د سيد جمال الدين افغان د مبارزې لارې او موخې

د سيد جمال الدين افغان د مبارزې لارې او موخې

سيد جمال الدين افغان

 

سيد جمال الدين د شپږو اوو كلونو په عمر ماشوم ؤ چې له خپل پلار سيد صفدر سره له خپل كلي صفدر ګټ څخه كابل ته راغى، دله يې هغه وران كابل ولېد چې انګريزي ښېكلاك پر افغانستان باندې د خپل لومړني تېري ( ۱۳۹- ۱۸۴۲ع) په ترڅ كې چې همدا څلور پنځه كاله وړاندې يې كړى ؤ،

د خاورو په ډېرۍ اړولى ؤ؛ د كابل تاريخي بالاحصار وران او كنډر كنډر ؤ او د ښار ټولې برخې داغمنې او زيانمنې وې .
د ښكېلاك د دې ظالمانه ورانيو په لېدلو سره د سيد په پاك او دراك زړه كې له دې ظالمانو سره ژوره كركه او كېنه پيدا شوه او له انګريزي ښكېلاك سره يې  د دښمنۍ زړى له همدې وخت نه په زړه كې رازرغون شو؛ څومره چې د ده جسم وده كوله او څومره چې د ده فكر وده كوله همدومره دا كركه هم پراخېده، لويېده او د مقابلې او مبارزې تومنه يې په كې پيدا كوله او روزله، ده چې څومره زده كړه كوله او څومره يې چې فكر كاوه همدومره د ښكېلاك ناولي اهداف ورته څرګندېدل او همدومره د مبارزې لارې، لوري او موخې ورته  روښانېدل.

