د مورولۍ فخر

د مورولۍ فخر: د امام علی(ع) ماندينه بي بي ام البنين (س)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د هغې نوم فاطمه و او د بنی کلاب له قبيلې وه. کله چې يې حضرت علی عليه السلام سره وادۀ وکړ نو د هغه کور ته ننوته. امام حسن، امام حسين او د هغوي دوو خويندو بې موره ژوند تېره ؤ. کله چې د فاطمه کلابيه سترګې د بي­بي زهراء په مصيبت وهلو ماشومانو پريوتې چې مخونه يې له غمه ډک وو نو د هغې بي­بي له سترګو اوښې روانې شوې او زړه يې اور واخسته. بيا د هغوي خوا ته ورغله هغوي يې ښکل کړل او ويې ويل: “زما مور او پلار له تاسو ځار شه” بيا يې هغوي ته ډاډګيرنه ورکړه.

ويښته ورله ګومنځ کړل جامې يې ورله ومينځلې او د يوې مهربانې مور په شان د اميرالمؤمنين په کور کښې په خدمت لګيا شوه. د فاطمه کلابيه راتلو سره ماشومان بيا ښه شول. هغې فدارکارې ښځې ته دا پته وه چې دا د زهرا بي­بي اولاد د خدای خوښ کړي بندګان دي. له همدې سببه د هغې له وسه چې څه کيدل ويې کړل چې د پيغمبر(ص) بچي خوشحال کړي ځکه چې د هغوي په خوشحالۍ کښې د خدای خوشحالي وه.

په ډېر لږ وخت کښې د  بي­بي زهرا اولاد هغې بي­بي سره عادت شول او هغې ته د علي(ع) د بچو د مور شونې فخر حاصل شو. يو داسې فخر او غوره والې چې د جهان په مخ يوې ښځې ته هم نه و نصيب شوے. د امام علي عليه السلام په بچيو کښې دې بي­بي امام حسين عليه السلام سره ډېره مينه کوله هغه سره ډېره عادته وه او د هغه اواز به پرې د جنت د هوا په شان لږيدۀ او هغې ته به يې نوې روح ورکاوۀ. فاطمه کلابيه به تل په داسې نعمتونو د خدای شکر وباسۀ او د پيغمبر(ص) د کورنۍ په خدمت کښې به يې څه کمې نه کاوۀ. د هغې د همدې خدمت په سبب د يوې ورځې نه بلې ته د هغې شرافت او معرفت زياتيدۀ او د خدای په درګاه کښې به يې مقام نور هم اوچتيدۀ. حضرت اميرالمؤمنين علی عليه السلام هم له خپلې دې بي­بي خوشحال او راضي و هغه پاکه ښځه چې هيڅکله يې د خپل خاوند د خبرو مخالفت نه کاوۀ او د هغه په خبره به يې خبره نه کوله. فاطمه کلابيه خپل خاوند خپل امام او پيشوا ګاڼه او د هغه حضرت په خوا کښې ژوند د هغې لپاره له ټولې دنيا نه ښه و. هغه يوه پاکه، معرفت لرونکے، مينه ناکه، ميړنۍ او په خبرو کولو کې تکړه ښځه وه. چې ډېرې کمې ښځې د هغې بي­بي مقام ته رسيږي.

اميرالمؤمنين علی عليه السلام سره له کلونو ژوند کولو پس فاطمه کلابيه د څلورو زامنو مور شوه چې نومونه يې دا دي: عباس، عبدالله، جعفر او عثمان. د فاطمه کلابيه زامنو به هم د فاطمه کلابيه غوندې د فاطمه زهرا  بي­بي د اولاد درناوې کاوۀ او د عزت په سترګه به يې ورته کتل.

