په پښتو ادب کښې مرثیه

په پښتو ادب کښې مرثیه، د امام حسېن (ع) شهادت او د کربلا انقلاب

راغونډوونکے او ترتيبؤنکے: انور شاهىن خانخیل

 

پښتانۀ او د امامانو مياشت
د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفي (صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغوي له پاکو اهلبېتو عليهم السلام په تېره بياد کربلا له مظلوم شهيد حضرت امام حسېن (ع) سره د پښتنو مينه او محبت يو نۀ انکارېدونکے حقيقت دے او

د دې حقيقت پته له دې نه هم څرګنديږي چې له مودو مودو راهسې چې کله د امامانو يا محرم مياشت راوخېژي نو د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر په پښتنو سيمو کښې هم د وير او ماتم يوه څپه رامنځته شي او پښتانۀ د خوشحالۍ ټول مراسم او پروګرامونه په ټپه اودروي، ودونه، ښادۍ نه کوي،خنداګانې او خوشحالۍ نه کوي، نوې جامې نه اغوندي، حتی پښتنې مېرمنې په دې ورځو شپو کښې څڼه دنداسه او ډول او سينګار هم نه کوي. کور په کور او کلي په کلي د هر مسلک او هرې سيمې خلق په خپل خپل انداز د حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په ياد کښې د وير او غم مراسم نمانځي. همدا رنګ په اکثرو پښتنو سيمو کښې په يوې حجره ، کور يا بل ځاےکښې د کور مالت خلق راغونډيږي او يو کس ورته په خوږ او زړۀ دردوونکي اواز سره جنګ نامه وائي او خلق د امام حسېن (ع) او د هغوي د ملګرو په مظلوميت او د يزيد او يزيديانو په ظلم او ستم باندې اوښکې تويوي. ځاے په ځاے خېراتونه کيږي، په ګرمۍ موسم کښې شربتونه او يخې اوبۀ وېشل کيږي او په يخنۍ کښې چاے ګانې او حلوه ګانې تقسيميږي. همدا رنګ د غم او وير په دې مياشت په تېره بيا په وړومبنيو لسو روځو کښې پښتانۀ زيارتونو او هديرو ته ځي او د وفات شويو خپلو خپلوانو او دوستانو قبرونه بيا رغول ، مرمتول او په هغو باندې اوبۀ اچول د ثواب کار ګڼي. دا څه چې مې د چې اوليکل د صديو راهسې په پښتنو کښې دود وو او همدا اوس زمونږ له سو لسيزو څخه چې لر او بر پښتونخوا کښې د بهرنيو عربي هېوادونو د فنډونو په زورد وهابيت او تکفيريت په خپرېدو او د غربي او يورپي هېوادونو په فنډونو سره په ځوان نسل کښې د فېلمونو، فحاشۍ او عياشۍ په خپرېدو سره دغه دود دستورونه ډېر زيات کم شول او هغه سپېځلي بندونه يې مات کړل.

