په انسانانو کې د اختلاف علت

په انسانانو کې د اختلاف علت

پوښتنه:

په انسانانو کې د اختلاف علت څه دے او کومه نظريه د منلو وړ ده؟

سريزه:

په انسانانو کې يو موجود حقيقت په هغوي کې د قومي، پرګنيزو،توکميزو،ژبنيزو، جنسي او عقيدتي او د اسې نورو اختلافاتو شتون دے.د دغه اختلافونو اصلي سرچينه څه ده؟ ايا دا مادي دلايل لري[1] يا د خلقت نظام داسې دے؟ که علت يې مادي عوامل وي، ولې تر اوسه په دې لړ کې چا څه کړې نه دي ؟ او که علت د خلقت نظام وي نو په دغو اختلافاتو کې څه حکمت پټ دے چې بشر يې له معلومولو عاجز دے. او د انسان په ژوند کې د دغو اختلافاتو فايد ه څه ده؟

د دغو پوښتنو ځواب به درته په دې څيړنه کې وړاندې کړو.بايد ووايو چې د پوښتنو له ظاهره داسې معلوميږي چې د پوښتنه کوونکي مقصد ظاهري اختلافونه دي هغه اختلافونه چې د قومي، ژبني يا توکميزو شکلونو کې موجو دي او کله کله سبب کيږي چې ځينې کسان پر ځينو نورو ځان لوړ وګڼي.په دې اساس هغه څه چې په دې لړ کې مونږ ته لاره پرانستلے شي قران کريم ته مراجعه ده.

1. د قران له نظره د انسانانو اختلاف

تر ټولو ښکاره ايت چې د اختلافونو د پيدا کيدو علتونه بيانوي او دا کار د خداي تعالی کار ګڼي دا مبارک ايت دي چې فرمايي: یا أَیهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِیمٌ خَبِیرٌ.[2]

[اي خلکو مونږ تاسو له يوه سړي او ښځې وپنځولئ او تاسو مو ډلې ډلې او قبيلې قبيلې کړئ چې يو بل وپيژنئ)دا د امتياز او لوړاوي سبب نه دي( په تاسو کې په خداي تر ټول ګران او نزدې کس هغه دے چې تر نورو زيات متقي وي. او خداي تعالی پوه او خبر دے]

د دغه ايت په تفسير کې راغلې دے چې شعوب د شعب جمع ده چې د شين په زبر سره دے. او له قبيلې اعم او لوے دے (اعم من القبيله و قبائل جمع قبيله، فلاالنسب و لا الشعب و القبيله موجبة لرفع الانسان وکرامته)[3] او قبايل د قبيلې جمع ده چې په عربو کې د تمايز او لوړاوي معيار ټولنيز طبقاتي نظام و. او البته، نسب، شعب او قبيله، د انسان د لوړاوي او لوے والي سبب نه ده. په مفردات راغب کې راغلې دي: هغه قبيله چې له يوې لويې طايفې او واحده جدا کيږي جمع يې «شعوب» ده. دا کلمه د وادۍ په معنا هم کارول کيږي چې مطلب يې د دوو غرونو په مينځ کې فاصله او دره ده چې يوې خوا ته يې لوړ غرونه او بل لورې ته يې خواره واره او ټيټ غرونه وي نو کله چې له هغې خوا چې غرونه ټيټ دي نظر وشي نو ګمان کيږي چې يو غر دے خو خور وور، او کله چې له مقابل لورې وکتل شي نو داسې ښکاري چې دوه غرونه يو ځاے شوې دي [4]

دا استعمال د خاص مقصد لپاره شوے دے چې د ايت په ذيل کې ورته اشاره شوې ده. پخوا په عربو کې دغه تقسيمونه موجود وو، او دعربو ځينې مشهور طبقات او پرګنې دا وې: شعب، قبيله، عماره، بطن، فخذ او فصيله، د عربو شعوب بيا په دې ډول وو: ربيعه ومضر، ځينو مفسرانو ليکلې دي چې شعب بيا په مختلفو قبايلو تقسيميږي لکه له ربيعه بکر، له مضر تميم، قبيله بيا په عماير، عماره بيا په بطون، او بطن په افخاذ او فخذ په فضايلو تقسيميږي.[5]

د دغه ايت د دلالت تر ټولو مشهور مورد د انسان د خلقت د پيل او د خلقت بيان دے. دا ايت په حقيقت کې د داروين په شان د ځينو مادي پالو د نظريې رد دے چې باوري و انسان په جوړښت کې د بدلون له امله هويت بدل کړے او د بيزو په شان له يوه مخلوقه يې اوسني شکل ته تکامل موندلے دے. د دغه ايت له نظره انسان د بل مخلوق بشپړ شوے شکل نه دے بلکه يو مستقل نوع دے چې خداي تعالی بې له څه بيلګې د ځمکې له موادو پيدا کړے دے.[6]

