مختار بن ابي عبید ثقفي

مختار بن ابی عُبید ثَقَفی (۱-۶۷ق) له تابعینو دی چې د امام حسین(ع) د وینې د غچ اخستلو یا انتقام لپاره یې پاڅون وکړ. مختار د کربلا په پېښه کې په کوفې کې د امام حسین(ع) د استازي مسلم بن عقیل کوربه توب په غاړه درلود او….

د هغه تر شهادته پورې یې ورسره مرسته وکړه، بیا عبیدالله بن زیاد هغه بندي کړ، له دې امله د عاشورا په ورځ په کربلا کې نه و.

 

مختار په ۶۶ ق کال کې د کوفې د واکمن په خلاف پاڅون وکړ، د هغه په پاڅون کې د کربلا د پېښې ډېر عاملان ووژل شول. مختار په کوفې د ۱۸ کالو له حکومته وروسته د مصعب بن زبیر په لاس ووژل شو. د مسلم بن عقیل مزار ته نزدې د کوفې جومات خواته یو قبر په هغه پورې منسوب دی.

 

د مختار د شخصیت، پاڅون او کړچار په اړه مختلف نظرونه موجود دي او په دې باب ډېر کتابونه لیکل شوې دي. ځینې باوري دي چې مختار د امام حسین(ع) د وینې د غچ او د امام زین العابدین(ع) په اجازه پاڅون کړی دی خو ځینې یې بیا قدرت غواړی شخصیت ګڼي چې حکومت ته د رسېدو په هدف یې قیام کړی دی. ځینې باوري دي چې مختار شیعه و خو د هغه کړچار د تایید وړ نه دی. سره له دې هغه به دوزخ ته نه ځي. د دغه نظرونو سرچینه، دوه ډوله روایتونه دي چې په هغوي کې د مختار ستاینه یا غندنه شوې ده. ځینې شیعه رجالیانو لکه عبدالله مامقاني او آیت الله خویي د مدحې روایتونو ته ترجیح ورکړې ده.

 

نسب او لقب

مختار بن ابی‌عبید بن مسعود ثقفي له ثقیف قبیلې و[۱] پلار یې ابو عبید د پېغمبر(ص) له اصحابو و[۲] او د دوهم خلیفه په زمانه کې د قادسیه په جنګ کې ووژل شو[۳] مسعود ثقفي د حجاز له مشرانو و او ورته یې عَظیمُ‌القَرْیَتَیْن ( د مکې او طایف) لقب ورکړی و.[۴] مور یې دومه بنت عمرو بن وهب ده، ابن طیفور په بلاغات النساء کې د هغې یادونه کړې ده.[۵] د اومې قمري پېړۍ د مورخ ابن اثیر په وینا، مختار له صحابه و نه و[۶] سره له دې د هغه د ژوند حالات د صحابه ژوند لیکونو کې راغلي دي[۷]

 

د مختار کنیت ابو اسحاق[۸] او لقب یې کَّیسان (چالاک او هوښیار) و[۹] له اصبغ بن نباته نقل شوې چې کله چې مختار ماشوم و، امام علي(ع) هغه په خپل زنګون کښېناوه او ورته یې کَیِّس(چالاک) وویل.[۱۰]

 

د قادسیه په جنګونو کې شتون

مختار د هجرت په لومړي کال وزېږېد[۱۱] ویل شوي چې هغه په ۱۳ کلنۍ کې د قادسیې له جنګونو په جِسر جنګ کې برخه واخسته او غوښتل یې چې میدان ته داخل شي خو تره یې سعد بن مسعود مخه ونیوله.[۱۲] په دې جنګ کې د مختار پلار او ورور ووژل شول.[۱۳]

 

د مختار تره سعد بن مسعود ثقفي، د امام علي(ع) له خوا د مداین والي و.[۱۴] هغه له خوارجو سره په جنګ کې، مختار په خپله جانشینۍ په مداین کې وټاکه او په خپله له هغوي سره جنګ ته لاړ.[۱۵]

 