په پښتو ادب کښې د اهلبېتو (ع) او کربلا ذکر
په عربۍ، فارسۍ، اردو او نورو ژبو کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) په تېره بيا د مينې او په خاصه توګه د کربلا د غمېزې او انقلاب په اړه په نثر کښې ډېر څه ليکل شوي دي او لا ليکل کيږي خو پښتو ژبه د نثر له لحاظه ډېره غريبه ده او له يو څو کتابونو او يو لړ مطالبو او مضامىنو نه په نثر کښې دومره څه نه مومو او يا که په زړو زمانو کښې ليکل شوي هم وي نو هغه به د زمانې په لوړو ژورو او جنګونو او جګړو کښې بې درکه شوي وي او يا به قصداً ضائع کړې شوي وي نو اوس دا د پښتنو قلم خاوندانو ذمه واري ده چې په دې اړه په نثر کښې لا زياتې څېړنې او تحقيقات وکړى او په دې مېدان کښې له نورو ژبو نه وروستو پاتې نه شي.
که څه هم د دې حقيقت په منلو سره چې په پښتو ادب کښې په نثر کښې د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام او د کربلا ذکر ډېر کم مومو خو په شعر او نظم کښې پښتو ادب بيا له نورو ژبو نه کم نۀ دے او تقريباً د پښتو ژبې هر شاعر چې هغه له هر فکري مکتب سره تعلق لري د حضرت امام حسېن (ع) په شهادت ، مړانې، د کربلا په غمېزې او د يزيد او يزيديانو په ظلمونو او ستمونو باندې خا مخا څه نا څه ليکلي دي او هغه به د پښتو ژبې ډېر بدبخته شاعر وي چې د اسلام او انسانيت د دغه ستر محسن حضرت امام حسېن (ع) په غم او وصف کښې د شعر په ژبه له څه ليکلو نه بې برخې وي. په نظم کښې چې د امام حسېن (ع) په شهادت او د کربلا په غمېزه چې کوم شعرونه ليکل شوي دي هغو ته مرثيه وائي نو اول دا کتل پکار دي چې مرثيه څه ته وائي؟
د مرثيې تعرىف
مرثيه له «رثا» نه وتې ده چې د رثا لغوي معنا د ادب خاوندانو مړي ته د ژړا په معنا ذکر کړې ده. رثا په ادب کښې هغو شعرونو ته وائي چې پکښې د مړي په مرګ وير او ماتم کولې شي او د هغۀ ستائنه او صفات يې بيانيږي. مرثيه د خپلو خپلوانو او دوستانو په مرګ هم ويلې او ليکلې شي، د قام او ولس د مشرانو او سردارانو په مرګ هم ليکې او ويلې شي او همدا رنګ د مذهبي او ديني مشرانو په مرګ او شهادت هم ليکلې او ويلې شي. چې په اسلامي تاريخ کښې دخداے د ګران رسول (ص) د پاک نمسي حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په شهادت باندې مرثيه پکښې له ټولو نه په سر کښې ده
د مرثيې تاريخ
هسې خو د مرثيې تاريخ د انسان له تاريخ سره سم دے او له ټولو نه وړومبۍ مرثيه هغه ده چې کله حضرت آدم (ع) د ترک اولی په وجه دنيا ته راغے او خداے پاک ورته د توبې لپاره څه کلمات يعنې د خداے د ګران رسول (ص) حضرت امام علي (ع) ، حضرت بي بي فاطمې (ع) ،حضرت امام حسن (ع) او حضرت امام حسېن (ع) نومونه وښودل چې د هغوي په وسيله له خداے پاک څخه د بخښنې غوښتنه وکړي نو چې کله به په پنځم نوم يعنې د حضرت امام حسېن (ع) په نوم باندې راورسېد نو ژړا به ورته ورغله نو له حضرت جبرائيل (ع) نه يې د سبب پوښتنه وکړه او هغۀ ورته د امام حسېن (ع) د شهادت ټوله واقعه بيان کړه او حضرت جبرائيل (ع) به د امام حسېن (ع) په شهادت د مرثيې الفاظ ادا کول او حضرت ادم (ع) به ورته ژړل لکه چې په کتابونو کښې راغلي دي چې حضرت جبرائيل (ع) وويل: یُقتَلُ عَطشاناً، غَریباً، وَحیداً، فَریداً، لَیسَ لَهُ ناصِرٌ وَ لا مُعینٌ، وَ لَو تَراهُ یا آدَم وَ هُوَ یَقُولُ : واعَطَشاهُ وا قِلَّةَ ناصِراهُ، حَتّی یَحوُلُ العَطَشُ بَینَهُ وَ بَینَ السَّماءِ کَالدُّخانِ، فَلَم یَجِبهُ اَحَدٌ الاّ بِالسًّیُوفِ وَ شُربِ الحُتُوفِ، فَیَذبَحُ ذِبحَ الشّاةِ مِن قَفا، وَ یَنهَبُ رَحلَهُ وَ تَشهَرُ رُئوُسَهُم فِی البُلدانِ وَ مَعَهُم النِّسوانِ، کَذلِکَ سَبَقَ فِی عِلمِ المَنّان.. یعنی : يعنې اے آدمه! په داسې حال کښې به قتليږي چې تږے به وي، له وطنه به لرې وي او يوازې به وي، له هغۀ سره مرسته او مدد کؤنکے به نه وي او که هغه دې اوليدۀ په داسې حال کښې چې تنده به د هغۀ او د آسمان ترمېنځ د لوګي په شان فاصله پېدا کړې او په دې حال کښې به وائي: اوف تنده، اوف د مرستندويو کمښت، خو څوک به ورته ځواب نه ورکوي مګر په تُورو او د مرګ د خوند په څښولو سره، بيا به يې سر لکه د ګډ په شان خو د څټ له طرفه، بيا به يې خېمې اولټلې شي، سرونه به يې ښار په ښار (په نېزو کښې) وګرځولې شي په داسې حال کښې چې بيبيانې به هم ورسره وي. دا هر څه د منان خداے په علم کښې له مخکې نه شتون لري. دغه وخت آدم او جبرائيل عليهم السلام دواړو د هغې مور په شان په چغو چغو ژړل چې ځوان زوے يې قتل شوے وي. د حضرت آدم او حضرت جبرائيل عليهم السلام دغه واقعه د عرفات په صحرا کښې رامنځته شوه او هلته چې څومره ملائېک موجود وو په ژړا اخته شول. او دغه ژړاګانې وې چې د حضرت آدم (ع) د بخښنې سبب وګرځېدې او چې دعا يې قبوله شوه نو دغه ورځ عرفه ونومولې شوه او دغه ځاے عرفات ونومولے شو.
