د امام علي عليه السلام عصمت او په خطا باندې د اعتراف مسله

د امام علي عليه السلام عصمت او په خطا باندې د اعتراف مسله

پوښتنه: امام علي عليه السلام فرمايلي دي: «ځان له دې لوړ نه ګڼم چې خطا او غلطي ونه کړم…»[1] آيا دا خبره د هغوي له عصمت او پاکۍ سره سمون لري؟

ځواب

د امامانو عصمت په تيره بيا د امام علی(ع) عصمت د شيعو پوهانو تر مينځ منلې شوې او قطعي دي. علامه حلي په کتاب الالفين کښې په دې هکله په تفصيل سره زر نکتې بيان کړي دي له قرانه ډېر ايتونه، لکه د تطهير ايت 124 سوره بقره[1] او د دې غوندې نور د امامانو په عصمت دلالت کوي او همدارنګ ډېر روايتونه شته چې د اهلبيتو عصمت بيانوي.

په خطا باندې د امام علی(ع) اعتراف په دې معنې نه دے چې د ګناهونو او محرماتو مرتکب شي، او د عصمت له مقام سره ټکره ولري. ځکه چې هغه حضرت د خدای پاک په پيژندګلو او خدای ته د نزدې والي له مخې په يو داسې لوړ مقام کښې دے چې خپل عبوديت او بندګي د هغه لايزال خدای د لوړ مقام وړ نه ګڼي؛ له همدې سببه، کله کله معصوم د ترک اولی لپاره هم ځان خطاکار ګڼي او له خدايه بخښنه غواړي چې دا کار د هغه له عصمت سره څه ټکره نه لري. البته دا پوښتنه نوې پوښته نه ده چې زمونږ له زمانې سره خاصه وي. دا بحث په کشف الغمه[2] کتاب کښې مرحوم اربلي او د نهج‌البلاغه په شرحو کښې لکه د ابن ابي‌الحديد[3] په شرحه او د نهج البلاغې په ترجمې[4] چې مرحوم دشتي ليکلې ده هم بيان شوې دے او لکه څه رنګ چې پکار وو د دې پوښتنې ځواب ورکړې شوې دے.

له همدې سببه کله چې مونږ د امامانو(ع) په نسبت د ګناه او خطا معنی وکړو نو دې نتيجې ته به رسيږو چې په ګناه باندې د هغوي اعتراف زمونږ په ګناه باندې له اعتراف سره فرق لري او د هغوي اعتراف له عصمت سره څه ټکره نه لري.

1. خطا او د گناه مرتبې

هره يوه خطا ګناه نه ده؛ له همدې سببه يې په فارسۍ کښې د «خطا»  معنی «اشتباه» کړې ده. خو ځينې خطاګانې ګناه دي. له همدې سببه دا جمله صحيح نه ده “خطا هغه ګناه ده چې قصدا نه وې شوې يعنې په غلطې او بې پامۍ  سره شوې وي”[5]، ځکه چې تکليف (فرض) هله راځي کله چې دې ورته پام وي په عملونو کښې سهو او هيريدل تکليفي حکم نه لري. که يو پاک انسان په غلطۍ سره د اوبو په ځای شراب وڅښي، د هغه دا عمل ګناه نه حسابيږي. ځينې روايتونه، له نبيانو او امامانو هر ډول خطا نفي کوي.[6]

ګناه څو ډوله ده: قانوني يا شرعي (چې د ګناه کومه مشهوره معنی ده). زمونږ د اعتقاد مطابق ټول معصومين(ع) له داسې ګناه پاک دي.

اخلاقي ګناه، يعنې د ښو اخلاقو مخالفت، که څه هم د شرعې له نظره حرام نه وي. اخلاقي ګناه د خلکو د حالت مطابق مختلفه وي؛ مثلا په لارو کوڅو کښې د اوبو يا شربت وغيره څښل، دا کار د ځينې کسانو په نظر کښې څه عيب نه دے، خو ممکنه ده داسې کار د ځينې کسانو لپاره د اخلاقو مخالفت وګڼل شي او څوک چې دا کار وکړي په هغه بد وويل شي. دې ته په پام چې معصومين(ع) د نورو خلکو لپاره بيلګه دي نو بايد له داسې عمله (ترک اولی) هم لېرې وي.

