د شیعه و د عقایدو د بیانولو پایلې

د شیعه و د عقایدو د بیانولو پایلې

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

هغه څه چې په دغه ټولګې کې راغلي دي د اسلام په اصولو او فروعو کې د اهل بيتو عليهم السلام د مکتب د پيروانو او شيعيانو د عقايدو نچوړ او زبيښه ده چې بې له بدلون او تحريفه بيان شوې او د قرآن له ايتونو، روايتونو او د اسلام د عالمانو په مختلفو کتابونو کې د هغو مدارکو ته اجمالي شان اشاره شوې ده، که څه هم د بحث د خلاصه والي او کوټل والي په وجه د ټولو مدارکو ذکر ممکن نه و؛ او زمونږ هدف صرف په دغه ویب پاڼې کې اجمالي او کوټلي بيان و.

مونږ باوري يو چې : دا بحثونه لاندينۍ نتيجې لري:

1. يوه ښه سرچينه ده چې له اختصار سره سره د شيعه عقايد په ډيره روښانه او دقيقه توګه بيانوي او ټولې اسلامي فرقې او حتی غير مسلمانان کولي شي د دغه عقایدو په لوستلو سره د دغه مذهب د پيروانو عقايد په اجمالي توګه او له لومړي لاسه وکتلي شي. او د هغو د راغونډولو لپاره زيات زيار ايستل شوی دی.

2. مونږ باوري يو چې: دا مطالب د هغو کسانو  لپاره يو الهي حجت ګرځيدلی شي چې کله کله په ناخبرۍ سره زمونږ د عقايدو په هکله قضاوت او فيصله کوي يا هغه له مشکوکو او غرضي کسانو او غير معتبرو کتابونو تر لاسه کوي.

3. مونږ باوري يو چې: د دغو عقايدو  په ليدلو سره، روښانه کيږي چې د دغه مکتب او د مسلمانانو د نورو فرقو د پيروانو تر مينځ د تفاوت موارد دومره نه دي چې د دغه مکتب او د مسلمانانو د نورو فرقو تر مينځ د ملګرتيا او ګډ کار خنډ شي. ځکه چې په دغو مذهبونو کې د اشتراک ټکي ډير زيات دی. او بله دا چې زمونږ دښمنان هم مشترک دي.

4. مونږ باور لرو چې: ځينې داسې لاسونه او ايجنټان شته چې د اسلامي مذهبونو تر مينځ د اختلافاتو په لويولو سره غواړي د هغوي په منځ کې د جنګ، نښتې او وينه  بهيولو  اور بل کړي. او اسلام کمزوري کړي هغه دين چې زمونږ په زمانه کې لګيا دی د نړې پراخه سيمې تر خپل برکتناک سيوري لاندې راولي او د کميونزم د ختميدو او د پانګه وال مادي نظام د زياتيدونکو او لاينْحَلو ستونزو رامنځته شوې خلا ډکوي. دښمنان غواړي چې په نړۍ کې د اسلام د پرمختګ مخه ونيسي. مسلمانان بايد دښمنانو ته دا امکان ورنه کړي چې په  دغه کار کې کامياب شي، او هغه ارزښتناک فرصتونه چې د اسلام پيژندلو لپاره په نړۍ کې پيدا شوي دي له لاسه لاړ شي.

5. مونږ باوري يو چې: که د اسلامي مذهبونو عالمان په خپلو کې سره کښيني او له مينې او محبته په ډکې فضا او له تعصب او زيله په ليرې فضا کې د اختلافي مواردو جاج واخلي او پرې وغږيږي، د اختلافاتو د کميدو امکان ډير زيات دی، نه وايو چې ټول اختلافات دې ختم شي، بلکه وايو  چې لمنه دې يې راټوله شي، لکه څرنګه چې په دا وروستيو کې په ايران کې يو شمير شيعه او سني عالمانو په زاهدان ښار کې له يو بل سره ډيرې غونډې وکړې او ځينې اختلافات يې ختم کړل چې دلته يې د بيانولو فرصت نه لرو.[47]

په پاي کې د خداي تعالی در ته لاسونه پورته کوو او غواړو:

«رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلإخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالإيمَانِ وَلا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ»[48]

سرچینې

[47]. د دې خبرې نور وضاحت د قم د علمیه حوزې په  پیام مجلې کې لوستلې شئ.
[48]. حشر سوره ۱۰ ايت