د انسان سورت

سورة الانسان یا هَلْ أَتَیٰ یا دَهْر د قرآن کریم شپږ شپیتم سورت او له مدني سورتونو دی چې په 29 سپاره کې دی. سورة الانسان د انسان د پیدایښت او لارښوونې، د نیکانو د صفتونو او د هغه نعمتونو چې..

خدای ورته ورکوي او همدارنګه د قرآن او د خدای د غوښتې په اړه خبرې کوي.

د شيعه او ځينو سنيانو مفسرينو له نظره د دې سورت اتم آيت چې د اطعام د آيت په نامه يادېږي، د حضرت علي(ع)، فاطمه زهرا (س)، حسنينو(ع) او د هغوى د خادمې فضه په شان کې نازل شوى دى. دوی خپل نذر پوره کړ چې درې ورځې یې پرله پسې روژې ونیولې او که څه هم هغوي په خپله وږي وو، خو غریب، یتیم او اسیر ته یې خپل روژه ماتې ورکړ.

د دې سورت د تلاوت لپاره چې کوم ثوابونه بیان شوي دي په هغو کې یو رسول الله(ص) سره په آخرت کې په یوځای کښیناستل دي.

پيژندګلي

نوم کیښودل

دا سورت د انسان، هل اتی او دهر په نومونو پیژندل شوی دی[1] دا نومونه له دې سببه دي چې دا درې کلمې په لومړي آیت کې راغلي دي[2] دې سورت ته ابرار سورت(د نیکانو سورت) هم ویل کیږي؛ ځکه چې دا کلمه په پینځم آيت کې راغلې ده او د دې سورت تر نيمايي زيات د دغو خلکو حالات بیان کړي دي.[۳]

 

ځای او د نزول ترتیب

د انسان سورت د نزول د ترتیب له مخې اته نویم سورت دی چې پر رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سورت د مصحف په اوسني ترتیب کې شپږ اویایم سورت دی[4] او په 29 سپاره کې دی.[5]

په دې کې اختلاف دی چې آیا دا سورت مکي دی که مدني. د ناصر مکارم شیرازي په وینا چې یو له شیعه مفسرینو څخه دی، شیعه مفسرین په دې متفق دي چې د دې سورت ټول یا لږ تر لږه د ابرار د مقام او د هغوي د نیکو اعمالو په اړه آیاتونه په مدینه منوره کې نازل شوي دي.[6] قرطبي چې د اهل سنتو د اوومې هجري پېړۍ له مشهورو عالمانو دی، هغه هم دا خبره کوي چې مشهورو سني عالمانو دا سورت مدني ګڼلی دی.[۷] خو ځينې سني مفسرين دې ته مکي وايي[۸] او ځینو د دې سورت لومړني آيتونه مکي ګڼلي او له اتم آيت څخه تر اخره پورې یې مدني ګڼلي دي.[9]

د آیتونو شمېر او نورې ځانګړنې

د انسان سورت ۳۱ آیتونه، ۲۴۳ کلمې او ۱۰۸۹ حروف لري. سورت د حجم له نظره یو له مفصلو سورتونو دی (چې لنډ آیتونه لري) او تقریبا له وړو سورتونو دی.[۱۰] دا سورت یو له هغو آیتونو او سورتونو څخه دی چې په بشپړ ډول د حضرت عباس علیه السلام په نوي زیارت کښل شوي دي.[۱۱]

 

منځپانګه

تفسیر نمونه د سورة الانسان منځپانګه په پنځو عامو مطلبونو او کلی محورونو ویشلې ده:

لومړی: د انسان پیدایښت، د نطفې څخه د هغه پیدا کول، او د هغه د ارادې او لارښوونه آزادي؛

دوهم: د نیکانو او ابرابرو د اعمالو ثواب (چې د اهل بیتو(ع) په اړه دی)؛

دریم: د نیکو خلکو هغه ځانګړنې چې دوي ورسره د الهي انعامونو د ترلاسه کولو وړ کرځي؛

څلورم: د قرآن اهمیت، د هغه د احکامو د پلي کولو طریقه او د ځان د اصلاح لپاره ښکته پورته لارې؛

پنځم: د الهي مشیت او غوښتې حاکمیت.[12]

