نهج البلاغه

نهج البلاغه

 

د حضرت امام علی عليه السلام په اثارو کښې د هغوي يو مشهور اثر نهج البلاغه دی چې په دې کتاب کښې د حضرت امام علی عليه السلام قابو 239 خطبې نقل شوي دي. په دې خطبو سربیره پکښې دعاګانې، وصيتونه، ليکونه او د امام علی عليه السلام ارزښتناکې او له نصيحته ډکې وړې وړې جملې هم شته،

دا کتاب يو بزرګوار او لوي فقیه سيد رضی چې قابو زر کاله مخکښې راغونډ کړی دی. د پښتو ژبې مشهور شاعر حمزه بابا هم په اول ځل په پښتو کې ژباړلی دی، او دويمه ژباړه يې استاد عبدالرحيم دراني شورو کړې ده چې تر نيمې يې ترجمه کړې ده. مسعودي چې له سيد رضی قابو سل کاله مخکښې اوسيدۀ د “مروج الذهب” کتاب په دويم ټوک کښې وائي: هغه خطبې چې خلقو په بيلا بيلو موقعو کښې د حضرت امام علی عليه السلام له خولې غونډي کړي تر څلور سوه اتياو خطبو زياتې دي. حضرت امام علی عليه السلام دغه خطبې فی البديهه او بې له څه يادښته او ځان ته ليکلو ويلي دي او خلقو به ترې هم ليکلې نو له دې معلوميږي چې د حضرت امام علی عليه السلام خطبې ډيرې زياتې دي حال دا چې سيد رضی بزرګوار په نهج البلاغه کښې يوازې 239 خطبې غونډې کړئ شوي دي.(سيري در نهج البلاغه ايت آ …. استاد مطهري).

د ايران يو لوړ رتبه عالم او د نهج البلاغې په فارسۍ ژبه ژباړونکی د دې کتاب په هکله فرمايي: نهج البلاغه هغه کتاب دی چې پکښې د اميرمؤمنين علي عليه السلام هغه ويناوې دي چې په درجه کښې د انسان له خبرو اوچتې او د خدای پاک له خبرو لاندې دي.

د نهج البلاغې د موضوع بيلا بيل شونه انسان په تعجب کښې اچوي، د توحيد لوړ رتبه مطلبونه، پندونه او نصيحتونه، د سياسي او ټولنيزو پيښو تحليلونه، د حکمرانانو او پاچاهانو د کار قانونونه او هغوي ته امر او نهي ځينې له هغه مطالبو څخه دي چې په نهج البلاغې کښې موجود دي.

ليکلوال پکښې د حضرت امير المؤمنين عليه السلام ويناوې له يوې لنډې سريزې وروسته په دريو برخو ويشلي دي، خطبې، ليکلونه او لنډې ويناوې او د حضرت امير المؤمنين عليه السلام د خبرو تر مينځ په کوم ځای کښې ضروري وه نو توضيح او شرحه يې بيان کړې ده.

نهج البلاغه په لغت کښې بليغ او فصيحې لارې او خبرې کولو ته وايي. سيد رضي په دې کتاب کښې دا هڅه کړې ده چې له هغه حديثونو څحه چې له حضرت امير المؤمنين عليه السلام نقل شوي دي هغه حديثونه خوښ کړي چې له ټولو زيات فصيح او بليغ وي او همدا سبب شو چې په ډېرو تاريخي او خطرناکو پيښو کښې هم دا کتاب سالم پاتې دې او په د مسلمانانو او غير مسلمانانو په بيلا بيلو ډلو کښې شهرت لري.

ځينې څيړاندو ويلي دي چې په نهج البلاغې باندې قابو 370 شرحې، تفسيرونه او ترجمې ليکلي شوي دي او تر اوسه پورې نوې نوې ترجمې چاپ کيږي او همدا خبره د مسلمانانو تر منځ د دې کتاب اهميت څرګندوي په بيلا بيلو ژبو د نهج البلاغې ترجمې موجودې دي.

د نهج البلاغه په هکله خبرې او معلومات ځان ته يو کتاب غواړي خو مونږ په دې لنډې غوندې پيژندګلوۍ اکتفا کوو د بيلګې په توګه يې يوازې يو څو لنډې ويناوې راوړو چې لوستونکي ترې ګټه واخلي:

حضرت امام علی عليه السلام د دنيا د فناه کيدو په هکله وايي: “یو کس له امامه د حال احوال پوښتنه وکړه هغه حضرت وفرمایل:» دهغه کس حال به څنګه وي چې بقا یې د فنا په لور بیایي او په سلامتیاکې ناروغ دی ، او په خپل مامن او ارام ځای کې پرې مرګ راځي.”

اوهمدارنګ د انسان او ازميښتونو په هکله فرمايي: “داسې ډیر کسان شته دي چې په هغو نعمتونو سره چې ورکول کیږي په لومه کې ګیر شي او په ګناه په پرده پوښۍ سره وغولیږي. او په ستایل کیدو سره و ازمایل شي. خدای تعالی د ازمویلو لپاره تر مهلته ښه وسیله بله نه ده ګرځولې”.

له امام سره په دوستۍ کې له افراط او تفریطه د ډډه کولو په هکله داسې فرمايي: “دوه تنه زما په وجه تباه شول : افراط کوونکی دوست او مبالغه کوونکی دښمن”.

له فرصتونو څخه د استفادې او ګټې په هکله په لنډه توګه داسې فرمايي: “له لاسه د فرصتونو ورکول د غمجنیدو سبب کیږي”

د دنیا د پیژندلو د ضرورت په هکله داسې فرمايي: “حرامه دنیا د مار په شان ده پوستکی یې نرم دی خو دننه له زهرو ډک دی غولیدلی نادان هغه ته ګروهي او هوښیار عاقل له هغه ډډه کوي”

دا ځينې هغه ويناوې وی چې د بيلګې په توګه مو راوړې خو د دې کتاب د ژورتيا او فصاحت او بلاغت پته هاله لګي چې په خپله دا کتاب ولوستل شي يا د دې کتاب په هکله د لويو شيعه او سني عالمانو هغه قولونه ولوستل شي چې په بيلا بيلو تاريخ کتابونو کښې راغلي دي چې يو کس پکښې وايي: دا کتاب له فصاحته داسې ډک دی چې که هغه اديبان اوس موجود وی چې د جاهليت په زمانه کښې به يې ځينې شعرونو ته له ادبه سجده کوله نو ضرور به يې دی ته سجده کړې وه.

څوک چې غواړي چې نور معلومات تر لاسه کړي نو پخپله نهج البلاغې او د هغې بيلا بيلو شرحو او څيړنو ته چې لويو لويو عالمانو ليکلي دي مراجعه کولی شي. پرنهج البلاغې سربيره د امام علی عليه السلام قضاوتونه او فيصلې هم ډيرې خوندورې او حيرانوونکې دي او که څوک يې لوستل غواړي ، نو نو دا هم د بيلا بيلو کتابونو په شکل کښې چاپ شوي دي.