د هند نړیوال ریفری چې شیعه شو

له هند څخه د تکواندو نړیوال قاضي چې د یوې نړیوالې غونډې د قضاوت لپاره ایران ته تللی و، اسلام او شیعه مذهب یې قبول کړ.

د اسلام له منلو وروسته يې خپل نوم په امير علي بدل کړ.

سندرماني پټېل ​​چې د اسيايي کلبونو کپ، فجر کپ او ازادې اسيا په نړيوالو سياليو کې د قضاوت لپاره ايران ته تللى و، د اسلام او شيعه مشرف مذهب يې قبول کړ او خپل نوم يې په “امير علي” بدل کړ. دغه ۵۷ کلن نړیوال تکواندو ریفری په ریاضیاتو کې دوکتورا لري، د هند د هوايي ځواک افسر او د F4 او F16 الوتکو تخنیکر دی.
هغه د اسلام د غوره کولو په اړه وویل: ما د مختلفو دینونو په اړه مطالعه کړې ده. ما قرآن کریم د نورو په پرتله ډیر بشپړ پیژندلی او غوره کړی. ما ولیدل چې اسلام د انسانیت، عدالت او صداقت دین دی.