2. د محبت په مقام کښې ګناه

د محبت او مينې مقام ځينې لوازم لري که چرې يو محب په دوي کښې په يوۀ باندې هم عمل ونه کړي او ورنه غافل شي، نو دا کار د ځان لپاره له لويو کناهونو ګڼي او پرله پسې د هغه لپاره توبه او استغفار کوي.[7] لکه څنګه چې نبيانو او امامانو به تل توبه او استغفار کاوۀ، مرحوم اردبيلي يو له هغه کسانو دې چې په دې حقيقت باندې يې ټينګار کړې دے او په دې کښې ځيريدو سره او د امام موسی کاظم(ع) د وينا په برکت ډېرو ښو پايلو ته رسيدلےدے.[8]

هغه ګناه چې معصومين(ع) له هغې د تيښتې لار نه لري او د هغې د جبران کولو لپاره ژړا او فرياد کوي، هغه د خدای په حرامو اخته کيدل نه دي، بلکې د خپلو خطاګانو لپاره يې يوه بله تله په نظر کښې ساتلې ده، هغوي د ځان لپاره هغه څه ګناه ګڼي چې نور خلک ترې په اسانۍ سره تيريږي؛ مثلاً داسې ډېر کسان شته چې په خپل فرض لمونځ قضا کيدو باندې ورله څه خپګان نه ورځي خو داسې پرهيزګاران هم کم نه و چې د مستحب لمونځ په قضا کيدو به يې ژړا او فرياد کاوۀ او دا لړۍ همداراز دوام لري او هيڅ کله نه ختميږي. دخدای د لارويانو په زړونو کښې چې د خدای مينه او پيژندګلو يې څومره زياتيږي نو په خپلو اوږو دومره زيات بوج او ذمه واري محسوسوي او له وړاندې نه زيات په خپلې خطا (لکه څه رنګ چې خدای لايق دے په عبادت نه کولو) پوهيږي. مرحوم اردبيلي له يو بل اړخه د معصومينو(ع) د ګناه احساس کولو ته نظر کړے دے: “پيغمبران او امامان(ع) د خدای په لارې کښې يوه لوړه مرتبه کښې وو او هر کله چې له دې مرتبې لږ هم ښکته کيدل لکه د ضرورت له مخې خوړل، څښل، ميرمنو سره يوځای کيدل يا د ټولنې کارونه او مسلې هوارول، نو دا به يې د ځان لپاره يوه لويه ګناه ګڼله. او استغفار او توبه به يې کوله چې داسې پرهيز د خدای خاصو مينه والو او نزدې کسانو سره ښايي. په همدې اساس پيغمبر(ص) فرمايي: «حسنات الابرار سيئات المقربين»[9]. کيدې شي چې ځينې عملونه چې د ښو خلکو لپاره ښه عمل وي خو د مقربينو لپاره بد وي.

نو دې ته پام سره هغه ګناهونه چې معصومين(ع) له هغې ځان ساتي، هغه عملونه دي چې د فقهې په ژبه کښې حرام ګڼل شوي دي. البته د داسې عمل پريښودل چې د فقهې په ژبه واجب ګڼل شوې وي هغه هم ګناه ده خو د ګناه او خطا دا ټکي چې په عربۍ کښې «ذنب» او «عصيان» دے د دې د استعمال پولې لويې دي او «ترک اولی» ته هم شامليږي او د داسې خطا او ګناه انجام کول له عصمت سره څه منافات نه لري.

امام(ع) وفرمايل: «فإنّي لست في نفسي بفوق أن أخطئ و لا آمن ذلک من فعلي، الا أن يکفي الله من نفسي ما هو أملک به مني فإنّما أنا و انتم عبيد مملوکون لربّ لا ربّ غيره، يملک منا ما لانملک من انفسنا؛[10] ځان له دې اوچت نه ګڼم چې غلطي ونه کړم او له هغې ځان په امن کښې نه ګڼم، مګر دا چې خدای ما وساتي. نو مونږ او تاسو د خدای بندګان او مريان يو چې له تا پرته بل پروردګار نشته. هغه زمونږ مالک دے او مونږ په خپل نفس څه اختيار نه لرو».

