تصحیح الاعتقاد

ژباږه: محمد رحیم درّانی

تَصحیحُ اِعتقاداتِ الاِمامیّة یا تَصحیحُ الاعتقاد د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هـ) له خوا د کلام د علم په اړه یو کتاب دی. دا کتاب د… شیخ صدوق د کتاب “الاعتقادات” شرح او تنقید دی. د شیخ صدوق پر خلاف، چې د خپل منځپانګې د ثابتولو لپاره یې یوازې په قرآني آیتونو او احادیثو تکیه کوله، شیخ مفید له عقلي طریقې هم ګټه اخستې ده.

 

بداء، په قبر کې سوال، قضا او قدر، د عرش معنی، بیرته راګرځیدل(رجعت) او د وحی د نازلیدو څرنګوالی د کتاب له ځینو مطالبو څخه دي. د عقیدې د اصلاح په برخه کې د شیخ مفید اصلي نیوکه پر شیخ صدوق دا ده چې هغه د عقیدې په ثابتولو او د آیتونو او روایتونو په تفسیر کې کافي عقلي دقت نه دی کړی.

 

د اسلامي شورا په پارلمان او آستان قدس رضوي په کتابتونونو کې د تصحیح الاعتقاد څو خطي نسخې شته. کتاب څو ځله چاپ شوی او فارسۍ ته ژباړل شوی دی.

شیخ مفید

محمد بن محمد بن نعمان چې د شیخ مفید په نوم پیژندل کیږي، د قمري کال په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې د دولسو امامانو منونکی شیعه عالم و[1] هغه د شیخ صدوق له شاګردانو څخه او سید رضي، سید مرتضی او شیخ طوسي د هغه له شاګردانو څخه وو.[۲]

 

شیخ طوسي د هغه لپاره د فقهې او کلام په علم کې د لوړ مقام منونکی دی.[3] ابن ندیم هم هغه د شیعه د کلام د علم پلار ښودلی دی.[۴]

 

په فقه کې المُقنَعَة، په کلام کې اوائل المقالات او د شیعه امامانو په ژوند لیک کې الارشاد د شیخ مفید له مشهورو اثارو څخه دي.[5]

 

د الاعتقادات کتاب شرحه

تصحیح الاعتقادات کتاب د الاعتقادات یا اعتقادات الامامیه کتاب شرحه ده چې کوم د شيخ صدوق لخوا ليکل شوی چې په کې د اماميه شيعو تر ټولو مهمې عقيدې بیان شوي دي.[6] لکه څنګه چې د تصحیح الاعتقادات له عنوان څرګنده ده، د شیخ مفید هڅه دا وه چې د شیعه امامیه د عقایدو په اړه د خپل استاد شیخ صدوق په نظر نیوکې او اصلاح وکړي.[۷] شیخ صدوق په الاعتقادات کتاب کې د شیعو د عقیدې د ثابتولو لپاره له قرآن کریم او احادیثو څخه مرسته اخیستې ده. خو شیخ مفید د دې کتاب په شرحه کې له عقلي طریقې هم کار اخیستی دی.[۸]

 

د تصحیح الاعتقاد کتاب له فضیلتونو څخه دا ګڼل کیږي چې دې کتاب په شیعه کلام کې د فکر کولو دوه مختلفې لارې منعکس کړي دي: هغه لاره چې عقلي دلیلونو ته پام نه کوي او په حدیثونو ولاړ دی او هغه مکتب چې عقلي دلیل ته ارزښت ورکوي. او هغه له شريعي نظره معتبر ګڼي.[۹]

 

د کتاب منځپانګه

شیخ مفید په تصحیح الاعتقاد کې په ځلونو په شیخ صدوق نیوکې کړی دي چې د حدیث د اصحابو په څیر هغه هم عقلي دلیلونه ته بې پامه دی او یوازې په احادیثو تکیه کوي.[10] په دې كتاب كې د شيخ مفید په شيخ صدوق باندې ځينې نیوکې دا دي: د قرآن كريم د آيتونو ناسم تفسير، په صحيح روايتونو باندې استناد نه کول، په قرآن او احاديثو كې د ځينو الفاظو صحيح معنې ته پام نه کول. او د روایتونو په معنې کې د اهل حدیثو د طريقې پيروي یعنی د احادیثو په معنی کې د کافي عقلانیت هڅه نه کول.[۱۱]

 

