د “غدير خم” د حديث په باب مناظره

ډاکټر محمد تیجانی: د “غدير خم” د حديث په باب مناظره

ډاکټر تيجانى وائى: په تيونس كې مې له يو سنى عالم سره خبرى اترې كولې، چې ورته مې وويل:

ايا تاسو د غدير خم حديث منئ؟ (چې د خدای ګران رسول د غدير خم په صحرا كى له يو لكو نه زياتو اصحابانو په وړاندې وفرمايل: من كنت مولاه فهذا على مولاه ” د چا چې زهْ مولا يم، دا على د هغو مولا دی” )

 

تيونسى عالم: هو، منو يې، حديث بيخى سم دی، ما د قران مجيد تفسير ليكلی دی اتفاقاً (د سوره مائده 67 ايت په مناسبت مې) د غديرحديث راوړی او د هغهْ په سموالى مې اعتراف كړی دی . بيايې ماته خپل ليكلی تفسير راكړ هغه ځای يې راته په ګوته كړ چې د غدير حديث يې ياد كړی وْ ومې كتل چې د غـديرحـديث له بيانولو وروستو يې داسې ليكلى دى:

“شيعه عقيده لرى چې دا حديث د رسول الله صلی الله عليه واله  د ځای ناستى په توګه د سيد نا على عليه السلام د خلافت په سموالى باندى ښكاره او څرګنده دليل دی؛ خو دا عقيده د اهل تسنن له نظره باطله ده؛ ځكه چې دا عقيده د سيدنا ابوبكر صـديق،سيدنا عـمر فاروق او سيدنا عثمان ذوالنورين له خلافت سره مخالفه ده نو پكار دى چې  د حديث له ظاهرې وضاحت او معنى نه لاس واخلواو تاويل يي  وكړو يعنى په بل ډول يې معنا كړو [1] او ووايو چې له “مولا” نه مراد (مشر او سرپرست نه دی بلكې معنا يې ) دوست  او مددګار دی لكه څنګه چې په قران مجيد كې دا ټكی د دوست او مددګار په معناوْ راغلی دی او خلـفای راشدينو (حضرت ابوبـكر حضرت عمر او حضرت عثمان) هم له دې ټكى(مولا)نه همدامفهوم اخيستی دی، بيا تابعينو عالمانو د همدى مطلب پيروى كړې  او منلې يې دی؛ نو ځكه د شيعه وْ په عقيده اعتبار نشته …”.

ډاکټر تيجانى:ايا د غديرخم اصل واقعه په تاريخ كى شوې ده يـا نه؟.

تيونسى عالم: هو،كه شوې نه وه نو عالـمانو او محدثانو به نه را اخيسته.[2]

ډاکټر تيجانى: ايا دا خبره له رسول الله صلی الله عليه واله  سره ښائى چې له يو لكو نه زيات اصحابان ( د حج له سفر نه وروستو ) په داسې حال كى چې پكښى ښځې او بوډاګان هم وو په ګرمه صحرا كې تر ټكنده نمر لاندې ودروى او اوږده خطبه ورته يوازى د دې لپاره  ولـولى چې :”على عليه السلام ستاسو دوست او مددګار دی؟” ايـا د غـديرخـم د حديث له څرګند او روښانه وضاحته د لاس اخيستو لپاره دا ډول تاويل خوښوې؟

تيونسى عالم: ځينو اصحـابو(رض) تـه په مختلفو جنګونو كې د حضرت على عليه السلام له لاسه صدمه او تكليف رسيدلی وْ او ځينو پـه زړونو كې له حضرت على عليه السلامسره كينه او دښمنې لرله  نو پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله  د غدير واقعې په رامينځ ته كـولو سره غـوښتل چې د هغوى له زړونو كينه لرې كړى او هغوى په دې پوه كړى چې حضرت على عليه السلامستاسو دوست او مرستندوی دی، چې له حضرت على عليه السلام سره مينه وكړئ او دښمنى ورسره پريږدىْ[3]

ډاکټر تيجانى: د حضرت على عليه السلام د دوستي مسْله دا تقاضا نهْ كوى، چې د خدای ګران رسول صلی الله عليه واله  په ګرمه ميره كې دومره زيات خلك ايسار كړى او د جَمعې نمونځ وكړى ، بيا يوه اوږده خطبه ووائى (پداسې حال كى چې اوس اوس له حج نه راستانهْ شوى وو او  هلته يې مسلمانانو ته په خطبه كې ټولې خبرې كړې وې حتى چې په نزديو وختونو كى يې د خپل وفات په باب هم ويلى وو) او د خپلى خطبې په اهمو برخوكې داسې مطالب ووائى چې د امام على عليه السلام د مشرتابهْ او رهبري له مقام سره مناسب دى   نه له هغهْ سره د دوستي او ملګرتيا له موضوع سره!

