فاطمه زهرا ( س )

فاطمه زهرا (س)

 

حضرت فاطمه زهراء سلام الله عليها د حضرت محمد(ص) او حضرت خديجه سلام الله عليها لور، د حضرت علی عليه السلام ښځه او د پاکو امامانو مور ده.

پيغمبر(ص) د معراج په شپه د جنت ميوې وخوړې او بيا خپلې ښځې له راغلو د دې ميوه هغه پاکه لور بی بی فاطمه زهراء شوله چې د مور په خيټه کښې به يې مور سره خبرې کولې.

هغه د زوکړې په وخت څلور بيلګه(نمونه) ښځې: حواء (د حضرت آدم عليه السلام ښځه)، آسيه (د فرعون ښځه)، کلثمه (د موسیٰ عليه السلام خور) او بي بي مريم (د عيسٰی عليه السلام مور)، حضرت خديجه سره مرستې لپاره راغلې او څنګه چې هغه نوراني بي بي دنيا ته راغله نو سر يې په ځمکه کيښودۀ او د خداي تعالیٰ حمد او ثناء يې وکړه.
پيغمبر(ص) ته د فاطمه سلام الله عليها مقام او منزلت له هغه وخته څرګند ؤ په کومو ورځو کښې چې له د مور په خيټه کښې وه. له همدې وجې پلار د هغې لپاره يو ځانګړې احترام لرلو او کله چې به هغه پيغمبر(ص) ته ورتله پيغمبر(ص) به له خپله ځايه پاڅيدۀ او هغې ته به يې هرکلې ويل او د هغې اړخ ته تلو د فاطمه سلام الله عليها لاس به يې خکلولو او په خپل ځاي به يې کښينوله.

هر کله چې به د خداي رسول(ص) و سفر نيت کولو نو فاطمه سلام الله عليها به اخرنۍ ښځه وه چې په مخه ښه به يې ورسره کول او په راتلو کښې به هغه لومړنۍ کسه وه چې پيغمبر(ص) به يې ديدار ته ورتللو.

څوڅو ځله پيغمبر(ص) د هغې يوازنۍ بي بي په هکله وفرمايل: فاطمه زما د زړه ټکړا ده چا چې هغه غصه کړه نو زۀ يې غصه کړې يم.

او يا به يې فرمايل: په تحقيق سره چې خداي تعالیٰ د فاطمې په غصې غصه کيږي او د هغې په رضا خوشحاليږي.

فاطمه سلام الله عليها، هغه ښځه ده چې ټول هغه صفتونه چې د يوې ځانګړې او بيلګې ښځې لپاره يې په فکر کښې راوستې شو په هغې بي بي کښې ظاهر شوي دي.
هغه يو داسې ملکوتي موجود دے چې په نړۍ کښې د انسان په شکل ظاهر شوے دے او که سړے وې نو بيشکه چې پيغمبر به ؤ.
ټول ملکوتي، الهی، جبروتي، ملکي او ناسوتي صفتونه په هغه بې بدله بي بي کښې راټول شوي دي.
د پيغمبر(ص) له وفاته 75ورځې ژوندې وه.
او په دې ټول وخت هغه جبرئيل(ع) سره ليدل لرل.
جبرئيل امين به هغې ته راتلو او حضرت فاطمه زهراء سلام الله عليها ته به يې تعزيت پيش کاوه او د راتلونکي وخت ځينې خبرې به يې ورته کولې.
امير مومنان , على (ع ) په هغه خبرې ليکلے.

د جبرائيل عليه السلام داسې تږ راتږ د خوښ شوو پيغمبرانو، حتی د امامانو په هکله هم نه دي راغلي.

د داسې ځانګړي کس په هکله بيا خداي تعالیٰ پيغمبر(ص) ته پرښته راليږي او د فاطمه زهراء سلام الله عليها د وادۀ په هکله ورته فرمايي: خداي تعالیٰ تا ته سلام کوي او فرمايي: زۀ ستا لور فاطمه سلام الله عليها په اسمانونو کښې د علی ابن ابی طالب نه نکاح کوم او ته په ځمکه دا کار وکړه.
څوڅو ځله پيغمبر(ص) فرمايلي دي: که علی(ع) پيدا نه وے شوے نو د فاطمه(س) لپاره ميړه نه ؤ!.

