اسلام فوبیا (اسلام هراسی یا له اسلامه خلک ویرول)

ژباړه: محمد رحیم درّانی

اسلام فوبیا (اسلام هراسی یا له اسلامه خلک ویرول) د اسلام او اسلامي مظاهرو څخه د پلان شوي ویرې او نفرت رامینځته کول دي او په پایله کې د مسلمانانو او اسلامي بنسټونو او سازمانونو په خلاف ډول ډول تبعیضونه، تاوتریخوالي او… محرومیتونه رامنځته کول دي. اسلام فوبیا یوه مذهبي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزه پدیده ده چې د تاریخي شرایطو سره سره د شلمې پیړۍ په وروستیو کې په ځانګړې توګه د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته خورا مشهوره شوه. د اسلام فوبیا د پروژې په خپریدو کې د لویدیځې نړۍ نسبي بریا او په نتیجه کې د اسلام ضدیت زیاتیدل او د مسلمانانو او غربیانو تر منځ د بې باورۍ د فضا پراخیدل په اسلامي نړۍ کې د دې پدیدې د څیړلو د اهمیت له لاملونو څخه شمیرل کیږي.

 

د اسلامي او غربي دولتونو ترمنځ تاریخي بې اتفاقي او د اروپا او اسلامي ارزښتونو په خپلو کې تضاد، د اسلام فوبیا د خپریدو لاملونه ګڼل شوي دي. همدارنګه د څیړونکو په اند د اسلامي نړۍ داخلي کمزورتیاوې لکه مذهبي تفرقه، د پرمختګ نشتوالی او د ډیموکراسۍ کمزوري له یوې خوا او له بلې خوا د اسلام او مسلمانانو د څرنګوالي په اړه د لویدیځوالو ناپوهي هم د دې لامل شوې ده چې اسلامي نړۍ ته منفي کتنه وشي او د اسلام فوبیا د خپریدو لامل شو. د اسلام فوبیا د خپریدو ځینې عوامل دا هم ګڼل کیږي لکه اروپا ته د مسلمانانو مهاجرت او په هغو هیوادونو کې د مسلمانانو د نفوس پراخیدل، د اسلامي بنسټپالنې وده او د هغوی له خوا تاوتریخوالی، او په پای کې، د یوې منفي فضا رامینځته کول او د غربي رسنیو لخوا د عامو افکارو د اسلام په خلاف د منفی نظر جوړښت.

د اسلام فوبیا د خپریدو په وړاندې د اسلامي نړۍ د مثبت کردار ښودلو لپاره د ګډو اسلامي رسنیو پراختیا، د لویدیځ له مذهبي مرکزونو سره د سیستماتیک او پراخه اړیکو رامینځته کول، د تمدنونو تر مینځ د تبادلې پیاوړتیا په څیر حل لارې دي چې ورسره د افراطي او بنسټپالو جریانونو د کمزوري کولو او د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي لپاره کار شوی دی. په دې اړه غبرګونونه هم ښودل شوي دي، چې له هغو ځینې د اروپا او شمالي امریکې ځوانانو ته د آیت الله خامنه ای پیغام چې د اسلام په اړه د زده کړې لپاره اسلامي متنونو ته مراجعه وکړي.

 

اسلام فوبیا څه دي؟

نن سبا د اسلام فوبیا پدیده د اسلامي نړۍ په مقابله کې د غربي نړۍ او عیسویت له مهمو او ستراتیژیکو اندیښنو څخه شمیرل کیږي،[1] د دې نوي څیز د رامنځته کیدو لامل دا ښيي چې د مسلمانانو او غربیانو تر منځ چې کوم تېر اختلافات او جنګونه وو، چې که څه هم مسلمانان او غربیان په یو ځای اوسیدل خو دغه لاملونه سبب شول چې د دواړو خواوو تر منځ ټکره بیا هم لیدل کیږي.[2]

 