(بحار الانوار 44 ټوک 245 مخ چاپ بېروت.عوالم العلوم 17 ټوک 104 مخ. رياض الابرار فی مناقب ائمة الاطهار 1 ټوک 174 مخ. العوالم الامام حسين(شېخعبد الله بحرانی) 104 مخ. موسوعة شهادة المعصومين (جنه الحديث فی معهد باقر العلوم) 2 ټوک 34 مخ.الامام حسين فی احاديث فريقين(سيد علی ابطحی) 2 ټوک 313 مخ.المجالس العاشوريه فی الماتم الحسينيه ع (شيخ عبدالله بن حسن آل درويښ) 22 مخ. الامامه الالهيه (تقرير بحث شيخ محمد السند السيد بحر العلوم) 4 ټوک 211 مخ.البکاء علی الحسين (حامد فدوی اردستانی) 154 مخ”).
همدا رنګ د حضرت آدم (ع) د توبې له قبلېدو وروسته هغه حضرت د بي بي حوا په جدائۍ کښې او همدا رنګ د هغۀ د زوے قابيل په لاس د هغۀ د مظلوم زوے هابيل په شهادت هم مرثيې وئيلي دي چې په تاريخ کښې درج دي چې نقلول يې دلته د مقالې د اوږدېدو سبب کيږي او دغسې په ټولو دورونو کښې په امام حسېن (ع) باندې د پېغمبرانو (ع) د هغوي د اوصياؤ او اولياؤ ژړاګانې او مرثيې او همدا رنګ په خپلو خپلوانو، دوستانو ، عزيزانو او په عقيدتي همفکرانو باندې د هغوي وير ، ماتم او مرثيې شتون لري چې لږ ډېر تفصيل يې ما په خپله بله تحقيقي مقاله «په امام حسېن (ع) ژړا، وير او ماتم د عقل، قرآن ، سنت او پښتو ادب په رڼا کښې» ورکړے دے. دلته به اول به د دې خبرې جاجونه وکړو چې د څرګندو مرثيو قدامت او رواج په مختلفو دورونو او مختلفو ژبو کښې څه دے؟ نو په دې حقله د پښتو مشهور ليکوال، شاعر، اديب او څيړونکي ارواښاد پروفېسر ډاکټر افضل رضا داسې څېړنه کړې ده:
د دنيا له ټولو نه زړې معلومې شوې مرثيې د سوميري يعنې د عراق د جنوب د تهذيب او تمدن له دور سره تعلق لري. دا د پلار او ښځې په مرګ ليکل شوې مرثيې خواو شا څلور زره کاله زړې دي چې د روس د پشکن پوهنتون په ميوزيم کښې محفوظې پرتې دي. هم دا رنګ د قديم هندي آريائي او يورپي قامونو په ادبياتو کښې زړۀ ته د ورتېرو کسانو په مرګ، خفګان او ماتم د قيصو په شکل کښې بيا موندې شي. مثلاً په سنسکرت کښې د وستۍ ساوترۍ قيصې او په يوناني ژبه کښې د آرفيوس حکايتونه.د سکنډې نيويا په ادبي روايتونو کښې د بالډر د مرګ قيصه، دغه رنګ د يونان او روم د قديمو تهذيبونو په ادبي رواياتو کښې د مرثيې روايت د حُزېنيې په شکل کښې څرګند دے.
د قديم يونان ((ايليډ)) او ((ډيسي)) مشهورې ابتدائي مرثيې دي.، همدا رنګ يورپي مرثيه هم د حُزېنيې ښکاره شکل دے چې محور يې هغه فرد وي چې د شاعر ورسره بې کچه مينه وي او ځواني مرګ وي. د نمونې په توګه به د مسټر سپنسر هغه مرثيه ياده کړو چې د يوې پېغلې په مرګ يې ليکلې وه. د ملټن الي سي ډاس مرثيه چې د شاه اېډورډ په مرګ يې ليکلې وه او د روماني شاعر شيلي د جان کېټس په مرګ ليکلې مرثيه او دغسې نورې ډېرې مرثيې په انګريزي ادب کښې مهم مقام لري.
همدا شان د عربۍ ژبې د شاعرۍ خو هډو ابتداء له مرثيې نه شوې ده. کتاب لاناجې او د حـماسې په باب المراثي کښې معياري مرثيې موجودې دي.دغه شان د فارسۍ د شاعرۍ بنياد په تکلف او آورد ؤ ځکه په ايران کښې د شاعرۍ ابتداء له قصيدې نه وشوه. بياهم په شاهنامه کښې داسې اشعار شته چې فطري اثر او جوش لري. لکه د سهراب مور چې د خپل زوے په مرګ څنګه ژاړي هغه منظر په شاهنامه کښې ډېر دردناک دے. د محمود غزنوي په مرګ باندې فرخي په دولسو اشعارو مشتمله مرثيه وليکله. دغه شان شېخ سعدي او خسرو هم مرثيې ليکلي دي. همدا رنګ ملا محتشم، طالب، آملي، غزالي، کليم، ظهوري او ملا مقبل هم سترې مرثيې ليکلي دي چې د مقبل د مرثيې طرز ايرانيانو ډېر خوښ کړ.
همدا رنګ اردو ژبې ته مرثيه له فارسۍ نه راغله خو دلته مرثيې په لږه موده کښې ډېر پرمختګ وکړ.د اردو ژبې وړومبنے مرثيه ګو شاعر د دکن محمد قلي قطب شاه ؤ. بيا وروستو نوري، هاشم، ولي او کاظم مرثيې وليکلې خو په تېره بيا مرزا دبير او مرزا انيس چې اردو مرثيه کوم مقام ته ورسوله هغه مثال نه لري.

