام رضا په 24 ابان باندې جنګ ته روان شو. او د جنګ په ميدان کښې به په داسې لارې تللو چې په خپل ټوک ټوک بدن سره د فهيمې زړه ته ارامښت ورکړي.

فهيمه هم هر وخت د داسې استاذ هدايت او پوهې اوريدو ته ناسته وه چې په خپله شاګرده هم وه.

لومړنۍ ليک چې له غلام رضا نه د هغې لاس ته راورسيد د هغۀ وصيت ؤ.

فهيمه ورته په ځواب کښې وليکل: خپل وصيت دې په دويم ليک کښې پوره کړه!.

کله چې به غلام رضا له جنګه کور ته راغے نو فهيمه به ورته ويل چې د جنګ د ميدان کيسې راته وکړه او دا راته ووايه چې ستا ملګري د بمونو په ميدان کښې څنګه شهيديږي.

غلام رضا به ورته خبرې کولې او د سبق شاګردې به ترې د حقيقت او فداکارۍ سبق اخستو او د شپې به يې په عبادت کښې اوښې ورولې.

د فتح المبين د کاروايۍ وروسته غلام رضا له جنګه راستون شو، فهيمه سره د هغه، د واده کونې لپاره جماران (د امام خمينی(رح) کور) ته لاړل. او کله چې امام خمينی(رح) له فهيمه نه د نکاح تړلو اجازت (وکالت) راخسته نو فهيمه ورته وويل: زما جواب په يو شرط سره هو! دے!.

تپوس ترې وشو چې هغه کوم شرط دے؟

فهيمه امام ته وويل: په دې شرط چې ته مونږ دواړو لپاره په دې دنيا کښې د شهادت دعا وکړې او په اخرت کښې زمونږ شفاعت قبول کړې.

له نکاح وروسته فهيمه او غلام رضا د شيهيدانو د زيارت لپاره بهشت زهراء ته لاړل او شهيدانو سره يې د جدا نه شونې لوظ او وعده وکړه.

يو ځل بيا غلام رضا جنګ ته لاړ او په بيت المقدس نومې جنګ کښې يې ښه ګډون وکړ او د خرمشهر د فتح کيدو نه بعد تهران ته ستون شو.

فهيمه بيا په خوب کښې ليدلي ؤ چې غلام رضا شهيديږي. له همدې وجې ورته يقين ؤ چې دا سفر به د هغه اخرنۍ سفر وي.

له همدې وجې يې مور ته وايي: غلام رضا ته ښه وګوره ځکه چې بيا به هغه ونۀ وينې.

او کيدې شي هماغه سفر کښې ؤ چې فهيمه جمکران (د دولسم امام جمات) ته تلې وه او غلام رضا ورته ويلي ؤ، نو له خدايه غواړي چې ميړه يې شهيد شي.

د 1361 کال د تير د مياشتې په شپږمه ورځ غلام رضا شهيد شو.

فهيمه په سپينو جامو کښې د خپل خاوند ټوک ټوک بدن ته راغله، د وادۀ د ورځې ګلونه يې په لاس کښې راخستې وو او ښه په ډاډګيرنې سره د جنازې د خلکو سره روانه شوه او غږ به يې کاوۀ: اي زما شهيد خاونده لاره به دې جاري وي.

او په لوړ اواز سره به يې وويل: رِضاَ بِرِضَائِكَ، خدايه ستا په رضا راضي يم او له هغې وروسته فهيمه د خپل خاوند غلام رضا د پيغام رسوونکي شوه.

په ښاريه او کلو کښې، په جماتونو او کورونو کښې په بهشت زهراء مقبرو او په بيله توګه د شهيدانو په کورنو کښې هغې په هغه لار قدم کيښودۀ چې د کومې يې غلام رضا سره وعده کړې وه.

څه ورځې وروسته يې د غلام رضا په غوښتې دويم وادۀ وکړ او بيا يې د خپل ميړه ورور علی رضا سره يې ګډ ژوند شورو کړ.

علی رضاچې يو طالبعلم ؤ د فهيمه له زده کړې يې د معرفت سبق زده کړ او د علی رضا په خوښې يې په رفاه، بهار ازادي او روشنګر غوندې سکولونو کښې سبق ښودل شورو کړل او همدارنګ د جنګ ميدان ته په مرسته کولو کښې له ټولو وړاندې وه او په طالبعلمانو کښې يې يو نوې جوش  پيدا کړ.

د هغوي د وادۀ لا دويمه ورځ وه چې علی رضا جنګ ته لاړ.

د علی رضا د جنګ نه له راتللو وروسته د هغوي ژوند بيا شورو شو.

او د هغوي د زوي غلام رضا د زيږيدنې سره د هغوي ژوند نور هم ښه شو خو دنيا هيڅکله هغه ونه غولوله.

په 1364 کال کښې چې جنګ ته د نورې مرستې ضرورت شو نو فهيمه خپل دويم خاوند وويل چې ما له شرم راځي چې جنګ ته د ځوانانو ضرورت دے او ته دلته يې.

د هغې ورځې په سبا عليرضا جنګ ته روان شو.

هر وخت به چې علی رضا په مرخصۍ راغلو او بيا به بيرته تللو نو هغې به ورله بوټان پالش کول. سامان به يې ورله تيارول او خپل خوږ خاوند سره به يې د وينو او اور ميدان ته په تللو کښې بدرګه کوله.

فهيمه څه وخت لپاره قم ته راغله چې د خاوند په خوا کښې د اسلامي علمونو نه ګټه واخلي.

خو ډېر عمر يې ونه کړ او هغه د 1367 کال د فروردين د مياشتې په 27 نيټه، وروسته له دې چې حضرت معصومه بي بي له زيارته يې طواف وکړ په ډېر غم سره د خپل هميشني معشوق، پروردګار عالم اړخ ته لاړه.