د اسلام فوبیا ټکی که څه د دې بیلګې د نړۍ د سیاسي ټولنیزو پرمختګونو په اوږد تاریخ کې موجدې وې[۳] خو بیا هم دا یوه نوې اصطلاح ده چې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې رامنځته شوه او د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو سره ډېره مشهوره شوه.[۴] په دې دوره کې د کمونیزم پر ځای په اسلام باندې د شیطاني امپراتورۍ نامه کیښوده او د نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو لوی خطر وګڼل شو.[5]

 

تعریف

اسلام فوبیا (په انګریزۍ کې: islamophobia) له اسلام او مسلمانانو خلک ویرول، قوي او غیر منطقي کرکه، تعصب او غیر منطقي تبعیض په توګه تعریف شوی دی.[6] د انګلینډ د رانیمډ ټرست موسسې په نقل، په یو راپور کې «اسلام فوبیا: زمونږ د ټولو په وړاندې یو چلینج» تر عنوان راندې راغلي دي چې اسلام فوبیا له اسلام څخه وېره او کرکه ده او له همدې امله له مسلمانانو څخه وېره او کرکه ده چې د دې سبب کیږي چې په غیر اسلامي هېوادونو مسلمانان له اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند څخه وباسلی شي او هغوي سره تبعیض وشي.[7]

د اسلام فوبیا د موضوع سیاسي څیړونکي په دې پوهیدلي دي چې سلام فوبیا د دې سبب شوې ده چې، اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په لویدیځو هیوادونو کې میشت مسلمانان، د عامو خلکو، کلتور او غربي تمدن لپاره د ګواښ او خطر سرچینه وګڼل شي[8] او همدارنګ ویل شوي دي چې اسلام فوبیا دا هم ښيي چې اسلام یو نورو کلتورونو سره یو ګډ کلتور نه لري او د لویدیځ په پرتله لاندې دی.[9] د اسلام فوبیا په خصوصیاتو کې نور دا څیزونه دي چې مسلمانان متحجر او پاتی خلک او تروریسټ او تاوتریخوالی لرونکو په توګه وښايي، اسلام یو داسې ځواک وښايي چې ډېر قوي متعصب دی او اسلامي تمدن داسې تمدن دی چې د لویدیځې نړۍ سره مطابقت نلري او په پای کې د مسلمانانو سره دښمني کول عادي وګڼي.[10]

ځینې ​​څیړونکي اسلام فوبیا د نظریاتو یوه ټولګه ګڼي چې د ځانګړو مخابراتي ټیکنالوژیو له لارې لکه ورځپاڼې او سټلایټ شبکو، رامینځته کیږي او پیاوړې کیږي.[11]د سیاسي څیړاند اصغر افتخاري په وینا، اسلام فوبیا د اسلام په خلاف په لویدځې نړۍ کې یو منفي ذهنیت جوړل دي چې دا کار د لویدځ رسنی کوي. په دې ډول یې لیدونکي د اسلامي نظام د تاسیس او پراختیا پر وړاندې نظري یا عملي منفي عکس العمل ښيي.[۱۲]

 

د اسلام د منفي څیرې د ښودلو لپاره کارټون

د اسلام فوبیا د څرګندولو طریقې

د هغه څه له مخې چې د اسلام فوبیا اړوند څیړنو کې ویل شوي، دا پدیده په څو مرتبو او څو طریقو سره څرګندیږي. پر دې اساس، اسلام فوبیا یا د اسلام ضدیت په څلورو مرتبو کې عملي کیږي، چې هغه دا دي: د ټولنې په عامو خلکو کې، ډلو او ګوندونو، رسنیو کې ترسره کیږي او حکومت یې د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي، تعصب (بد انځور وړاندې کول)، تبعیض او پریښودل یا شړل په څیر طریقو سره پلي کوي.[13]

 