له مسلم بن عقیل سره ملګرتیا

د شمس‌الدین ذهبي، په راپور مختار د معاویه په زمانه کې بصرې ته لاړ او خلک یې د امام حسین(ع) لور ته وبلل. په هغه زمانه کې عبیدالله بن زیاد چې د معاویه له خوا د بصرې والي و، هغه ونیوه او طائف ته یې جلاوطن کړ.[۱۶]

 

مختار د امام حسین(ع) له استازي مسلم بن عقیل سره په کوفې کې ملګرتیا کوله. مسلم کوفې ته د ننوتلو په وخت د مختار کور ته لاړ.[۱۷] وروسته له دې چې عبید الله بن زیاد د مسلم له ځایه خبر شو، مسلم د هاني بن عروه کور ته لاړ.[۱۸] همداراز د تاریخي روایتونو له مخې مختار له مسلم بن عقیل سره بیعت وکړ.[۱۹] هغه د مسلم د شهادت په ورځ له کوفې بهر و او له وخته مخکې د مسلم د پاڅون خبر یې هلته واورېد؛ خو کله چې کوفې ته ورسید، مسلم او هاني شهیدان شوې وو.[۲۰]

 

په کربلا کې نشتون

مختار د عاشورا په ورځ په بند کې و. له دې امله په کربلا کې یې شتون نه درلود. د مسلم له شهادته وروسته ابن زیاد د مختار د وژلو اراده لرله چې د عمرو بن حریث په وساطت سره یې د هغه له وژلو ډډه وکړه؛ خو هغه یې بند ته واچوه. مختار د کربلا له پېښې وروسته پورې په زندان کې و.[۲۱] د کربلا له پېښې وروسته مختار د عبدالله بن عمر په وساطت سره چې د مختار د خور صفیې خاوند و،[۲۲] د یزید بن معاویه په نزد ازاد شو.[۲۳] د عبدالرزاق مقرم په راپور کله چې د کربلا اسیران د ابن زیاد محفل ته بوتلل شول، ابن زیاد مختار هم چې بندي و وروباله. په دې غونډه کې د مختار او ابن زیاد په مینځ کې تندې خبرې رد و بدل شوې.[۲۴] د دغه راپور له مخې مختار د عبدالله بن عفیف له شهادته وروسته له زندانه ازاد شو؛ خو عبیدالله بن زیاد له هغه سره شرط وتړه چې باید له دریو ورځو زیات په کوفې کې پاتې نه شي. عبیدالله د عبدالله بن عفیف له شهادته وروسته یوه خطبه ولوستله او پکې یې د پېغمبر(ص) اهل بیتو ته بد رد وویل. مختار پرې اعتراض وکړ او ابن زیاد دوباره هغه بندي کړ؛ خو د عبدالله بن عمر په سفارش بیا ازاد شو.[۲۵]

 

له عبدالله بن زبیر سره بیعت

مختار له عبدالله بن زبیر سره بیعت وکړ، په دې شرط چې په کارونو کې ورسره مشوره وکړي.[۲۶] په مکې د یزید د لشکر په حمله کې او د عبدالله بن زبیر په محاصره کې د عبدالله په څنګ کې د یزید له لښکر سره وجنګېد.[۲۷] د یزید بن معاویه له مرګه وروسته ابن زبیر د خلافت ادعا وکړه. مختار هم کوفې ته لاړ او د خپل پاڅون تیارۍ یې وکړې.[۲۸]ابن زبیر عبدالله بن مطیع د کوفې والي کړ. مختار له هغه سره وجنګېد او ماته یې ورکړه.[۲۹]

 

ولې یې د توابینو په پاڅون کې برخه وانه خسته

اصلی مفاله: د توابین پاڅون

 

مختار د توابینو په پاڅون کې برخه وانه خسته؛ ځکه چې قیام یې بې فایدې او سلیمان بن صرد خزاعي یې د جنګ له فنونو او تاکتیکونو سره نابلده ګاڼه.[۳۰] د مختار له شرکت نه کولو وروسته له ۱۶۰۰۰ کسانو ۴۰۰۰ کسانو چې له سلیمان سره یې بیعت کړی و په جنګ کې برخه وانه خسته[۳۱] مختار د توابینو له پاڅون سره په یو وخت زنداني شو.[۳۲] هغه د توابینو له ماتې وروسته د هغوي پاتې کسانو ته لیک ولیکه او ورسره یې خواخوږي وکړه.[۳۳] د توابینو مشرانو له زندانه د هغه د خوشي کولو اراده لرله خو مختار منعې کړل او د عبدالله بن عمر په مینځګړتوب ازاد شو.[۳۴]

