محسن بن علي(ع)

 

محسن بن علي(ع) د حضرت علي(ع) او حضرت فاطمې(س) زوی دی. هغه د حضرت فاطمه(س) په کور باندې د ابوبکر د خلافت د طرفدارانو د حملې او له امام علی(ع) څخه د بیعت اخیستلو په کیسه کښې سِقط شو. د هغه د شهادت دقیقه نیټه معلومه نه ده. د اسلامي تاريخ يو څېړونکي محمد هادي يوسفي غروي (په ١٣٢٧ هـ ش کال کې زېږېدلی) د شواهدو په وړاندې کولو سره د…. فاطمې(ص) پر کور بريد او د محسن د سقط د پېغمبراکرم(ص) له رحلته پنځوس ورځې وروسته ګڼلی دی. خو ځينې خلکو د ربيع الاول پيل د ایام محسنیه او د ماتم ورځ بولي، چې دا کار له دې سببه چې د شيعو په تاريخ سابقه نه لري او ورسره د شيعو نور اصلي پروګرامونه کمزوري کیږي، د ځینې لویو مجتهدینو له خوا نه دى تاييد شوى.

 

د محسن بن علي په اړه په عربۍ او فارسۍ ژبو کتابونه لیکل شوي دي. د سید محمد مهدي موسوي خرسان لخوا لیکل شوی کتاب المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ یو له هغو څخه دی.

 

کينډۍ:تبارنامه امام علی

 

د امام علی(ع) او فاطمې(س) زوی

محسن د حضرت امام علي(ع) او حضرت فاطمه(س) زوی دی. په مختلفو شیعه[۱] او اهل‌سنتو[۲] سرچینو کې هغه د حضرت فاطمې او امام علي(ع) له اولادونو څخه ګڼل شوی دی. د رواياتو له مخې دا نوم هغه ته رسول الله(ص) ورکړی و.[۳] او دا د هارون د زوی مُشَبّر سره برابر دی.[۴] د اهل سنتو د صحابه کرامو ژوند لیکونکي د ابن حجر عسقلاني (وفات ۸۵۲ هـ ق) په وینا، دا کلمه د مُحَسّن په شکل لوستل کیږي[۵]

 

شهادت

د محسن د مړینې د څه رنګوالي په اړه اختلاف دی. په شیعه سرچینو کې د هغه د شهادت لامل سقط ګڼل شوی دی[۶] په سني سرچینو کې د هغه مړینه د «مات صغیراً»،[۷] «مات و هو صغیر»[۸] په جملو سره ذکر شوې ده. یا داسې یو څه[۹] ذکر شوي دي. کوم چې دا په ګوته کوي چې هغه ژوندی زیږیدلی و. ابن حزم اندلسي چې سني عالم دی (وفات کال ۴۵۶ هـ ق) وايي چې هغه له پیدایښته سمدستي وروسته وفات شو.[۱۰] خو محمد بن عبدالکریم شهرشتاني (وفات کال ۵۴۸ هـ ق) په کتاب الملل و النحل کې د ابراهیم بن سیار په نقل چې په نَظّام معتزلی مشهور دی (وفات کال ۲۲۱ هـ ق) نقل کړي دي. د فاطمې په یو اړخ باندې د عمر بن خطاب ګوزار د محسن د سقط لامل شو.[۱۱] همدارنګه د نهج البلاغه مفسر ابن ابي الحديد معتزلي(وفات کال ۶۵۶ هـ ق) هم له خپل استاد ابوجعفر نقيب سره په مناظره کې، له علي(ع) سره د بيعت اخستلو په وخت کې د محسن سقط ته اشاره کوي.[۱۲]

 

د ځينو احاديثو له مخې چې په سني سرچینو كې راغلي دي، محسن د رسول الله(ص) په زمانه كې پيدا شوى دى.[۱۳]

 

د شهادت نېټه

اصلي مقاله: محسنیه ورځې

 

محسن د فاطمې(س) پر کور د حملې په وخت کې له سقط شوی و.[۱۴] محمد هادي یوسفي غروي (په ۱۳۲۷ کال کې زیږیدلی) د اسلامي تاریخ یو څیړونکی د ځینې دلیلونو په راوړلو سره په دې باور دی چې د فاطمې(س) پر کور د برید وخت د سقیفې له پېښې او ابوبکر سره له بیعته سمدستي وروسته نه و، بلکې د پېغمبراکرم(ص) له وفاته څه باندې پنځوس ورځې وروسته دا پېښه شوې ده،[۱۵] خو ځینو خلکو د ربيع الاول لومړۍ ورځې د ایام محسنیه او ماتم ورځې ګرځولي دي.[۱۶] د ناصر مکارم شیرازي (په ۱۳۰۵ کال کې زیږیدلی) په وینا، غوره ده چې د ایام محسنیه مراسم ترسره نه شي، ځکه دا مراسم د شیعو تر مینځ کوم تاریخ او سابقه نه لري او د اصلي پروګرامونو د بې خوندۍ لامل ګرځي.[۱۷]