مثلاً د خطبې يوه اهمه خبره دا ده چې پيغمبراكرم صلی الله عليه واله  د خطبې په وړومبيو كى حاضرينو ته وويل: الست اولى بكم من انفسكم “ايا زهْ ستاسو له خپل ځانه په تاسو باندې وړومبيتوب او اختيار نلرم؟” ،حاضرينو اقرار وكړ چې “هو”.

د “اولى” كلمه د “مولى” د كلمى معنا توضيح كوى چې مراد ترې د رهبري او مشرتابهْ  مقام دی.

كيداې شول چې رسول الله صلی الله عليه واله  په اصحابو(رض)كې د حـضرت على عليه السلام دښمنان او هغه كسان چې په زړونو كې يـې لـه حضرت على عليه السلام سره كينه لـرله حاضر كـړې وې او ورتـه يـې ويلې وې: “على عليه السلامستاسو دوست او مرستندوی دی” او بـس قيصه ختمه شوې وې،  نه دا چې دومره زيات او ستړى خلك په ګرم او وچ بيابان كى د دومره زيات وخت لپاره ايسار كړي، يـو عقلمن انسان هيڅ كله دا نه قبلوى چې د خدای ګران رسول صلی الله عليه واله  د  يوازې د دې خبرې لپاره چې علـى عليه السلام ستاسو دوست او مددګار دی” له يو لكو نه زيات انسانان د ګرمۍ  پـه مـوسم او وچه او سوزونكې ميره كې ايسار كړى.

له دې امله حضرت ابـوبكر او حـضرت عمر هـم د “مـولى”له مطلب څخه د امام على عليه السلامد رهبرۍ او مشرتابه په مسْله پوهـ شول او د غديرخم په هماغه صحرا كې حضرت على عليه السلام ته راغلل او ورته يې داسې مباركى وركړه:

بخ بخ يا على ابن اطالب اصبحت مولاى و مولا كل مومن و مومنه”مبارك شه مبارك شه  ای د ابوطالب زويه على! چې زما او د هر مسلمان سړى او مسلمانې ښځې مولا شوې” چې دا جمله د مباركي په حديث مشهوره ده او لويو لويو سنى او شيعه عالمانو روايت كړی ده.[4]

او درنه دا تپوس كوم چې ايا په ساده دوستي حضرت عمر او حضرت ابوبكر په تير تعبير سره مبـاركـى ووائى او كـه يا پيغمبراكرم صلی الله عليه واله  لـه خـطبې وروستو اعـلان وكـړى، چې ای مسلمانانو! سلمو عليه بامره المومنين”عـلى تـه د مومنانو د امير او مشر په توګه سلام وكـړئ” (او بيـا د پيغمبراكرم صلی الله عليه واله  په حكم  ټول په  هماغه ځای كـې خيمې ولګوي او له حضرت على عليه السلامسره د بيعت لپاره درې ورځې پاتى شى)

له دې نه علاوه د خدای ګران رسول صلی الله عليه واله  د غدير واقعه د سورهْ مائده د 67 ايت له نازليدو وروستو رامنځته كړه چې پدغه ايت كى خدای پاک داسې وفرمايل:

يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليك من ربك وان لم تفعل فما بلغت رسالته” ای رسوله صلی الله عليه واله ! هغه څهْ چې پـه تا باندې ستا د پروردګار لخوا نازل شول خلكو ته ورسوه او كه دې داسى ونكړل نو رسالت دې ندی رسولی.”

ايا دا دوستى په دومره  اوچته سويه وه چې كه پيغمبر اكـرم صلی الله عليه واله  يې خلكو ته بيان نكړى نو په اصل كـى ټـول رسالت يـې ندی رسولی؟

تيونسى عالم: نوبيا ولـې د رسول الله صلی الله عليه واله  لـه رحـلته وروستو اصحابانو له حضرت على عليه السلامسره بيعت ونكړ؟ ايا هغوى ګناه وكړه او د رسول الله صلی الله عليه واله  لـه فرمانه يې سر غرونه وكړه ؟ استغفرالله له داسې خبرونه!