 

د کربلا د پېښې له عاملانو غچ اخستل

اصلي مقاله: د مختار پاڅون

 

مختار په ۶۶ قمري کال کې د امام حسین(ع) د وینې د غچ اخستلو لپاره پاڅون وکړ او د کوفې شیعیان له هغه سره ملګري شول.[۳۵] هغه په خپل پاڅون کې له دوو شعارونو یا لثارات الحسین او یا منصور اَمِت استفاده وکړه.[۳۶] په دغه پاڅون کې مختار د کربلا د پېښې ځینې عاملان لکه شمر بن ذی‌الجوشن، خولی بن یزید، عمر بن سعد او عبیدالله بن زیاد ووژل.[۳۷] هغه د عبیدالله بن زیاد او د عمر بن سعد سرونه مدینې ته امام سجاد(ع) ته ولېږل.[۳۸]

 

له امام سجاد(ع) سره اړیکي

له مختارسره د امام سجاد د اړیکو په هکله مختلف راپورونه موجود دي. د یو روایت په اساس چې په رجال کشي کې راغلی، مختار ۲۰۰۰۰ دیناره څلورم امام ته واستول او هغه په هغه پېسو سره د عقیل بن ابیطالب او نورو بني هاشمو کورونه چې ویجاړ شوې وو بیا ورغول. سره له دې مختار یو ځل بیا څلویښت زره دینار امام ته ولېږل خو امام ونه منل.[۳۹] هغه همداراز یوه وینځه (د زید بن علي مور) چې ۳۰۰۰۰ درهمه یې اخستې وه، امام سجاد(ع) ته ډالۍ کړه.[۴۰] مختار د عبیدالله له وژلو وروسته د هغه سر امام زین العابدین ته ولېږه. امام سجاد د شکر سجده وکړه، دغه وخت و چې د بني هاشمو د کورنۍ ښځو چې د امام حسین(ع) لپاره یې د سوګوارۍ جامې اغوستې وې، بدلې کړې.[۴۱]

 

د یو بل روایت له مخې، د کوفې ځینې مشران امام سجاد(ع) ته ورغلل او د مختار د ماموریت په اړه یې ترې پوښتنه وکړه او څلورم امام هغوي محمد بن حنفیه ته ورجارباسل او وې وفرمایل: ای تره، که یو تور زنګي (تور حبشي)غلام هم زمونږ په ننګه ودرېږي په خلکو واجبه ده چې مرسته یې وکړي. په دې اړه هرڅه چې غواړې وې کړه، ما په دې معامله کې ته خپل استازی وټاکلې.[۴۲] ایت الله خویي[۴۳] او مامقاني[۴۴] د مختار پاڅون د امام زین العابدین(ع) په اجازې سره ګڼي.

 

له محمد بن حنفیه سره اړیکي

د ځینو روایتونو له مخې مختار خلک د محمد بن حنفیه امامت ته بلل.[۴۵] له دې امله ځینو کسانو هغه د کیسانیه موسس او پېروان یې کیسانیه ګڼي.[۴۶] د ایت الله خویي په وینا دا خبره صحیح نه ده ځکه چې محمد بن حنفیه د امامت ادعا نه لرله چې مختار خلک هغه ته دعوت کړي.[۴۷] همداراز کیسانیه د مختار له وژل کېدو او د محمد بن حنفیه له وفاته وروسته جوړ شوې دي.[۴۸] د مامقاني په وینا مازې دا چې د مختار لقب کیسان دی، دلیل نه شي کېدی چې هغه دې په کیسانیه مذهب وي.[۴۹]

 

د محمد بن حنفیه ژغورنه

وروسته له دې چې عبدالله بن زبیر د مختار له پاڅونه خبر شو، محمد بن حنفیه او د هغه خپلوان یې تر فشار لاندې راوستل چې له هغه سره بیعت وکړي او هغوي یې په سوزولو وګواښل. ابن حنفیه مختار ته یو لیک ولیکه او له هغه یې مرسته وغوښته مختار مکې ته یوه ډله ولیږله او هغوي یې وژغورل.[۵۰]

 

د مختار په باره کې متفاوت روایتونه

د مختار په اړه په یو ځای دوه ډلې متفاوت حدیثونه راغلې دي چې په ځینو کې د هغه ستاینه او په ځینو کې یې غندنه شوې ده.