د کتاب لومړۍ مطلب د سورة قلم د ٤٢ آيت تفسير ته ځانګړې شوی دی (يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ ژباړه: هغه ورځ چې کار سخت شي [او خلاصون ستونزمن شي]). شیخه مفید د دې آیت په تفسیر کې ویلي دي چې د قیامت په ورځ به له یو لوی او سخت موضوع څخه پرده اوچتیږي چې هماغه د علمونو حساب کتاب او د هغې مطابق جزا او سزا ورکول دي او د رازونو افشا کیدل او د باطن ښکاره کیدل او د ښو او بدو اعمالو په محاسبه کې سختي ده. او په آیت کې له ساقه مراد هماغه سختي ده.  عرب وايي: « قامت الحرب علی ساق» چې کله په جنګ کې سختي راشي نو داسې وايي. او د بازار د ګڼې ګوڼې او د پېر او پلور د سختۍ ښودلو لپاره وايي: «قامت السوق».[۱۲]

 

د کتاب وروستۍ برخه د مختلفو احادیثو او د هغو د ګټې اخستلو د څرنګوالي په اړه ده او د دې څپرکي وروستی محتوا د هغه حدیث د ردولو په اړه ده چې د عقل د حکم خلاف وي او له څېړلو وروسته معلومه شي چې دا حدیث د تقیه پر اساس صادر شوی یا له اصله یوه غلطه وینا وه چې امامانو ته منسوبه شوې وه.

 

ځانګړې نظریې

شیخ مفید په دې باور دی چې طب د ناروغۍ او درملو په حقیقت پوهیدل دي چې بې د خدای له لارې نه شي ترلاسه کیدی. طبیبانو دا علوم له پیغمبرانو زده کړي دي او پیغمبرانو هم د خدای له لوري د وحی له لارې ترلاسه کړي دي او د امامانو احادیث هم د دې علم تفسیر کونکي دي.[۱۳]

 

شیخ مفید د انبیاوو او امامانو د عصمت په اړه وايي چې د هغوي د نبوت او امامت له مقام لرلو وروسته عصمت لري. خو مخکې له دې چې دې مقام ته ورسېږي، د عصمت په درلودلو باندې کوم دلیل نه لري او په دې هکله ودرېږي(توقف کوي).[14]

شیخ مفید د شیعه امامانو د شهادت په باره کښې په دې باور دی چې امام علی(ع)، امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او امام موسی کاظم(ع) خامخا شهیدان شوی دی او د امام رضا(ع) په هکله هم مزبوت نظر همدا دی چې شهید شوی دی. خو د نورو امامانو په باره کې د هغوی د شهیدیدو په هکله کوم ثبوت نشته.[۱۵]

 

د کتاب جوړښت

تصحیح الاعتقاد په ۲۸ فصلونو کې ترتیب شوی دی. د هغې ځینې فصلونه په لاندې ډول دي:

 

د جبر او تفویض تر مینځ فرق

اراده او مشیت

د بداء معنا

لوح او قلم

نفوس او ارواح

په قبر کې پوښتنه

قضا او قدر

د عرش معنا

رجعت

د وحي د نازلیدو څرنګوالی

جنت او دوزخ

عصمت

تقیه

طبابت[۱۶]

 

د دې کتاب خطي نسخې

د تصحیح الاعتقاد کتاب څو نسخې شته چې پر بنسټ یې کتابونه چاپ شوي دي. ځینې ​​یې دا دي:

 

د مجلس شورای اسلامی د کتابتون نسخه. دا نسخه حسن بن محمد خیابانی تبریزی په ۱۳۵۴ق کال کې له هغه نسخې ولیکل شوه چې په ۱۰۸۰ق کال کې لیکل شوې وه.

د آستان قدس رضوي د کتابتون نسخه. دا نسخه په 1079 هجري کې د مصطفی قلي حسیني قزویني لخوا لیکل شوې ده.

د آستان قدس رضوي کتابتون بله نسخه. دا نسخه په ۱۰۴۲ هـ ق کال کې د شاه محمد بن زین العابدین په لاس لیکل شوې ده.[۱۷]

 

ژباړه او چاپ

د «تصحیح الاعتقاد» کتاب په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د سید علي مدرسي یزدي له خوا په فارسي ژبه ژباړل شوی او خپور شوی دی. د تصحیح الاعتقاد ځینې نور چاپونه دا دي:

د سید هبةالدین شهرستاني په سریزه او یادښتونو سره په ۱۳۶۳ کال کې د رضي مطبعې له خوا خپره شوې ده.

د شیخ مفید د یاد کانګریس خپرونه په ۱۳۷۱ کال کې د حسین درګاهی په څیړنه او د سیدهبة‌الدین شهرستاني په لمن لیک او سریزې سره.

د محمد رضا جعفري په سریزه په ۱۳۸۷ کال کې د فرهنګ جعفري انسټیټوت له خوا خپره شوې ده.

 

فوټ نوټ: ډیر ژر