شفاعت

شفاعت د مسلمانانو له مشترکو عقیدو څخه دی، چې د نورو بخښلو لپاره د خدای ته منځګړي کیدو ته اشاره کوي. البته مسلمان علماء د شفاعت په معنی او د هغې د پولو په اړه اختلاف لري. اماميه، مُرجئه او اشاعره په دې عقيده دي چې… په شفاعت لویو ګناهونو کوونکیو ته هم شامل دی. البته د اماميه فقهې له نظره يوازې هغه چا ته شاملیږي چې خدای یې له دینه راضي وي. له بلې خوا د معتزله او زیدیه په څېر ډلې په دې باور دي چې شفاعت د ثواب د زیاتیدو او د ګټې لاسته راوړلو په معنا دی او یوازې د هغو کسانو لپاره ده چې توبه کوونکي او اطاعت کوونکي دي.

مسلمان پوهان په دې متفق دي چې پیغمبر (ص) له شفاعت کوونکو څخه یو شفاعت کوونکی دی. اماميه معصوم امامان شفاعت کوونکي ګڼي. مسلمانو علماوو هم په شیعه او سني روایتي منابعو کې د روایتونو په حواله سره پیغمبران، دیني عالمان، شهیدان، مؤمنان او هغه کسان چې قرآن کریم یې حفظ کړی شفاعت کوونکي ګڼي. ځینې وهابیانو د پیغمبر شفاعت یوازې په هغه ژوند کې محدود کړی دی. په دې نظر باندې د نورو مسلمانو پوهانو لخوا هم اعتراض شوی دی.

مسلمان علماء په دې متفق دي چې د شفاعت کوونکو په شفاعت کې کافران او مشرکان شامل نه دي. همدارنګه د شیعه امامانو په ځینو احادیثو کې راغلي دي چې هغه څوک چې لمونځ سپک ګڼي، هغه څوک چې په دین کې مبالغه کوي او ظالم پاچاهان د شفاعت کوونکو له شفاعت څخه محروم دي.

د شفاعت کلمه په قرآن کریم کې شاوخوا 30 ځله کارول شوې ده. په ځينو آيتونو كې شفاعت يوازې خداى سره شوى او د نورو آيتونو پر بنسټ خداى هغه  پېغمبر او نورو ته هم وركړى دى.

د شفاعت په اړه اثار ليکل شوي دي، د جعفر سبحاني کتاب «الشفاعة فی الکتاب و السنة» او د سيد کمال حيدري کتاب «الشفاعة» په دغو اثارو کې شامل دي.

د مسلمانانو له مشترکو عقایدو څخه

په اصل شفاعت باندې ټول مسلمانان متفق دي.[۱] علامه مجلسي په حق العقين کې په دې باندې اعتقاد د دين له ضرورياتو څخه بللی دی.[۲] ابن تيميه د اصل شفاعت له هغه عقيدو څخه ګڼلی دی چې د ټولو مسلمانانو لخوا منل شوی او هغه په ​​دې نظر دی چې په دې اړه روایتونه متواتر دي او په معتبرو او صحیح حدیثي کتابونو کې روایت شوي دي.[۳] د هغه روایت پر بنسټ چې شیخ صدوق له امام صادق(ع) څخه روایت کړی دی، که څوک د شفاعت انکار وکړي نو هغه له شیعو نه دی.[4]

البته د شفاعت په معنی او اثارو کې د مسلمانو فرقو او علماوو تر مینځ اختلاف دی.[۵] د اماميه، اشاعره او مرجئه په اند، شفاعت د ضرر د مخنيوي او له ګناهکارانو څخه د عذاب او عقاب لرې کول دي.[6] خو ځینې لکه معتزله هغه د ثواب د زیاتیدو او د هغو کسانو لپاره ګټه کول ګڼلي دي چې اطاعت کونکي او توبه کونکي دي.[7]

ویل کیږي چې د شفاعت کلمه له مشتقاتو سره په قرآن کریم کې کابو ۳۰ ځله کارول شوې ده.[8] همدارنګ د شیعو[9] او اهل سنتو[۱۰] له پیغمبر اکرم(ص) او له شیعه امامانو(ع) څخه د شفاعت په اړه په روایي سرچینو کې روایتونه راغلي دي. همدارنګه په مسلې د مسلمانو متکلمانو او مفسرینو هم بحثونه کړي دي.[۱۱] په یهودیانو او عیسایانو کې هم د شفاعت عقیده شته.[۱۲]