 

د مدحې حدیثونه

 

له امام سجاد(ع) نقل شوې چې خدای دې مختار ته د خېر جزا ورکړي[۵۱]

امام صادق(ع) د مختار له زوي ابوالحکم سره په کتنه کې د هغه له درنښت وروسته، د مختاره ستاینه وکړه او د مختار زوي ته یې وویل چې خدای دې ستا په پلار رحمت وکړي.[۵۲] شیعه رجال عبدالله مامقاني په مختار د امام صادق(ع) ترحم دهغه د عقایدو په صحیح والي دلیل ګڼلی دی؛ په دې دلیل سره چې په امامیه مذهب کې د امامانو رضایت د خدای د رضا تابع دی. له دې امله د داسې کس لپاره د امام صادق له خوا د خدای د رحمت دعا کول چې بې لارې عقیده لري، معقوله نه ده او یوازې د امام حسین د وینې انتقام د دې کار لپاره جواز نه شي کېدی.[۵۳]

د مذمت حدیثونه

 

له امام باقر(ع) نقل شوي چې امام سجاد(ع) د مختار استازي ملاقات ته ونه منل او د هغه ډالۍ یې بیرته ستنې کړې او هغه یې کَذّاب (دروغجن) وباله. مامقاني د امام سجاد(ع) دغه غبرګون له عبدالملک بن مروانه د وېرې او تقیې په وجه بللی دی.[۵۴]

امام صادق(ع): مختار به په امام سجاد(ع) دروغ تړل.[۵۵] د ایت الله خویي په وینا دا حدیث د سند له مخې ضعیف دی.[۵۶]

مختار په ساباط کې خپل تره سعد بن مسعود ته وړاندیز وکړ چې امام حسین(ع) معاویه ته وسپاري چې مقام یې متزلزله نه شي.[۵۷] د ایت الله خویي په وینا دا حدیث د مرسل والي په وجه د باور وړ نه دی، ځکه چې که دا خبره صحیح هم وي، ویلی شو چې مختار په خپله خبره کې جدي نه و؛ بلکې غوښتل یې د خپل تره نظر معلوم کړي.[۵۸]

د یو روایت له مخې مختار دوزخي دی، خو امام حسین(ع) به د هغه شفاعت کوي[۵۹] دا روایت د رجال علم د عالمانو له نظره ضعیف دی.[۶۰]

د ځینو روایتونو له مخې مختار د پېغمبرۍ ادعا کړې ده.[۶۱] د عبدالله مامقاني په وینا په شیعه سرچینو کې د دغه ادعا هیڅ نښه نښانه نیشته او دا نسبت اهل سنتو هغه ته ورکړی دی؛ ځکه چې د هغوي ځینې مشران یې چې د کربلا په پېښه کې یې رول درلود وژلي دي.[۶۲]

آیت الله خویي د مدح او ذم روایتونو له ذکره وروسته د مدحې روایتونو ته ترجیح ورکړې ده.[۶۳]

 

د مختار په باره کې نظرونه

د مختار د شخصیت په اړه مختلف نظرونه مطرح دي:

 

مختار د اهل بیتو د وینې غچ اخستونکی و

باقر شریف قرشي باوري دی چې د مختار پاڅون د ریاست او جاه طلبۍ لپاره نه و او هغه د پېغمبر داهل بیتو له قاتلانو د اهل بیتو د وینې د انتقام لپاره پاڅون کړی دی.[۶۴] نجم الدین طبسي هم د مختار لپاره د امام باقر(ع) د رحمت دعا د امام حسین د قاتلانو د وژلو په وړاندې د هغه د اقداماتو یو ډول تایید ګڼلی دی.[۶۵] ابن نما حلي په دې عقیده دی چې د مختار لپاره د امام سجاد(ع) د خېر دعا دلیل دی پر دې چې هغه د امام سجاد په نزد له پاکانو او ښو کسانو ګڼل کېده.[۶۶]