هغه بيلګه او نمونه ښځه له وادۀ وروسته د ښځو استاذه وه.
ښځې به د هغې خوا له راتللې او په احکامو او عقائدو کښې به يې خپلې سختې مسئلې له هغې نه پوښتلې. حضرت فاطمه زهراء سلام الله عليها به هم د هغوي مشکلات حل کول د اسلام فرهنګ به يې هغوي ته ښودل او د وحي له چينې به يې خړوبول.
هغوي څوڅو ځله په جنګ کښې ګډون کړے دے او خپل پلار او ميړه سره يې مرسته کړې ده.
د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته سره د دې چې پيغمبر(ص) (د هغوي په ملګرتيا) ډېر ټينګار کړې ؤ بيا هم فاطمه سلام الله عليها او د هغې ميړه علی عليه السلام يوازې پاتې شول.
ابوبکر د خلافت په کرسۍ کښيناسته او بي بي زهراء سلام الله عليها د غدير د حديث او د ولايت د دفاع لپاره سخت او بيلوسې جنګ شورو کړ.
د شپې به د مهاجرو او انصارو د کور دروازو ته تلله او له هغوي به يې مرسته غوښتله او په اخر کښې په زړه سيزونکي ژړا سره يې شپه او ورځ د انحراف، کجروې او ظلم په خلاف جنګ وکړ.

د مدينې په جمات کښې د انصارو او مهاجرو ټولي ته د هغې خطبه د عام او خاص خلکو په خلو کښې شوه او د حق غوښتنې لپاره يې يو نوې حرکت شورو کړ.
د علی (ع) او فاطمه (س) دښمنانو چې کله دا حالت وليدۀ او د علی د بيعت نه کونې ځواب يې واوريده، نو اراده يې وکړه چې د فاطمه (س) کور ته ورشي او علی (ع) په زور مسجد ته راولي او کله چې خپل کار ته ونه رسيدل نو حکم يې ورکړۀ چې د خداي د رسول د لور بي بي کور ته اور واچوي .
عمر ور مات کړ او د فاطمه سلام الله عليها پلو يې  زخمي کړ له همدې وجې هغه بچې چې د بي بي په خيټه ؤ شهيد شو. خو په هغه حال کښې بيا هم د علی بن ابی طالب حمايت ته پاڅيده خو ناڅاپه يې په لاس باندې د قنفذ ظالم کوړا راغله او فاطمه سلام الله عليها يې په ځمکه راوغورځوله.

له همدې وجې فاطمه زهراء سلام الله عليها په کټ پريوته.
هغې په کټ کښې هم د علی عليه السلام له ولايته دفاع کوله او فرمايل به يې: هاي! زما وفات نزدې شوې دے او د ځوانې په عمر کښې له دنيا ځم او له غمونو نه به خلاصه شم خو وړو ماشومانو سره مې څه وکړم؟.

خو اخر هم د زهراء بي بي د تللو وخت نزدې شو.
علی عليه السلام ته يې وفرمايل: “ما له د شپې غسل راکړه او د شپې مې کفن کړه او د شپې مې خاورو ته وسپاره، او کومو خلکو چې زما حق غصب کړے دے او ازار يې راکړے دے هغه زما جنازې ته مۀ پريږده او نه يې ما سره مقبرې تلو ته پريږدې”.
د رهراء بي بي پاک روح آسمان په والوتۀ.

علی عليه السلام سره د خپلو ځامنو په داسې غم کښې غرق شو،  چې ويې فرمايل: اي د پيغمبر(ص) لورې! ستا شتون زما لپاره د دلاسې ځاي ؤ، ستا نه وروستو به څوک ما ته تسلي راکوي؟

علی عليه السلام د شپې خپلې پاکې بي بي ته غسل ورکړ، کفن يې کړه او وړاندې له دې چې د کفن بندونه وتړي يو غږ يې وکړ: اي حسنه! اي حسينه! اي زينب او اي ام کلثوم راشئ خپلې مور سره خداي ملې وکړئ.
ماشومان په منډه راغلل او خپل ځان يې د مور په بدن واچول.
هغوي به په ورو آواز سره ژړل او د خپلې مور کفن به يې په خپلو اوښکو لمدول.
علی عليه السلام فرمايي: په هغه وخت کښې خداي شاهد دې چې فاطمې بي بي هم  ژړل او لاسونه يې له کفنه بهر راوباسل او حسن او حسين يې په غيږ کښې ونيول.
جبرائيل غږ وکړ: اي علی! هغه دوه د مور له بدنه اوچت کړه ځکه چې د آسمان د فرښتو نور طاقت نيشته.