 

په مسجدالنبی کې لیکلی شوی د شفاعت حدیث

 

مفهوم پیژندله

شفاعت د هغه چا څخه د عذاب او سزا د لیرې کولود غوښتې په معنی دی چې د عذاب او سزا مستحق دي.[13]، یا په بل عبارت، دا د ګناهونو د بښنې او بخښلو په برخه کې یو ډول منځګړیتوب دی.[14]

تفاوت معنای دینی و عرفی شفاعت

د شيعه مفسر ناصر مکارم شيرازي د شفاعت د دیني معنې او عامه معنې تر منځ توپير کړی دی او په دې نظر دی په عامه معنا شفاعت کوونکی له خپل مقام، شخصيت او نفوذ څخه په استفادې سره د يو ځواکمن شخص نظر د خپلو ماتحتانو د سزا په هکله بدلوي، پرته له دې چې د شفاعت شوونکو په روح کې کوم بدلون راشي، خو هغه شفاعت چې په قرآن او احادیثو کې ذکر شوی، د شفاعت شوونکی د بدلون په محور کې ګرځي. يعنې په شفاعت شوونکی کې داسې اسباب رامنځ ته کیږي چې له هغه ناوړه حالت څخه راوځي چې کوم د عذاب وړ و، او له شفاعت کوونکي سره د اړيکو له لارې ځان په داسې مناسب حالت کې اچوي چې د بښنې وړ او مستحق ګرځي.[۱۵]

شفاعت د هدایت او لارښوونی په معنا

ځينې بيا شفاعت د هدايت او رهبرۍ په معنا ګڼي او په دې اند دي چې په دې دنيا کې د شفاعت کوونکو د شفاعت څګندیدل، د هغوی لارښوونه ده، نو څوک چې په دنيا کې له هدايت څخه برخمن نه وي هغه به په آخرت کې له شفاعت څخه برخمن نه وي.[۱۶] مرتضی مطهري او جعفر سبحاني د خپل امت لپاره د رسول الله(ص) او نورو پیغمبرانو شفاعت، د قرآن شفاعت او حتی د عالمانو په لاس د هغه چا شفاعت چې د هغوی له خوا یې ښوونه او لارښونه شوې ده، له همدې ډلې څخه ګڼلی دی.[17]

توسل او مغفرت سره د شفاعت رابطه

د جعفر سبحاني په وينا د دعا بېلابېل ډولونه دي، چې يو يې له هغه چا څخه د شفاعت غوښتنه ده، چې خداى پاک د شفاعت اجازه ورکړې وي، نو له همدې امله دعا يو اړين عمل دى، چې په هغه کې د لوړ مقام خاوند ته پناه وړي او له هغه څخه د شفاعت غوښتنه کوي او شفاعت کونکی د هغه چا کس لپاره له خدایه بخښنه غواړي.[۱۸] د توسل په دعا کې چې له مشهورو دعاګانو څخه ده، د «شفاعت» او «توسل» دوه کلمې یوځای راغلي دي یعنی له څوارلسو معصومینو څخه هم توسل شوی او هم ترې د شفاعت غوښتنه شوې ده.[۱۹]

د مرتضی مطهري په اند، شفاعت هماغه الهي بخښنه ده چې کله یې خدای ته چې د خیر او رحمت سرچینه ده، نسبت ورکړی شي، نو ورته «مغفرت» ویل کیږي او کله چې د رحمت منځګړو ته یې نسبت ورکړی شي نو «شفاعت» بلل کیږي.[20]

شفاعت کوونکي

مسلمان پوهان په دې متفق دي چې رسول الله(ص) له شفاعت کوونکو څخه دی[۲۱] د دوی په اند د «وَمِنَ اللَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَکَ عَسَیٰ أَنْ یَبْعَثَکَ رَبُّکَ مَقَامًا مَحْمُودًا» په آیت کې له محمود مقام مراد [22] هماغه «د شفاعت مقام» دی چې خدای له رسول الله (ص) سره وعده کړې ده [۲۳] شیخ مفید په اوائل المقالات کې ویلي دي چې امامیه په دې اجماع لري چې له پیغمبر(ص) نه علاوه به امام علي (ع) او نور معصوم امامان (ع)، هم د خپلو شیعو شفاعت کوي.[24] هغوي هغه روایتونه د دلیل په توګه راوړي چې د امام علي(ع) او نورو شیعه امامانو په شفاعت کوونکي شونې باندې کوي.[25]

