د عقائدو کليات: د نبوت د لازم والي دليلونه

د نبوت د لازم والي دليلونه

ځلور پنځوسم اصل

حکيم خدای د انسانانو د هدايت او لارښونې لپاره لوړ رتبه انسانان راليږلي دي او هغوي ته يې د انسانانو لپاره خپل پيغام ورکړے دے. دا هماغه پيغمبران او رسولان دي چې بندګانو ته د خدای د فيض او

رحمت د رسيدلو وسيله دي او دا فيض له هماغه لومړۍ ورځې چې انسان د هغې وړتيا پيدا کړې ده د خدای له خوا نازل شوے دے او د اسلام د پيغمبر(ص) تر وخته هم جاري ؤ او بايد په دې خبره پوه شو چې د هر پيغمبر (ص) دين د هغه وخت تر ټولو دينونو کامل او پوره دين و. او که چرې دا فيض او رحمت جاري نه وے نو انسان به هيڅ کله کمال ته نه و رسيدلے.

کله چې د انسان خلقت د حکيم خدای کار دے نو د هغه خلقت به ضرور څه هدف او مقصد لري. او کله چې ګورو د انسان په وجود کښې تر ځناورو يو شے زيات دے، چې هغه عقل او پوهه ده نو بايد د هغه د پيدايښت غرض او مقصد هم معقول او له عقل سره سم څيز وي.

له بل طرفه، که څه هم د انسان عقل د هغه د تکامل او بشپړتيا په لاره کښې اغيزمن او ضروري دے خو کافی نه دے او که انسان په تکامل او سعادت کښې يوازې په عقل بسنه وشي نو هيڅ کله په پوره توګه تکامل ته نه رسيږي. د مثال په توګه د انسان مبداء (پيل) او معاد (خاتمه) يو له هغه لويو مسلو څخه ده چې د انسان عقل يې بوخت کړے دے. انسان غواړي چې پوه شي چې له کومه راغلے دے؟ او چرته به ځي؟ خو يوازې عقل د دې خبرې ځواب ته نه رسيږي او د دې خبرې دليل دا دے چې انسان سره له دومره ترقۍ بيا هم ډير انسانان بت پرستان دي او د بتانو عبادت کوي.

د انسان عقل او علم يوازې په دې مسله کښې نه بلکه په داسې ډيرو مسئلو کښې چې په ژوند کښې ورته اړمن دے ښکيل دے او تر اوسه يې ځان ته سمه لار نه ده ټاکلې. په اقتصادی، اخلاقی او کورنيو چارو کښې د انسانانو بيلا يبلې ليدتوګې د دې نښانه ده چې د انسان عقل په صحيح توګه په دغو مسئلو نه دے پوهيدلے او همدا سبب دے چې ګورو متعارض او په خپلو کښې متضاد دينونه او مذهبدنه پيدا شوي دي.

پاسنی ټکي ته په پام سره صحيح عقل دا حکم کوي چې د خدای د حکمت په اساس بايد د خدای له لورې رهبران او تربيت کوونکي راشي چې انسانانو ته د ژوند کولو صحيح لاره وښيي.

کوم کسان چې دا فکر کوي چې عقلی لارښوونی د آسمانی لارښونو ځای نيولے شي هغوي بايد دوو خبرو ته پام وکړي:

1.    د انسان عقل د انسان په پوره پيژندلو او د موجوداتو له رازونو او د هغه د تير او راتلونکي وخت له حالتونو ناخبره او ناقص دے، حال دا چې دې قاعدې ته په پام سره يو جوړونکے له خپل جوړ کړي څيزه پوره پوره خبر وي، د انسان پيدا کوونکے هم د هغه له رازونو او حالتونو پوره پوره خبر دے او په قرآن کښې دې دليل ته داسې اشاره کوي: أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (ملک/14) آيا هغه چا چې پيدا کړے دے هغه (له خپل پيدائښته) نه دے خبر! او هغه ځير او ښه خبر دے.

2.     انسان د حب ذات (هر څه د ځان لپاره د خوښولو) په سبب بی خبره يا په شعوري ډول، تل پخپله ګټه پسې وي او په پلانونو کښې له خپلو فردي يا ډله ايزو ګټو نه شي تيريدلے نو نتيجه به دا وي چې د انسانانو پروګرام به هيڅ کله پوره او جامع نه وي خو د پيغمبرانو پروګرام له دې امله چې د خدای له طرفه دے نو نيمګرتيا پکښې نشته.

دې دوو خبرو ته په پام سره بايد ووايو چې انسان هيڅ کله له الهي لارښوونو او د پيغمبرانو له پروګرامونو بې نيازه نه دے او نه به وي.