د کربلا اسیران

ژباړه: عبدالرحیم درانی

د کربلا اسیران، د شیعیانو د څلورم امام سجاد(ع) او حضرت بي بي زینب په شان د کربلا له پېښې پاتې کسان وو چې د عمر بن سعد لښکر اسیران کړل. دغه اسیران د عمر بن سعد په امر د محرم په یوولسمه شپه په کربلا کې وساتل شول او د یوولسم محرم له ماسپښین وروسته د عبیدالله بن زیاد په نزد کوفې ته بوتلل شول. ابن زیاد دغه اسیران په بې پردې او…. بې حجابه سپرلیو باندې او له یو شمېر کسانو لکه شمر او طارق بن مخفر سره په شام کې د یزید بن معاویه دربار ته ولېږل. هغه پکې د ځینو کسانو لکه امام سجاد(ع) لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلې وې.

 

امام سجاد(ع) او بي بي زینب(س) د اسارت په وخت په خپلو خبرو سره له خپلو کارونو او جنایتونو د ځینو خلکو او د یو قول په اساس د یزید (که څه هم په ظاهره) د پښېمانۍ او روحي بدلون سبب شول.

 

د شیخ مفید، شیخ طوسي او محدث نوري په شان عالمان په دې باور دي چې د کربلا اسیران له ازادۍ وروسته مدینې ته ستانه شول، نه کربلا ته. خو په لهوف کې د سید ابن طاووس په قول د اسیرانو کاروان کربلا ته ستون شو.

 

د اسارت پېل

د عاشورا له پېښې وروسته د عمر بن سعد د لښکر پاتې کسانو خپل مړي د محرم په یوولسمه ښخ کړل او د امام حسین(ع) اهل بیت او د کربلا د شیهدانو پاتې کسان یې کوفې ته بوتلل.[۱]

 

د عمر بن سعد مامورانو د اهل بیتو ښځې د شهیدانو د تنو له څنګه تېرې کړې. د امام حسین(ع) د کورنۍ ښځو په دغه حال کې ژړا کوله او مخونه یې وهل، لکه چې له قرة بن قیسه نقل شوي، حضرت زینب(س) چې کله د خپل ورور امام حسین(ع) د تنې له څنګه تېرېده، له ډېره غمه یې داسې ټکي وویل چې دوست او دښمن یې وژړاوه.[۲]

 

د اسیرانو شمېر او نومونه یې

همداراز ووینئ: د عاشورا پېښه (د احصاییه له نظره)

 

د امام حسین(ع) د اصحابو د پاتې کسانو او د کربلا د اسیرانو د شمېر او نومونو په اړه د مورخانو راپورونه مختلف دي. د اسیرو سړو شمېر څلور، پینځه، لس او دولس راپور شوی. د ښځو اسیرانو شمېر څلور، شپږ او شل کسان نقل شوی دی.[۳] ځینو د اسیرانو شمېر تر ۲۵ ذکر کړی دی.[۴] پر دې اساس ویل شوي چې د کربلا د اسیرانو د شمېر په اړه کره خبره نه شو کولی.[۵]

 

د ځينو نارینه اسیرانو شمېر چې په سرچینو کې ذکر شوی دا دی:

 

امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، د امام حسین(ع) دوه زامن محمد و عمر، د امام حسن زوی زید او لمسی یې محمد[۶] حسن مثنی چې د ټپونو په وجه په جنګ کې بېهوشه شوی و.[۷] قاسم بن عبدالله بن جعفر، قاسم بن محمد بن جعفر، محمد بن عقیل.[۸] په تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهداء کې د اولسو نارینه و نومونه د کربلا د اسرانو او پاتې کسانو په توګه ذکر شوې دي.[۹]

 

د اسیرو ښځو نومونه په دې ډول دي: حضرت زینب، فاطمه او ام کلثوم[۱۰] ورقیه[۱۱] چې د امام علی(ع) لوڼه وې، رباب د امام حسین(ع)مېرمن[۱۲] او فاطمه د امام حسن(ع) لور،[۱۳] د امام حسین(ع) څلور لوڼه چې نومونه یې دي: سکینه، فاطمه، رقیه او زینب.[۱۴]