دې آیت «لا یَمْلِکُونَ الشَّفاعَةَ إِلاَّ مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمنِ عَهْداً،[۲۶] له مخې هغه څوک د شفاعت کولو توان لري چې له خدای سره یې تړون کړی وي.[۲۷] مفسرینو د «عهد» د معنی په اړه مختلف نظرونه څرګند کړي دي.[28] ځینې مفسران لکه طَبرسی او سید محمدحسین طباطبایي چې د عهد معنی په خدای باندې ایمان او د هغه د پیغمبرانو تصدیق دی.[29] ځینې یې نیک عمل[30] او ځینې یې توحید او اسلام[31] سره معنا کوي. د شيعه مفسرينو يوې ډلې د ځينو روايتونو[32] په حواله دا (عهد) تړون د امام علي(ع) او له هغه وروسته د معصومو امامانو د ولایت منلو په منعا بیان کړی دی.[33]

ځينو د نجم د سورت د ٢٦ آيت په حواله ملائکې شفاعت کوونکي ګڼلي دي.[34] له امام علی(ع) څخه په نهج البلاغې کې د یو روایت له مخې، قرآن هم له شفاعت کوونکیو څخه دی.[35]د ځینو روایتونو له مخې چې په شیعه او اهل سنتو دواړو سرچینو کې راغلي دي: پيغمبران، ديني عالمان، شهيدان،[36] مؤمنان[37] او د قرآن حافظان [38] د شفاعت کوونکو په توګه معرفي شوي دي. همدارنګه د ځينو رواياتو پر بنسټ چې په شيعه سرچینو كې راغلي دي، ګاونډې د خپل ګاونډي شفاعت كولاى شي او خپلوان هم د خپلو خپلوانو لپاره شفاعت كولاى شي.[39] په ځینې روایتونو کې توبه هم د شفاعت کوونکیو په توګه معرفي شوې ده.[40]

 

پیامبر(ص):

و أمّا شَفاعَتِي ففي أصحابِ الكَبائرِ ما خَلا أهلَ الشِّركِ و الظُّلمِ؛ او زما شفاعت د لویو ګناهونو د مرتکبینو لپاره دی او مشرکانو او ظالمانو ته نه رسیږي.

شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۳۵۵.

 

شفاعت شوونکي

په دې اړه د مسلمانو علماوو ترمنځ اختلاف دی چې د شفاعت کوونکیو شفاعت به چا ته رسیږي.[۴۱] امامیه د سوره انبیاء ۲۸ آیت ته پام [۴۲] او د معصومو امامانو روایتونو ته په پام [۴۳] په دې باور دي چې شفاعت یوازې د هغه چا لپاره دی چې الله تعالی د هغه له دینه راضي وي؛ که هغه لويه ګناه کړی وي او که وړه.[44] هغوي همدارنګه د معصومو امامانو روايت ته په پام[45] هغه کسان چې توبه وباسي له شفاعته بې نیازه ګڼي.[26] اشاعره او مرجئه په دې هم په دې باور دي چې د رسول الله(ص) له امت څخه هم د لویو ګناهونو کوونکیو ته شفاعت رسیږي.[47] له بل پلوه معتزله، خوارج او زيديه په دې اند دي، چې شفاعت يوازې هغه مؤمنانو ته شامل دی، چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې وي [۴۸] او د قرآن د ځینې آيتونو لکه د سورت البقره ٤٨ آيت او د سورت غافر په ١٨ آيت په دلیل سره وايي چې هغه کسانو ته چې ستر ګناهونه یې کړی وي او توبه یې نه وي کړی د پیغمبر (ص) شفاعت نه رسیږي.[۴۹]

اماميه او نورې مسلمانې فرقې د سوره غافر18 آیت [50] او د رسول الله (ص) [51] او د شيعه امامانو(ع)[52] روايتونو په دلیل سره په دې باندې اتفاق لري چې مشرکانو او کافرانو ته شفاعت نه رسیږي.[53]