 

عبدالله مامقاني، مختار امامي شیعه ګڼلی، خو ویلې یې دي چې وثاقت یې نه دی ثابت شوی.[۶۷] د هغه په وینا، علامه حلي هم د خپل کتاب په لومړۍ برخه کې د مختار یادونه کړې ده او هغه هیڅوک چې غیر امامیه وي حتی که د وثاقت او مدحې له نظره کمال ته هم رسیدلې وي په خپل کتاب کې نه دي راوړي.[۶۸]

 

مختار قدرت غواړی و

ځینې باوري دي چې له لاسته راغلیو قراینو معلومیږي چې د مختار پاڅون د حکومت او طاقت د لاسته راوړلو لپاره و.[۶۹] د دغه نظر په اساس مختار له اهل بیتو د یوې وسیلې په توګه استفاده کړې او اراده یې لرله د هغوي په وسیله خپلو اهدافو ته ورسیږي.[۷۰] د رسول جعفریان په وینا دا خبرې غلطې او د امویانو او زبیریانو له خوا د مختار په ضد د تبلیغاتو پایله ده.[۷۱]

 

د مختار په اړه له قضاوته ډډه کول

ځینې شیعه عالمانو د مختار په اړه د قطعي نظر له څرګندولو ډډه کړې ده؛ په جامع الرواة کتاب کې میرزا محمد استرابادي ته نسبت ورکړی شوی چې باید مختار په بده یاد نه کړو؛ سره له دې ځینې روایتونه هغه د باور وړ نه ګني او د هغه په اړه تم شوې دي.[۷۲] علامه مجلسي د مختار ایمان بشپړ نه دی ګڼلی او د هغه اقدامات یې د معصوم امام له اجازې پرته ګڼلې دي. سره له دې باوري دی چې په دې وجه چې مختار زیات نېک کارونه کړي، انجام یې ښه شوی دی. البته هغه هم د مختار په اړه توقف کړی دی.[۷۳] شعراني په دمع السجوم کې په دې باور دی چې مختار د عربو له هوښیارو او مېړنو کسانو دی او د هغه په اړه د متناقضو اخبارونو د شتون ادعا نه مني او وایي چې د بندګانو حساب په قیامت کې له خدای سره دی، مختار هم د نورو ډېرو خلکو په شان ښه او بدو کارونه کړې دي.[۷۴]

 

د اهل سنتو عالمانو نظر

د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې، مختار ته د ناصبي او دروغجن په شان نسبتونه ورکړل شوې دي. په پېغمبر(ص) پورې یو روایت منسوب دی چې له ثقیف به یو کذاب او مجرم پېدا کیږي. دا روایت د عبدالله بن زبیر مور اسماء بنت ابوبکر روایت کړی دی.[۷۵] ویل شوي چې په دې روایت کې له کذاب څخه مطلب مختار دی.[۷۶] په دې خبره په اعتراض کې ویل شوي چې په دې روایت کې د مختار نوم نه دی راغلی او د هغه نوم د راوي له خوا ورزیات کړی شوی دی. همداراز له نورو روایتونو سره چې پکې نور کسان د دروغجن او مجرم مصداق معرفي شوي ټکر لري.[۷۷] د یو راپور له مخې حجاج بن یوسف خلکو ته امر کاوه چې حضرت علی(ع) او مختار باندې لعنت ووایي.[۷۸] مقریزي هم مختار له خوارجو ګڼي.[۷۹]

 

مېرمن او بچیان

مختار ثقفي څلور مېرمنې لرلې، د سمره بن جندب، لور ام ثابت[۸۰] د نعمان بن بشیر لور عمره ( لومړۍ ښځه چې په اسلام کې یې سر ووهل شو)[۸۱] ام‌زید الصغری د سعید بن زید بن عمرو لور[۸۲] او ام‌ولید د عمیر بن رباح لور.[۸۳] ام‌ثابت هغه ته محمد و اسحاق[۸۴] او ام ولید ، ام سلمه[۸۵] پېدا کړل. ام سلمه د عبدالله بن عبدالله بن عمر بن خطاب په نکاح کې راغله.[۸۶]

 

ابوالحکم،[۸۷] جبر،[۸۸]امیة،[۸۹] بلال[۹۰] او عمر ( د ابومسلم خراسانی له خوا د ری والي)[۹۱] د هغه نور بچیان دي.