 

پر بني هاشمو سربېره په کربلا کې د غېر بني هاشمو پاتې کسانو نومونه دا دي: مُرَقّع بن ثُمامة اسدی، سَوّار بن عُمَیْر جابری، عمرو بن عبدالله جُندَعی، عُقْبة بن سَمعان غلام رباب، ضَحّاک بن عبدالله مشرقی،[یادداشت ۱] مسلم بن رباح و غلام عبدالرحمن بن عبد ربّه انصاری.[۱۵] په غیر بني هاشمو کسانو کې، سوّار بن عمیر، عقبه،‌ مسلم بن رباح او غلام عبدالرحمن بن عبد ربه د کربلا په اسیرانو کې ګڼل کیږي.[۱۶]

 

د اسیرانو د تګ لاره

کوفې ته ننوتل

د هغه څه په اساس چې ابن ابی الحدید د نهج البلاغې په شرحې کې لیکلي، د کربلا اسیران په بې کجاوو او بې کتو سپرلیو سپاره کوفې ته بوتلل شول او خلک یې تماشې ته ودرېدل او په عین حال کې د کوفې ښځو د اسیرانو په لیدلو ژړا کوله.[۱۷]

 

ویل شوې چې کوفې ته د اسیرانو د ورتګ د وخت په اړه په زړو سرچینو کې جوت راپور نه دی راغلی؛[۱۸] خو له شیخ مفیده د یو عبارت له مخې،[۱۹] ویلی شو چې کوفې ته د کربلا د اسیرانو د ورتګ نېټه د محرم دولسمه وه.[۲۰]

 

د عمر سعد مامورانو، د کوفې له کوڅو د اسیرانو له تېرولو وروسته، هغوي د عبیدالله بن زیاد ماڼۍ ته دننه کړل. د حضرت زینب او عبیدالله تر مینځ د تندو خبرو راپور راغلی دی.[۲۱] د حضرت زینب(س) مشهوره جمله «ما رَأیْتُ اِلّا جَمیلاً؛ بې له ښکلا مې بل څه ونه لیدل» په همدې دربار پورې اړوند ده. همداراز عبیدالله د حضرت سجاد(ع) د وژلو امر وکړ، خو د حضرت زینب(س) له اعتراض او د امام سجاد(ع) له تندو خبرو وروسته د هغه له وژلو تېر شو.[۲۲]

 

د شام لاره

عبیدالله بن زیاد یوه ډله منجمله شمر او طارق بن مُحَفِّز د کربلا له اسیرانو سره شام ته ولېږل.[۲۳] د راپورونو له مخې زحر بن قیس هم له هغوي سره و.[۲۴] له کوفې تر شامه د اسیرانو د تګ لاره کره نه ده معلومه؛ ځینې په دې باور دي چې امام حسین(ع) ته منسوبو ځایونو ته په پام سره، د کربلا د اسیرانو د حرکت لاره په ګوته کولی شو؛ منجمله په دمشق[۲۵] کې مقام راس الحسین او مقام امام زین العابدین په دمشق کې.[۲۶] د حِمص،[۲۷] حماء،[۲۸] بعلبعک،[۲۹] حَجَر[۳۰] و طُرح.[۳۱] مقامونه.

 

د امام حسین(ع) په دایرة المعارف کې راغلي دي چې په هغه زمانه کې د کوفې او شام په مینځ کې درې اصلي لارې(د بادیه لاره د فرات د څنګ لاره، او د دجلې د څنګ لاره) وه چې هرې یوې یې بیا ډېرې اړخیزې لارې لرلې.[۳۲] د دغه دایرة المعارف لیکوالان باوري دي چې د روښانه او قطعي دلایلو د نشتون په وجه په دې اړه غوڅه خبره نه شو کولی؛ خو د نښو او قراینو په لیدلو سره په زیات احتمال له کوفې شام ته د اسیرانو د تګ لاره بادیه لاره وه.[۳۳]

 

د ځینو راپورونو لکه د طبري تاریخ، شیخ مفید، او تاریخ دمشق د راپورونو له مخې د امام حسین (ع) سر او د شهیدانو سرونه شام ته ولېږل شول او بیا یې اسیران واستول؛ خو د نورو راپورونو له مخې د شیهدانو سرونه له اسیرانو سره یو ځای شام ته واستول شول.[۳۴]