شپږم: د جنت نعمتونه، سني مفسر آلوسي له نورو په نقل سره لیکلي دي:[سرچینې ته اړمن] ځکه چې دا سورت د پیغمبر د کورنۍ د پنځو غړو په عزت او فضیلت کې نازل شوی چې بی­بی فاطمه(س) هم له هغو ده. د جنت له ښځو (حور العین) د هغې د احترام په سبب په کې دا نامه نه ده راغلی(رَعايَةً لِحُرْمَةِ البَتُول وَ قُرَّةِ عَينِ الرَّسُول).[۱۳] علامه طباطبايي هم په الميزان کې ويلي دي چې په سورة الانسان کې د جنت له مهمو نعمتونو څخه د حور العين ذکر نه دی شوی او له دې څخه دا نتيجه اخيستلای شو چې له ابرار څخه مراد، چې دا آيت یې په شان کې نازل شوی دی، ښځې هم وې.[13]

 

د سورة الانسان مینځپانګه[۱۵]

د انسانانو د الله تعالی د دین لارویۍ ته هڅول

دریمه وینا؛ آیه ۲۳-۳۱

د الله تعالی د دین د پيروۍ ضرورت

دویمه وینا؛ آیه ۴-۲۲

د خدا د دین د پيروۍ جزا

لومړۍ وینا؛ آیه ۱-۳

د خدای د دین په لور د انسانانو فطري هدایت

 

لومړۍ مطلب: آیه ۲۳-۲۶

د کافرانو په پيروي نه کولو کې د پيغمبر ذمه واري

لومړۍ مطلب؛ آیه ۴

د کافرانو اخروي عذاب

 

لومړۍ مطلب؛ آیه ۱-۲

د انسانانو له پیدایښته د حق پيژندلی اوزارو سره سنبالتیا

 

دویم مطلب؛ آیه ۲۷-۲۸

دنیاپرستي د کافرانو د پيروۍ نه کولو دلیل

دویم مطلب؛ آیه ۵-۶

له آسماني چینو څخه د نیکانو ګټه اخستل

 

دویم مطلب؛ آیه ۳

د حق لور د انسانانو تکویني او تشریعي هدایت

 

دریم مطلب؛ آیه ۲۹-۳۱

کافران د الله په ارادې باندې غالب کیدی نه شي

 

دیم مطلب ؛ آیه ۷-۱۱

د خدای د بندګانو صفتونه

 

څلورم مطلب؛ آیه ۱۲-۲۲

د خدای د بندګانو جنتي نعمتونه

 

د ښو خلکو ځانګړتیاوې

په سوره انسان (۷-۱۱) آیتونو کې د صالحینو (ابرار) د صفتونو په بیان کې پنځه ځانګړنې بیان شوې دي: ۱. دوي په خپلو نذرونو وفا کوي. 2. دوي له هغې ورځې وېرېږي، چې د هغې عذاب او نقصان هر اړخيز دی. 3. که څه هم دوي خپل خوراک ته اړتیا لري، بیا یې هم غریبانو، یتیمانو او بندیانو ته ورکوي. 4. دوي دا کار یوازې د خدای د رضا لپاره کوي او له هیچا څخه د اجر یا شکر تمه نه کوي. 5. په هغه ورځ چې توره او وحشتناکه وي (یعنې د قیامت ورځ) له خپل رب څخه ویریږي.[۱۶]

 

مشهور آیتونه

د اطعام د آیت عنوان سره خوشنویسی بورډ

اصلي مقاله: د اطعام آیت

«وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا» (آیه ۸)

ژباړه: او خواړه، سره د دې چې خوښيږي يې (او ورته اړتيا او ضرورت لري) مسکين، يتيم او بندي  ته ورکوي.

د سورة انسان اتم آيت (له مخکي او وروسته له آيتونو سره يوځای) د اطعام د آيت په نوم مشهور دی.[۱۷] د آيت الله مکارم شيرازي په وينا، شيعه علماو په دې اتفاق لري چي دغه آيت د نورو آيتونو سره يو ځای (د دې سورت اتلس یا ټول آيتونه) د امام علی (ع)، فاطمې(س)، حسنین(ع) او فضه(س) د دریو ورځو روژو نیولو په اړه نازل شوي دي.[۱۸] روایت شوی دی چې دا کسان که څه هم وږی وو، خو خپل روژه ماتې یې مسکين، يتيم او بندي ته ورکړ.[19] ډېر روايتونه شته چې دغه شان نزول بیانوي.[20] ايت الله مکارم شيرازي د اهل بيتو د عزت او فضيلت په اړه د ابن عباس روايت ته اشاره کړې ده چې علامه اميني په كتاب الغدير له ۳۴ سني راويانو څخه روايت كړى دى،[۲۱] هغه دا روايت د سنيانو په منځ كې مشهور بلکې متواتر ګڼلى دى.[۲۲]

 

د شراب طهور آیت

«وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا» (آیه ۲۱)

ژباړه: او د دوي رب به په دوي پاک څښاک (شراب) وڅښوي.