امام صادق(ع) له پېغمبراکرم(ص) څخه يو روايت نقل کړى دى، چې له مخې يې څوک چې لمونځ سپک ګڼي، د هغوي له شفاعت څخه به بې برخې پاتی کیږي.[۵۴] همدارنګه د ځينو شيعه او ناصبي روايتونو پر بنسټ ناصبیان، ظالمو پاچاهانو او په دين کې غالیانو ته شفاعت نه رسیږي.[۵۵]

شفاعت د خدای په اجازې سره

مسلمان پوهان په دې متفق دي چې د شفاعت کوونکو شفاعت او همدارنګه د هغو کسانو لپاره د شفاعت قبلیدل، چې د شفاعت وړ دي، ټول د خدای په اجازې سره دي. د سوره بقرې په ۲۵۵ آيت، [۵۶] د سوره يونس آيت، [۵۷] د سوره طه په ۱۰۹آيت،[۵۸] او د سوره نجم په 26 آیت سره،[۵۹] چې په دغو آیتونو کې بیان شوي دي چې شفاعت د خدای په اجازې سره ترسره کیږي، د دلیل په توګه راوړي دي.

ځينې دغو آيتونو سره لکه «قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیعًا؛[۶۰] ووايه چې د ټولو خلکو شفاعت له خدای سره دی.» او دې آیت «مَا لَکُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِیٍّ وَلَا شَفِیعٍ؛ له هغه پرته ستاسي لپاره بل هيڅ مرستندوى او شفاعت كوونكى نشته».[۶۲] شفاعت یې يوازې الله سره خاص كړى دى.[۶۳] د هغوي په ځواب كې ويلي شوي دي چې شفاعت د خداى لپاره دى خو مفسرين په دې متفق دي چې د سوره اسراء د ٧٩ آيت او د دې په تفسیر کې د روايتونو [٦٤] پر بنسټ خداى دا مقام چې په دې آيت کې د محمود د مقام په نامه ياد شوى دى، رسول الله(ص) ته ورکړى دى.[۶۵] ځینو هغه آيتونو ته چې په کې د خداى په اجازه د شفاعت د مکمل کیدو او قبولیدو ته اشاره شوې ده، راوړي دي او ويلي يې دي چې دا سمه ده چې شفاعت د خداى لپاره دى، خو د دې آیتونو له مخې خداى تعالى خپلو ځينو نږدی بندګانو ته د دې اجازه ورکړې ده.[66]

له مړي د شفاعت غوښتلو سره د وهابیت مخالفت

ابن تیمیه او د هغه په ​​پیروی کې ځینې وهابیان له پیغمبر(ص) او نورو شفاعت کوونکو څخه د هغوی له مړینې وروسته یا د هغوی په غیاب کې د شفاعت غوښتل او په عموم کې له خدایه پرته له بل چا څخه د شفاعت غوښتل بدعت او شرک ګڼي.[۶۷] ابن تیمیه وايي چې د رسول الله(ص) تر وفات وروسته هیڅ یوه صحابي له هغه څخه د شفاعت غوښتنه نه ده کړی او نه هم له څلورو فقهاوو څخه هیچا د هغه د مستحب شونې او واجب شونې په اړه فتوا ورکړې ده، نو دا کار بې دلیله او د صحابه کرامو د طریقې خلاف عمل دی.[68] عبدالعزيز بن باز (د سعودي عربستان وهابي مفتي) د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې شفاعت د خداى ملکیت دى او رسول الله(ص) او نور شفاعت کوونکي له مړينې وروسته دغه ملکیت کې تصرف نه شي کولی نو له همدې امله له هغه چا څخه شفاعت غوښتل چې مړ شوی وي او د څه کولو توان نه لري، شرک دی او روا نه دی.[۶۹]

 

امام صادق(ع):

إِنَّ شَفَاعَتَنَا لَا تَنَالُ مُسْتَخِفّاً بِالصَّلَاةِ؛ زموږ شفاعت هغه چا ته نه رسي چې لمونځ سپک وګڼي.

شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۰۶.

