ايا له حقيقي شفيعانو د شفاعت غوښتل شرک دے؟

ايا له حقيقي شفيعانو د شفاعت غوښتل شرک دے؟

اول به د سوال د وضاحت لپاره ووايو چې شفاعت د خداي مخصوص حق دے لکه چې قران مجيد په دې هکله فرمايي:

قل للله الشفاعة جميعا [1]

ــ ووايه د شفاعت حق ټول د خداي دے.

نو له خدايه پرته له بل چا شفاعت غوښتل له بل چا د خداي د حق غوښتل دي او داسې سوال په حقيقت کې بې له خدايه د بل چا عبادت دے او په عبادت کې له توحيد سره سمون نه خوري.ـ

ځواب: دلته له شرکه مقصد په ذات يا خالقيت يا تدبير کې شرک نه دے طبعا دلته د اعتراض کوونکي مقصد په عبادت کې شرک دے. روښانه ده چې د دې مسئلې بيانول د عبادت او پرستش په دقيق تفسير او تشريح پورې اړه لري مونږ ټولو ته پته ده چې د عبادت د معنا تفسير مونږ ته نه دے راکړل شوے چې ګوندې د هر مخلوق لپاره هره خضوع او له هر بنده هر سوال او غوښتنه عبادت وګڼو.

د قران مجيد د تصريح په اساس پرښتو ادم ته سجده وکړه.:

فاذا سويته و نفخت فيه من روحی فقعوا له ساجدين فسجد الملائکه کلهم اجمعين [2]

نو کله چې مې د هغه خلقت بشپړ کړ او خپل روح مې په هغه کې وپوکه نو هغه ته سجده وکړئ نو ټولو سجده وکړه.

په عين حال کې دا سجده که څه هم د خداي په حکم وه خو د ماهيت له نظره د ادم عبادت نه ؤ. ګني خداي به پې حکم نه کاوه.

هم دا راز پوهيږو چې  د يعقوب بچيانو او حتی پخپله حضرت يعقوب عليه السلام حضرت يوسف عليه السلام ته سجده وکړه.

(( و رفع ابويه علی العرش و خروا له سجداً [3]

ــ او خپل پلار او مور يې په تخت کښينول او هغوي هغه ته سجده وکړه. که دغه ډول احترام او خضوع د يوسف عليه السلام عبادت ؤ، نه به حضرت يعقوب عليه السلام چې معصوم پيغمبر ؤ دا کړے وې او نه به په دې راضي شوے ؤ چې بچيانو يې يوسف ته سجده وکړي حال دا چې له سجدې زياته بله هيڅ خضوع نيشته.

په دې اساس بايد د خضوع مفهوم يا له خدايه پرته له بل چا غوښتنه د عبادت معنا جدا کړو د عبادت اوپرستش حقيقت دا دے چې انسان باندې خداي يو څيز فرض کړي او د هغه عبادت وکړي يا يو څيز د خداي مخلوق وګني خو دا تصور وکړي چې د خداي ځينې کارونه لکه د نړۍ تدبير يا د ګناهونو بخښل هغه ته سپارل شوي دي خو چا په وړاندې زمونږ خضوع او عاجزي داسې وي چې نه هغه خداي وګنو او نه دا تصور وکړو چې د خداي کارونه هغه ته سپارل شوي دي داسې يوه خضوع بالکل هماغه شان ده لکه چې فرښتو ادم عليه السلام ته سجده او درنښت يې وکړه يا مثلاً د يوسف په وړاندې د حضرت يعقوب عليه السلام احترام او درنښت .