 

وفات او قبر

مختار له اتلس کاله حکومته وروسته د ۶۷ ق کال د روژې په څوارلسمه[۹۲] په ۶۷کلنۍ کې د مصعب بن زبیر په لاس ووژل شو.[۹۳] د مصعب په امر د مختار لاسونه یې پرې کړل او د کوفې جومات په دېوال یې وځړول. کله چې حجاج بن یوسف ثقفي په کوفې واکمن شو امر یې وکړ چې دغه لاسونه ښخ کړي.[۹۴] د مختار مزار د کوفې جومات خوا کې دی او د شهید اول په المزار کتاب کې د هغه لپاره زیارتنامه ذکر شوې ده.[۹۵]

 

د مختار په اړه کتابونه

اصلي مقاله: د مختار ثقفي په اړه د کتابونو لړلیک

 

د مختار په اړه مختلف کتابونه لیکل شوي. په دغو کتابونو کې د هغه شخصیت او له پاڅونه هدف جاجول شوی دی.آقا بزرګ تهراني په الذریعه کې تر ۳۷ زیات کتابونه د مختار په اړه یاد کړې دي.[۹۶] ځینې یې دا دي:

 

شرح الثار فی احوال المختار لیک د ابن‌نما حلي:[۹۷] علامه مجلسي دا کتاب د بحار په ۴۵ ټوک کې راوړی دی.[۹۸]

روضة المجاهدین،په فارسۍ ژبه، په دې کتاب کې د مختار د جنګونو او میړنتوبونو کیسې دي چې له منظوم او روایي حالته په منثور او حماسي حالت بدل شوی دی. دغه کتاب د واعظ هروي، (لسمې قمري پېړۍ) لیک دي چې د محرم په میاشته کې به یې په منبر خلکو ته روایت کاوه. د دغه کتاب قرائت ډېره موده د روضه خوانۍ په مجلسونو کې لوستل کېده. ققنوس خپرنځي دغه کتاب په ۵۲۰ مخونو کې چاپ کړی دی.

مختارنامه سیریل

اصلي مقاله: مختارنامه (ټيلي ویژني سیریل)

 

مختارنامه د مختار د ژوند او پاڅون په اړه یو ټیلي ویژني سیریل دی چې ډائریکټر یې داوود میرباقري دی. دا شپېته منټي د څلویښتو برخو سیریل په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ریډیو ټیلي ویژن خپور شو.[۹۹] په دې سیریل کې فریبرز عرب نیا د مختار رول لوبولی دی.