 

د مامورانو چلند

د ابن اعثم او خوارزمي په نقل د عبیدالله بن زیاد مامورانو د کربلا اسیران له کوفې تر شامه په بې پردې سپرلیو ښار په ښار او کور په کور وګرځول، داسې چې د ترک او دیلم (کافرانو) اسیران به بیول کېدل.[۳۵] شیخ مفید یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې امام سجاد(ع) په زولنو او زنځیرونو کې د اسیرانو په مینځ کې لیدل شوی دی.[۳۶]

 

امام سجاد(ع) ته په منسوبو روایتونو کې، د ابن زیاد د مامورانو چلند داسې نقل شوی دی: علي بن حسین(ع) یې په یو ډنګر او ګوډ اوښ چې کجاوه یې لرګینه او بې له کومې کتې یا زیر انداز وه، سپور کړی دی؛ په داسې حال کې چې د امام حسین(ع) سر یې په نیزې، ښځې په سر پسې شاته، او نېزې د هغوي ګېر چاپېره وې که په هغوي کې به د یو له سترګو اوښکې بهېدې په نېزه به یې په سر وهل تر هغه وخته چې شام ته ورسېدل.[۳۷]

 

په شام کې د اسیرانو شتون

شام ته د اسرانو د ورتګ د پېښو، له هغوي سره د سلوک، د هغوي د استوګن ځای او د ځینو اسیرانو د خطبه لولستلو په اړه په تاریخي سرچینو کې ځینې راپورونه موجود دي. د دغه راپورونو له مخې، شام ته د شهیدانو د سرونو رسېدل د صفر په لومړۍ نېټه وو.[۳۸] په دې ورځ، یې اسیران له «توما» یا «ساعات» دروازې ښار ته ننباسل او د سهل بن سعد په قول، ښار د یزید په حکم په بې سارې توګه سینګار او ښکلې کړی شوی و. ( فصارت بحیث لم تر عین مثلها)[۳۹] او پینځه لکه کسانو په داسې حال کې چې نوې جامې اغوستې، ډولونه، طبلې، تمبلونه او شپېلۍ یې وهلې د اسیرانو تماشې ته راغلې وو.[۴۰] د ځینو سرچینو په وینا درې ورځې یې اسیران له ښاره بهر او د دروازو شاته ایسار کړل چې ښار ښایسته او سنبال کړي.[۴۱]

 

ښار ته د اسیرانو له ورتګه وروسته یې هغوي د جامع اموي جومات په دروازه په یوه ډپه ودرول.[۴۲] نن سبا په دې جومات کې، د جومات د اصلي محراب او منبر مخې ته د کاڼو او لرګینو جنګلو جوړ یو ځای دی چې د کربلا د اسیرانو د استقرار په ځای مشهور دی.[۴۳]

 

په شام کې د امام حسین(ع) د اهل بیتو شتون، ځینو سرچینو دوه ورځې[۴۴] او په بې چته خرابې کې چې د شام په خرابې مشهور ده، ګڼلی دی.[۴۵] شیخ مفید وايي چې اسیران د یزید ماڼۍ ته نزدې په یو کور کې پراته وو.[۴۶] په شام کې د اسیرانو د استوګنې د مودې په اړه مشهور قول[۴۷] درې ورځې دی، خو اوه ورځې [۴۸] او یوه میاشته هم نقل شوی دی.[۴۹] په شام کې د کربلا د اسیرانو په باره کې ځینې تاریخي راپورونه دا دي:

 

د یزید ماڼۍ ته د اسیرانو ورتګ: شام ته د کربلا د اسیرانو له ورتګه وروسته، زَحر بن قَیس او یا شمر بن ذی‌الجوشن[۵۰] د کربلا د پېښې جزییات یزید ته ورسول.[۵۱] یزید د راپور له اورېدو وروسته، امر وکړ چې ماڼۍ سینګار کړئ، د شام مشران راوغواړئ او اسیران ماڼۍ ته داخل کړئ.[۵۲] راپورونه وایي چې اسیران په داسې حال کې د یزید دربار ته بوتلل شول چې په پړو له یو بل سره تړلې وو.[۵۳] په دې وخت کې د امام حسین(ع) لور فاطمه وویل: ای یزیده! نه ښایي چې د خدای د رسول(ص) لوڼه اسیرې وي؟ په دې وخت کې حاضرو کسانو او د یزید د کور خلکو وژړل.[۵۴]

