د غدير پيښه

د غدير پيښه

 

په دې ورځ د ليږديز(هجري) په لسم کال کې د غدير پيښه له حجه الوداع نه د بيرته ستنيدو په وخت راپيښه شوه او دري ورځی نږدې يو لاکه شل زره حاجيان د رسول الله په حکم دلته پاتی شو رسول الله صلی الله عليه واله وسلم په خپلی اوږدی خطبی کې چې د توحيد تعليماتو او د امامت او ولايت بحثونو ته شامله وه

حضرت امام علي عليه السلام اوپس له هغه  يولس نور معصوم امامان عليهم السلام پس له خپل ځان د خلکو د امامانو توګه تر قيامته پورې معرفی کړ

دا ورځ د ال محمد عليهم السلام ستر اختر په توګه ګڼل کيږي او دې ورځې د الله تعالی په حکم سره د حضرت علي اميرالمومنين عليه السلام د بلافصل امامت عام اعلان شوی دی(بحارالانوار ټوک 35 مخ 150)

دا ورځ د اسماني اختر مبارکه ورځ ده

د پيغمبر اکرم د دی اوږدې خطبی هغه مشهورې جملی چې شيعه او سنيانو په تواتر سره نقل کړي دی او د هغه راويان دومره زيات دي چې کوم شک د هغه سلامتيا کښې نه پاتی کيږي دا دی چې رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم ووفرمايل:

من كنت مولاه فعلي مولاه

د مولا ټکی که څه هم ممکن دی په مختلفو معنو کې استعمال شي خو بي شکه په دې حديث شريف کې د مشر او ولايت امر په معنا دی.

ځکه چې داسی علامی او نخښی موجودی دي چې هغه ثابتوي چې د مولا معنا دلته مشري ده

1_ مخکښې له دې چې پيغمبر اکرم د حضرت علي عليه السلام د ولايت او امامت اعلان وکړي خلکو ته يې وويل چې زما وفات وخت نږدې شوی دی او هغو ته يې د کتاب (قران) او عترت (اهل بيتو) سپارښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دا دوه له يو بل نه جدا کيږي بيا يې اعلان وکړ چې هر چا چې زه مولا يم دا علي د هغه هم مولا دی.

پس هم دې لامله د هغه حضرت د داسی کس پيژنګلو (معرفي) ده چې په امت واجب ده چې د قران په څنګ کې هغو سره هم تمسک وکړي چې له کږلارې نجات ومومي.

2_ د رسول الله صلی الله عليه و اله وسلم شان سره مناسبه نه ده چې په زرګونو حاجيان په يو ګرم دشت او صحرا کې راټول کړي او حکم ورکړي چې له کاڼو او نورو څيزونو يو منبر جوړ کړئ … يوازې دې لپاره چې مسلمانانو ته اعلان وکړي چې علي د هغو ملګری او مرستندوي دی! بلکې بي شکه خبره ډيره د اهميت وړ ده او هغه يوازې پس له پيغمبر اکرم د حضرت علي عليه السلام د ولايت اعلان ؤ.

3_ خطيب بغدادي له ابو هريره داسی نقلوي چې وي ويل: چا چې د ذی الحجی په اتلسمه نيټه روژه ونيوله نو هغه لپاره د 60 (شپيتو) مياشتو روژې ثواب ليکلی شي. او هغه ورځ د غدير خم ورځ ده هغه ورځ چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله وسلم د حضرت علي عليه السلام لاس ونيول او وې فرمايل آيا زه د مومنانو ولي او مشر نه يم؟

ټولو خلکو وويل: هو يا رسول الله ته د ټؤلو مومنانو ولی يی.

نو بيا پيغمبر اکرم وويل چې من كنت مولاه فعلي مولاه

وروسته له دې عمر بن الخطاب وويل: ای د ابو طالب زويه مبارک دې وي نن نه پس ته زما مولا يی او د هر مسلمان مولا شوی.

نو خدای لخوا دا ايت نازل شو : اليوم اكملت لكم دينكم

نن مو ستا لپاره دين مکمل او بشپړ کړ.

پس همدې لامله د مسلمانانودين نه بشپړ کيږي مګر دا چې پس له پيغمبر اکرم د مسلمانانو د دين د بيانولو او مزبوتولو لپاره يو کس وټاکي او کله چې يې وټإکه نو هله دين مکمل او بشپړ شو.

(اقتباس راخستی شوی له منهاج  الصالحين ليکوال حضرت آيت الله العظمي وحيد خراساني سريزی  مخ 171)