د هدايت خوند

د هدايت خوند: خالد بن سعيد (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

په بسترې کې ملاست و خو ټول بدن يې له ويرې لړزيدۀ اوپه تندي يې يخه خولهروانه وه هغه خوب ليدۀ چې د جهنم د اور پهغاړه ولاړ دے دهغه په د جهنم په اور کښې پښې لاسونه وهي او غواړي چې هغه هم ځان سره اور ته راکاږي دغه وخت دخدایرسول د هغه لاس نيسي او له هلاکته يې بچ کوي.

هغه ناڅاپه له خوبه راپاڅي سا يې لنډه لنډه کيږی او ځان سره وايي: خدايه! دا څنګه خوب و چې ما وليد؟ ما داسې خوب ولې وليد؟ محـمد(ص) زۀ بچ کړم او د جهنم له اوره يې وژغورلم هغه ډيرفکر وکړ چې د هغه ټوله کورنۍ ولې پيغمبر(ص) دښمني کوي ځان سره يې وويل: مونږ بنی اميه دې ولې دومره سپک اوبې غيرته وو!ايا پيغمبر بې له ښو کارونه بل څه کوي؟ په حقيقت هيچا تراوسه له هغه بد نه دي ليدلي او نه ترې چا دروغ اوريدلي دي نور خپل ګمراهه خاندانه ستړے شوم. زړه مې نه غواړي چې د هغوي په پليتيو کښې شريک وم او هيڅ کله نه غواړم چې د اسلام غوندې حقيقت سره مقابله وکړم.

خالد بن سعيد د بنی اميه و له مشرانو څخه يو د کس زوے و په پيغمبر(ص) باندې د ايمان راوړلو په نيت او نجات او کاميابۍ ته رسيدلو لپارهد پيغمبر(ص) ليدلو لپاره ګوتے شمارلے او ورو ورو د هغه حضرت په لور روان و اخر دا چې خالدپيغمبر(ص) ته ورسيد او د اسلامپه قبلولو او شهادتينو ويلو سره د پيغمبر(ص) په يارانو او اصحابو کښې شمار شو.

هغه د خپلو پلارانو او خپلې مشرکې کورنۍ غوندې دپيغمبر(ص) په دښمنۍ نه و پاتے. خالد د هغې نور په شان چې د تيرو له مينځه راوتلے وي د ارام او پاکۍ احساس يې کاوۀهغه د بنی اميه و په هغه تقدير باندی چې دهغوي په انتظار کښې و افسوس کاوۀ ځکه چې خالد د حقيقي کاميابۍ په معنی پوه شوے و اودانسانيت په خوږ خوند او د هدايت په خوند پوه شوے و. د بنی اميه و مشرکانو چې کله وليدل چې خالد لمونځ کوي او د بتانو څه خيال نه ساتي نو بې ځنډه د يې د هغه پلارته وويل چې زوے دې مسلمان  شوےدے او د بنی اميه و د کورنۍ عزت يې خراب کړے دے. پلار يې د خلکو له پيغورونو تنګ شوے و او په خپل جاهليت باندې يې فخر کاؤه نو دا اراده يې وکړه چې خپل زوي ته سزا ورکړي. له همدې سبب يې په يو مناسب وخت ځچښېی خالد وتړۀ او په متروکےسره يې د هغه ټول بدن زخمي کړه بيا يې هغه بندي کړه چې نو وروڼه يې داسو کار ونه کړي.د خالدپلار له دې ويريده چې کيدے چې کيدے شې د خالدنور وروڼه هم مسلمانان شې او دخپل جاهليته لاس واخلي. د اسلام دين خالد ته دا سبق ښودلے و چې د خپل مور پلار عزت کوه هغوي ته کنځل مه کوه او د هغوي د بدو کړو په وړاندې صبر کوه هغه تازه مسلمان ځوان تر دريو ورځو پورې بې له دې چې دخپل پلار څه سپکاوے وکړي صبر سره يې لوږه تنده وزغمله تردې چې په تښتيرلو کښې کامياب شو. په ځای د دې چې دغه وهل ټکول د خالد مينه پيغمبر(ص) سره کمه کړي، اسلام او د محمد(ص) دين سره يې مين نوره هم زياته شوه. خالد يواږې د پلار له خوا ونه زورلے شو بلکه کله چې د هغه دمسلمانيدو خبر خپور شونو د قرشو مشرانو هم هغه ډير وزورولو.

خو هغه همدا رنګ د يو مزبوت غر په شان په خپله غقيده باقی و او د اسلام د دښمنانو په وړاندے ولاړو. په ورځو کښې يوه ورځ، ابوسفيان چې پخپله تد پيغمبر(ص) ډير سخت دښمن و خالد وليد نو ورته يې ويل: اے خالده! ته غلطه خبره کوې مامسلمانيدو سره دخپل شرافت ستنې مزبوتې اومکمل کړے . ابوسفيان چې د داسې ځواب تمه يې نه لره له سختۍ سره وويل: ته يونوې ځوانيې، که لږ غوندې ووهل شې نو د خپل شرافت ستنې به لنډےکړے او د مخمد(ص) له حمايته به لاس واخلې څه وخت پس کله چې پهمسلمانانو باندې دکافرانوزور زيات شونو پيغمبر(ص) حکم وکړ چې حبشې ته هجرت وکړئ چې د هغه ځای دباچا په امان کښې را شئ په دې سفر کښې خالد سره د خپلې ښځې اود نورو مسلمانانو سره يې حبشې ته هجرت وکړ.

خلد بن سعيد د پيغمبر(ص) له ليکوالانو څخه و او ډير هغه ليکونه چې پيغمبر(ص) د عربو قبائلو يا لوړو شخصيتونو ته وليږل د خالد بن سعيد په ليک ليکل شوي وو چې دا کار مونږ ته د هغه لوړ مقام او بزرګي ښيي.

دې ته په پام چې خالد د پيغمبر(ص) او د هغه د کورنۍ له ليوالو او مينه والو څخه و نو هيڅ کله يې بل چا سره بيعت ونه کړ او په دې هکله يې د علی(ع) مخالفانو سره څه سازش او معامله ونه کړه.

خالد به ښه له زړه نه د جنګونو په ميدانونو کښې جنګيدۀ او دمشرکانو وړاندې به ودريدۀ. له هغې جنګونو څخه يو جنګ د 14هجری کال د محرم په مياشتې کښې په ” مرج الصفر” نومې ځای کښې وشو. هغه جنګ د مسلمانانو او روميانو تر مينځ و خالد د دې جنګ په شهيدانو کښې دويم کس و چې شهيد شو.

 

پيژنګلوي

نامه: خالد

د پلار نامه: سعيد

د قبيلې نامه: بني اميه

د شهادت ځای: مرج الصُفّر