 

شیعه کلام څیړونکی عالم سید علي میلاني د سني منابعو یو روایت سره دلیل راوړی او وایي: صحابه کرامو په ځینو حالاتو کې د رسول الله(ص) له وفاته وروسته هم له هغه د شفاعت غوښتنه کوله.[70] د دې روایت له مخې د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې قحطي رامنځ ته شوه او بلال بن حارث یو صحابی، د رسول الله صلی الله علیه وآله قبر ته ورغی او هغه سره یې توسل وکړ او له خدایه یې د باران غوښتنه وکړه، ترڅو امت له قحطۍ وژغورل شي.[۷۱]

د آیین وهابيت په كتاب كې د جعفر سبحاني له قوله راغلي، له هغو شفاعت كوونكو څخه چې له دنیا وفات شوي دي، د شفاعت غوښتنه، د قبرونو له پټو جسدونو څخه د شفاعت غوښتنه نه ده. بلکي يو له هغو پاکو او ژونديو روحونو څخه غوښتنه ده چي د برزخي جسدونو سره په برزخي نړۍ کې دي او د قرآن له نظره ژوندي او حيّ دي.[۷۲]

د شفاعت انکار او د هغې ځواب

ځینو کسانو د شفاعت د مشروعیت انکار کړی دی او ځینې دلیلونه یې راوړي دي چې په لاندې ډول دي:

د شفاعت عقیده د عدل له اصولو سره په ټکر کې ده او د ظلم او جاهلیت له نظام سره مطابقت لري او پر دې اساس ورباندې ایمان راوړل د خدای سپکاوی دی،[73] البته د آیت الله مکارم شیرازي په وینا، ګناهګار ته سزا ورکول عدالت دی او د شفاعت قبلول یو ډول احسان او فضل دی، هغه احسان او فضل چې له یوې خوا په شفاعت شوونکي کې ځینې مناسبې سریزې برابریږي او له بلې خوا د شفاعت کوونکي د عزت او درناوي او نیکو اعمالو له امله وي.[۷۴]

خلکو ته د شفاعت وعده ورکول، دوي ته د ګناهونو په کولو او د الهي ممنوعاتو څخه د سرغړونې جرئت ورکوي او بې پروا کوي یې.[۷۵] ویل شوي چې دا اعتراض په هغه آیتونو کې هم شتون لري چې د ګناهونو د بخښنې په اړه د خدای له خوا نازل شوي دي په داسې حال کې چې هیڅوک شک نه لري چې دا بخښنې آيتونه د الهی ممنوعاتو په سرغړونې کې د خلکو د بې پروايۍ سبب نه ګرځي.[۷۶] همدارنګه د شفاعت آيتونه د الله تعالی په مشییت او غوښتی سره شرط شوي دي او هيڅوک دا اطمینان او ډاډګیرنه نه لري چې د شفاعت کوونکو شفاعت به ورته یقیني شامل شي او له همدې امله په ګناهونو کې د بې پروایۍ سبب نه کیږي؛ بلکه د شفاعت د وعدې یوازینی اثر دا دی چې خلکو ته امید ورکوي او هغوي د خدای له رحمت څخه له نا امیدۍ خلاصوي.[77]

شفاعت د خدای په علم او اراده کې د بدلون سبب کیږي؛ په دې بیان سره چې شفاعت كوونكى د خداى د هغه حكم او ارادې خلاف كار کوي چې الله تعالی په لومړي سر كې کړې وه، خو د خداى په علم او اراده كې بدلون د هغه په ذات کې د بدلون سبب ګرځي او دا محال او ناشونې دی، نو له همدې امله شفاعت هم ناشونى او محال دى.[۷۸] د دې په ځواب کې ویل شوي دي چې د خدای له خوا د شفاعت منل د هغه په ​​اراده کې بدلون یا د هغه په ​علم کې د بدلون سبب نه کیږي. بلکه الله تعالی علم لري چې د مثال په توګه، یو شخص به په راتلونکي کې مختلف حالتونه لري، او دا د هغه په علم کې د بدلون په معنی نه ده، نو د خدای اراده په هغه حالتونو پورې اړه لري، په دې معنی چې هغه کس په یو وخت کې د خاصو اسبابو او حالاتو له مخې یو حالت لري او په هغه وخت کې الله تعالی د هغه په ​​اړه یوه اراده لري او په بل وخت کې د نورو اسبابو او حالاتو له مخې بل حالت لري او خدای به د هغه په ​​اړه بله اراده لري. او دا چارې د خدای په علم او اراده کې بدلون ته اړتیا نه لري.[۷۹]