د المیزان لیکوال شراب طهور هغه شراب ګڼلي دي چې هر ډول کثافات او نجاسات له مینځه وړي، چې له هغو ځینې د غفلت او محرومیت او د الله تعالی له توجه څخه لرې پاتې کیدل دي او د دې ځانګړي شرابو په څښلو سره له دې سببه چې هیڅ ډول پرده به د دوي او د دوي د رب تر منځ پاتی نه وي، دوی به د خپل رب حمد او ثنا او ستاینه وړتیا ومومي.  لکه څنګه چې یې د سورت یونس په 10 آیت کې د دوي په اړه وفرمایل: وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِله رَبِّ الْعَالَمِينَ او د دوي وروستۍ دعا (په جنت کې د ابرابرو) دا ده چې «ستاینه یواځې رب العالمین سره خاص ده!». علامه طباطبایی بیا هم په المیزان کې په دې باور دی چې خدای تعالی د «وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا» په جمله کې منځلاري لرې کړي او د دغو جنتيانو په اوبه خړوبول یې نیغ په نیغه ځان ته منسوب کړي دي او دا تر ټولو غوره نعمت دی چې د الله جل جلاله له لوري جنتیانو ته ورکړل شوی دی. هغه دا اټکل کوي چې دا جنتي ډالۍ د «مزید» (هغه ډیر نعمتونه چې خدای سره دي) د کلمې مصداق دی چې په سورت ق په 35 آیت کې فرمايي: لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ؛ ژباړه: د هغوي لپاره هر هغه څه دي چې ویې غواړي او له موږ سره نور زیات نعمتونه دي (چې د چا فکر ته هم نه ورځي). [۲۳]

 

د احکامو آیتونه

د سورة الانسان اووم د احکامو له آیتونو څخه ګڼل شوی دی.[۲۴] په دې آیت کې چې راغلي دي چې د نذر ساتل د نیکو خلکو له صفتونو څخه ګڼل شوی دی[۲۵] ویلي شوي دي له دې د نذر ادا کول جائز او حتی واجب شونی باندې پوهیږو.[26]

 

فضیلتونه او خاصیتونه

همدارنګ وګورئ: د سورتونو فضیلتونه

په احادیثو کې د سورة انسان اجر او ثواب، جنت ​​او جنتي حورې[۲۷] او په اخرت کې له پیغمبر اکرم(ص) سره ناستی بیان شوی دی.[28] همدارنګ راغلي دي چې امام رضا(ع) به د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د سهار په لمانځه کې په لومړي رکعت کې سورة الحمد او سورة الانسان او په دوهم رکعت کې له حمد وروسته سورة غاشيه ولوستله او ويل به یې چې څوک داسې وکړي الله به په دې دوو ورځو کې له شره په امان وساتي.[29]

د دې سورت د تلاوت لپاره ځينې ځانګړتياوې هم يادې شوې دي، مثلاً که څوک د انسان د سورت په لوستلو مداومت وکړي، که روح يې کمزوری وي، روحي قوت به بیامومي.[۳۰] د دې سورت لوستل د اعصابو د پياوړتيا او له اضطراب څخه د خلاصون لپاره ګټور دي.[۳۱]

 

متن او ژباړه

سورة الانسان

د بخښونکي ډېر مهربان خدای په نامه (شورو کوم)