 

د اسیرانو په شتون کې د امام(ع) له سپیڅلي سر سره د یزید سلوک: یزید د اسیرانو په مخکې د امام حسین(ع) سر د سرو زرو په لوښي کې ايښی[۵۵] په چوکې سره یې هغه واهه.[۵۶] د ابن اثیر په راپور کله چې د امام حسین(ع) لوڼو سکینه او فاطمه دا کار ولیده، دومره فریاد یې وکړ چې د یزید ښځې او د معاویه بن ابي سفیان لوڼې هم په ژړا شوې.[۵۷] له امام رضا(ع) د یو روایت له مخې چې شیخ صدوق نقل کړی، یزید د امام حسین(ع) سر په یو تشت کې کېښود اولپاسه یې پرې د ډوډۍ مېز کېښود. بیا یې له ملګرو سره ډوډۍ خوړل پېل کړل او بیا یې د شطرنج د لوبې میز د هغه تشت (مجمې) لپاسه کېښود او له ملګرو سره په شطرنج لګیا شو. ویل شوي هغه په داسې حال کې چې لوبه یې ګټله د شرابو جام یې په لاس او څښلو یې او په جام کې پاتې شراب به یې د هغه تشت په خوا کې چې د امام حسین(ع) سر پکې و په ځمکه تویول.[۵۸] سیکنه(س) د یزید په اړه ویلي دي: په خدای قسم تر یزیده زیات کافر، ظالم او سخت زړی انسان مې نه دی لیدلی چې زما د پلار سر ته یې چې په جوړ کړي محفل کې یې ایښی و کتل او شعرونه یې ویل:[۵۹]

 

د حاضرو کسانو اعتراض: ځینو موجود کسانو په محفل کې د یزید په دغه کار اعتراض وکړ؛ منجمله د مروان بن حکم ورور یحیی بن حکم چې یزید په سینه په سوک ووهلو.[۶۰] اَبوبَرْزه اَسْلَمي هم اعتراض وکړ او د یزید په امر له محفله وشړل شو.[۶۱]

 

د اسیرانو خطبه ویل

کربلا ته د اسیرانو له ورتګه وروسته، امام سجاد(ع)[۶۲] او بي بي زینیب له خلکو سره خبرې وکړې او د ځینو تاریخي سرچینو په قول کوفیان یې د عاشورا په پېښه کې له امام حسین(ع) سره د نه ملګرتیا په وجه ملامته کړل.[۶۳] معاصر مورخ سید جعفر شهیدي د حکومت د مامورانو په سخت زړه توب او له هغوي د کوفیانو وېرې ته په پام سره د دغه شان خبرو منل او په کوفې کې خطبې ورکول ګران ګڼلي دي.[۶۴] ځینې خطبې بیا د امام حسین(ع) لور فاطمه صغری[۶۵] او د امام علي(ع) لور ام کلثوم ته منسوبې دي.[۶۶]

 

امام سجاد(ع) او حضرت زینب(س)، په شام کې هم خطبې ورکړې. دغه خطبې، د امام حسین(ع) په اهل بیتو د ظلم په باره کې د یزید غندنه او په ښارونو کې د هغوي ګرځول،[۶۷] او همداراز د پېغمبر(ص) او امام علي(ع) د اهل بیتو د فضائلو بیان هم راپور شوي دي.[۶۸] دغه خبرې په شام کې د امام سجاد(ع) خطبې او حضرت زینب په خطبو مشهورې دي.[۶۹]

 

له شامه ستنېدل

د لا معلوماتو لپاره وګورئ: حسیني اربعین

 