په پښتو ادب کښې مرثيه
کېدې شي چې پښتو مرثيه ليکونکو د نورو ژبو د مرثيو مطالعه کړې وي او د دې فن په وده او ترقۍ کښې يې ترې نه استفاده کړې وي خو له حقائقو نه دا معلوميږي چې په پښتو کښې مرثيه ډېره زړه ده نو پکار دي چې د دې دعوې په ثبوت کښې څو خبرې وکړو.
په پښتو کښې مرثيه په ملي وزن او آهنګ کښې د ټپې، چاربېتې او نيمکۍ په صورت کښې له هغه وخت نه راروانه ده چې ډېرې ژبې ترې لا خبر هم نۀ وې. په دې لړ کښې به وړومبې ټپه واخلو. د غاړو او ساندو په شکل پښتنې مېرمنې له ډېرو زمانو راهسې په خپلو مړو کسانو دا مرثيې وائي. غاړې او د غم ساندې اکثر پښتنې مېرمنې د غم او وير په جامه کښې وائي. نو چې څومره ټپه (لنډۍ) زړه ده هومره د پښتو مرثيه زړه يادولې شو. د ټپو په شکل او د ساندو په صورت کښې دا مرثيه چې داسې زرګونه ټپې او غاړې لري. له دې وروسته څېړونکي د يوې پښتنې مېرمنې د خپل لالي په مرګ باندې د غاړو څو نمونې وړاندې کوي لکه:

مرګه بې وخته ورله راغلے
يو يې ځواني وه بل يې ډېر وو ارمانونه
په جانان سپين کفن خوريږي
په ما وريږي د سکروټو بارانونه
نن به په چغو چغو ژاړم
د جانان زنه په خاسه باندې تړينه
زمکې کلنګ دې زورور دے
ځوانان ترې اخلې رالېږې تش پالنګونه
لحد مې سم ورسره جوړ کړئ
زۀ مرور اشنا په مرګ پخلا کومه
زمکې سلام به درته وکړم
چې د جانان مې خاورې نۀ کړې اندامونه

نو له دې دا حقيقت څرګنديږي چې لکه څومره پښتو ژبه زړه ده هومره د ټپې په شکل کښې پښتو شاعري زړه ده او چې څومره پښتو ټپه زړه ده هومره په پښتو کښې مرثيه زړه ده.
ارواښاد پروفېسر افضل رضا په خپله څېړنه کښې زياتوي:
له ټپو يا لنډيو نه علاوه د چاربېتو او نيمکيو په شکل کښې هم له مونږ سره د پښتو زړې مرثيې شته چې ښکلې نمونې يې زمونږ د مجاهدينو او نورو کتابونو کښې موجودې دي. دا هغه مرثيې دي چې د انګرېزانو او نورو استعماري ګوډاګيانو په خلاف د جنګېدونکو پښتنو شهيدانو په حقله په عوامي طرز کښې ليکلې شوې دي او قدامت يې له سلو کالو نه اوړي. همدا رنګ لکه مخکې چې ذکر وشو چې په پښتو کښې مرثيه د غاړې، ټپې، نيمکۍ، لوبې او چاربېتې په شکل کښې له ډېرو زمانو راهسې موجوده ده. په جديد دور کښې هم پښتنو شاعرانو د مرثيې لپاره د نظم يو خاص فني صورت نۀ دے خپل کړے بلکې د غزل په انداز کښې هم مرثيه ليکلې شوې ده. لکه د ښاغلي وهمي څو شعرونه چې وائي:

آه چې وخت د هغۀ نوم د اخېستو شو
ژبه اودرېده قلم مې په سجدو شو
هره ورځ چې نمر پرېوزي را په ياد شي
د کوفې د زمکې نمر چې په نېزو شو
هغه نمر خو د رڼا لپاره هسک ؤ
دا څه ورځ شوه ژوند خو لاړ په تېرېدو شو
منقبت هم د غزل په ژبه وائي
وهمي څه شو ستا د سترګو غزل ګو شو

ان تردې چې پښتنو شاعرانو د آزاد نظم په صورت کښې هم معياري مرثيې وليکلې او ځان يې د مرثيو د ليکلو لپاره د نظم په يو خاص شکل پورې محدود و نۀ ساتلو. د مثال په توګه د ارواښاد ايوب صابر صېب د هغې مرثيې يو څو شعرونه وړاندې کوو چې د مولانا عبدالقادر مرحوم په مرګ يې ليکلې وه چې د جذبات نګارۍ او عقيدت يوه ښکلې نمونه ده. وائي:

يو سړے ؤ نه خطا شوم
اداره وه، انجمن ؤ
د پښتو جنډا يې هسکه ګرځوله
په پښتو او پښتنو باندې مئين ؤ
يو استاذ ؤ نه خطا شو
پوهنځاے ؤ پوهنتون ؤ
د يو قام د فکر يون ؤ
بس يو کس ؤ نه خطا شو
يو کس نۀ ؤ د پښتو اکېډيمي وه
دبستان ؤ، په خپل ځان کښې يو جهان ؤ
يو خادم ؤ نه خطا شوم
يو مخدوم ؤ او هر چا ته ښۀ معلوم ؤ
يو عالِم ؤ نه خطا شوم
عالِم نۀ ؤ يو عالَم ؤ.

مرثيه چې د خپلو مخصوصو صفاتو اوخوبيو په رڼا کښې مونږ د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې لټوو نو څه دا رنګ تحقيقي مواد مو مخې ته راځي:
لکه له ټولو نه وړومبۍ په ادبي معيار پوره معياري مرثيه د ٤٢٥ هجري قمري کال په خواوشا کښې مشهور شاعر شېخ اسعد سوري د خپل پښتون مشر اميرمحمد سوري په مرګ ليکلې ده چې له محمود غزنوي سره له جنګ نه پس د هغۀ په اسارت کښې ووژل شو. دا مرثيه ٤٤ شعرونه لري او د شاعر د جذباتو پوره پوره عکاسي په ډېر اغېزناک انداز کښې کوي.او د يوې معياري مرثيې ټولې خوبۍ پکښې موجودې دي. د نمونې په توګه يې څو شعرونه داسې دي:

د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زملوي هر ګل چې خاندي په بهار
هر غاټول چې په بېديا غوړېدۀ وکا
رژوي يې پاڼې کاندي تار په تار
ډېر مخونه د فلک څپېړه شنۀ کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې ځار
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ شي
د بې وزلو وينې توې کاندي خونخوار

مونږ چې پښتو ادبياتو په تاريخ کښې مرثيه لټوو نو غوټ پنځۀ سوه کاله دور کښې مو يوه مرثيه هم په لاس رانغله. دا خو کېدې نۀ شي چې په دومره اوږد دور کښې به په پښتو ادب کښې مرثيه نۀ وي، خو د ګمنامۍ په تيارو کښې به دا فن پارې ورکې پرتې وي او يا به د فنا باد ضائع کړې وي. نو مونږ مجبور يو چې دلته د پښتو مرثيې په لړ کښې له دومره اوږ مېنځني دور نه پس د خوشحال بابا مرثيو ته مخه کړو. د خوشحال بابا په ليکلو مرثيو کښې دوه ډېرې مشهورې دي يوه هغه مرثيه چې په ١٠٩٨ هجري کال کښې يې د خپل نمسي معظم خان په مرګ ليکلې ده او بله هغه مرثيه چې په ١١٠٠ هجري کال کښې يې د خپل زوے نظام په مرګ ليکلې ده. دا دواړه مرثيې د پښتو شاعرۍ قيمتي پانګه ده. خوشحال بابا د مرثيې په ليک کښې هم يو مخصوص رنګ لري. هغه په دې موقع هم د قامي ننګ او داسې نورې خبرې کوي او د خپل زوے مرګ په کټ نۀ خوښوي او وائي:

کاش کۀ ځوان د پښتانۀ په ننګ کښې مړ وې
نه چې ګور لره روان شو له تولتکه
چې د قام په ننګ کښې ومړ هغه زويه
په عالم کښې د خپل پلار غاړه کا لکه
په لحد کښې هغه خوري به په چينجيو
چې د هيچا پرې پېرزو نه وه ځوانکه
که حيا وه که وفا وه که صفا وه
ښائسته ستا په وجود وه هره يکه
اسماعيل غوندې به دې راته تسليم ؤ
که په خلق مې د نظام کېښوده ګزلکه

او اشرف خان هجري په ١١٠٠ هجري کال کښې د بند په دوران کښې د خپل پلار خوشحال بابا په مرګ کومه مرثيه ليکلې ده هغه يوه جامع او په فني او فکري لوازماتو پوره مرثيه ده او ٤٩ شعرونه لري چې ابتداء يې داسې ده:

همه غم لره موجوده دا دنيا ده
په حصه يې تل ژړا کمه خندا ده
نه نه ځاے د خندا نه غلط مې ووې
بلکې دا همه ژړا لره پېدا ده
يعنې نن هغه امام د ننګياليو
په ډنبره غريب لاړ ډکه يې خوا ده
مسافر شو هغه شېر د جبالونو
چې زهره غوندې اوبۀ د اورنګ شا ده
نۀ يې زوے باندې حاضر نۀ برادر ؤ
سا يې قبضه له غمونو په صحرا ده
په شفا يې د رحمت شاد و خرم کړه
خوږ سينه يې په سل داغه مبتلا ده

رحمان بابا هم چې کله هغه ښکلي ښکلي او خواږۀ خلق لټوي او نۀ يې ويني نو په داسې ساندو او مرثيې سره يې يادوي:

خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلق
په ظاهر په باطن سپين سپېځلي خلق
هيڅ خندا مې له دې خلقو سره نۀ شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلق
خبر نۀ يم چې په کوم خوا پسې لاړ شم
ليدې نۀ شي هغه ما ليدلي خلق
دريغه يو ځلې که بيا په دينا راغلل
له جهانه په ارمان وتلي خلق
هزار حېف دے چې په خاورو کښې لاړۀ شي
په چَوو او په چندڼ لړلي خلق

په دولسمې هجري پېړۍ او له هغې نه وروسته تر جديد دوره پورې چې کومې مرثينې مونږ ته د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې ښکاري په هغو کښې دا مرثيې مشهورې دي لکه په ١١١٦ هجري کال کښې د شاه محمد هوتک په مرګ د هغۀ د لور زېنب بي بي ليکلې مرثيه. په ١١٢٠ هجري کال کښې د لوڼو په مرګ د پيرمحمدکاکړ مرثيه، هم په دغه کال کښې د ګل خان په حقله د رحمان بابا ليکلې مرثيه، د زوے غياث په مرګ د علي خان مرثيه، د زوے اوليا په مرګ د حافظ الپوري مرثيه، د زوےپه مرګ او په خپلې تباهۍ د عبدالعظيم بابا مرثيه. او له دې نه علاوه نورې ډېرې مرثيې دي چې ذکر يې دلته ګران دے البته دلته به د روماني قيصو مرثيو ته يوه لنډه اشاره وکړو.
د هغو کردارونو چې زمونږ په منظومو مشهورو داستانونو کښې مرکزي حېثيت لري د مرګ په موقع د غږونو، نعرو، ساندو، سندرو، بدلو او مثنوي په شکل کښې ډېره ژړا شوې ده داسې مرثيې زمونږ ټولو مشهورو روماني داستانونو لکه يوسف خان شېربانو، ښادي خان بيبو، موسی خان ګل مکۍ، توردلے شهۍ، جلات خان محبوبه، شېرعالم مېمونۍ او آدم خان درخانۍ کښې بيا موندې شي. د نمونې په توګه د ادم خان درخانۍ په مشهور رومان کښې د ادم خان په مرګ د صدر خان ليکلې مرثيې څو شعرونه وړاندې کوو چې وائي:

ځکه ګرځي وېنا وائي
نوحه ګرې مړي ستائي
فلک هسې رنګ ګردش کړه
د ادم يې ستائش کړه
مشتري لاړ له مکانه
تير پرې ښخ لاړ له کمانه
غرق په وينو کښې مريخ شو
د دنيا داور پرې تريخ شو
و رجعت ته جوړ افتاب شو
په هېبت په اضطراب شو
زهر عود آتش يې کېښود
چنګ يې مات طرب يې پرېښود
د وير دور پې برپا کړ
او برسات يې په ژړا کړ

په شلمه ميلادي پېړۍ کښې چې په پښتو کښې کومې مشهورې مرثيې ليکلې شوې ده هغه د موضوع ګانو له لحاظه داسې وېشو: د سياسي، قومي او مذهبي مشرانو او عالمانو په مرګ ليکلې مرثيې چې پکښې مشهورې دا دي: د ښاغلي ثمين جان په مرګ د مراد شينواري ليکلې مرثيه، د شاه خالد په مرګ د عظيم خان عظيم مرثيه، د قاضي مجيب په مرګ د شهاب الرحمن مرثيه، د پير مانکي شريف په مرګ د اجمل خان خټک او افضل خان شېدا ليکلې مرثيې او د ډاکټر خان په مرګ ليکلې مرثيه او داسې نورې.
همدا رنګ د پښتو ژبې د سترو پوهانو او شاعرانو او اديبانو په مرګ ليکل شوې مرثيې ډېرې زياتې دي . ګڼو پښتنو شاعرانو واقعي چې په دغو مرثيو کښې دغو ارواښادو ته د زړۀ په وينو ليکلې د عقيدت پېرزوينې د مرثيو په شکل کښې وړاندې کړې دي. په دغو مرحومينو کښې د عبدالمالک فدا، نوازخټک، عبدالخالق خليق، فضل حق شېدا، دوست محمد کامل، عقاب خټک، عبدالحۍ حبيبي، قاضي عبدالحليم اثر، سلطان محمد فاني، ايوب صابر، مشتاق احمد مشتاق، سيد ګل شاه خوستي، محمد امين خوګياڼے او د حسن خان سوز نومونه مشهور دي.
همدا رنګ په دې وورستيو وختونو کښې د حمزه بابا او غني خان په شان د پښتو ژبې د مشهورو اديبانو او شاعرانو په وفات ليکل شوې مرثيې د پام وړ دي چې د نمونې په توګه د ارواښاد حمزه بابا په وفات زه (انور شاهين خانخېل) خپله مرثيه وړاندې کوم:

سر بالا په شاعرانو يې حمزه
شمېر په لوړو انسانانو يې حمزه
ستا شمله ده د خېبر له غرونو جګه
تۀ غېرت د غېرتيانو يې حمزه
د کلام هره مصره دې پښتنه ده
ستر پېشوا پښتو ويانو يې حمزه
هر غزل دې سمندر د معرفت دے
مير مجلس د عارفانو يې حمزه
پېروکار چې د علي ولي الله يې
په ټولي کښې د وليانو يې حمزه
د رسول د آل چې خاورې د قدم شوې
په سر تاج د بادشاهانو يې حمزه
په جنت کښې اوس ښۀ هسکې سترګې ګرځه
دوست جنت د سردارانو يې حمزه
شاهين ولې به ماتم درپسې نۀ کړي
عزادار د حسنيانو يې حمزه