تاوتریخوالی: فزیکي بریدونه، ویجاړول او ملکیت ته زیان، او همدارنګه لفظي بریدونه؛

تبعیض: د تابعیت په حقونو کې تبعیض؛ د بیلګې په توګه، د کار ځای کې او د روغتیا او تعلیمي خدماتو په چمتو کولو کې؛

تعصب یا له وړاندې حکم کول: د رسنیو په دوو برخو کې تعصب او ورځنیو چارو کې تعصب لکه د اسلام پر ضد د کارټونونو خپرول او د اسلام د مقدساتو سپکاوی، لکه د قرآن سپکاوی؛

وباسل: له سیاست، حکومت، کار، مدیریت او مسؤلیت څخه د مسلمانانو ایستل.[۱۴]

په لویدیځ کې د اسلام فوبیا پراختیا

د اسلام فوبیا د پروژې په خپریدو کې د لویدیځې نړۍ نسبي بریا او په پایله کې د اسلام ضد رجحان زیاتیدل او د مسلمانانو او غربیانو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کیدل، یو له هغه لاملونو څخه شمیرل[۱۵] چې په اسلامي نړۍ کې د دې پدیدې د څېړنې اهمیت څرګندوي.[16]

 

د سیاسي څیړونکو په اند، د شلمې پیړۍ له ۵۰ څخه تر ۷۰ لسیزې پورې د استعمار ضد اهدافو او د نړیوال حکومت د مفکورې سره د اسلامي خوځښتونو رامینځته کیدل،[18] او همدارنګ د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، اسلام د مغرب په خلاف له ټولو مهم دښمن په توګه معرفی کول، د دې لامل شول چې د نړۍ واکمن قدرتونه د اسلام د کمزورۍ او د اسلام د قدرت له معادلې څخه د وباسلو لپاره د «اسلامی دعوت» د ستراتیژۍ په مقابل کې د اسلام فوبیا پروژې په څېر ستراتیژۍ وکاروي.[19]

 

دا هم ویل شوي چې غربي سیاسي­تیوریستانو لکه ساموئل هانټینګټن او برنارډ لویس د اسلامپالنې، بنسټپالنې او دودپالنې له مفاهیمو څخه په استفادې سره هڅه کړې چې اسلام فوبیا ته لمن ووهي او دا هڅه په اسلامي هېوادونو کې د ځینو مسلو لکه د ځینو افراطي ډلو په شتون سره بریالۍ شوې ده.[20] د دې پر بنسټ، ځینو مفکرینو ټینګار کړی چې د اسلام فوبیا د پروژې په اړه اول باید سم پوهاوې ترلاسه شي، د هغې د رامنځته کېدو عواملو او سببونو ته پاملرنه وشي او بیا له دې پدیدې سره د مقابلې لپاره د لویو ستراتیژیو کارونه پيل شي، او دا چارې باید د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو تر ټولو مهم چارو څخه وي.[21]

 

لاملونه او ساحې

ادوارد سعید:

درې شیان سبب شوي دي چې د عربو او اسلام په اړه حتی ساده فکر هم په بشپړه توګه سیاسي او تقریبا عجیب موضوع ګرځي:

لومړی: په غرب کې د عربو او اسلام ضد د عامو تعصبونو مشهور تاریخ

دوهم: د عربو او اسراییلي صهیونزم ترمنځ شخړه او په لیبرال کلتور او عمومي لویدیځ یې اغیز

دریم: د هر ډول شرایطو او کلتوري وضعیت بشپړ نشتوالی چې له لارې یې ممکن شي عرب او اسلام، ټولنیز احساس وکړي یا پرته له کوم منفي احساسه ورباندې بحث وشي.[۲۲]

 