په قیامت کې د شفاعت انکار

ځینې ​​بیا دې آیت سره دلیل راوړی دی: «یَوْمٌ لَا بَیْعٌ فِیهِ وَ لَا خُلَّةٌ وَ لَا شَفَاعَةٌ…؛[۸۰] هغه ورځ چې نه په کې تجارت شته، نه د چا دوستي ګټوره ده او نه تاسو ته شفاعت شاملیږي …»[81] ] او د قرآن ځينې نور آيتونه[۸۲] شفاعت يوازې په دې دنيا کې خاص ګڼلی او په قيامت کې یې د هغې انکار کړی دی.[83] خو د آیت الله سبحاني په وینا، په قیامت کې د مکمل شفاعت انکار نه کوي؛ بلکي د «لا خلة» جملې ته په پام يوازې د باطل شفاعت انکار کوي.[۸۴] په باطل شفاعت کې شفاعت غوښتونکی پرته له دې چې خپلې شرعي ذمه وارۍ او عملونه ترسره کړي، يوازې له شفاعت کوونکي سره د دوستۍ او اړيکې له امله لکه په دې دنيا کې د شفاعت غوښتنه کوي.[85] ځينې مفسرين هم په دې اند دي چې دا آیت په قيامت کې د مکمل شفاعت انکار نه کوي. بلکې د غیر مومنانو د شفاعت انکار کوي.[۸۶] په ځينو شيعه او سني رواياتو کې داسې روايتونه هم شته چې د قيامت په ورځ د شفاعت کوونکیو شفاعت بيانوي.[۸۷]

کتاب پيژندنه

ځینې هغه کتابونه چې د شفاعت په هکله لیکلي شوي دي.

الشفاعة فی الکتاب و السنة: د جعفر سبحاني لیکلی کتاب. دا کتاب اته څپرکي لري. لومړی فصل د شفاعت په اړه د مسلمانو علماوو نظر دی. دوهم فصل په قرآن کریم کې د شفاعت موضوع ته خاص شوی او دریم فصل د شفاعت تعریف او ډولونو ته خاص شوی دی. څلورم څپرکی د شفاعت د جواز په اړه دی او پنځم فصل یې د تاثیراتو په اړه دی. د کتاب شپږم څپرکی د هغه چا څخه د شفاعت غوښتلو په اړه دی چې خدای ورته اجازه ورکړې ده او اووم فصل د شفاعت غوښتلو د ځینې مسلو په اړه دی. لیکوال د کتاب په وروستي فصل کې د شیعه او سني روایتي سرچینو څخه حدیثونه راټول کړي دي چې د شفاعت په اړه روایت شوي دي.[88]

الشفاعة: د سید کمال حیدري لخوا لیکل شوی. دا کتاب په یوه سریزه او شپږ فصلونو مشتمل دی. لومړی فصل د شفاعت د لغوي او اصطلاحي تعریف او د هغې د ډولونو په اړه دی. دوهم فصل د شفاعت په آثارو پورې اړه لري، او دریم فصل د شفاعت په اړه د ستونزو او شکونو څیړلو ته خاص شوی دی. څلورم څپرکی د شفاعت کوونکو د شرایطو په اړه بحث کوي او پنځم فصل د شفاعت کوونکو په اړه دی. د کتاب شپږم څپرکی هم له شفاعت کوونکو څخه د شفاعت غوښتلو د جواز په هکله څیړنه کوي.[89]

الشفاعة العظمی فی یوم القیامة: د فخر رازي لیکلی. په دې كتاب كې د شفاعت له تعريف او د هغې د اندازې له بيانولو وروسته د شفاعت په اړه د خوارج او معتزله نظرونه او همدارنګه د شفاعت په اړه د اهل كتابو نظرونه څېړلي دي.[۹۰]

إثبات الشفاعة: په اتم هجري پېړۍ کې د سني عالم او مورخ شمس الدین ذهبي لیکل شوی کتاب. په دې کتاب کې لیکوال ځینې احادیث راټول کړي چې د شفاعت په اړه له صحابه کرامو څخه روایت شوي دي.[۹۱]