 

د قاضي عبدالجبار معتزلي (وفات کال ۴۱۵ هـ ق) د راپور له مخې، ځينو شيعو به په مصر، دمشق، بغداد، الرمله، عَکّا، صور، عسقلان او جبل البسماق کې د حضرت فاطمې(س) او د هغې د زوى محسن(ع) په خاطر ماتم کاوه.[۱۸]

 

د ښخولو ځای

په تاریخي سرچینو کې د محسن د ښخولو ځای نه دی ذکر شوی. خو د جامع النورین په کتاب کې د روایت پر بنسټ، حضرت علي(ع) د حضرت زهرا خادمه فضه ته وویل چې د محسن جسد د کور په دروازه کې ښخ کړه.[۱۹]

 

د محسن د قاتل عذاب

د کامل الزيارات د روايت پر اساس راغلي دي، چې د رسول الله(ص) له اولادونو څخه لومړی کس چې د قيامت په ورځ به يې محاکمه کېږي محسن دى، بيا به يې قاتل ته سزا ورکول کېږي.[۲۰]

 

بیل کتابونه

د محسن بن علي په اړه په عربۍ او فارسۍ ژبو کې کتابونه لیکل شوي دي:

 

«المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ»، په عربي ژبه د سید محمدمهدی موسوی خرسان له خوا ليکل شوی، چې د مرکز الابحاث العقائدیة له خوا په ۱۴۳۰ هـ ق کال په ۶۲۶ مخونو کې خپور شوی دی.[۲۱] لیکوال د تاریخ کتابونو په تطبیقي مطالعې سره دې پایلې ته رسیدلی دی چې د محسن سقط په هغه ورځ شوی چې کله د علي(ع) په کور برید وشو او د هغه اثر او زور له امله و چې فاطمې(س) ته رسیدلی و.[۲۲]

«غنچه یاس؛ محسن بن علی» چې مهدي فاطمي په فارسۍ او عربۍ ژبه لیکلی دی چې په ۱۳۸۶ش کال کې خپور شوی دی.[۲۳]

همدارنګ «محسن بن علی» د علی‌اصغر رضوانی،[۲۴] المحسن بن فاطمة الزهراء، د عبدالمحسن عبدالزهراء القطیفی[۲۵] او مسافر دریا حضرت محسن بن علی د صادق داوری[۲۶] کتابونه، هغه کتابونه دي چې د محس په هکله لیکل شوي دي.

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ: یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۱۳؛ قاضی نعمان، شرح الاخبار، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۸۸؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵؛ ابن‌صوفی، المجدی، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۳.
  2. ابن‌حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۵۹، ۲۴۶؛ بخاری، الادب المفرد، ۱۴۰۹ق، ص۲۸۶؛ ابن‌قتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۱۱؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۱۸۹؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۱۵۳؛ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۸۰ ابن‌حزم اندلسی، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۱۶؛ ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۹-۳۰۰؛ سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۵۷؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۳۶۷؛ ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۹۱.
  3. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵
  4. ابن‌حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۵۹، ۲۴۶؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵.
  5. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۹۱.
  6. وګورئ: شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵.
  7. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۰۰.
  8. ابن‌قتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۱۱.
  9. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۷۵.
  10. ابن‌حزم اندلسی، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۳۸.
  11. شهرستانی، الملل والنحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
  12. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۴، ص۱۹۲–۱۹۳.
  13. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۹؛ ابن‌حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۵۹، ۲۴۶؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۸۴.
  14. مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۵؛ خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۴۰۸؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۴، ص۱۹۲–۱۹۳؛ شهرستانی، الملل والنحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
  15. یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۹-۱۴.
  16. «اتفاقات هفته اول بعد از ماه صفر، ریشه و اصل همه مصائب جهان اسلام است»، پایگاه اطلاع‌رسانی حضرت آیت‌الله العظمی سید صادق روحانی.
  17. «نظر حضرت‌عالی در مورد برگزاری مراسم ایّام محسنیه به‌صورت عمومی در سطح شهر چیست؟»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  18. قاضی عبدالجبار، تثبیت دلائل النبوة، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۵۹۵.
  19. سبزواری، جامع النورین، علمیه اسلامیه، ص۲۰۶.
  20. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۳۳۴.
  21. موسوی خرسان، المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ، ۱۴۳۰ق، شناسنامه کتاب.
  22. الموسوی الخرسان، المحسن السبط مولود أم سقط، ۱۴۳۰ق، ص۲۰۷.
  23. غنچه یاس، شبکه جامع کتاب گیسوم
  24. محسن بن علی(ع)، مؤسسه خانه کتاب ایران و ادبیات ایران
  25. المحسن‌ بن‌ فاطمه الزهراء مؤسسه خانه کتاب ایران.
  26. مسافر دریا: حضرت محسن بن علی، شبکه جامع کتاب گیسوم.