د اسلام فوبیا د خپریدو سببونه په ځانګړې توګه په لویدیځو هیوادونو کې د مسلمانانو او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د تاریخي مناسبتونه دي چې د ډیرو کلتوري، ټولنیزو او سیاسي عواملو تر اغیز لاندې راځي.[23] د څيړونکو په وینا اسلام فوبیا یا د خارجی  کسانو په لاس ترسره کیږي چې د اسلام څیره ورسره بده ښکاره کړي (دې ته سلبی اسلام فوبیا وايي) او یا د داخلي کسانو په لاس. (چې ورته ایجابی اسلام فوبیا وايي).[24]

 

د اسلام فوبیا په خپریدو کې څو عوامل اغیزمن ګڼل شوي؛ د هغو له جملې څخه: د اسلامي نړۍ او لوېديځ د ګټو په خپلو کې ټکر او د ارزښتونو د منشاء مختلف کیدل، د افراطي ډلو تاوتریخوالی، د اسراييلو او عربو تاريخي شخړې، د اسلام او مسلمانانو په هکله ناپوهي، د مسلمانانو د ډېر والي او کلتوري ګواښ وېره. او د رسنیو لخوا د عامه افکارو بدلول او ګمراه کول.[25]

 

تاریخي ساحې

ډېر مفکرین له اسلام څخه د غرب د وېرې او نفرت لاملونه د معاصرې زمانې پېښې نه ګڼي، بلکې د اسلامي او غربي دولتونو ترمنځ تاریخي بې اتفاقۍ او د اروپا او اسلامي ارزښتونو تر مینځ د موجود تضاد په سبب ګڼي.[۲۶] دغه ډله ځینې پیښو ته اشاره کوي چې په دوامداره توګه په کې د اسلام او اروپا تر مینځ ناسمون ښکاري، لکه د اسلام وده او د روم امپراتورۍ او عیسویت سره مقابله،[27] د اندلس فتحه، په مینځنۍ پیړۍ کې صلیبي جنګونه،[28] له اروپایانو سره د عثماني امپراتورۍ شخړې په اسلامي نړۍ کې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د اروپايي هېوادونو استعماریت[29]

 

د اسلامي نړۍ داخلي کمزورتیاوې

په اسلامي نړۍ کې د ډېرو کمزورو ټکو شتون د اسلام فوبیا د پروژې د پیاوړتیا لپاره له مهمو عاملو څخه یو عامل ګڼل کیږي؛ لکه مذهبي تفرقه او د اسلامي هېوادونو تر منځ کمزوری همغږي، پراختیا نه موندل او بې وزلي، په ډېرو اسلامي هېوادونو کې کمزوری ډيموکراسي او د حکومت نامشروعه شول، د قومي او نژادي تاوتريخوالي شتون، د بشري حقونو کمزوري او د ښځو حقونه ضایع کول او همدارنګه په اسلامي نړۍ د غربي نړۍ په پرتله د رسنيو کمزوری تکنالوژي.[۳۰]

د غربیانو د اسلام له ماهیته نه خبریدل

ادوارد سعید:

کوم څه چې په نهایت کې ډیر پیچلي کیږي د اسلام په نسبت د غرب همدا ناپوهي او د علم نشتوالی دی نه د مثبتو علمونو مجموعه ترڅو د هغې حجم او دقت زیات شي.[۳۱]

 

د اسلام له ماهیت او مسلمانانو ناخبري د اسلام فوبیا له مهمو عواملو څخه یو عامل بلل شوی دی.[32] د ځینې څیړونکو په وینا، دا ناخبرتیا تر دې حده ده چې ډېر په کې دا ګمان کوي چې ټول مسلمانان عرب دي.  همدارنګه ویل شوي چې د غربیانو په عقیده د اسلام له نوم سره د جهاد له کلمې پرته بله کومه کلمه نه ده تړلې. هغه یوه کلمه چې دوي باور لري د تاوتریخوالي او ترهګرۍ نښه ده. څیړونکي د اسلام له ماهیت او د هغه د احکامو او مسلمانانو په اړه دغه ناپوهي او ناخبري د رسنیو له رول سره تړلې بولي.[۳۳]

 