د سوال په غوښتنې په هکله هم بايد ووايو چې کله تصور وکړو د شفاعت حق رښتينو شافعانو ته ورکړل شوے او هغوي يې له قيد او شرطه شفاعت کولے او د ګناهانو د بخښل کيدو سبب ګرځيدلے شي داسې عقيده هم د شرک سبب کيږي ځکه چې د خداي کار مو له بل چا غوښتے دے خو که دا تصور وکړو چې د خداي ځينو پاکو بندګانو ته بې له دې چې د شفاعت د مقام مالکان شي په يو خاص چوکاټ کې د ګناهانو د شفاعت اجازه وکړل شوې ده او مهم شرط يې هماغه د خداي اجازت او اذن دے نو څرګنده ده که د خداي له دغه ډول صالح بنده د شفاعت درخواست وکړو دا د هغه خداي ګنل نه دي. لکه څنګه چې هغه ته خدايي چارو د سپارل کيدو مستلزم نه ګرځي بلکې د يو داسې کسه د يو کار غوښتنه ده چې دغه کار د خداي په امر هغه په محدوده توګه ورکړل شوے او د هغه په شان کې دے .

مونږ ګورو چې د پيغمبر اکرم په ژوند کې به ګناهکاران د مغفرت غوښتلو لپاره هغه حضرت ته ورتلل او رسول الله مبارک به نه ويل چې دوي ګوندې مشرکان شول. په سنن ابن ماجه کې له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم روايت دے:

ا تدرون ما خيرني ربي الليله؟ قلنا الله و رسوله اعلم: قال فانه خيرني بين ان يدخل نصف امتی الجنة و بين الشفاعه فاخترت الشفاعه، قلنا يا رسول الله ادع الله ان يجعلنا من اهلها قال هی لکل مسلم [4]

ــ ايا تاسو ته پته ده چې خداي نن زه په کومو څيزونو کې اختيار من کړم؟ ومو ويل خداي او رسول يې ښه پوهيږي. وي فرمايل: هغه زه مخير کړم په دې کې چې زما نيم امت جنت ته ننوځې او د شفاعت تر مينځ ــ نو ما شفاعت غوره کړ. ومو ويل ای د خداي پيغمبره، له خپل پروردګاره  وغواړه چې مونږ د شفاعت وړ وګرځوي، وې فرمايل شفاعت به د هر مسلمان لپاره وي.

په دې حديث کې په ډاګه د پيغمبر اصحاب له هغه حضرت د شفاعت غوښتنه کوي او وايي ((ادع الله ….))

قران مجيد هم فرمايي:

ولو انهم اذا ظلموا انفسم جاؤُک فاستغفرو الله و استغفر لهم الرسول توجدوا الله توابا رحيماً[5]

ــ او هغوي هغه وخت چې پر ځان يې ظلم وکړ تا ته راغلي وې او له خداي يې مغفرت غوښتے وې او پيغمبر د هغوي لپاره استغفار کړے وې. بې شکه چې خداي به يې توبه قبلوونکے او مهربان موندلے ؤ.

او په يو بل ځاي کې د حضرت يعقوب عليه السلام د بچيانو په حواله فرمايي:

قالوا يا ابانا استغفر لنا ذنوبنا انا کنا خاطئين[6]

ــ وې ويل اي پلاره له خدايه له خدايه زمونږ د غلطيو لپاره بخښنه وغواړه ځکه چې مونږ په خطا وو.

او حضرت يعقوب عليه السلام هم هغوي ته د استغفار وعده ورکړه او هيڅ کله يې د هغوي په شرک توان نه لرل.

قال سوف استغفر لکم ربی انه هو الغفور الرحيم [7]

ــ وې ويل ډير زر به د خداي له درګاه ستاسو مغفرت وغواړم بيشکه چې هغه بخښونکے او مهربان دے.

 

[1] . سوره زمر ايت 44
[2] . سوره صاد 72 ــ 73 مخ
[3] . سوره يوسف ايت 100
[4] . سنن ابن ماجه ټوک 2 باب ذکر الشفاعه 586 مخ
[5] . سوره نساء ايت 64
[6] . سوره يوسف ايت 97
[7] . سوره يوسف ايت 98