هغه اختلافات چې د انسان په ذات يا د ټولنې په ظاهر کې په پام کې نيول شوې د خاصو موخو لپاره دي. د دين د مخکښانو او نظر خاوندانو په اند « په انسانانو کې د ژوند د ځانګړتياوو په لاسته راوړولو کې د سليقې او استعدادونو اختلاف هغه څيز دے چې طبيعي اوتکويني جرړو ته ورګرځي. داسې څه نه دي چې بدلون پکې راوستل شي يا د ژوند په مختلفو درجو کې د دغه اختلاف مخه ونيول شي. تر کومه چې تاريخ ښيي بشري ټولنو تر ننه چې مونږ ژوند کوو دغه اختلافونه لرلې دي»[7]نو دغه ډول اختلافونه د انسانانو په ارزښت څه نه ورزياتوي او د لوړاوي او وياړ سبب نه ګرځي.حال دا چې مفسرانو ويلې دي چې ايت شريف غواړي د نسبي وياړونو جرړه وچه کړي په دې اساس د )من ذکر و انثي( د جملې مطلب به آدم او حوا وي او ددغه ايت معنا به داسې شي چې مونږ تاسو له يوه پلار او موره پيدا کړئ تاسو ټول له دغو دوو تنو زيات او خپاره شوې يئ که سپين يئ او که تور که عرب يئ او که عجم..[8]

يو بل مفسر ددغه ايت په لمنه کې ليکلې دي: دلته خداي تعالی انسانان په نسبونو سره له وياړ کولو منع کړې دي. عکرمه له ابن عباسه نقل کړې ده چې د خداي رسول وفرمايل:تاسو له يوه سړے او ښځې زيږول شوې يئ…..، هيڅ يو پر بل لوړاوے نه لري مګر په تقوا سره… ويلے شو چې په دغه ايت کې ټولې انساني ټولنې ته خطاب دے او تر ټولو مهم اصل چې د نظم او کراري ضامن دے بيانوي. او د دروغو ارزښتونوپه وړاندې د انسان اصلي ارزښتونه په ګوته کوي. [9]

اوس دا پوښتنه کولے شو چې په انسانانو کې د اختلاف د لحاظ او خيال ساتلو علت څه دے؟ په ځواب کې بايد ووايو: له نيکه مرغه په خپله قران مجيد دغه پوښتنې ته ځواب وايي او د دې چارې سبب يې ښه صفا بيان کړے دے. قران مجيد فرمايي [لتعارفوا] يعنې ما تاسو داسې وګرځولئ چې يو بل وپيژنئ او خپل نسب او قوم قبيله و او پلار نيکونه له يوه بله وپيژنئ. لوے مفسر علامه طبرسي په مجمع البيان کې وايي: که داسې نه واے معاملې او راکړې ورکړې به فاسدې شوې وې او دنيا به خرابه شوې وه او د حديثونو نقلول به ممکن نه وو »[10]

نور پوهان هم له دغه ايته په همدې علت پوه شوې دي ا و په ډاګه يې ليکلې دي چې:

« که فرض کړو چې خلک ټول يو شان او د يو شکل وي نو يو بل به نه پيژني د ټولنۍ لړۍ به وشليږي او انسانيت به ختم شي نو له دغه ايته چې خلک يې څانګې څانګې او قبيله قبيله کړې مقصد دا دے نه دا چې په يو بل وياړ او فخر وکړي په نسبونو او په پلرونو او ميندو وياړ.[11]

د دغو توپيرونو شتون نه يوازې مشکل نه جوړوي بلکه رښتيني ارزښتونه يې مطرح کړې دي او دروغ ارزښتونه ورځينې ليرې کوي په دې علت چې بې له شکه هر انسان د دې غوښتونکے دے چې ارزښتناک او وياړمن وي له همدې امله په خپل ټول وجود او طاقت سره هڅه کوي چې ارزښت او مقام لاسته راوړي خو د ارزښت د معيار پيژندل د کلتورونو له تفاوت سره بشپړ توپير لري او کله کله داسې کيږي چې دروغجن ارزښتونه د درښتينو ارزښتونو ځاے نيسي.[12]

