په خاوره سجده

په خاوره سجده

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

زمونږ عقيده ده چې: د لمانځه د سجدې په وخت بايد په خاوره يا د ځمکې په نورو څيزونو سجده وشي يا په هغو څيزونو چې له ځمکې زرغونيږي، لکه پاڼې  لرګي او  ټول بوټي (بې له هغو چې خوړونکي يا اغوندونکي وي).

نو په قالين باندې سجده روا نه ګڼو په تيره بيا دا چې خاورې ته د سجدې لپاره په هر څه ترجيح ورکوو، نو د کار د اسانۍ لپاره اکثره شيعه  له ځان سره د پاکې خاورې يوه برابره شوې ټوټه ګرځوي چې ورته سجده ګاه وايي او په هغې سجده کوو چې هم پاکه ده او هم خاوره.

په دې مسئله کې د پيغمبر(ص) په مشهور حديث استناد کوو «جعلت لي الارض مسجداً و طهوراً»، مونږ «مسجد» په دغه حديث کې (د سجدې د ځای) په معنا ګڼو.

دا حديث په اکثرو صحاحو او نورو کتابونو کې نقل شوي دي .[21]

ممکنه ده وويل شي چې په دې حديث کې د «مسجد» مطلب «د سجدې ځای» نه دی، بلکه د لمانځه ځای دی، د هغو کسانو په مقابل کې چې لمونځ يې يوازې په يو خاص ځای کې کاوه، خو دې ته په پام سره چې دلته د (طهور) يعنې (د تيمم د خاورې) خبره راغلې ده روښانه کيږي چې له دې مطلب د «سجدې ځای» دی يعنې د ځمکې خاوره هم «طهور» ده او هم «د سجدې ځای».

پر دې سربيره د اهل بيتو له امامانو (ع) په دې هکله زيات حديثونه هم مونږ ته راغلي دي چې د سجدې ځای يې خاوره، کاڼي او داسې نور څيزونه بللي دي.

سرچینې

[21] . منجلمه دا چې «بخاری» په خپل صحیح کې له «جابر بن عبدالله» په باب التیمم (اول ټوک ۹۱مخ) کې او همداراز نسائی په خپل صحیح کې له جابر بن عبدالله، په باب «التیمم بالصعید» کې ذکر کړی دی، په مسند احمد کې له ابن عباسه نقل شوی (اول ټوک ۳۰۱مخ) او د شیعوو په منابعو کې هم په مختلفو طرقو له رسول الله مبارکه نقل شوی دی.