په پښتو ادب کښې د امام حسېن (ع) مرثيې
په مجموعي توګه د مرثيې له تعريف، تاريخ او پښتو ادب کښې د مرثيې له ذکر نه پس په امام حسېن (ع) او د کربلا په غمېزه باندې د مرثيې چې د ټولو مرثيو په سر کښې ځاے لري په پښتو ادب کښې لټوو.لکه چې مخکښې مو ذکر وکړ چې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکې کورنۍ او اهلبېتو (ع) سره د پښتنو له خاصې مينې نه دا څرګنديږي چې پښتنو به له هم هغو وختونو څخه د امام حسېن (ع) په شهادت او د کربلا په غمېزه باندې هم هغه وخت مرثيې پېل کړي وي کله چې دغه دردوونکې پېښه رامنځته شوه خو مونږ به دلته يوازې هغه مرثيې راخلو چې کومې معلومې او واضحې دي. نو د امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په ياد او غم کښې چې چا په ډېرو پخوانيو وختونو کښې قلم اوچت کړے دے او مرثيې يې څرګندې دي د پښتو محقق سيد حسېن انوري د تحقيق مطابق ارواښاد سيد مير عاقل شاه دے چې د اورکزيو د تيراه د سيمې د محمد خېلو د کلي اوسېدونکے ؤ او د همدغې سيمې د مشهور عارف او شاعر ارواښاد سيد ميرانور شاه له نيکونو څخه ؤ او بزرګوار سيد مير انور شاه صېب يې په خپلو شعرونو کښې وصف بيان کړے او د هغۀ د عبادت، سخاوت او رياضت ذکر يې کړے دے او ليکلي يې دي چې د تهجد د نمونځ په دوران کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو سره د بغض لرونکو دښمنانو په لاس شهيد شوے ؤ. خو له بده مرغه د زمانې د څپېړو په وجه يې د زوکړې او وفات تاريخونه له منځه تلي دي خو چې د هغۀ ليکل شوې کومې مرثيې تر لاسه شوي دي د هغو يوه نمونه په دا ډول ده:
زړۀ مې درجار د مصطفی قره العېنه تۀ مۀ ژاړا حُسېنه
يو دې نيکۀ دے بهترين شاه کونېنه تۀ مۀ ژاړا حُسېنه
که دې په زړۀ چې سکينه نيازبينه لور شي څه پاتې به ضرور شي
هر دوه غوږونه به يې پاره شي بې کسۍ نه تۀ مۀ ژاړا حُسېنه
چې تۀ ژړا کوې د ژړا اسرار دې دا دے په زړۀ دې کربلا دے
علي اکبر، قاسم له غمه ډېر يې تۀ حزېنه تۀ مۀ ژاړا حُسېنه
دا پورې ناسته فاطمه بي بي زهرا ده په څه د تا ژړا ده
په هغه سات چې وينه ځي اصغر وړې مرۍ نه تۀ مۀ ژاړا حُسېنه
ژړا دې کړه عباس نشان چې دې په زړۀ شو زېنب فکر دې وشو
د خېمه ګاه شور دې په زړۀ له طرفېنه تۀ مۀ ژاړا حُسېنه
د مير عاقل ګناه نه تۀ تېر شې مهربانه عاصي دے ډېر بې شانه
بيا عباس په مخ يې پرې نږدې يدېنه په ننګ د شاه حُسېنه
له سيد مير عاقل شاه نه پس چې په بل دور کښې د حضرت امام حسېن (ع) د شهادت او د کربلا د غمېزې په موضوع چې په مرثيه نګارۍ کښې د چا نوم راځي هغه هم د سيد مير عاقل شاه له نمسو څخه مشهور عارف، عالم او شاعر ارواښاد سيد مير انور شاه دے چې هم د اورکزۍ سيمې په کلايه کلي کښې دنيا ته راغلے دے. د زوکړې تاريخ يې نۀ دے معلوم خو وفات يې ١٢١٤ هجري کال دے. هغه يو ډېر لوے با عمله ديني عالم او د کراماتو خاوند ؤ. د دغه سيد د نسب شجره حضرت امام حسېن (ع) ته رسېږي. په تيراه سيمه کښې د ارواښاد مير انور شاه خاندان په ميا خاندان او مريدان يې په ميا مريدانو مشهور دي. د پاکستان د شيعه مسلمانانو ارواښاد قائد شهيد علامه عارف حسېن حسېني د هغه له خاندان څخه ؤ. ويل کيږي چې داسې وخت ؤ چې د جهالت په وجه د دغې سيمې خلق د خداے د ګران رسول (ص) د خاندان له فضائلو، مناقبو او په کربلا کښې په دغه خاندان باندې له ظلمونو او ستمونو څخه بې خبره وو چې دغه عالم او تقوا دار سيد په خپل حکمت او کراماتو سره د خلقو په زړونو کښې د رسول اکرم (ص) له کورنۍ سره هيره کړې شوې او اوده شوې مينه بيا راژوندۍ کړه. چې په دغو بېدار شويو کسانو کښې د دغې سيمې د پښتنو ستر مشر او خان ارواښاد قنبر علي خان ؤ .د ارواښاد سيد ميرانور شاه مرثيې او نور کلامونه په کتابي شکل کښې د (( صحيفه انوريه )) په نامه راغونډ شوي او چاپ شوي دي.
له سيد مير عاقل شاه او سيد مير انور شاه نه پس چې د پښتو مرثيې په تاريخ کښې کوم ځلانده نوم راځي هغه د اورکزۍ سيمې ارواښاد قنبر علي خان دے چې د پلار نوم يې سلطان سرور خان ؤ. د زوکړې تاريخ يې ندے معلوم البته د ١٢٠٧ هجري قمري کال د رجب يا زبرګې د مياشتې په يولسمه نېټه په پېښور کښې وفات شو او د پېښور د بالا ماڼۍ د سيمې په اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو. ارواښاد قنبر علي خان د ارواښاد سيد مير انور شاه په ذريعې سره له بېدارۍ او د هغۀ د مصاحبت له اختيارولو نه پس له هغۀ نه ډېر علمي او روحاني فېض حاصل کړ او ويل کيږي چې د قرآن مجيدحديث، علم اعداد او نورو علمونو سره سره له پښتو نه علاوه يې په عربۍ او فارسۍ ژبو هم تسلط لرۀ. د هغۀ درې ټوکه شعري مجموعې چاپ شوي دي چې پکښې د حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په ياد کښې ګڼ شمېر مرثيې هم موجودې دي. له ټولو نه وړومبۍ شعري مجموعه يې د ديوان قنبر په نوم ښاغلي همېش خليل راغونډه کړې ده.
د پښتو مرثيې په تاريخ کښې چې د کوم مشهور شخصيت نوم مخې ته راځي هغه ارواښاد سيد احمد شاه بابا دے چې د کرمې اېجنسۍ په مهوره کلي کښې دنيا ته راغلے دے.د زېږېدنې او وفات تاريخ ىې تر اوسه نۀ دے تر لاسه شوے خو له کلام نه يې دومره معلوميږي چې د ارواښاد سيد مير انور شاه او ارواښاد قنبر علي خان له دور سره يې تعلق لرۀ. ځکه چې په يو کلام کښې د ارواښاد قنبر علي خان يو عرفاني کلام ته يې ځواب ورکړے دے او هغه يې په خپل کلام کښې خپلو ځينو عارفانه کمزوريو ته متوجه کړے او لارښؤنه يې ورته کړې ده. د سيد احمد شاه بابا د کلام طرز او سبک د کرمې اېجنسۍ د شاعرانو له طرز او سبک نه بالکل مختلف دے کټ مټ د ارواښاد رحمان بابا، خوشحال بابا او حمزه بابا له طرز اوسبک سره سمون خوري او له کلام نه يې دا پته لګي چې د خپلې زمانې يو ډېر عالم او عارف شخصيت ؤ. د ارواښاد سيد احمدشاه بابا د ډېر کلام د ضائع کېدو باوجود اوس هم ډېر کلام د هغۀ د خاندان له اولاد سره موجود دے خو لا چاپ ته نۀ دے رسىدلے او له هغوي څخه هيله کيږي چې چاپ يې کړي چې دا کار به د پښتو په ادب يو لوے احسان وي.
د امام حسېن (ع) او د کربلا د غمېزې په ياد کښې د پښتو مرثيو په تاريخ کشې د ډېرو شاعرانو او سترو شخصيتونو نومونه مخې ته راځي خو دلته دا ګنجائش نشته چې بيل بيل د ټولو په حقله څه ليکنې وکړوو او د مرثيو نمونې يې وړاندې کړو البته يوازې له هغوي څخه د ځينو د نومونو په وړاندې کولو به بسنه وکړوو په دغو کسانو کښې د ارواښادو ملا دوست علي، ملا نظام الدين، سيد امير شاه، مير حسن زۍ بنګښ، پير نورالله شاه، سيد ميران، سيد ګلون، جعفر علي، ملا دستار علي ، ملا عاشق علي، استاد فدا محمد، سيد کامل شاه، محمد يار، هوس، ميا شاه رضا، شاه نصيب، محمد عثمان خان، سيد محسن، حسن، سيد عباس، اسماعيل، عبدالله د نوښار، نورالله، نوروز علي، قاضي سيد محمد اکبر، سيد مير عبدالله شاه، سيد نظرب شاه ، سيد جعفر حسېن،نادر علي، خداے نظر، ګل اکبر، ملا موسی، ميراصغر، ملا شاه جان، مولوي عبدالجبار، حسېن غلام، غلام نبي او نور ډېر نومونه مخې ته راځي چې اکثر پکښې د خپل وخت ډېر ستر ستر اديبان، شاعران ، عالمان او روحاني شخصيتونه وو کتابونه يې ليکلي وو چې پکښې ځينې آثار د زمانې د چپو له لاسه ضائع شوي يا نۀ دي چاپ شوي.
د امام حسېن (ع) په شهادت او د کربلا په غمېزه باندې له مرثيو نه علاوه ځينو شاعرانو بشپړه جنګنامې هم ليکلي دي چې ځينې پکښې په دا ډول دي: جنګ نامه، ليک اخون کبير (١٢٩٧ هجري کال ) جنګ نامه حسنېن (ع) ليک ملا نعمت الله (١٣١٠ هجري کال )، جنګ نامه حسنېن (ع) سيد بو علي شاه (١٣٢٢ هجري کال)، جنګ نامه ليک ملا رحمت ( ١٣٣٩ هجري کال) ، جنګ نامه حضرت قاسم (ع) ليک غلام محی الدين ١٨٧٧( ميلادي کال) ، جنګنامه امامېن عليهم السلام ليک سيد حسېن (١٨٨٠ هجري کال، جنګنامه امام حسېن (ع) ليک ارمان مري د بولان، جنګنامه امام حسېن (ع) نيازبګټي د بولان او جنګنامه فېضان،
په دغو جنګنامو کښې د اروښاد سيد بو علي شاه چې د چارسدې د شبقدر سيمې اوسېدونکے ؤ د جنګنامې څو شعرونه د نمونې په توګه وړاندې کوو:

حسېن وې سکينه پورته کړئ له خاورو
اس يې تېز کړلو روان د جنګ په لارو
خبردار شئ خلقه! زۀ هغه حسېن يم
د حضرت رسول الله قره العېن يم
مور مې هم چې فاطمه بي بي زهرا ده
د مور مور زما خديجه الکبرا ده
پلار د مور مې نبي، مور يې خديجه ده
يم نمسے د پاک حضرت دا نتيجه ده
خاندان د نبوت زمونږه کور دے
د دښمن کور مې د خداے په غضب خور دے
زما پلار علي ولي د حضرت يار دے
هم يې زوم ، هم يې تربور صاحب وقار دے
شهسوار يم د عربو قرېشي يم
په قرېشو کښې سردار کور هاشمي يم
په سيالانو کښې مې پورته سيال داري ده
په هر چا باندې مې پورته دينداري ده
ختم شوے په نيکۀ مې رسالت دے
روزي شوے مې د پلار ټول شجاعت دے

د پښتو شاعرۍ په جديد دور کښې تقريباً هر پښتون شاعر د کربلا مظلومو اهلبېتو (ع) ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړي دي په دغو جديدو شاعرانو کښې چې څه پکښې وفات شوي او څه ژوندي دي د ځينو نومونه په دا ډول دي:
خوشحال بابا،حمزه بابا ، غني خان بابا، بابای ملاکنډ عبدالحکيم قادري،قلندر بابا،ګل باچا الفت، خانمېر هلالي، سمندر خان سمندر، جعفرحسېن رښتونے، طاهر خان کلاچوي، محمد اشرف غمګين، فرېحان شېدا ، ابوالخېر ځلاند، څرګند علي رمزي، فضل الرحمن فېضان، ميراحمد خان صوفي، علي حېدر جوشي، ايوب صابر، روشن بنګښ، شريعت خان سائل،افګار بخاري، تقي هاشمي، پرېشان خټک، فضل حق شېدا، مفلس درانے، اخونزاده مسافر، مرتضی خان شاهين، عزېز مظاهري، مجبور سوراني، مولانا وصال محمد وصال، ميراعظم پښتونزاده، دلخرم خرم، ګل محمد مسرور، خيالي وزير، عابس حسېن عابس، اجمل خټک، ډاکټر امير سلطان شاهد، ثاقب جان ثاقب، محمد دين مقيد، لطيف وهمي، اقبال بهلول مروت، اقبال حسېن افکار، فېروز خان آفرېدے، علي کمېل قزلباش، همايون هما، ډاکټر محمد اعظم اعظم، لطيف پرېشان، پرېشان داودزے، پروفېسر محمد اسلام ارماني، فريد صحرائي، ډاکټر راجولي شاه خټک،ډاکټر محمد اسحاق سباؤن، رحيم ګل باچا، مهراب ګل خټک، غفر علي پتنګ، شعبان علي طوري، عادل حسېن طوري، فېروز نظامي، محمد زبېر حسرت، طاهر کلاچوي،غالب سرحدي، عبدالمالک فدا، غلام جېلاني فقير، شېر شاه ترخوي، داد محمد دلسوز، عبدالناصر زخمي، رومان ساغر، عبدالباري اسير، فضل غني مجاهدي، محمد يوسف قدردان، صفدر خان صفدر، جان پروېز فاني، محمد امين ناقرار ، جمشېد خان سيماب، طلا محمد فورمېن، انور خان ديوانه، سيد نواز شاه، مبارک احمد مبارک، ميا اکرام الله ګران، فضل عظيم عظيم، محب الله شوق، مجيدالله خليل، جوهر خليل، ابراهيم کامران، منير حسېن طوري،حاجي ګل صوفي، ډاکټر مير احمد صوفي، سيد امين سوچي، سيد وهاب حسېن وهاب،محمد رحيم درانے محبوب ګل ياسر، عزېزالرحمن عزېز ، اکبر زمان انجم، سراج افريدے، ملنګ جان، سيد صديق رضا، سردار علي، واجد الله ، سيد محمد، هلال، محمد حسنېن، مرتضی بنګښ، سيد عبدالله، مشاهد حسېن ، علي حېدر، مشتاق حسېن، او زۀ بنده انور شاهين خانخېل او داسې نور ګڼ شمېر نومونه دا وخت مې ياد نه دي.
دلته پکار دے قدرمنې مېرمنې هم هېرې نه کړې شي ځکه چې د امام حسېن (ع) د غم په ژوندي ساتلو کښې د مېرمنو ونډه ډېره زياته ده او اکثرو مېرمنو به په محرم کښې په کورونو کښې د پښتو جنګ نامه ويله او د کور مالت ښځې، جينکۍ او ماشومان به ورته راغونډ وو او د اهلبېتو عليهم السلام په مظلوميت به يې ژړل نو د پښتو ادب په تاريخ کښې به ډېرو شاعرانو مېرمنو د امام حسېن (ع) او کربلا باندې کلامونه ويلي وي چې دا وخت مې هغه نومونه په اختيار کښې نشته او که چا د قلم خاوندانو پرې تحقيق کړے وي نو ما سره دې يې هم شريک کړي. البته د اوس زمانې د ځينو محترمو مېرمنو ځينې نومونه وړاندې کوم: ساجده مقبول تنها، کلثوم زېب، ثمينه قادر، ناز تنها شنواري ـ فاطمه ګل ځلا، صبا خان ـ فرزانه رسول صنم ، ناز پرور ناز ـ نرګس ادا، عزرا عالم حيا وغېره
په بيان شويو شاعرانو شخصيتونو کښې ځينو د حضرت امام حسېن (ع) په شهادت ، د کربلا په غمېزې او د پاکو اهلبېتو (ع) په فضائلو مشتملې جدا شعري مجموعې هم ليکلې دي لکه د ارواښاد حمزه بابا د(( زړۀ اواز)) نومې کتاب او د روشن بنګښ (( حسېن د هر چا)) نومې کتاب وغېره.
دلته دا عرض کول پکار دي چې په مرثيه کښې شاعر ته پکار دي چې شعرونه يې له دې سره سره چې پکښې د امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو مظلوميت، د اهلبېتو مناقب او فضيلت بيان شوې وې او خلق وژړوي د امام حسېن (ع) د شهادت او د کربلا د انقلاب هدف او مقصد ولري او خلق د اسلام د غلبې هغه ستر نړيوال انقلاب ته اماده کړي چې د امام حسېن (ع) مقصد او هدف ؤ او د هغه حضرت نمسے اود اهلبېتو عليهم السلام دولسم امام حضرت امام مهدي (ع) به يې په خپل ظهور سره برپا کوي.