ډاکټر تيجانى: سنى عالمان په خپلو كتابونو كى ګواهى وركوى چې د رسول الله صلی الله عليه واله  اصحابان څو ډلى وو ځينو د پيغمبرصلی الله عليه واله  په وخت كې د هغۀ له حكمونو سره مخالفت وكړ[5]

و ځكه د حيرانتيا خبره نده چې د پيغمبراكرم صلی الله عليه واله  له رحلته وروستو به له هغه سره مخالفت شوی وى، (د شيعه او سنى كتابونو په سند) رسول الله صلی الله عليه واله  (په وروستيو وختونو كې) د اُسامه بن زيد په نامه يوځلمی د لښكر قوماندان كړ نو پدې وجه چې عمر يې لږ ؤ اكثرو اصحابانو اعتراض وكړ(او د هغه په مشرۍ يې جهاد ته له تلو نه ډډه وكړه) پداسې حـال كى چې د خدای ګران رسول صلی الله عليه واله  هغه د يو محدود جنګ او لنډې مودې لپاره لښكر مشركړ نو بيا به يې د حضرت على (چې عمر يې له ټولو نه لږؤ يعنى 33 كلن) مطلقه مشرى او هغه هم د ټول عمر لپاره څنګه منله؟ او تـا پخپله اقرار وكړ چې ځينى اصحابانو لـه حضرت علـىعليه السلامسره كينه او مخالفت لرلو (نو بيا داسې نـده چې بس ټولو اصحابانو پاك زړه درلود)

تيونسى عالم: كه حضرت على عليه السلام پوهيدو، چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله  هغه خليفه كړی دی نو له رسول الله صلی الله عليه واله نه وروستوبه غلی نه پاتې كيدو بلكې هغه خوبى مثله ميړنی ؤ نو د خپل حق دفاع به يې كړې وې.

ډاکټر تيجانى: ای صاحبه! دا بيل بحث دی او زۀ پرى نه ګـڼړيږم ته چې يوڅرګند حديث تاويلوې نو د امام على عليه السلام د چپتيا په باب به څنګه قانع شې؟

پدې خبره تيونسى عالم مسكی شو او وې ويل: “په خدای قسم چې زۀ حضرت على عليه السلام له نورو نه افضل ګڼم كه كار زما په لاس وې نو هيڅوک مې (له پيغمبرصلی الله عليه واله  نه وروستو) له  حضرت على عليه السلام نه وړومبی نۀ ګاڼۀ چې هغه “باب مدينه العلم اواسدالله الغالب (د نبوت د علم د ښار وراو د خدای بريالی زمری) دی، خو پدې دې مه شه دا د خدای پاک خوښه وه چې څوك وړومبی كـړى او څوك وروستی، د خدای د مشيت ( قضا او قدر ) په باب به څوك حه ووائى؟

زه هم مسكی شوم او ورته مې وويل د قضا او قدر موضوع هم يو بيل بحث دی او زمونږ له بحث سره تړاو نلرى.

تيونسى عالم: “زۀ په خپله عقيده ټينګ يم او نه يې بدلوم”

او پدا ډول به زمونږ بحث له يوې موضوع نه بلې ته تلو،بې له دې چې وړومبي موضوع پوره  شى چې دا عمل د هغۀ د بى ځوابه كيدو دليل دی.[6]

 

[1] . دا ضمنى اعتراف دی، چې د غديرحديث د امام على (ع) د خلافت وضاحت كوى خو موږ مجبور يو، چې لاس له ظاهرى وضاحته واخلو او تاويل يې كړو (ښه ځير شئ)

 

[2] . د دې حديث حوالې او اسناد په سنى كتابونو كې په تفصيل سره راغلى دى د الغدير وړومبی ټوك وګورئ.

 

[3] . دلته په كار دى، چې دغه عالم ته وويل شى، كهْ له حضرت على (ع) سره د دوستيۍ خبره وى نو يوه طريقه يې دا ده، چې د حضرت على خبره ومنئ، چې خوشاله شى، په داسې حال كې چې هغه له رسول اكرم (ص) نه وروستو د خلافت دعوا وكړه؛ نو د هغه خبره يې رد كړه او په زور يې بيعت ته بوتلو، د هغه ملګرى يې ورټل او ځينې يې د حضرت سلمان فارسى (رض) غوندې په كوتكونو ووهل.

[4] . )_ د امام احمد حنبل مسند 4/281 د الغدير په وړومبى ټوك كې له شپيتو سنى محديثونو نقل شوی دی.

 

[5] . صحيح بخارى، صحيح مسلم او …، لكه د حديبيه د سولې په پيښه كې له رسول الله (ص) سره د حضرت عمر او ځينو اصحابانو مخالفت هم دا رنګ د زيارت (پنجشنبى) د ورځى په واقعه كې چې رسول اكرم (ص) د وصيت لپاره كاغذ او قلم وغوښت نو حضرت عمر وويل: (نعوذ باالله) پيغمبر(ص) اوتې بوتې وائي…

 

[6] . ډاكټر تيجانى، كونوا مع الصادقين 58-61 مخونه (لنډيز يې را اخستل شوی دی)