  1. رښتيا چې په انسان داسې وخت راغلے دے چې د يادونې څه شے نه و؟
  2. بيشکه چې مونږ انسان (د سړي او ښځې له) ګډ شوي څاڅکي پيدا کړ او هغه ازمايو نو له همدې سببه مو اوريدونکے او ليدونکے وګرځاوۀ.
  3. بيشکه چې مونږ هغه ته لاره وښوده نو يا به شکر کوونکے وي او يا به ډېر ناشکره.
  4. مونږ د کافرانو لپاره ځنځيرونه (د اور اميلونه) غاړه کۍ او سوزوونکے اور تيار کړے دے.
  5. بيشکه چې نيکان به له داسې جامه څښي چې کافور (ښه عطر) به ورسره ګډ شوي وي.
  6. هغه چينه چې د خدای بندګان له هغې څښي او په هر لور چې يې خوښه وي بهوي يې.
  7. خپل نذر پوره کوي او له هغه ورځې ويريږي چې بدي يې خپره ده.
  8. او خواړه، سره د دې چې خوښيږي يې (او ورته اړتيا او ضرورت لري) مسکين، يتيم او بندي ته ورکوي.
  9. (او وايي) تاسو ته يواځې د خدای د خوشحالۍ لپاره خواړه درکوو اوله تاسو څۀ بدله او مننه نه غواړو.
  10. بيشکه چې مونږ له خپل ربه د هغه ورځې (له عذابه) ويريږو چې ډېره تريو مخې، سخته ده.
  11. نو خدای هغوي د دغې ورځې له بدۍ ساتي او هغوي ته تازګي او خوشحالي ورکوي.
  12. او د هغوي د صبر په سبب ورته په بدل کښې جنت او وريښمنې (جامې) ورکوي.
  13. په داسې حال کښې چې په هغه (جنت) کښې به يې په سينګار شوي تختونو ډډه وهلي وي، نه به په کښې د نمر (ګرمي) ويني او نه ساړۀ.
  14. (د ونو) سوري به هغوي ته نزدې وي او ميوې به يې په اسانۍ سره ټيټې شوې وي (شکول به يې اسان وي.)
  15. په دوي باندې به د سپينو زرو جامونه او کوزې (ګلاسونه) چې د ښيښې په شان وي، ګېر چاپېر ګرځول کيږي.
  16. د سپينو زرو کوزې چې په اندازه کړې شوي دي.
  17. او هلته به په هغوي داسې جامونه څښول کيږي چې (د خوشبو لپاره) له زنجبيلو سره ګډ شوي دي.
  18. هلته (به) په يوې چينې چې ورته سلسبيل (تل روانه او خوږه) ويل کيږي (خړوبيږي)
  19. او (د خدمت لپاره يې) تل پاتې ځوانان هلکان له هغوي ګېر چاپېر ګرځي چې کله يې ووينې نو خورې شوې ملغلرې به يې ګڼې.
  20. او کله چې هلته ګورې نو نعمتونه به ګورې او لويه باچاهي.
  21. د هغوي لپاسه به د نريو ريښمو او پريړو ريښمو شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړو به سينګار شوي وي او د دوي رب به په دوي پاک څښاک (شراب) وڅښوي.
  22. بيشکه چې دا ستاسو بدله ده او ستاسو کوشش (منل شوے او) مننه يې شوې ده.
  23. بيشکه چې مونږ په تا باندې قران دروليږۀ، په خاص درليږلو سره (لږلږ او سورت سورت).
  24. نو د خپل رب په حکم صبر او زغم کوه او له هغوي د يوۀ ګناهګار او ناشکره پيروي مۀ کوه.
  25. او د خپل رب نوم سهار او ماښام يادوه.
  26. او د شپې په څه برخه کښې هغه ته سجده وکړه او په اوږده شپه کښې هغه په پاکۍ ستايه.
  27. بيشکه چې دوي دې زر تېرېدونکي (دنيا) سره مينه کوي او (د قيامت) درنه ورځه له ځانه وروسته پريږدي (هېروي).
  28. مونږ هغوي پيدا کړل او د هغوي پيدايښت (د بدن اندامونه) مو مزبوط کړل او کله چې وغواړو نو د دوي په شان به نور د دوي په ځای راولو.
  29. بيشکه چې دا (سورت يا ايتونه) يوه يادونه او پند دے نو څوک چې وغواړي د خپل رب په لور دې يوه لاره ونيسي.
  30. او تاسو نه غواړئ مګر هغه څه چې خدای وغواړي بيشکه چې خدای ښه عالم ډېر حکيم دے.
  31. چاته چې يې خوښه شي په خپل رحمت کښې يې ننباسي او د ظالمانو لپاره يې دردناک عذاب تيار کړے دے.

 

مونوګرافونه

په تفسیري کتابونو کې د سورة الانسان د تفسیر سربیره داسې کتابونه هم شته چې په ځانګړی توګه د دې سورت تفسیر کوي:

سید جعفر مرتضی عاملي، د هل اتی سورت تفسیر، بیروت، المرکز الاسلامی، ۱۴۲۴سپوږمیز.

سیدعباس کریمي حسیني، اوج انسانیت: تفسیر سوره انسان، قم، دار الهدی، ۱۳۸۳لمریز.