صدق او امانت په اړه د شیعه و باور

صدق او امانت په اړه د شیعه و باور

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

شیعه باوری دی چې: (صدق) رښتيا والی او امانت د اسلام مهم او اساسي ارکان دي، قرآن مجيد فرمايي: «قَالَ اللَّهُ هَذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ؛ خدای تعالی فرمايي چې د رښتينو رښتيا والی هغوي ته فايده رسوي»[43]

بلکه د قرآن له ځينو  ايتونو استفاده کيږي چې د قيامت په ورځ اصل انعام هغه انعام دی چې د صدق او رښتياوالي په وجه انسان ته ورکول کيږي(په ايمان کې صدق او راستۍ) په الهی پيمانونو په عمل کې او د ژوند په ټولو چارو کې په صداقت او راستۍ«لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ؛[44] او لکه څرنګه چې مخکې مو هم اشاره وکړه د قرآن د وينا مطابق مونږ مسلمانان مامور يو چې د ژوند په ټولو چارو او دوران کې د معصومانو او رښتينو غږ مله ووسو «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ؛[45] د دې خبرې اهميت تر دې حده دی چې خدای تعالی خپل پيغمبر(ص) ته امر کوي له خپل خدايه وغواړه چې په هر کار کې صادقانه داخل شې او صادقانه خارج شې «وَ قُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ؛

بلکل په همدې دليل په اسلامي روايتونو کې لولو چې هيڅ پيغمبر د خدای له لورې مبعوث نه شو مګر دا چې صدق رښتياوالی او امانت د هغه په اصلي پروګرامونو کې شامل وو «ان الله عزوجل لم يبعث نبيا الا بصدق الحديث و اداء الامانة الی البر والفاخر»[46]

مونږ هم له دغو ايتونو او روايتونو په الهام اخستلو سره خپل ټول کوشش او هڅه کړې ده چې د دغه کتاب په بحثونو کې له راستۍ او صداقته پرته بله لاره ونه وهو او  د حق او امانت په خلاف کلام ونه وايو او هيله من يو چې د خدای په مهربانۍ مو د دغه رسالت د ادا کولو توفيق لاسته راوړی وي. إنّهُ وَلِیُّ التَّوْفِيْقْ.

سرچینې

[43]. مائده سوره ۱۱۹ ايت
[44]. احزاب سوره۲۴ ايت
[45]. توبه سوره ۱۱۹ ايت
[46]. دا حدیث په بحار الانوار کې له امام جعفر صادق(ع) نقل شوی دی (۶۸ ټوک ۲ مخ) هم دا راز په ۲ ټوک ۱۰۴ مخ کې.