پهقم ښار کې د کربلا د اسیرانو د کاروانو د سمبولیک حرکت انځور

مدینې یا کربلا ته له شامه د کربلا د اسیرانو د ستنېدو په اړه او فرضا که هغوي کربلا ته ستانه شوې وي، د هغه په کره وخت کې( دا چې لومړۍ اربعین او څلویښتي وه او که دوهمه یا بل وخت) د نظر اختلاف موجود دی.[۷۰]

 

شیخ مفید،[۷۱] شیخ طوسي[۷۲] او کفعمي[۷۳] ویلي چې د اهل بیتو(ع) کاروان له شامه له ستنېدو وروسته، مدینې ته تللی نه کربلا ته. محدث نوري،[۷۴] شیخ عباس قمي[۷۵] او مرتضی مطهري[۷۶] هم په لومړۍ څلویښتۍ کربلا ته د اسیرانو له ستنېدو سره مخالفت کړی دی.

 

سید ابن طاووس په الاقبال کتاب کې، د څلویښتۍ په ورځ کربلا او مدینې ته د اسیرانو ستنېدل دواړه لرې خبره ګڼلې ده؛ ځکه چې کربلا یا مدینې ته د هغوي ستنېدو تر څلویښتو ورځو زیات وخت اخستی دی. د هغه له نظره که څه هم ممکنه ده اسیران کربلا ته تللي وي خو د څلویښتۍ په ورځ نه وو.[۷۷] سره له دې سید ابن طاووس په لهوف کې نقل کړې چې کله چې د کربلا اسیران له شامه د ستنېدو په وخت عراق ته ورسیدل، لارښود ته یې وویل چې « مونږ د کربلا له لارې بوځه» نو کله چې وژنتون ته ورسېدل، جابر بن عبدالله انصاري او ځینې نور بني هاشم یې ولیدل او په ژړا او غم سره یې د عزادارۍ مجلس جوړ کړل او څو ورځې پس مدینې ټه ستانه شول.[۷۸] سید ابن طاووس کربلا ته د رسیدو تاریخ نه دی ذکر کړی. سید محمدعلی قاضی طباطبایی (۱۲۹۳-۱۳۵۸ل) هم د حضرت سید الشهداء(ع) د څلویښتۍ په اړه په تحقیقاتي کتاب کې کربلا ته د اسیرانو ستنېدل ثابت کړي دي.[۷۹] په حماسه حسیني کتاب کې د مطهري په وینا، کربلا ته د اسیرانو ستنېدل یوازې د سید ابن طاووس په لهوف کې راغلي او په بل هیڅ کتاب کې نیشته.[۸۰]

 

د سید ابن طاووس په نقل، کله چې د اهل بیتو کاروان، مدینې ته نزدې شو او له ښاره بهر یې خیمې ولګولې، بشیر بن حذلم د امام سجاد(ع) په امر مدینې ټه لاړ او د مسجد النبي تر څنګ یې په ژړا ځینې شعرونه وویل او خلک یې د امام حسین(ع) له شهادته خبر کړل او مدینې ته د یې د امام سجاد(ع) او د امام حسین د اهل بیتو ورتګ اعلان کړل.[۸۱] سید ابن طاووس هغه ورځ د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته د مسلمانانو لپاره تر ټولو ترخه ورځ بللې او نقل کړې یې دي چې د مدینې ټولې ښځې له کوره راووتې، فریادونه یې کول، او د هغه ورځې په شان یوه ورځ هم سړي او ښځې په دومره ژړا نه دي لیدل شوې.[۸۲]

 

د امام حسین(ع) د دایرة المعارف د لیکوال په وینا، د امام حسین(ع) حرکت له مدینې پیل او په مدینې ختم شو. او لږ تر لږه لاره چې هغوي په دې موده کې ووهله( که فرض کړو چې تر ټولو په لنډه لار به تللې او په واپسې کې کربلا ته نه وي تللې) ۴۱۰۰ کلومیټره وه: ۴۳۱ کلومیټره له مدینې مکې،۱۴۴۷ کلومیټره له مکې کربلا،۷۰ کلومیټره له کربلا کوفې، ۹۳۲ کلومیټره له کوفې دمشق او ۱۲۲۹ کلومیټره له دمشقه مدینې ته.[۸۳]