وېره

په لوېديځ کې د مسلمانانو په هکله منفي احساسات، د نورو لاملونو تر څنګ، له اسلام څخه د وېرې ريښې ته ورګرځي. دا وېره په دوه کټګوریو ویشل شوې ده: «تاریخي ویره» او «معاصره وېره» تاریخي ویره یا د اسلام د یو مذهبي خطر په توګه تصور کول، دا به د عیسایانو مبلغانو لخوا د مختلفو ځمکو د فتح کولو په وخت، د دواړو مذهبونو اسلام او عیسائیت تر منځ د مقایسه کولو په وخت بیانیده. معاصره وېره په اوسني وخت کې وېره او يا د اسلام د سياسي خطر په حيث د اسلام د تسلط په مقابل کې د يو سياسي، ټولنيز او اقتصادي ځواک د رامنځته کېدو احتمال ته اشاره کوي. د اسلام په اړه دغه تګلاره د غربي سیاستوالو له خوا مشهوره شوې ده.[34]

 

مهاجرت او په یورپ کې د مسلمانانو زیاتیدل

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته د مسلمانانو د ګڼو ډلو مهاجرت د کار او سرمایې د راټولولو لپاره او په اروپایی هیوادونو کې د مسلمانانو د نفوس وده په اروپا کښې د اسلام فوبیا د خپریدو یو بل عامل ګڼل شوی دی.[35] ویل شوي چې د دې مهاجرت اوږد والی د دې سبب شو چې په لویدیځو هیوادونو کې د دغو مهاجرینو دریم نسل په تدریجي ډول اسلام په اروپا کې له اصلي دینونو څخه یو دین وګرځوي او په ځینو هیوادونو کې اسلام دویم لوی دین جوړ شي.[36]

 

د څیړونکو په وینا، په اروپا کې د مسلمانانو د نفوس پراخیدل د لویدیځوالو او په ځانګړې توګه د دوی رسنۍ د دې لامل شوي چې د ډیموګرافیک جوړښت او کلتوري منظرې د بدلون احتمال په اړه اندیښنه ولري،[37] همدارنګ ځینې څیړونکي باوري دي هغه مسلمانان مهاجران چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې اروپا ته مهاجرت وکړ د کلتوري سختۍ له امله، دوي د اروپایي کلتور سره د سمون کولو وړتیا کمه ډېره کمه درلوده او هم دغه ناسمونوالې د دې سبب شو چې د ټولو مسلمانانو په اړه د اروپايانو تر منځ د يو ډول منفي او کرکې وړ تعصب پيدا شي.[38]

 

د اسلامي بنسټپالنې ظهور

په اسلام کې دننه د اسلام فوبیا یو لامل دا دی چې د سیاسي اسلام په اړه د ایډیالوژیو خپریدل، په ځانګړې توګه د افراطي ډلو د راڅرګندیدل او د هغوي کړنې.[39] د څیړونکو په وینا، د سلفی سازمانونو جورښت لکه اخوان المسلمین، جماعت المسلمین، د التکفیر او الهجرة ډله، د الجهاد سازمان، د القاعده، طالبان او داعش ډلې[40] او د تروریستي اعمالو ترسره کول لکه د سپټمبر د 11 پیښې،[41] په عراق او سوریه کې بې حده وژنې او په ټوله نړۍ کې د دوي لخوا ځانمرګي عملیات [42] په اروپا کې د ښي اړخو ګوندونو د ځواک لامل شو. په اروپا کې دغو ګوندونو د اروپا د ناامنیو نسبت مسلمانو مهاجرینو ته په ورکولو سره وکولای شول چې د اسلام فوبیا تبلیغات وکړي او د مسلمانانو پر وړاندې تبعیضي قوانین تصویب کړي.[۴۳]

 

