د پيغمبرانو معجزې او د غيبو علم

د پيغمبرانو معجزې او د غيبو علم

 

د پيغمبرانو عبوديت هيڅکله د دې خنډ نه دي چې هغوي د خدای په امر او اراده د اوس، تير او راتلونکي وخت له پټو چارو خبر وي:

«عَالِمُ الْغَيْبِ فَلا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * إِلا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا؛ خدای تعالی په غيبو خبر دی، او هيڅوک په خپلو غيبي اسرارو نه خبروي، مګر هغه رسولان چې غوره کړي يې دي.[10]

مونږ ته پته ده  چې د حضرت عيسی(ع) يوه معجزه دا وه چې خلکو ته به يې د ځينو پټو خبرو خبر ورکاوه: «وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ؛ زه تاسو د هغه څه چې خورئ يې او په کورونو کې يې ساتئ خبروم»[11]

رسول الله مبارک هم د الهي تعليم له لارې ډير پټ خبرونه بيانول: «ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ؛ دا د غيبو خبرونه دي چې تاته يې وحي کوو»[12]

نو په  دې اساس هيڅ مانع نيشته چې الهي پيغمبران د وحي له لارې  او د خدای په امر د غيبو خبر ورکړي او  که په ځينو ايتونو کې له پيغمبر اکرم(ص) د علم غيب نفي شوې ده: «وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ؛ زه له غيبو خبر نه يم او نه وايم چې پرښته يم»[13] مطلب ذاتي او استقلالي علم دے، نه  هغه علم چې د الهي تعليم په ذريعه حاصل شي، ځکه چې پوهيږو چې د قرآن آيتونه د يو بل تفسير کوي.

مونږ عقيده لرو چې دغو لويو الهي پيغمبرانو خارق العاده کارونه او مهمې معجزې «باذن الله» کولې، او د خدای په امر د دغه ډول کارونو په کولو عقيده نه شرک دے او نه د هغوي د عبوديت له مقام سره څه تضاد لري. حضرت مسيح(ع) ـ د قرآن مجيد په صراحت سره ـ د خدای په امر مړي ژوندي کول، او د خدای په اذن او اجازه به يې لاعلاجه ناروغانو ته شفا ورکوله: «وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ وَ الأبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ»[14]

یاداښتونه

[10]. جن سوره ۲۶ او ۲۷ ايتونه
[11]. ال عمران سوره ۴۹ ايت
[12]. يوسف سوره ۱۰۲ايت
[13].  انعام سوره ۵۰ آيت
[14]. ال عمران سوره ۴۹ آيت