له همدې سببه هيڅکله د ام البنين او د  بي­بي زهراء سلام الله عليها په بچو کښې اختلاف رانه غلو. ځکه چې دا څلور وروڼه د هغې پاکې کورنۍ له مقامه خبر وو او د هغوي په خدمت کولو کښې به يې څه کمې نه راوسته. هغې به په ټولو کارونو کښې د  بي­بي زهرا اولاد په خپل اولاد غوره کاوۀ. اول به يې د هغوي سرونه ګمونځول او بيا به يې د خپلو زامنو. اول به يې هغوي ته ډوډۍ ورکوله او بيا به يې خپلو زامنو ته. ام البنين به خپلو زامنو ته وويل: “دا فکر مه کوئ چې تاسو هم د علی عليه السلام زامن يئ نو ستاسو مقام د زهرا  بي­بي د اولاد غوندې دے بلکې تاسو د هغوي خدمتګزاران يئ”. دا خبره د دې نښانه ده چې هغه  بي­بي د اهلبيتو له مقامه ښه خبر وه له همدې سببه تل د هغوي په خدمت کښې لګيا وه او په دې به يې فخر کاوۀ.

دې ته په پام چې د هغې  بي­بي څلور زامن وو نو ځکه به يې ورته “ام البنين، د زامنو مور” ويل کيده. له دې وروسته چې اميرالمؤمنين عليه السلام د کوفې په جمات کښې شهيد شو نو امام حسن عليه السلام له هغه وروسته خليفه او امام شو.

ام البنين  بي­بي چې په کلونو کلونو يې هغه د زوي په شان لوی کړې و خو هغه امامت يې په ډېره مينه قبول کړ او هغه حضرت به يې د خپلې زمانې امام ګاڼه. د ام البنين زامنو هم دويم امام سره بيعت وکړ او تل د هغه په خوا کښې د هغه په ژغورنې لګيا وو. له دې وروسته چې امام حسن عليه السلام هم د خپلې ښځې د لاسه په زهرو شهيد شو نو حضرت امام حسين عليه السلام د مسلمانانو دريم امام جوړ شو. دې وخت کښې هم ام البنين او د هغې زامنو دريم امام سره بيعت وکړ او هغه سره يې د وفادارۍ اعلان وکړ. ام البنين  بي­بي به په دې شکر کاوۀ چې زامن يې د امام حسين عليه السلام اصحاب او ياران دي او خپلو زامنو ته به يې ويل چې د خپل امام په دفاع او ملګرتيا کښې څه کمې ونه کړي او تل د خپل امام خيال ساتي. او دا سپارښتنې يې ځکه کولے چې هغې  بي­بي امام حسين عليه السلام سره ډېره زياته مينه کوله.

د عاشورا په ورځ چې کله د يزيد زرګونو لښکريانو امام حسين عليه السلام او د هغه کورنۍاو اصحاب راګېر کړي وو نو د ام البنين ميړنيو زامنو په خپل ټول طاقت سره له هغه حضرته دفاع کوله او خپل ځانونه به يې له هغه حضرته قربانول هغوي په دې لارې کښې د خپلې مور ام البنين په سپارښتنې او په خپلې خدايي ذمه وارۍ عمل وکړ، شهيدان شول او ښکلي جنتونو ته ننوتل. د امام حسين عليه السلام له څلويښتي وروسته کله چې د امام حسين عليه السلام اهلبيت او لوټلې کاروان مدينې ته واپس شو نو ام البنين ډېره په بېړې کاروان ته راغله او بې له دې چې بل څه پوښتنه وکړي ويې ويل: “له امام حسين عليه السلامه مو څه خبر راوړے دے؟ هغه حضرت ته څه ورپيښ شول؟” کاروان والو ورته وويل: “زامن دې شهيدان شول” هغې بيا وويل: “له امام حسين عليه السلامه مو څه خبر راوړے دے؟ زما اولاد او ټول هغه څيزونه چې د اسمان لاندې دي له هغه ځار شه” بي­بي زينب سلام الله عليها چې د هغې ليدلو ته به زياته راتله هغې ته د هغې د زامنو په شهادت تسليت وويل. د عاشورا له پيښې وروسته به هغې بي­بي تل نوحه او ماتم کاوۀ او د زامنو په غم کښې به يې داسې شعرونه ويل چې د هر انسان زړه به سيزوۀ.

 

پيژنګلوي

نامه: فاطمه

د پلار نامه: حزام

کنيت: ام البنين

شهرت: کلابيّه

د قبيلې نامه: بني کلاب