د رسنو فعالیت

د ډله ایزو رسنیو د مختلفو ظرفیتونو څخه ګټې اخستل او د عامو افکارو جوړول او ماحول برابرول، د پدیدې د خپریدو له مهمو عواملو څخه یو عامل شمیرل کیږي.[۴۴] تر دې حده چې ځینې د اسلاموفوبیا اصلي سرچینه غربي رسنې ګڼي.[45] ځینې په دې بارو دي چې اسلام فوبیا د تصویرانو په وسیله راځي او واقعیتونه د دغو تصویرانو په پولو کې  معنا او مفهوم پیدا کوي.[46]د ځینې څیړاندو په وینا، د اسلام په اړه د غربیانو نظرونه په رسنیو پورې تړلي دي او هغوي په ندرت سره د تحقیق سرچینو ته مراجعه کوي. له همدې امله رسنۍ د غرب د خلکو د منفي ذهنیت په جوړولو او د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د هغوی د چلند په ټاکلو کې بې بنسټه ځواک لري.[۴۷]

 

د اسلام فوبیا د پروژې سره د مقابلې لپاره ستراتیژۍ

د اسلام فوبیا پروژې سره د مخامخ کیدو او د هغې د پراخیدو د عواملو او ساحو په نظر کې نیولو سره، د اسلامي نړۍ څیړونکو او سیاستوالو ځینې ستراتیژۍ وړاندیز کړي دي؛ چې دا دي:

 

د اسلامي نړۍ د مثبتې څیرې د وړاندې کولو لپاره د ګډو اسلامي رسنیو پراختیا؛

د سازمانونو او د عوامو د انجمنونو له لارې په لویدیځ کې د میشتو مسلمانانو ترمنځ د مستقیم ارتباط رامنځته کول؛

د لویدیځو دیني مرکزونو سره د منظم او پراخه اړیکو رامینځته کول؛

د افراطیت او بنسټپالو جریانونو کمزوری کولو لپاره د تمدن دننه د تبادلې پیاوړتیا؛

د اسلام د واقعي پېژندنې لپاره د لازمو اسانتیاوو (مطالعې او ګرځندوی) رامنځته کول؛ [۴۸]

د اسلامي نړۍ د داخلي اختلافاتو څخه د مخنیوي لپاره د اسلام بنسټونو ته پاملرنه (تقریب بین مذاهب اسلامي)؛

د ولسواکۍ د نظام په پياوړتيا سره د اسلامي هېوادونو په اداره کې د خلکو د رول مزبوتیا[۴۹]

د مذهبي افراطیت د سمبولونو سره مبارزه؛

د افراطيانو او نورو مسلمانانو ترمنځ د پولو جوړول.[۵۰]

د اسلام فوبیا د خپریدو په اړه غبرګونونه

په لویدیځ کښې د اسلام فوبیا د خپریدو په غبرګون کښې د اسلامی نړۍ د مشرانو او مفکرانو لخوا ځینې اقدامات وشول چې په هغو کښې د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته په 2013 کې د ایران د اسلامی جمهوریت د معظم رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای یو لیک هم شامل دی. په فرانسه کې د مسلمانو افراطي ډلو له خوا له ترورېستي پېښې وروسته هغه د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته یو پیغام ولیکه او په هغه کې یې له ځوانانو وغوښتل چې پر رسنیو د تکیه کولو پر ځای د اسلام اصلي متن یعنی قرآن او د پیغمبر(ص) ژوند ته مراجعه وکړي.[۵۱]

