د پاکستان د مانسهره سیمې کې د امام حسین (ع) په نوم په جومات

د پاکستان د مانسهره سیمې د پیران په کلي کې د امام حسین علیه السلام په نوم په جومات کې د شیعه او سني لمونځونه د شیعه ګانو د جماعت امام سید مظهر علیشاه نقوي چې یو له شهید عارف الحسیني مدرسې له زده کوونکو څخه وو، په دې اړه داسې وضاحت کوي:

دا جومات د سنیانو او شیعو ګډ دی. زه له دیارلس کلونو راهیسې دلته کار کوم او له هغه وخت راهیسې دواړه مسلکونه د جماعت لمونځ ادا کوم او د خدای شکر دی چې کومه بده پېښه نه ده شوې.

زموږ غم او خوښي یو دي. که په ټول پاکستان کې دواړه مذهبونه سره یو ځای شي نو پاکستان به د امن پټنځای شي.

د اهل سنتو د جماعت امام مولوي محمد اصف وايي: دا جومات زما له پيدايښت نه مخکې دلته آباد شوى و او د خداى شکر دى چې دلته د سني او شيعه جمعي لمونځونه کيږي او زموږ تر منځ هيڅکله مذهبي اختلاف نه دى رامنځته شوى.

د سني جماعت امام د شیعه ګانو د امام له شاګردانو څخه دی.
د نفوسو له زياتوالي سره سره که څه هم په کونجونو کې نور کوچني جوماتونه جوړ شوي، خو دلته د جماعت رنګ نه دی کم شوی.

ښاغلی سید مظهر وایي: د لمانځه سربیره دلته ډیر فرهنګي فعالیتونه هم کوو او د جمعې په خطبو یې پیل کوو.

ترجمه: محمدرحیم دراني