فوټ نوټ

  • ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۶.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۱.
  •  ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۴۰۰.
  •  ابن‌طیفور، بلاغات النساء، ۱۳۲۶ق، ج۱، ص۱۲۸.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۶و۳۴۷: ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۷۵.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۶.
  •  اخبار الدولة العباسیه، ۱۳۹۱ق، ص۱۶۵.
  •  کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۷.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۶۱.
  •  ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۲۳.
  •  دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۰۵.
  •  دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۰۵.
  •  ذهبی، سیر اعلام النبلا، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۵۴۴.
  •  دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۳۱.
  •  دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۳۳.
  •  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‌۵، ص۵۶۹؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج‌۶، ص۳۷۶.
  •  بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج‌۶، ص۳۷۷؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‌۵، ص۵۶۹.
  •  بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج‌۶، ص۳۷۷؛ ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۲۹.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۲۹.
  •  مقرم، مقتل الحسین، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۷.
  •  مقرم، مقتل الحسین، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۷.
  •  مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۶، ص۱۵.
  •  مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۶، ص۱۵.
  •  مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۶، ص۱۸.
  •  مقدسی، البداء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۶، ص۲۰.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۲۹.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۳۵.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۳۰.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۵۱.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۶، ص۵۱.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‌۶، ص۲۰.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۷.
  •  کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۸.
  •  ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دار المعرفه، ص۱۲۴.
  •  قمی، تتمّة‌ المنتهی، ص۸۵-۸۶، چاپ سوم‌، ۱۳۹۷ق.
  •  مجلسی، بحار الانوار، ج‌۴۵، ص۳۶۵.
  •  خویی، معجم الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۸، ص۱۰۱.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۶.
  •  کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۸.
  •  اخبار الدولة العباسیه، ۱۳۹۱ق، ص۱۶۵.
  •  خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱۸، ص۱۰۱.
  •  معجم رجال الحدیث، ج۱۸، ۱۴۱۰ق، ص۱۰۲و ۱۰۳.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص ۲۰۵و۲۰۶.
  •  اخبار الدولة العباسیة، ۱۳۹۱ق، ص۱۰۰-۱۰۴؛ مقدسی، البداء و التاریخ، مکتبة الثقافیة الدینیة، ج۶، ص۲۱.
  •  کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۷.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۵.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۵.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۵.
  •  کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۵.
  •  خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱۸، ص۹۶-۹۷.
  •  صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج‌۱، ص۲۲۱.
  •  خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱۸، ص۹۷.
  •  طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج‌۱، ص۴۶۶-۴۶۷.
  •  خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱۸، ص۹۶-۹۷.
  •  ابن‌حزم، جمهرة الانساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۶۸.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۵و۲۰۶.
  •  خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱۸، ص۹۵.
  •  قرشی، حیاة الامام الحسین(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۴۵۳-۴۵۴.
  •  پایگاه اطلاع‌رسانی شیخ نجم‌الدین طبسی.
  •  مجلسی، بحار الانوار، ج‌۴۵، ص۳۴۶.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۶.
  •  مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۳، ص۲۰۶.
  •  جوانمرد ثقفی، پایگاه علمی و فرهنگی کلباسی
  •  جوانمرد ثقفی، پایگاه علمی و فرهنگی کلباسی
  •  «داستان قیام مختار داستان مبهمی در تاریخ اسلام نیست»
  •  اردبیلی، جامع الرواة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۲۲۱.
  •  مجلسی، بحارالانوار، ج۴۵، ص۳۳۹.
  •  شعرانی، ابوالحسن، دمع السجوم ترجمه نفس المهموم، ص۳۴۳و۳۷۳، نشر کتابفروشی اسلامیه،۱۳۷۴ق.
  •  ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۳، ص۹۰۹.
  •  ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۳، ص۹۰۹.
  •  «فصل دوم: بررسي مطالب مطرح شده بر ضد مختار در كتب اهل‌سنت»، مؤسسه تحقیقاتی ولی‌عصر.
  •  وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۶، ص۱۶۸.
  •  مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج‌۱۴، ص۱۵۷.
  •  ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۴۰۱.
  •  یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، ج‌۲، ص۲۶۴.
  •  ابن‌حبیب، المحبر، دارالآفاق الجدیده، ص۷۰.
  •  ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۸، ص۳۴۵.
  •  ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۴۰۱.
  •  ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۸، ص۳۴۶.
  •  ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۸، ص۳۴۵.
  •  ذهبی، تاریخ الاسلام، ج‌۱۷، ص۱۰۵.
  •  ابن‌حزم، جمهرة الانساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۶۸.
  •  ابن‌حزم، جمهرة الانساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۶۸.
  •  طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۵۶۸.
  •  اخبار الدولة العباسیة، ص۲۶۲.
  •  ابن‌جوزی، المنتظم، ج‌۶، ص۶۸.
  •  ابن‌اثیر، اسدالغابة، ج‌۴، ص۳۴۷.
  •  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‌۶، ص۱۱۰.
  •  شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۲۸۴.
  •  غلامعلی و غریب، «مختار ثقفی در گستره آثار رجالیان»، ص۷۷.
  •  آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ج۱، ص۳۷۰.
  •  مجلسی، بحارالانوار، ج۴۵، ص۳۴۶-۳۹۰.
  •  «مختارنامه»، سیمافیلم، ۳ آذر، ۱۳۸۷ش.