د امام علی(ع) دا خبره هم له عصمت سره څه ټکره نه لري، ځکه چې هغو قيدونو ته په پام سره چې کوم دلته راوړي شوي دي لکه د «في نفسي» قيد چې بې د خدای له مرستې له داسې خطا بچيدل ناممکن دي. سره د دې جملې چې فرمايي: “مګر دا چې خدای له ماسره په دې کار کښې کفايت او بسنه وکړي” دا خبره يې په ډېره روښانه توګه بيان کړې ده او عصمت يې د خدای له لورې يو توفيق ګڼلےدے.[11] يعنې هغه حضرت فرمايي، که يوازې زۀ او زما نفس وې، نو خطا او غلطي به مې کوله، خو خدای پاک تل زما لاس نيولےاو نيسي، له همدې سببه خطا او اشتباه نه کوم.

مرحوم محمد دشتي، وايي: «کوم څه چې امام علی(ع) وفرمايل: بې د خدای له مرستې، له خطا بچ نه يم، دا په خپله عصمت ثابتوي.»[12]

د عصمت دا معنی نه ده چې د خدای له تاييداتو دې بې نيازه وي. خدای پاک په قران کريم کښې پيغمبر(ص) ته وفرمايل: “که ته مې ثابت قدم نه وې ساتلې نو نزدې وه چې هرومرو دې د هغوي په لور ګروهنه پيدا کړې وای.”[13]

پيغمبر(ص) خپل انساني او بشري طبيعت سره د مشرکانو د وسوسو قبليدلو ته نزدې شوې و خو د خدای په تاييد سره خدای هغه وساتلو او ويې ژغورۀ. حضرت يوسف(ع) هم فرمايي: بې د خدای له رحمته بدو ته د بلونکي نفس له پنجې نه شوم خلاصيدې: {و ما ابري ءنفسي ان النفس لاماره بالسوء الا مارحم ربي}؛[14] زۀ ځان له عيبه بري نه وينم؛ ځکه چې د انسان نفس تل هغه خطا او بدۍ ته بلي، مګر هغه کسان چې زما خدای ورباندې رحم کړي وي.

نتيجه

د معصومو امامانو عصمت د شيعه مذهب له منلو شويو عقيدو دےاو څه شک په کښې نشته. په خطا باندې د حضرت علی(ع) اعتراف په دې معنی نه دی چې معصيت يې کړې وي، ځکه چې هره يوه خطا د عصمت له مقام سره ناسازه نه ده؛ ځکه چې ځينې داسې خطا ګانې او معصيتونه دي چې معصوم بله چاره نه لري چې ترسره يې کړي. چې هغه د هغوي په نسبت ګناه ګڼل کيږي.

عصمت د خدای په توفيقاتو سره ترلاسه کيږي. امام علی(ع) له خدای سره د خپل نزدې والي او پيژندګلو په سبب خپله بندګي د هغه د مقام وړ نه ګڼله له همدې سببه يې د ترک اولی لپاره هم استغفار کړے دے.

د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې:

  1. الالفين في امامه مولانااميرالمؤمنين علي بن ابيطالب×، علامه جمال الدين الحلي.
  2. امامت و شفاعت، علي اکبر ناصري.
  3. په قران کښېامامت او د امامانو عصمت، رضا کاردان.

وروستے حديث:

ابن عباس له پيغمبر(ص) روايت کوي: «ان علي و الحسن و الحسين و تسعة من ولد الحسين مطهرون معصومون؛[15] علي، حسن، حسين او د حسين نهه بچي پاک او معصوم دي».

.

[1]. {و اذابتلي ابراهيم ربه … .}.

[2]. کشف الغمه، علي بن عيسي الاربلي، 3ټوک، 43مخ، دارالکتب الاسلاميه، 10 14ق.

[3]. شرح نهج البلاغه، ابن ابي الحديد، 11ټوک، 1 او 7مخونه، محمد ابوالفضل ابراهيم چاپ، قم.

[4]. نهج البلاغه، د محمد دشتي ترجمه، 444مخ، 216خطبه

[5]. فرهنګ فارسي عميد، حسن عميد، د خطاء ټکي په ذيل کښې.

[6]. بحارالانوار، ټوک17، 108 او 109 مخونه.

[7]. تفسير الميزان، 6ټوک، 373مخ.

[8]. کشف الغمه، الاربلي، 3ټوک، 43مخ.

[9]. هماغه، 45مخ.

[10]. محمد دشتي، ترجمه نهج البلاغه، 444مخ، 216خطبه.

[11]. شرح نهج البلاغه ابن ابي الحديد، 11ټوک، 107مخ.

[12]. هماغه، 448مخ.

[13]. اسراء، 74آية.

[14]. ابراهيم، 11آية.

[15]. سليمان قندوزي، ينابيع الموده،115مخ.