مدین (قبیله)

مَدْیَن یو عرب قام دی چې حضرت شعیب یې د هدایت لپاره مبعوث شو او حضرت موسی(ع) څو کاله په هغوي کې ژوند وکړ. ځینې څیړاندي، دغه قبیله د حضرت ابراهیم(ع) زوي مدین او ځینې یې حضرت اسماعیل(ع) ته منسوبه ګڼي. دغه قام د عقبه خلیج په خوا کې په

مدین ښار کې اوسېده. مدین قام په خدای د ایمان نه راوړلو په وجه په الهي عذاب اخته شو.

 

توکم پاڼه

مدین د عربو له نسله یوه قبیله وه.[۱] د «مدین»ټکی لس ځله په قرآن کې راغلی دی.[۲] چې په ځینو کې ترې مطلب د مدین قبیله[۳] او په ځینو کې مدین ښار[۴] دی. د مدین قبیلې د نسل په اړه ځینې اختلافات موجود دي:

 

ځینې څیړاندي او مورخان مدین قبیله په مدین بن ابراهیم پورې منسوبه ګڼي.[۵] د تورات [۶] او د ځینو اسلامي سرچنیو[۷] د راپور له مخې حضرت ابراهیم د خپلې مېرمنې ساره له وفاته وروسته له یوې بلې ښځې سره واده وکړ او له هغې د ځینو بچیانو پلار شو منجمله مدین (میدیان). مدین د حضرت لوط له لور سره واده وکړ او له دې لارې یې نسل دوام وموند.[۸]

 

همداراز ابن کثیر دغه قبیله د مدین بن مدیان بن ابراهیم[۹] له نسله او ځینو څیړاندو د حضرت اسماعیل(ع) له نسله ګڼلې ده.[۱۰]

 

استوګن ځای

مدین قام په مدین ښار کې ژوند کاوه او د دغه ښار نوم هم له دې قبیلې اخستل شوی و.[۱۱] دغه ښار د عقبه خلیج په ختیځ کې[۱۰] د سیند په غاړه او اباد او ښیرازه ګڼل شوی دی.[۱۲] دغه ښار تبوک سیمې ته نزدې [۱۳] او همداراز د لوط قام ښار ته نزدې دی.[۱۴] شیخ صدوق مدین یوه وړوکی کلی ګڼلی چې تر څلویښتو زیات کورونه یې نه لرل.[۱۵]

 

ځینو څېړاندو دغه ښار د شام له ښارونو ګڼلی دی.[۱۶] او احتمال یې ورکړی چې نن سبا په اردن هیواد کې «معان» ښار[۱۷] په دغه ځای کې جوړ شوی دی.[۱۸] ځینې باوري دي چې مدین په ننني عربستان کې واقع و.[۱۹]

 

له بني اسراییلو سره نښته

نگر به موسی عمران که از بر مادر

به مدین آمد و زان راه گشت او مولا[[۲۰]]

د قرآن[۲۱] او تورات[۲۲] د تصریح په اساس حضرت موسی(ع) وروسته له دې چې له مصره وتښتېد، مدین ته لاړ او هلته یې د شعیب له لور سره واده وکړ.[۲۳] او کلونه هلته په مدین قبیله کې[۲۴] په شپنۍ لګیا و.[۲۵]

 

مدین قبیله د تاریخ په یو پړاو کې له بني اسراییلو سره ښکېل وه. د یهودیانو د سپېڅلي کتابونو څخه په داوران کتاب کې، له بني اسراییلو سره د مدیانیانو (مدین قبیلې) د نښتې کیسه نقل شوې ده چې په نهایت کې بني اسراییل له کلونو ماتې او سپکاویو وروسته په مدیانیانو بریالي شول.[۲۶]

 

د شعیب په پېغمبرۍ غبرګون

خدای تعالی د مدین قوم د هدایت لپاره، حضرت شعیب په پېغمبرۍ وګماره.[۲۷] شعیب د مدین له قبیلې و.[۲۸]

 

حضرت شعیب کلونه په خپل قام کې په الهي تبلیغ بوخت و؛ هغوي یې توحید[۲۹] او په معاملې کې انصاف او سموالي[۲۹] له فساده لرې والي[۳۰] او د قیامت له عذابه[۳۱] وېرېدو ته بلل. په اعراف سوره کې د حضرت شعیب او د هغه د مخالفانو خبرې راغلې دي.[۳۲]

 

عذاب

د مدین قبیلې ډېرو کسانو د حضرت شعیب(ع) د بلنې له منلو ډډه وکړه او په الهي عذاب اخته شول.[۳۳] د قرآن د ایتونو له مخې د مدین قوم په یوې زلزلې سره نابود شو؛[۳۴] داسې لکه چې هیڅکله په دغه ښار کې نه اوسېده.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. بلاغی، حجة التفاسیر، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۲۶۷.
  2. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۲۴۵.
  3. حسینی شیرازی، تبیین القرآن، ۱۴۲۳ق، ص۲۴۳.
  4. وګورئ: سوره هود، آیه ۸۴.
  5. شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق، ص۱۷۸؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۸، ص۱۶۶.
  6. کتاب مقدس، پیدایش، ۲۵: ۱.
  7. بروجردی، تفسیر جامع، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۴۳۲.
  8. طبرسی، تفسیر جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۵۱.
  9. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۹۸۶م، ج۱، ص۱۸۵.
  10. Jump up to:۱۰٫۰ ۱۰٫۱ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۹، ص۲۰۰.
  11. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۷۷.
  12. دهخدا، لغت‌نامه، واژه مدین.
  13. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۱، ص۲۹۱.
  14. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۲۴۵.
  15. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۲۰.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۲۴۹.
  17. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۲۴۵.
  18. بلاغی، حجة التفاسیر، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۲۶۷.
  19. لغت‌نامه دهخدا، واژه مدین.
  20. مولوی، دیوان شمس، غزلیات، غزل شمارهٔ ۲۱۴
  21. سوره قصص، آیه ۲۲.
  22. کتاب مقدس، خروج، ۲: ۱۵.
  23. سوره قصص، آیه ۲۷-۲۸.
  24. سوره طه، آیه۴۰.
  25. کتاب مقدس، خروج، ۱:۱.
  26. کتاب مقدس، داوران، باب۶-۸.
  27. سوره اعراف، آیه ۸۵
  28. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۴، ص۳۱۳.
  29. Jump up to:۲۹٫۰ ۲۹٫۱ سوره اعراف، آیه ۸۵.
  30. سوره عنکبوت، آیه۳۶.
  31. سوره هود، آیه۸۴.
  32. سوره اعراف، آیه۸۵- ۹۰.
  33. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۱۱۲.
  34. سوره اعراف، آیه۹۱.
  35. سوره اعراف، آیه ۹۲.