2. د انساني اختلافاتو نور عوامل

ځينې کسان هڅه کوي ثابته کړي چې د انسانانو د اختلافاتو اصلي علتونه جنيټک د وراثت، ژواک چاپيريال او د اسې نور مسايل دي. د ميکرولوجۍ په څانګه کې لومړے کس چې دا نظريه يې وړاندې کړه فرانسوي ډاکټر سزار لومبرزو و. هغه د انسان په کوپړۍ ډيرې څيړنې وکړې او د مجرمو کسانو د کوپړيو له څيړنې يې د خپل نظريې بنسټ کيښوده هغه دا نظريه وړاندې کړه چې ځينې کسان فطرتا مجرمان وي او وې ويل چې انسان جرم او جنايت په ميراث وړي.نو مجرمان هغه کسان دي چې په اتاويزم اخته کيږي او قهقرايي يا شاته تګ پيلوي. هغه باوري و چې دغه ژن له پيشو انسان ته منتقل شوي دے. اول يې داخبره کلي وکړه او بيا دتجزيې قايل شو. زمونږ ټول جسمي صفتونه له دغو ژنونو متاثره دي لکه ونه، مخ، پوزه او داسې نور او دا نظر منل شوے هم و خو خبره دا ده چې ايا زمونږ اکتسابي او اخلاقي ځانګړتياوې جنټيک[13] جرړه او سرچينه لرلے شي؟ تر اوسه دا خبره چا نه ده کړې او يوازې د اوريدلو په حد کې ده.

ځکه چې د دغه نظريې د منلو لازمه دا ده چې د انسان اختيار تر پوښتنې لاندې راشي که د ژن يا وراثت عامل د جرمونو يا د انسانانو په کړنو کې د اختلافتونو سبب شي نو بيا به د انسان د اختيار د مسئلې څه کيږي؟ که انسان د کوم خاص ژن له امله جرم کوي يا اخلاقي بدۍ کوي نو بيا يې محاکمه او ورته سزا ورکول منطقي توجيه نه لري ځکه چې انسان مجبور دے او مجبوره انسان معذرو دے. نو دا دومره محکمې او قضايي ادارې بيا د څه لپاره دي ؟ په دې اساس د ژن يا وراثت عامل د انسانانو د اختلافاتو اصلي دليل نه دے او د لومبرزو نظريه نن سبا يوه متروکه نظر يه ده[14]. له بلې خوا آب وهوا او ژواک چاپيريال د انسان په خلقياتو اغيزه لري. د انسان ښه ظاهر په ښې آب وهوا کې د اوسيدو له امله دے ښه خواړه او صفايي او روغتيا هم په دې چاره کې دخيل دي او د انسان روحيات تاند او پياوړې کوي. لکه څرنګه چې له خپلو خپلوانو سره نزدې روحي ارتباطات هم د انسان د کړو په ښه کولو کې رول لري. خو دا ټول په انسان کې هغه اختلافونه چې مونږ پرې بحث کوو نه پيدا کوي او نه شو ويلے چې ژواک چاپيريال سبب کيږي چې انسانان له يو بل سره ژور او اوږده اختلافونه ولري.

پايله:

که څه هم په انساني ټولنو کې موجود اختلافات يوه طبيعي چاره ده خو دا تفاوتونه د طبيعي عواملو په وجه نه دي د انسانانو د اختلافونو او فرقونو اصلي لاملونه اعتقادي، علمي او د مختلفو ګټو او سليقو ټکر دے خو په دوي کې هيڅ يو اختلاف موجه دليل نه لري نو په دې برخه کې صحيح خبره نه شو موندلے. خو هغه څه چې لوے خداي په قران کې راوړې دي يوه ډيره منطقي او دمنلو وړ خبره ده.

نو خداي تعالی د دغه ظاهري اختلافونو پيدا کوونکے او اصلي علت دے. د ځينو خاصو انګيزو او محرکاتو لپاره د دغو اختلافاتو شتون ضروري و هغه محرکات چې په قران کې ورته اشاره شوې ده؛ يعنې حقيقي هدف دا دے چې انسانان له يو بله وپيژندل شي چې انساني اړيکي په منظم ډول ترسره شي او د ژوند په چارو کې کومه ستونزه پيدا نه شي ځکه چې د انسان جوړښت او خلقت په دې ډول دے چې وجودي استقلال نه لري او په ټولو چارو کې انسانان يو بل ته محتاج دي که مونږ يو بل ته د انسان اړتياوې د هغه له مطلقې يو رنګۍ سره يو ځاے په نظر کې ونيسو نو ډيرو لويو ستونزو ته به متوجې شو چې حتی د انسان د ژوند په نظام کې د ګډ وډۍ سبب کيږي. له دغو ستونزو سره د نه مخامخيدو لپاره په انساني ټولنو کې دغه ډول مصلحت په نظر کې نيول شوے دے چې د انسانانو اړيکي اسانه شي

د لاډيرې مطالعې لپاره مراجعه وکړئ:

۱. سيد محمد حسيني شيرازي، تبيين القرآن، دار العلوم بيروت لبنان، دوهم چاپ ۱۴۲۳ ه ق،

۲. سيد امير الفتوح حسيني جرجاني، آيات الاحکام (الجرجاني) ه ق، انتشارات نويد، تهران، لومړي چاپ، ۱۴۰۴ دوهم ټوک.