  1.  ناصری طاهری، «مبانی و ریشه‌های تاریخی اسلام‌هراسی غرب؛بررسی موردی جنگ‌های صلیبی»، ص۱۲۳.
  2.  قنبرلو، «۱۱ سپتامبر و گسترش پدیده اسلام‌هراسی در غرب»، ص۱۰۴-۱۰۵.
  3.  نگاه کنید به شیرغلامی، «اسلام‌هراسی و اسلام‌ستیزی: ده سال پس از حادثه ۱۱ سپتامبر»، ص۹۹۶؛ علی‌پور و همکاران، «راهبردهای پیشگیری و مقابله با اسلام‌هراسی»، ص۱۰۱؛ افتخاری، «دو چهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی در تبلیغات غرب»، ص۲۹.
  4.  افتخاری، «دو چهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی در تبلیغات غرب»، ص۳۱.
  5.  مرشدی‌زاده و غفاری، «اسلام‌هراسی در اروپا، ریشه‌ها و عوامل»، ص۱۱۴.
  6.  علی‌پور و همکاران، «راهبردهای پیشگیری و مقابله با اسلام‌هراسی»، ص۹۹.
  7.  مجیدی و صادقی، اسلام‌هراسی غربی، ۱۳۹۳ش، ص۲۰-۲۱؛ علی‌پور و همکاران، «راهبردهای پیشگیری و مقابله با اسلام‌هراسی»، ص۱۰۴؛ علیزاده و همکاران، «بررسی پدیده اسلام‌هراسی و راهکارهای قرآنی مقابله با آن»، ص۳۸۱.
  8.  مسلمی، «گزارش رانیمد تراس/ اسلام هراسی: چالشی در برابر همه ما»، ص۳۹.
  9.  سید امامی و حسینی فائق، «زمینه‌های رشد اسلام‌هراسی ساختمند در بریتانیا»، ص۱۰۱.
  10.  مسلمی، «گزارش رانیمد تراس/ اسلام هراسی: چالشی در برابر همه ما»، ص۳۸-۴۱؛ عیسی‌زاده و همکاران، «راهبردهای فهم پدیده اسلام‌هراسی بر پایه شرق‌شناسی»، ص۱۳۴.
  11.  نظری، «فرایندهای هویتی در غرب و بازنمایی سیاست‌گذاری مبتنی بر هراس: درک زمینه‌های اسلام‌هراسی»، ص۱۲۴.
  12.  افتخاری، «دو چهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی در تبلیغات غرب»، ص۳۱-۳۲.
  13.  صباغیان و خاکسار، «نمودهای اجتماعی اسلام‌هراسی و اسلام‌ستیزی در انگلستان»، ص۱۴۴-۱۵۰.
  14.  مرشدی‌زاده و غفاری، «اسلام‌هراسی در اروپا، ریشه‌ها و عوامل»، ص۱۲۴
  15.  افتخاری، «دو چهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی در تبلیغات غرب»، ص۳۰.
  16.  علی‌پور و همکاران، «راهبردهای پیشگیری و مقابله با اسلام‌هراسی»، ص۹۹.
  17.  افتخاری، «دو چهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی در تبلیغات غرب»، ص۳۰.
  18.  نظری، «فرایندهای هویتی در غرب و بازنمایی سیاست‌گذاری مبتنی بر هراس: درک زمینه‌های اسلام‌هراسی»، ص۱۲۰؛ دگمجیان، اسلام در انقلاب: جنبش‌های اسلامی در جهان عرب، ۱۳۷۷ش، ص۱۹-۲۹.
  19.  سعید، شرق‌شناسی، ۱۳۸۲ش، ص۵۵.
  20.  مرشدی‌زاده و غفاری، «اسلام‌هراسی در اروپا، ریشه‌ها و عوامل»، ص۱۲۵.
  21.  عیسی‌زاده و همکاران، «ریشه‌های تاریخی و علل اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۱۵-۱۱۶.
  22.  توپراک، محمد، چرا آنها از اسلام متنفرند یا می‌ترسند؟ مجموعه مقالات همایش اسلام‌هراسی پس از ۱۱ سپتامبر: علل، روندها و راه حل‌ها.