افغان سيد د ژور درك او زده كړې تر څنګ هماغه د طالب علمۍ په دوره كې د ايران، هندوستان، مكې او استانبول سفرونه هم وكړل او د زده كړې او مطالعې تر څنګ يې د مشاهدې او تجربې سفرونه هم وكړل او د عيني او ذهني شرايطو په درك او ټاكلو سره يې له انګريزي ښكېلاك سره د مبارزې يو كوټلى پروګرام هم جوړ كړ او د اسلامي، شرقي او مظلومو ملتونو له پاره يې د آزادۍ يوه داسې اعلاميه تنظيم كړه چې په علمي او عملي ستنو ولاړه وه او د اسلامي او شرقي ملتونو د ازادۍ او ابادۍ تضمين يې كاوه.
افغان سيد د ملتونو د ازادۍ له پاره بېړنۍ او ځنډنۍ (لنډمودت او اوږدمودت) طرحې جوړې كړې، ده لومړۍ د خپل هېواد خپلواكي، بيا د ټولو اسلامي هيوادونو ازادي، ورپسې د ټولو شرقي ملتونو او بيا د ټولو مظلومو ملتونو ازادي غوښته او د ګام پر ګام مبارزې لاره يې هواروله .
په اسلامي او شرقي هيوادونو كې استبدادي او زورواكي  حكومتونه د سيد له نظره د وخت د نړۍ خواره ښكېلاك دلالان او ځري وو چې يو د بل د بقا او پايښت له پاره يې كار كاوه، ده د كورنۍ زورواكۍ او بحرني ښكېلاك د ماتولو له پاره هم د مفاهمې ، مذاكرې او خبرو اترو لاره پرانيستې پرېښې وه او هم يې د دوى پر وړاندې د پاڅون او اوښتون ( قيام او انقلاب) په لاره كار كاوه، د مفاهمې له لارې له حكومتونو سره همكارۍ ته هم حاضر وو او په ريفورم او اصلاحاتو يې هم بسنه كوله او د دې لارې د ناكامۍ په صورت كې يې په ملتونو كې انقلابي حلقې هم جوړولې او د مستبدو پاچايانو د رانسكورولو او وژلو طرحې يې هم پر مخ بيولې .
دى د مفاهمې او هكارۍ له لارې د امير محمد اعظم خان د واكمنۍ پر وخت د مشاوريت او د ځينو څېړونكو پر وينا د صدراعظمۍ تر څوكۍ هم ورسېد او د ريفورم او اصلاحاتو يو پراخ پروګرام يې جوړ كړ او په ايران، مصر او تركيه كې يې هم له واكمنو سره د مفاهمې او خبرو اترو ورونه پرانيستي پرېښودل او هم يې د انقلابي شاګردانو په روزلو سره د دوى د رانسكورولو پروګرامونه پلي كړل.
افغان سيد درك كړې وه چې د زور واكو حكومتونو په رانسكورولو سره د بحرني ښكېلاك د پل اېښودلو ساحه هم تنګېږي او د ملتونو د ښكېلولو هيلې يې په نهيلۍ اوړي او پښې يې سستېږي ، لړزېږي او رانسكورېږي.
ده د زور واكۍ او ښكېلاك په رانسكورولو سره غوښتل چې مشروطيت وده وكړي لومړۍ مشروطه او بيا اولسواكه حكومتونه رامنځته شي او بيا په ټولنه كې هغه پروګرام چې موږ نن مدني ټولنه ورته وايو پلى شي.  د ده د اصلاحاتو په پروګرام كې  د بيان ازادي، د زده كړې عصري كول، د عصر له عصري او تخنيكي آلاتو څخه په ژوند كې استفاده كول او د خپلې عقيدې او ملي ارزښتونو په رڼا كې د پرمختګ له لوړو نه لوړو پوړيو ته د مسلمانانو رسېدل، اساسي ټكي وو.
په دې اساس سيد جمال الدين افغان د خپلې مبارزې لارې او موخې د بشپړ درك په رڼا كې په اساسي توګه ټاكلې وې ، پراخ ډګر يې ورته په پام كې ؤ خپلې موخې ته يې د رسېدو له پاره له هر ډول ممكنې لارې څخه مبارزه كوله او هدف ته د رسېدو لاره يې په هيڅ ډول نه پرېښودله، د ارادې له ټكي نه يې د هدف تر ټكي پورې په ټوله لاره كې هر ډول مقابلې ته لارې سنجولې وې او د ټولو خنډونو او ځنډونو د له منځه وړلو چاره يې كوله. ده ته هدف ته رسېدل مهم وو توپير يې نه درلود كه دارسېدل له سوله ييزې لارې واى او يا له قهرجنې او غوسمنې لارې واى.
د نمونې په توګه د ده لويه موخه له اسلامي اوشرقي هېوادونو څخه د استبدادي واكمنيو او ښكېلاكي واكمنيو ختمول او رانسكورول وو، دې ته يې دوه لارې ټاكلې وې يوه عمودي لاره وه چې له لاندې نه په بره تلله ، دا لاره په شنه رنګ ايستل شوې وه له واكمنو سره د مفاهمې، مذاكرې، خبرو اترو، ډيالوګ او بالاخره مرستې او همكارۍ په خښتو ولاړه وه. دوهمه يې افقي لاره وه چې د خلكو په پرګنو كې د رڼو حلقو، ايمانداره مسلمانانو او مخلصو انقلابيونو په وسيله تېرېدله. خلك يې ويښول، پاڅول او د خپلې ازادۍ او حقوقو غوښتلو ته رابلل دا هم په سوله ييزو پاڅونونو ولاړه وه خو ورو ورو سره كېدله او په پاى كې داسې خطرناك ټكي ته رسېدله چې د مستبدو او د ملت له غوښتنو څخه د سركښو واكمنو په خونړي انجام تمامېدله.
د ده موخې هم پړاويزې وې تش د استبداد په رانسكورولو او سياسي خپلواكۍ ته په رارسېدلو يې بسنه نه كوله. په دوهم ګام كې يې ټولنيزه خپلواكي او د مشروطيت غورځنګ ته رسېدل هم وو، په درېم ګام كې يې  د علمي پرمختګونو پلي كول او مدني ټولنې ته رسېدل هم وو، د بشري حقوقو او ازاديو تامينول هم وو او په پاى كې د يوې صالحې، سالمې، پاكې، پرمختللې او مترقي اسلامي او ملي ټولنې جوړول او له ټولو نړيوالو سره د سولې او برابرۍ په فضا كې د اسلامي او شرقي ملتونو ژوند كول هم وو.
اوس چې يو ځل بيا نړيوال ښكېلاك په نوې بڼه اسلامي او شرقي هيوادونه ښكېلولو، په جګړو او بدبختيو كې ساتل او له ټولنيز او علمي پرمختګ نه ليرې ساتل غواړي نو يو ځل بيا د سيد جمال الدين افغاني اسرافيلي غږ په كار دى چې مسلمانان او شرقيان د فيل په غوږو كې له خوبه راپاڅېږي او د مساوي او پرمختللي ژوند د لارو د خلاصولو له پاره ورسره مفاهمه، مذاكره، مصالحه، محاسبه، مقابله او په پاى كې زړوره او سوروره مبارزه وكړي څو د بشر حقوق په لفظي بڼه نه بلكې په حقيقي بڼه پلي شي.
هو! داسې اقدام دسيد غوندې هوښياري، پايه داري، اراده او ايمان غواړي چې د ځان له پاره يې هيڅ نه غوښتل خو د اسلامي امت او مظلوم انسانيت له پاره يې هر څه غوښتل . آواره ګۍ اوسرګردانۍ يې ومنلې خو د كوم ظالم، مستبد او ښكېلاكي واكمن په طلايي قفس كې يې د اوسېدلو او پاتې كېدلو تن اسانۍ ته غاړې كې نه ښوده. هو:
“واړه مصروف دي  ځينې ځان ځينې جهان جوړوي”