۳. سيد محمد حسين طباطبايي، سيد محمد باقر، ترجمه موسوي همداني، الميزان في التفسير القرآن، دفتر انتشارات اسلامي قم، پينځم چاپ، ۱۳۷۴، دوهم ټوک.

۴. مترجمان، ترجمه مجمع البيان في تفسير القرآن، انتشارات فراهاني، تهران لومړي چاپ، ۱۳۶۰، هـ لمريز کال ۲۳ ټوک.

۵. ناصر مکارم شيرازي تفسير نمونه، دارالکتب الاسلاميه تهران، لومړے چاپ، ۱۳۷۴ کال ۲۲ ټوک.

۶. مهدي کي نيا، روان شناسي جنايي، انتشارات رشد، تهران، پينځم ټوک، ۱۳۸۴ کال ۱ ټوک.

وروستے حديث:

امام علي عليه السلام فرمايي: په خلکو کې د تفاوتونو او فرقونو علت د هغوي د برخليک ډول ډول والے دے، ځکه چې انسانان په پيل کې د تروې، خوږې، سختې او نرمې خټې ترکيب و، نو بيا د خټې د نزدې والي په اندازه يو بل ته نزدې او د خټې د ليرې والي په اندازې له يوه بله ليرې د ي. يو ښکلے او کم عقله، بل لوړ قده خو کم همته، يو بدرنګ خو نيک او بل لنډے، ښه فکري دے، يو د پاکې خټې خاوند خو بد اخلاقه دے او بل د ښه زړه خاوند دے خو عقل يې ګډ وډ دے او بل هم سترګور او د خبر زړه وينا وال دے.[15]

[1]. لکه جغرافيايي اختلافات چې د اعتباري پولو د کښلو له امله پيدا کيږي په داسې حال کې چې د نړۍ پنځګر يو دی او ټول انسانان د هغه مخلوق دي او خداي تعالي په قران پا په نورو کتابونو کې نه دي ويلې چې پلانکي خلک يا د پلانکي ځاي خلک د ژوند کولو حق لري او نور يې نه لري خو د دغو پولو او سرحدونو جوړوونکي د خپلو کسانو لپاره د ځينو حقوقو قايل دي او نورو ته هغه حقوق نه ورکوي او دد غه پولو د ختمولو لپاره هم څه کار نه کيږي.

[2].حجرات ۱۳ ايت

[3]. سيد محمد حسيني شيرازي، تبيين القراآن، دارالعلوم بيروت لبنان، دوهم چاپ ۱۴۲۳ هر ق، ۵۳۰ مخ.

[4]. حسين بن محمد راغب اصفهاني، المفردات في غريب القرآن، دارالعلم الدار الشامية. دمشق، بيروت لومړي چاپ ۱۴۱۲ ه ق، ۴۵۵مخ.

[5]. سيد امير ابوالفتوح حسيني جرجاني، آيات الاحکام،( الجرجاني) انتشارات نويد،تهران، لومړي چاپ،۱۴۰۴، هق، ۲ټوک ۳۷۲ مخونه.

[6]. سيد محمد حسين طباطبايي، الميزان في التفسير القرآن، ترجمه سيد محمد باقر موسوي همداني، قم د اسلامي انتشاراتو دفتر. ۵ چاپ ۱۳۷۴.

[7]. هماغه ۴ټوک ۵۳۷ مخ.

[8]. هماغه ۱۸ ټوک ۴۸۸ مخ.

[9]. تفسير نمونه ۲۲ وک ۱۹۶ مخ.

[10]. ترجمه مجمع البيان في تفسير القرآن ۲۳ ټوک ۲۲۳ مخ.

[11]. ترجمه الميزان، ۱۸ ټوک ۴۸۸ مخ.

[12]. تفسير نمونه ۲۲ ټوک ۱۹۸ مخ.

[13]. ژان بنايي، جرم شناسي ترجمه رضا علومي.

[14]. مهدي کي نيا، روان شناسي جنايي، انتشارات رشد، تهران، پينځم چاپ ۱۳۸۳ لومړي ټوک ۴۷ مخ.

[15]. نهج البلاغه ۲۳۴ خطبه.