  23.  توسلی، «شرق‌شناسی هگلی و سیاست رسانه‌ای مبتنی بر اسلام‌هراسی»، ص۵۹.
  24.  ناصری، «مبانی و ریشه‌های تاریخی اسلام‌هراسی غرب؛ بررسی موردی جنگ‌های صلیبی»، ص۱۲۴.
  25.  عیسی‌زاده و همکاران، «ریشه‌های تاریخی و علل اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۰۵.
  26.  علی‌پور و همکاران، «راهبردهای پیشگیری و مقابله با اسلام‌هراسی»، ص۱۱۰.
  27.  سعید، شرق‌شناسی، ۱۳۸۲ش، ص۱۱۲.
  28.  شیرغلامی، «اسلام‌هراسی و اسلام‌ستیزی: ده سال پس از حادثه ۱۱ سپتامبر»، ص۹۹۹.
  29.  عیسی‌زاده و همکاران، «ریشه‌های تاریخی و علل اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۰۹-۱۱۲.
  30.  عیسی‌زاده و همکاران، «ریشه‌های تاریخی و علل اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۱۲-۱۱۴.
  31.  مرشدی‌زاده و غفاری، «اسلام‌هراسی در اروپا، ریشه‌ها و عوامل»، ص۱۱۸؛ عیسی‌زاده و همکاران، «ریشه‌های تاریخی و علل اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۱۳-۱۱۴.
  32.  نقیب‌زاده، نیاز به دشمن،‌ این بار اسلام، ص۴۰۱
  33.  مرشدی زاد و دیگران، اسلام‌هراسی در اروپا؛ ریشه‌ها و عوامل، ص۱۲۷.
  34.  عیسی‌زاده و همکاران، «ریشه‌های تاریخی و علل اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۱۳-۱۱۴.
  35.  سیفی، «افراط‌گرایی نوسلفی درجهان اسلام: آثار و روش‌های مواجهه با آن»، ص۱۳۳؛ افتحاری، «دوچهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی …»، ص۳۸؛ مرشدی زاد و دیگران، اسلام‌هراسی در اروپا؛ ریشه‌ها و عوامل، ص ۱۲۷-۱۳۱.
  36.  مرشدی زاد و دیگران، اسلام‌هراسی در اروپا؛ ریشه‌ها و عوامل، ص۱۳۰-۱۳۱.
  37.  شیرغلامی، «اسلام‌هراسی و اسلام‌ستیزی: ده سال پس از حادثه ۱۱ سپتامبر»، ص۱۰۰۳.
  38.  زارع و رستمی، «پیامدهای ظهور تروریسم در غرب آسیا بر کشورهای اروپایی»، ص۵۷-۶۱.
  39.  ترابی و فقیه عبداللهی، «تاثیر ظهور بنیادگرایی اسلامی در غرب آسیا بر قدرت‌یابی احزاب راست افراطی در اروپا»، ص۴۰-۴۱.
  40.  عیسی‌زاده و شرف‌الدین، «اسلام‌هراسی در رسانه‌های تصویری غرب»، ص۵۱-۵۲.
  41.  مجیدی و صادقی، اسلام‌هراسی غربی، ۱۳۹۳ش، ص۴۹.
  42.  افتحاری، «دوچهره اسلام‌هراسی: سلبی و ایجابی …»، ص۳۲.
  43.  عیسی‌زاده و شرف‌الدین، «واکاوی نقش رسانه‌های غربی در اسلام‌هراسی معاصر»، ص۱۶۲-۱۶۵.
  44.  علی‌پور و همکاران، «راهبردهای پیشگیری و مقابله با اسلام‌هراسی»، ص۱۱۱-۱۱۴.
  45.  علیزاده و همکاران، «بررسی پدیده اسلام‌هراسی و راهکارهای قرآنی مقابله با آن»، ص۳۹۷-۴۰۰.
  46.  سیفی، «افراط‌گرایی نوسلفی درجهان اسلام: آثار و روش‌های مواجهه با آن»، ص۱۳۴-۱۳۷.
  47.  نامه‌ای برای تو، سایت آیت‌الله خامنه‌ای.